د تهران راډیو ګرانو لوستونکو د ایرانۍ میرمنې پینځلسم پروګرام دلته لوستلی شئ
(last modified Wed, 11 Oct 2023 10:22:14 GMT )
Oct 11, 2023 14:52 Asia/Kabul
  • د تهران راډیو ګرانو لوستونکو د ایرانۍ میرمنې پینځلسم پروګرام دلته لوستلی شئ

ګرانو لوستونکو هره ورځ چې تیریږي د ایران پرضد د دښمانانو له نویو بایکاټونو سره مخامخ کیږو.

په دوې کښې ځینې بایکاټونه په علمي او اقتصادي ډګرونو کښې د دباو د راوړلو لپاره محصیلین او پوهنتوال له دغو ډګرونو شاته کیدا او د امریکا او د اروپا علمي پوټیشنل ته  پناه وړلو ته ترغیبوي او هڅوي.

خو له دغو ټولو مسائیلو سره سره اوس هم داسې کسان شته چې په خپل اخلاص سره د خپل وطن خدمت کوي او خپله ځاني ، مالي او علمي پانګه په دې لاره کښې په سخاوت سره خرڅوي چې خپل هیواد سرلوړی کړي.

د ایرانیو میرمنو په دغه پروګرام کښې د هیواد د سترې ډاکټرې میرمن «طناز بحري» په اړه درسره خبرې کوو له مونږ سره ملګرتیا وکړئ.

()

میرمن «طناز بحري»  په دیارلس سوه یوشپیتم هجري لمریز کال یعني په نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال کښې د ایران په پلازمینې تهران کښې زیږیدلي ده.

کابو لس یا یولس کلنه وه چې له خپلې  کورنۍ سره هالینډ هیواد ته لاړه.

هغه د هالینډ هیواد د روټرډام ښار ته نږدې په یوه ښارګي کښې لویه شوه او په روټرډام ښار کښې په خپلې دلچسپۍ وړ پوهنتون کښې یې د طب په څانګه کښې زده کړه وکړه او د عمومي طب له بشپړولو وروسته یې د وینې او د وینې د سرطان د فوق تخصص برخه یې انتخاب کړ او په دیارلس سوه څلورنویم هجري لمریز کال یعني په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې یې خپلې زده کړې بشپړه کړې.

د ایران دغه ډاکټرې ته وروسته په اراسموس(Erasmus) روغتون کښې د کار کولو وړاندیز وشو.

د ایران تجربه کارې ډاکټر «طناز بحري» له یو کال څو میاشتو وروسته  د هالینډ د روټرډم د اراسموس پوهنتون د هیماټولوژي یعني د وینې د کلینک مشرۍ او کابو لس زره(۱۰۰۰۰) یورو تنخواه او معاش پریښود او د خپلو تحصیلي مدرکونو له بشپړیدا سمدستي وروسته ایران ته راستنه شوه.

د ایران د دغه میرمنې  لپاره دغه خبرې اهمیت درلود چې په خپل هیواد کښې خدمت وکړي او د هغې نوم د ایران په څنګ کښې ولوستل شي! هغه په دې هکله وايي: باید خپل هیواد ته خپل فرض ادا کړم! هغه وايي چې په هالینډ کښې زما له هرې میاشتې لسو زرو یورو معاش او تنخواه څخه پینځه څلویښت فیصده مالیات اخیستل کیدل او د دغو مالیاتو زیاته برخه هم د اسرائیلو په شان ټروریسټانو ته ورکول کیدله. د مظلومو ماشومانو د وژلو لپاره دغه مالیات کاریدل! زه نه شوم کولای دغه خبره قبوله کړم او  باید هیواد ته ورستنه شم او باید له وطن سره خپل فرض ادا کړم.

()

که څه هم د ایران دغه ډاکټره طناز بحري په یوې ایرانۍ او مسلمانې کورنۍ کښې زیږیدلي ده خو په یوه غیر اسلامي هیواد کښې د هغې شتون سبب شوی و د اسلام په هکله زیات اطلاعات او معلومات ونلري تر دې چې د هغې د یوه معلم خبرې او اسلام دین ته د هغه بې احترامۍ میرمن طناز بحري دې ته مجبوروي چې حقیقت ورته راښکاره شي.

هغه وايي خدای پاک ج د نړۍ په  هر ځاې کښې انسانان هدایتوي او هغوې ته چانس او فرصت ورکوي چې سمه لاره انتخاب کاندي.

د ایران دغه میرمنه طناز بحري زیاتوي زما لپاره هم د بلوغت په وخت کښې زما په ذهن کښې یوشمیر پوښتنې رامینځته شوې چې د ژوند کولو هدف څه دی او اصلا ولې باید ژوند وکړو؛ دغه پوښتنې له هغو پیښو سره یوځاې چې رامینځته کیدلې سبب شوې چې زه ډیر د اسلام دین په لور ګروهنه پیدا کړم.

هغه وايي د بیلګې په توګه یوه ورځ زمونږ مشر په دنیا کښې د نورو دینونو په هکله خبرې وکړې او کله چې زمونږ د اسلام او د پیغمبر اکرم حضرت محمدص نوبت راورسید نو په بې احترامۍ او مسخره کولو سره یې داسې خبرې وکړې چې زه واقعا حیرانه شوم او ناراحته شوم چې ولې په دومره اندازه د مسلمانانو او د دوې د پیغمبر بې احترامۍ وشي، خو څرنګه چې معلومات مو نه درلودل  مجبوره شوم په کلاس او ټولګي کښې چپتیا غوره کړم. خو دغه پیښه سبب شوه چې زه  تحقیق شروع کړم او ډیر زیات اسلام دین ته نږدې شم. هر څومره چې خدای ته نږدې کیدلم ډیر ارامښت مو احساسوه او خدای پاک ج هم ډیره مرسته راسره کوله( د ژوند په ټولو چارو کښې) هغه وخت چې انسان د خدای وجود او د هغه مینه احساسوي نو نشي کولای له خدای پرته ژوند وکړي نو نشي کولای د خدای پاک ج له وجود څخه انکار وکړي.»  

()

د ایران ډاکټره «طناز بحري» په هغه ایمان سره چې په یقین بدل شوی و ایران ته له راستنیدا وروسته له یوې جهادي ډلې سره یوځاې شوه او د ناروغانو د درملنې لپاره د ایران زابل ښار ته ورغله.

هغې په خپلې اینسټاګران اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل: «هوالطبیب» دغه کال زمونږ قسمت دا و چې کوچنی اختر په «دیار رستم» یعني د زابل په تاریخي ښار او د هغه په کوچي سیمو او کلیو کښې جشن ولمانځو د دغه سیمې د بې ساري ، صمیمي او د میلمه پالو خلکو په څنګ کښې. داسې انسانان چې په بې وزله سیمو کښې ژوند کوي او په عین حال کښې ډیر صبر کونکي دي او زړونه یې ډیر  ستر او مهربان دي. دا له جهادي ډلو سره زما لومړنۍ تجربه وه. که څه هم زه د تهران په «شریعتي» پوهنتون کښې د ایران له بیلابیلو سیمو ناروغان لرم او دا په خپله ما کښې د خاص رضایتمندۍ حس  رامینځته کوي خو د ولس د ژوند کولو په سیمو او کورونو کښې د همدغو خلکو لیدل یوه متفاوته تجربه وه».

()

نن سبا ثابته شوي ده چې حجاب چې د ځینو کسانو په ګمان د ښځو د ودې او د ترقۍ په وړاندې یو خنډ او اجبار دی یوه فطري موضوع ده او د انسان له رواني سلامتیا سره نیغ په نیغه ارتباط لري.

د ښځې لپاره ستر او  حجاب د فطرت قانون دی او د فطرت له قوانینو څخه سرغړول ښځه له خپل هویت څخه محروموي.

د ایران ډاکټره میرمن« طناز بحري» د ستر کولو لپاره د خپلې فیصلې په هکله وايي: حجاب زما لپاره د خدای پاک لخوا یو دیني حکم نه و. زما لپاره حجاب یوه مبارزه وه ، د لویدیځو هیوادونو د متجدد سنت پالنې سره هراړخیزه مبارزه چې ځانونه د ښځو مالکان ګڼي او هر مشکل چې غواړي په میرمنو یې  راولي. او د لویدیځ له استکبار او ظلم سره مبارزه چې نړیواله شوي ده له ښځو څخه د لویدیځ د شیانو د جوړولو  د پانګوال نظام او کلتور سره مبارزه ، مسلمانانو ته له شاته پاتې والي او کلیشه اي کتنې سره مبارزه او اخري مبارزه په خپل نفس سره مبارزه، د دې لپاره کله چې  هره ورځ سهار ټیکرئ په سر کوم نو دغه خبره یادوم چې دغه دنیا فاني ده، یوه نندره ده یوازې زما د عملونو د سنجولو لپاره....... په همدې خاطر حجاب زما لپاره سپیڅلتیا لرله ، حرمت او ارزښت یې درلود........».

()

له هغه وخته چې میرمن طناز بحري د حجاب په ارزښت او د هغې په رعایتولو پوهه شي تر هغه وخته پورې چې حجاب وکړي څو کاله وخت اخلي.

هغه په دې هکله وايي زما څو مسلمانو دوستانو راته ویل ته په ځان سختۍ کوې، حجاب لیرې کړه خدای به درسره مرسته وکړي خو زه ویریدیم.......  زه ډاریدم په دې خبرې چې د حجاب ارزښت او سپیڅلتیا په خپلو  نیمګړتیاو سره تر پوښتنې لاندې ورولم. زه په ځلونو د ستردارو میرمنو د نیمګړتیاو او د کړچارونو په مقابل کښې د خپلو ملګرو له مسخرو څخه او سپکاوي څخه د ډکې کتنې کتونکي وم او ما نه غوښتل دغه خبره زما لپاره تکرار شي. ځکه که وغواړم او که ونه غواړم کله چې سترمنه یم په ټولنه کښې زمونږ د کړچار په مقابل کښې زمونږ مسوولیت څو برابره کیږي او هغه هم په یوې غیر مسلمانې ټولنې کښې. د همدې لپاره په هغو کالونو کښې مو په خپلو اخلاقو  کار وکړ او هڅه مو وکړه په خپل کار کښې بریالۍ شم تر دې حده چې زما همکاران له علمي او اخلاقي پلوه له ما سره له کار کولو راضي ووسي او وروسته مو حجاب وکړ».

()

د ایران انجلۍ نن سبا د دین، د حجاب او د دوې د ټولنیزې هڅې په سیوري کښې له هیڅ ډول محدودیت او دباو سره نه دي مخامخ ،د دوې عبادت او دین له عشق او دوستۍ سره یوځای دی.

د ایران ډاکټرې میرمن طناز بحري هم په دې موضوع ښه پوهه ده او زیاتوي :زما لپاره حجاب او ستر زما خپل اصلي هویت ته ورستنیدل وو، د اسلامي ـ ایراني ویاړ رامینځته کونکی هویت ، او داسې هویت چې د تاریخ په اوږدو کښې له ټولو بیلابیلو کلتوري یرغلونو سره سره یې ښودلي ده دومره قوي دی چې توانیدلی دی خپل ځان وساتي. کاش  کولای مو شو د ایران د انقلاب له لومړیو څخه حجاب یو بل ډول تعریف کړو د یوه دیني حکم او د اسلام په چوکاټ کښې یو پوښښ نه بلکې د ایران د بډایه کلتور د یوې برخې په توګه چې پیړۍ پیړۍ کیږي لباس ، حجاب ، حیا ، عفاف ، اصالت او انساني وقار د دغه کلتو تر ټولو مهم ارزښتونه او برخې وې او دي.

()

د ایران ډاکټره میرمن طناز بحري» د خپل وطن په توګه له ایران سره مینه لري او خپل هیواد د حضرت نوح علیه السلام له کشتې سره تشبیوي.

هغه وايي نن سبا د ایران اسلامي انقلاب په داسې شرایطو کښې دی چې دنیا ته د حقانیت بلنه ورکوي او له دې سره په یووخت د ایران اسلامي انقلاب د نړیوال استکبار او د لویدیځو هیوادونو لخوا له زیاتو ظلمونو او دباونو سره مخامخ دی.

حضرت نوح علیه السلام هم په یوه وچ ټاټوبي کښې کلونه کلونه د کشتۍ په جوړولو بوخت و. خلکو په هغوې پورې ملنډې وهلې او مسخره کاوه به یې. له دې سره په یووخت حضرت نوح  خلک خدای او د هغه حقانیت ته وربلل. په دغو کلونو کښې د ایران اسلامي انقلاب هم خپله لاره کچ کړي ده او د دنیا په هکله بې تفاوته نه دی او هماغه راز د لویدیځو هیوادونو د زوروینو په مقابل کښې ولاړ دی او په دې لاره کښې د ایران زیات ځوانان شهیدان شوي دي خو ایران چا ته تسلیم شوی نه دی. زما په نظر هرڅوک چې په دغه کشتۍ کښې سپور شي نو ګټه یې کړي ده او که چیرې په دغه کشتۍ کښې سپور نشي یعني ځان ترې لیرې کړي نو فرصت یې له لاسه ورکړی دی.له لویدیځ سره د مقابلې دغه تفکر د خدای پاک د مرستې او د ملګرتیا نتیجه دی؛ داسی شی چې په نورو هیوادونو کښې نشته. له دې کبله زما ځواک خپل هیواد ته ورکاږي ځکه چې له اسلامي انقلاب وروسته له شهیدانو ، د دوې له ژوند او دغه راز له تاریخي پیښو سره اشنا وم او لیدل مو دا ټول شیان د لویدیځو هیوادونو او د دوې د یرغلونو په مقابل کښې د مقاومت کولو نښه ده او ډیرو  کسانو هم د اسلامي انقلاب د ایډیالونو د ساتلو لپاره ځانونه قربان کړل او په ځان مو به فخر  کاوه او زما لپاره یې ارزښت درلود په همدې خاطر مو غوښتل په ایران کښې یوه ونډه ولرم او صادقانه له شعار ورکولو پرته وایم د ایران د خلکو د خدمت کولو په ارادې سره خپل هیواد ته راستنه شوم».

()

 

ټیګونه