د تهران او ځینی نننۍ نړیوالې ورځپاڼې
(last modified Sun, 02 May 2021 08:45:20 GMT )
May 02, 2021 13:15 Asia/Kabul
  • د تهران او ځینی نننۍ نړیوالې ورځپاڼې

د تهران  دپښتو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې   له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم  ځيني نړیوالې  ورځپاڼې  درسره شریکې کوو ،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ 

د تهران درستو ورځپاڼو نن پخپل تندي  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د جانشین او د مومنانو دامیر حضرت امام علی علیه السلام د ضربت د شپې  ددستورو عکسونه راخستي  او د فزت و رب  الکعبه  په لیکلو سره ئې  د نړۍ درستو پتمنو په تیره  بیا داهل بیت علیهم السلام  مینه والو ته تسلیّت وئیلی  او  لیکلي ئې  دي ، پکاردي  د امام بزرګوار له ساده  او له معناډک ژونده په پند اخستو سره  د ټولنې دبې وځله خلکو او یتیمانو  په ژوند هم فکر وکړو او  خپل شته ورسره شریک کړو.

نو   دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي ، په ویانا کې د  دیره نړیوالو اورګانونو کې  د روسیې سفیر او دایمي استازي  اولیانوف  وئيلي دي ،کومه تمه نشته  چې  په نزدې راتلونکي کې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د احیاء په باب  خبرې اترې بریالۍ شي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، په ایران کې د معلم  د ورځ دلمانځلو په مناسبت  په درست   ایران کې د استاد او معلم   د ورځې په درنښت کې د ایران درست ملت پخپلو معلمانو ویاړي  چې  د کرونائي بحران په سختو شرائطو کې یوه ورځ  هم  د ویډیوئي کنفرانس له لارې ئې  د خپلو محصیلیونو کلاسونه  ضائع کړي نه دي او په انګیزې سره ئې  د خپلو محصیلیونو د درس فکر کړی دی .

 ملګروملتو په خپل وروستي راپور کې  لیکلی دي ، له کرونائي بحران سره سره  په میانمار کې   وضعیّت ډير اندیښمنونکی دی  او  که نړیواله ټولنه  د میانمار پر حالاتو غور ونه کړي ،نو ممکنه ده په دغه هیواد کې ستر انساني ناورین رامینځةشي .

دملګروملتو  دبشري حقوقو  دفاعي کونکي ادارې  په بحرین کې د سیاسی بندیانو په ځپنې سخته اندیښنه ښودلې او وئيلي ئې دي ، دبحرین حکومت باید  انساني اقدار  او حقوق رعایت کړي ، ا و د زندانیانو پر آسانتیاؤ  دې غور ووکړي .

د عربستان په جده ښار   هوائي ډګرکې په پرله پسې چاودنو پسې په ښار کې بیړنۍ حالت اعلان شوی دی .

 او په هندوستان کې  په تیر شواروز کې څه دپاسه څلور لکه کسان په کرونائي ویروس ککړ شوي  او دغه راز څه دپاسه درې زره ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

                 دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،په ویانا کې د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو یعني د  ایران او ۴+۱ډلې د غړو هیوادونو  دوه اړخیزې او څو اړخیزې  خبرې اترې برخلیک ټاکونکي حد ته رسیدلي دي ،  داپه داسې حال کې دي چې  د ایران مرستیال خارجه وزیر او د ایران دمرکچي ټیم مشر عباس عراقچي وئيلي دي ،که خبرې اترې دغه شان  روانې وي نو ډیر زر  لوري یوې  خوښې موافقې ته ورسیږي  البته دغه چاره ممکنه ده  وخت ته اړتیا ولري . خو د امریکا  دملی امنیت سلاکر په یو لړ کرغیړنو  څرګندونو کې وئيلي دي ، په ویانا کې ایټمي خبرې اترې  په نامشخص وضعیّت کې دي . له دې سره په یووخت د سپینې ماڼۍ ځینو سرچینو وئیلي دي ، د واشنګټن چارواکي غواړي د ایران  د ایټمي پروګرام په باب د روانو  خبرواترو دبریالیتوب لپاره  له  روسیې سره سلامشورې وکړي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دایران او افغانستان ترمینځ د ګډ سرحدي  چارو دوهم  تفاهم نامه لاسلیک شوه .

له افغانستانه د امریکائي او ناټو پوځيانو مرحله وار  وتل پیل شوي  او وئیل کیږي ، چې دستمبر تر یولسمې نیټې پورې ټاکل شوې ده درست بهرني عسکر له افغانستانه ووځي .

دامریکا کرسچیّن ساینس مانیټور خپرونې  د ایران په باب د سعوډي عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان وروستیو څرګندونو ته په  اشارېئ سره دا د ایران په وړاندې د عربستان دیرغلیز کړچار د لهجې ښکاره بدلون بللی  او لیکلي ئې دي ، دغه بدلون ،

 د سعودیانو  په پوځي نښتو او ډغرو کې  له برلاسیتوبه  د ناامیدۍ  له امله دی .

د ایران د ښونې او روزنې  وزیر  وئیلي دي ،سږکال به د زده کونکو نهائي امتحانونه  په حضوري توګه نه ،بلکې آنلاین  رودې سره ترسره شي .

  دا هم  د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران د سرې میاشتې د ادارې ویندوي وئیلي دي ،د کروناضد واکسن ترټولو ستره جوپه  نن سهار وختي د چین د سرې میاشتې د ادارې له خوا  دوي ته رسیدلې ده .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د نیواکي ټاټوبو په حیفا کې ستر  اور  د صهونیسټانو د ویرې او وحشت لامل شوی دی . یاده دې وي چې دوه ورځې مخکې  هم په تل ابیب کې په یولړ دستورو کې  په ګڼې ګوڼې پسې ترینګلتیاوې  رامینځةشوي چې وئيل شوي ، څه دپاسه پنځوس کسان پکې وژل شوي او  کابو نوي نور هم ټپيان شوي  وو .

د لبنان د ا لبناء  خپرونې  مسئول چلونکي  ناصر قندیل  وئیلي دي ،  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته په ستنیدا سره به بیا هم  په سیمې او لبنان کې د امریکا لاسوهونکي سیاستونه هیڅ  بدلون ونه لري  چې دا یوه بله ترینګلتیا رامینځةکولی شي .

د عربستان  د ولی عهد محمد بن سلمان له خوا  له ایران سره د اړیکو له ښه کولو سره د دلچسپۍ له ښودلو وروسته   داسې ښکاري چې د دغو دواړو  سترو هیوادونو ترمینځ که اړیکې ښې  شي او شته ناندرئ  ختمې شي ، نو ښائي ،په سیمې او  په تیره بیا په مینځنۍ آسیاسیمې کې  به  د استعمار او  استکبار  لاسونه لنډ  شي  او نور به ورته د لاسوهنې فرصت نه ملاویږي .

 د  سورئې پوځ او مقاومتي ځواکونو  په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو پر  پټنځایونو په سختو ټکونو سره  دتکفیریانو  په لسګونو جنایتکار هلاک او د دوي  پوځي تجهیزات او په ستر وسلو سنبال دلوس ګاډي  هم تباه کړي دي .

  د افغانستان  په لوګر کې  په بوږنونکي چاودنې پسې  چې  څه دپاسه  سلو محصیلینو ،امنیتی مامورانو او عامو خلکو وینه ئې بهولې ده ، د افغانستان ولس  د سولې دروانو خبرواترو په بهیر بشپړ نهیلي ښودلې ده .

 اوس هم راګرځو ځينو نړیوالو ورځپاڼو ته  چې د افغانستان د وروستیو  بدلونونو او امنیتی حالاتو باندې ئې لیکنې کړي دي ،  البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

ګڼو لویدیځي ورځپاڼو او انلاین رسنیو له افغانستانه د مئ میاشتې په لومړۍ نېټه د ټولو امریکائي عسکرو د وتلو د بهیر د رسمي پیل او ترې یوه ورځ مخکې په لوګر کې په مرګوني کار بم  چاودنې تبصرې او لیکنې خپرې کړي دي.

                   ګلوب اېنډ مېل کاناډايي ورځپاڼې لیکلي دي ،د لوګر د مرکز پل عالم د کاربم  چاودنې په قربانیانو کې زیات  د لېسې زده کونکې دي. البته ځيني راپورونه ښئ چې  په قربانیانو او ټپیانو کې  عام خلک او امنیتی ماموران هم ترسترګو کیږي .

                 ګارډین ورځپاڼې هم د ټولو امریکايي سرتیرو له وتلو سره هم مهاله په لوګر کې د جمعې د ماښام خونړۍ چاودنه یاده کړې چې لسګونه ولسي خلک ئې مړه او ټپیان کړي دي .

ورځپاڼې ویلي دي، د امریکايي پوځيانو له وتلو سره هم مهاله نژدې د افغانستان ټولو ولایتونو کې جګړو او د تاوتریخوالي زیاتېدو زور اخېستی.

پردې سربېره یو شمېر نورو لویدیځي انلاین او چاپي خپرونو هم د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره په یو وخت د لوګر خونړۍ چاودنه په افغانستان کې د هغه تاوتریخوالي بېلګه بللې چې امریکايي ځواکونه یې تر شاه پریږدي.

                 واشنګټن پوسټ بیا په یوه لیکنه افغانستان کې د القاعده چینل د بیا پیاوړي کېدو په اندېښنو لیکنه خپره کړې. دا لیکنه د بروکېنک انسټیټیوټ د یو څېړونکي ډانیل بایمن له خوا لیکل شوې ده .

بایمن په لیکنه کې استدلال کوي چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو  په وتلو پسې به دې هېواد کې القاعده چینل  بیا دومره پیاوړې نه شي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱  نېټې بریدونو ته ورته ترهګرې کړنې ترسره کړي.

په لیکنه کې لیکوال د القاعد ې چینل  سره د اړیکو د پرې کولو په اړه د طالب مشرانو په ژمنو شک څرګند کړی او همدارنګه یې ویلي چې ښايي له افغانستانه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته امریکا هومره وړتیا چې اوس یې افغانستان او پاکستان کې د القاعده د ځپلو لپاره لري، ونه لري.

لیکوال د دې لیکنې په پای کې وايي، ګڼ دلایل شته چې ښئي له افغانستانه د امریکايي  عسکرو وتل به پر القاعد ې ډلې دباؤ  کم کړي، خو زیاتوي، القاعده شبکه دا مهال له هغه ځواکه ډېره لویدلې، چې د سېپټمبر د ۱۱نېټې تر بریدونو د مخه ئې درلود او له ګڼو ننګونو سره مخ ده.

 

 

 

               له هانګ کانګه خپریدونکې ساوت چاینا مارنېګ پوسټ ورځپاڼې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د رسمي پیل په مناسبت په یوه اوږده لیکنه کې وايي،جوزف بایډن له افغانستانه د امریکايي  عسکرو په ایستلو  چین د سینکیانګ د ترهګرۍ له ستونزې سره پریږدي.

ورځپاڼه لیکي د طالبانو په راستنېدو، افغانستان کې د کورنۍ جګړې د تودېدو او د مرکزي حکومت د کمزوري کېدو اندېښنه شته چې ورسره به چین په خپلو لویدیځي پولو کې له امنیتې تشې سره مخ شي.

ورځپاڼه په دې لیکنه کې زیاتوي، بیجینګ اړتیا لري چې د افراطي ډلو ټپلو د  خوریدو مخه ونیسي، خو که چین افغانستان کې چې ورځپاڼې د 'امپراتوریو  هدیره' بللې پوځي قدم کېږدي، نو د لیکوال په وینا په هند او روسیه کې به د خبرداريو زنګونه وکړنګوي.

 

 

ټیګونه