د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ایرانۍ میرمنې وینا درته وړاندې کړو چې استفاده ترې وکړئ
(last modified Mon, 13 Nov 2023 07:44:09 GMT )
Nov 13, 2023 12:14 Asia/Kabul
  • د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ایرانۍ میرمنې وینا درته وړاندې کړو چې استفاده ترې وکړئ

د تهران راډیو عزتمنو دوستانو په نني پروګرام کښې د ایران له یوې سترې میرمنې ډاکټر «صفیه شهریاري افشار» سره اشنا کیږو.

د ایران داسې بریالۍ میرمنه چې له خپلو وسونو په استفادې کولو سره یې د هیواد خلکو ته ډير خدمتونه کړي دي نو له مونږ سره پاتې شئ.

میرمن ډاکټر صفیه شهریاري افشار په دیارلس سوه اته دیرشم هجري لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږیدله.

هغې خپلې متوسطه زده کړې په زیاتو نمرو سره پاې ته ورسیدلې.

هغه وروسته له دې د تهران په شهید بهشتي پوهنتون کښې په طبي څانګې کښې په زده کړې بوخته شوه او په دیارلس سوه یواویایم هجري لمریز کال کښې یې خپل تخصص د ښځو د جراحۍ او د بچیانو د زیږولو په څانګې کښې ترلاسه کړ.

د ایران دغه وسمنه میرمنه د خپلو زده کړو له ختمولو وروسته د لاپاراسکوپي ( د میکروسکوپي جراحۍ) د پړاو د تیرولو لپاره فرانسې ته لاړه.

میرمن شهریاري د لاپاراسکوپي د پړاو له تیرولو او ایران ته له راستنیدا وروسته د متخصصې ښځې په توګه د طب او د سلامتیا  په حوزې کښې خپل فعالیت پیل کړ.

میرمن ډاکټر «صفیه شهریاري افشار» د یوې بریالۍ او د یوې زیات کار کونکي میرمنې په توګه په خپلې دوسیې کښې ډیرې علمي او کاري مخینې لري.

هغې له دیارلس سوه یواتیایم هجري لمریز کال څخه تر دیارلس سوه پینځه اتیایم هجري لمریز کال یعني د دوه زره دوهم میلادي کال څخه تر دوه زره شپږم میلادي کال پورې د ایران د درملنې او د روغتیا د وزارت د ولسي ادارو د دفتر د لومړنۍ مدیرې په توګه کار کاوه.

هغه نه یوازې د کورنۍ د تنظیمولو په حوزه کښې روښانه فعالیتونه لري بلکې په سلامتیا ، ورزش او نورو برخو کښې یې هم فعالیتونه لرلي دي.

د سلامتیا او د میرمنو د بلاربولو په برخه کښې د میرمن ډاکټر صوفیه شهریاري افشار پینځویشت کلن فعالیت هغه د نړۍ یوه بیلګه داوطلبه جوړه کړي ده؛ داسې داوطلبه چې د جراحې او د متخصصې او د ایران د کورنۍ د سلامتیا د ټولنې د مشرې له کیدا سره سره یې یوه شیبه هم د هیواد د محرومو سیمو ښځې نه دي هیرې کړي.

د کورنۍ د بلاربولو د سلامتیا نړیوال فیډراسیون چې په نولس سوه دوه پنځوسم میلادي کال کښې جوړ شوی دی  په هرو دریو کلونو کښې یو ځل د یوسل دوه شپیتو غړیو هیوادونو داوطلبه ټولنو ته په نړیواله سویه پینځه سترې جایزې ورکوي؛ او میرمن ډاکټر شهریاري افشار د یوسل دوه شپیتو هیوادونو له کاندیدانو څخه په دوه زره نولسم میلادي کال کښې د دنیا لومړی کس انتخاب شو.

البته ډاکټر شهریاري افشار له ايډز ناروغۍ سره د مبارزې او د کورنۍ او د روغتیا په زمینه کښې هم د فعالې میرمنې په توګه په خپلې کارنامې کښې هم له بیلابیلو نړیوالو ټولنو څخه مختلفې جایزې ګټلي دي.

هغې په دوه زره څلورم میلادي کال کښې د سلامتیا په زمینه کښې د خپلو فعالیتونو په خاطر په ایران کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) د استازي په توګه له ملګروملتونو څخه د ستاینه لوح ترلاسه کړه.

د ایران ډاکټرې میرمن شهریاري افشار یو کال وروسته د ښځو او د مامايي د نړیوالې غونډې له مشر څخه د ستاینې لوح ترلاسه کړه.

په دغه کال کښې ډاکټرې میرمن شهریاري افشار د ځوانانو په حوزه کښې له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې د «سره ریبن» جایزه او په دوه زره یولسم میلادي کال کښې یې هم د کمزورو ښځو  په حوزه کښې له ملګروملتونو څخه جایزه ترلاسه کړه.

د ښځو د بلاربولو د روغتیا په زمینه کښې د ایران د دغه میرمنې د فعالیتونو په سبب هغه بریالۍ شوه په دوه زره لسم میلادي کال کښې د ملګروملتونو د کډوالو د سترې کمشنرۍ یو این ایچ سي ار(UNHCR) له استازي څخه د ستاینې لوح ترلاسه کړه.

()

د ایران ډاکټره میرمن شهریاي افشار د خپل د بریالیتوب تر ټولو مهم علت د خدای مهربانۍ ګڼي او وايي: زه داسې احساسوم چې خدای پاک له ماشومتوب څخه په ما مهربان دی. خدای پاک داسې غوښتل چې زه په راتلونکي کښې د ایران لپاره یو ګټور کس ووسم.

حاضردمه داسې احساسوم چې د ایران او د ملت لپاره اغیزشیندونکی کس ووسم.

هغه وايي په ماشومتوب کښې زما د ورزش مربي او منیجر راته ویل فرصت کم دی هڅه وکړه؛ ته هغه وخت بریالۍ یې چې  په دنیا کښې د ایران بیرغ ورپوئ.

زما پلار هم ویل داسې کار وکړه چې د خپل عمر تر پاې پورې د ایران بیرغ ورپوئ. زه خوشحاله یم چې توانیدلي یم په خپلې هڅې سره په دنیا کښې د ایران بیرغ پورته کړم.

د ایران ښځې خپلې خاص ځانګړنې لري چې هغوې له نورو میرمنو څخه متمایز کوي.

د مسوولیت احساسول ، مهربانۍ ، زړورتیا ، د لور ، د ښځې  او د مور دندې ته پام کول او په کورنۍ کښې سرشیندنه د ایران د ښځو په ځانګړنو کښې شامل دي.

د ایران د دغه فعالې میرمنې له نظره کورنۍ اصلي رکن دی.

هغه وايي: اصلي چورلیز کورنۍ ده. کورنۍ د سلول په شان ده او که چیرې سلول سالم ونه وسي، نو یو جوړښت هم سالم نشي کیدلای او د کورنۍ ملاتړ د هر وګړي په ودې کښې اغیز شیندونکی دی.

میرمن شهریاري افشار د داسې ښځې په توګه چې ډير تخصصونه لري باوري ده چې ټول خلک باید په بیلابیلو او د ضرورت وړ ډګرونو کښې تخصص ولري او فعال ووسي.

هغه وايي  که چیرې زه یوازې ډاکټره وائ نو نه مو شو کولای په نورو ډګرونو کښې هڅه وکړم یا وکولای شم له کمزورو میرمنو سره مرسته وکړم او  نه مو شو کولای له ورزش سره ښه ارتباط ټینګ کړم.

د ایران دغه ډاکټره میرمن شهریاري افشار همدا اوس د اوه سوه (۷۰۰)بې وزله خلکو او د شپاړسو بې سرپرسته ماشومانو سرپرستي کوي او هغوې ته مفت خدمات وړاندې کوي.

د ایران دغه میرمنه د ایران د کورنۍ د سلامتیا په ټولنه کښې په فعالیت کولو سره د کړکیچ په وخت هم په ټول ایران کښې د میرمنو ملګري او مرسته کونکي ده.

میرمن شهریاري افشار وايي : د کړکیچ په وخت کښې مو هم په ټولو موردونو کښې چې په ایران کښې کړکیچ رامینځته شو په بم ښار، ګلستان ولایت او کرمانشاه سیمه  کښې د زلزله ځپلیو لپاره د روغتیا د سیاست د جوړونکي او د ښځو د متخصصې په توګه د خدماتو د رسولو ،  مشورې ورکولو او د روزنې او زده کړې په زمینه  کښې مو د ښځو د سلامتیا لپاره یوشمیر خدمات ترسره کړي دي.

د ایران د کورنۍ د سلامتیا ټولنه هم د یوې ولسي او د خیریه موسسې په توګه په محرومو سیمو کښې  هره میاشت کښې کابو شلو زرو خلکو ته مفت خدمات وړاندې کوي چې پکښې روزنه ورکول ، مشورې ورکول ، د مامايي ، متخصصو ښځینه ډکټرانو ، درملو او د واکسیناسیون په شمول د سلامتیا د خدماتو وړاندې کول شامل دي.

په دې سربیره هره ورځ په سیمه کښې ګرځنډه ټیمونه بې وزله میرمنو ته په ورځ کښې دوه ځلې ډوډۍ ورکوي.

تعقیبول هم د دوې د ټولنې نور کارونه دي په دې معنا چې په کامل ډول د امکاناتو د نه لرلو په بڼه کښې بې وزله خلک نورو مرکزونو ته معرفي کوي چې  مشکلات یې په کامل ډول حل شي.

شهریاري افشار جوته کړه: د ایران د کورنۍ د سلامتیا ټولنه د کړکیچ په وخت کښې هم په ګرځنده طبي کلینیک سره خلکو ته خدمات وړاندي کوي په دې سربیره یې د حکومتي چارواکو په څنګ کښې هم د ښځو او د ځوانانو د سلامتیا لپاره په سیاست او پالیسۍ جوړولو کښې اغیزشیندونکي ګامونه پورته کړي دي. ځکه چې اعتقاد لرو د کورنیو او د ښځو په تیره بیا بې وزله ښځو او سړیو لپاره د سلامتیا او د روغتیا خدمات باید له هیڅ ډول توپیر پرته هغوې ته ورکړل شي.

()

میرمن شهریاري افشار د ایران میرمنې د مذهبي اعتقاداتو د لرلو  او په خپل ځان باندې د اعتماد د لرلو په وجه  ځانګړي ګڼي او وايي :واقعا د ختیځ ښځې په تیره بیا د ایران مسلمانې میرمنې په ځان باندې لوړ اعتماد لري.

د ایران میرمنې د خپلو دودونو ، کلتور او د تاریخ تابع دي.

د ایران میرمنې مسلمانې دي او له خپلو اعتقاداتو، د قران  او د پیغمبرانو له کلام سره اشنا دي او همدغه موضوع هغوې ته په ځان باندې لوړ اعتماد ورکوي.

میرمن شهریاري افشار د ښځو بریالیتوب په پرله پسې هڅې او کوشش کښې بللی او په دې لاره کښې سختیانې له خوند ډکې ګڼي.

هغه وايي زما په نظر که چیرې ښځې په خپل ژوند کښې له یوه  منفي ټکي سره مخامخ شي باید تسلیمې نشي.

بریالیتوب په دې کښې دی چې ښځې خپله لاره پیدا کړي او هغې ته دوام ورکړي.

ښځې باید پوهې شي چې په هڅې او کوشش سره انسان  بریالی کیدلای شي.

مونږ ښځې باید وښیو چې څه وغواړو هغه کولای شو.

هیڅکله دغه خبره هیره نکړئ: مونږ کولای شو، د دغه چارې بیلګه د ایران میرمنو په بیلابیلو علمي ،  ډګرونو ، د مدیریتونو په څانګو ، سیاسي مسوولیتونو ، او د پارلمان د غړیو په برخو کښې په شتون سره د دنیا خلکو ته وروښودله.

زما په نظر که چیرې یوه ښځه وکولای شی خپل ژوند په پلانونې سره وساتي او په علمي ،کلتوري او اقتصادي ډګرونو کښې فعاله ووسي ؛ نو یوه بیلګه او بریالۍ میرمنه ده.

نن سبا د ایران مسلمانه میرمنه یو عزتمن او سرلوړی شخصیت دی.

د ایران د ټولنې ځوانې ښځې او باسوده میرمنې د هیواد په تر ټولو پیچلیو ازمیښت  ځایونو یعني لیبراتورانو او  د انساني او د تجربي علمونو په مرکزونو کښې شتون لري او هلته خپل فعالیتونه کوي.

په سیاسي ، علمي ، مدیریتي ، کلتوري او ورزشي زمینو کښې د ایران تر ټولو فعالې میرمنې د ایران د ټولنې د مومنو او د انقلابي ښځو غړي دي.

او دا ټول شیان د دې کبله دي چې د ایران له اسلامي انقلاب وروسته د ښځو د ودې او د خوځندوالي زمینه برابره شوي ده.

()

د ایرانۍ میرمنې دغه وینا ختم شوه  خوښ وسئ.

 

ټیګونه