Jul 02, 2021 17:48 Asia/Kabul
  • په ننګر هار کښې د داعش ترهه ګرې ډلې نظامي مسول نیول شوے

دننګرهار ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو ځواکونو تیره شپه د دغه ولایت د کوټ په ولسوالی کښې عملیات ترسره کړي دي

له جلال آباد زمونږ د خبریال د رپوټ له خې په عملیاتو کې د کوټ ولسوالۍ لپاره د داعش تکفيري ډلې نظامي مسؤل قاري عبدالجبار مشهور په کوټوال او یو بل شکمن کس له سېمې ژوندي نيول شوي دي.

قاري عبدالجبار په تېرو وختونو کې د داعش ترهه ګرې ډلې قاضي و او د یادې ډلې  یو قوماندان قاري رفیق ته یې کار کوه، کله چې هغه ووژل شو؛نو بیا یې د همدې ډلې بل قوماندان شاهین ته کار کول پیل کړل او پلان یې درلود چې د داعش ترهه ګرې ډلې په ګټه، کوټ ولسوالۍ او څېرمه سېمو کې  ستر اهداف ترسره کړي،چې په نیول کېدو سره یې د پلانونو مخنیوے وشو.

قاري عبدالجبار د داعش تکفيري ډلې د رهبرۍ له مشرانو سره نږدې تعلقات لري او دامهال یي د کوټ والسوالۍ په کچه د نظامي مسول په توګه د نده درلوده، چې اوس مهال تر پښتنو لاندې دے.

په ترسره شویو عملیاتو کې ولسي خلقو او د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ته زیان نه دے رسېدلی.

 

ټیګونه