د تهران راډیو ګرانو د اینټرنیټ پانې ګرانو لوستونکو اوس به د ویاړمنې میرمنو بله وینا درته وړاندې کړو
(last modified Mon, 13 Nov 2023 07:47:32 GMT )
Nov 13, 2023 12:17 Asia/Kabul
  • د تهران راډیو ګرانو د اینټرنیټ پانې ګرانو لوستونکو اوس به د ویاړمنې میرمنو بله وینا درته وړاندې کړو

قدرمنو لوستونکو په اکثرو انسانانو کښې له پخوا راهسې له الوت سره مینه شته.

د علم په پرمختګ او د ډول ډول کوچنیو او د سترو الوتکو په جوړیدا سره د انسان دغه ارزو په حقیقت باندې بدله شوه.

د الوتکي الوزول او د الوتکې هدایتول یو سخت او په عین حال کښې هیجان رامینځته کونکی کار دی چې له لوړ حساسیت څخه برخور دی.

تل داسې فکر کیده چې دا ډول کارونه یوازې سړي  کولای شي.

خو نن سبا دغه فکر په کلي ډول بدل شوی دی.

حاضردمه ګڼ شمیر ښځې شته چې پایلوټانې دي.

د ایران میرمنې په هغو کسانو کښې شاملې دي چې د هیواد په بیلابیلو هوایي چلندونو او شرکتونو کښې په کارونو بوختې دي.

څو کاله کیږي چې د بیلابیلو خبرونو په شورماشور کښې په هوايي ډګر کښې د ایرانیو میرمنو شتون د خلکو د رضایت او خوښې سبب شوی دی.

په تر ټولو نویو خبرونو کښې ویل شوي دي چې د ایران له تبریز سیمې څخه عسلویه سیمې ته د « معراج» د هوايي شرکت د ای درې سوه شل(A-320) ډوله ایرباس الوتکې هدایتول د کاپیتانې میرمن «فهمیه احمدي دستجري» او د هغې د مرستندویه پایلوټې میرمن فاطمه طاها محمدي» لخوا د تبریز د شهید مدني له نړیوال هوايي ډګر څخه ترسره شول.

په دغه الوتکه او پرواز کښې ټولې میلمه پالې یعني ایرهوسټیس(Air Hostesses) هم میرمنې وې او ویلای شو دغه پرواز ټول د ایران د اسلامي جمهوریت د ګرانو میرمنو لخوا هدایت او اداره کیده.

د میرمنو لخوا د مسافروړونکي الوتکې پرواز په بیلابیلو ډګرونو کښې د وسمنو میرمنو له ظرفیت څخه د استفادې کولو مصداق دی چې د ټولنې د میرمنو په وسونو باندې د خلکو د اعتماد ښودنه کوي.

د ایرانۍ میرمنو په نني پروګرام کښې د پایلوټې کاپیتانې میرمن «فهمیه احمدي دستجردي» په لور ورغلي یوو چې له دغه میرمنې او د هغې له بریالیتوبونو سره زیات اشنا شو.

()

د ایران پایلوټې میرمن فهمیه احمدي دستجردي له ځوانۍ څخه د الوت کولو ارزو درولودله او په ماشومتوب کښې یې چې کله هوا ته ګوډې یعني پتنګ الوزوه  ځان یې هم  په هوا کښې د یوې سپکې مرغې په شان لیده.

هغې کلکه اراده لرله یوه ورځ به په یوې وسپنیزې مرغې سره اسمان فتح کړي او له وریځو څخه به د ځمکې نظاره وکړي.

«فهمیه احمد دستجري» یوه ځوانه میرمنه ده چې تل یې غوښتل د مرغانو په شان وزرونه ولري او په خپلو وزرونو سره پرواز وکړي.

میرمن دستجردي  په خپلو نقاشیو او انځورونو جوړولو کښې په داسې حال کښې چې په لاس کښې یې ګوډۍ یعني پتنګ و او په هوا کښې وه تصویرونه جوړول او بالاخره د دستجردي  اروزو هغه په داسې لور بوتله چې لومړۍ یې پاراګلایډر سوارلۍ تجربه کړه، له سختو لارو تیره شوه او  سوکه سوکه ځان یې د ایران د الوت او د پرواز د یوازنۍ انجنیرۍ او د ایران د ای درې سوه شل(A-320) ایرباس الوتکې د یوازنې  پایلوټې په توګه ولید.

میرمن دستجري دغه مقام ته د رسیدا لپاره جنګیدلي وه او خپل ټول توان او هڅه یې کارولي ده چې په ټولنه کښې جنسیتي نظرونو ته له کتنې پرته چې میرمنې د الوتکو په الوزولو کښې ښه مقام نلري ثابته کړي چې یوه ښځه هم د خپلو ټولو وړتیاو او د مهارتونو په لرلو سره د  نرینه  پایلوټانو په شان کولای شي د الوتکې کنټرولول په لاس کښې واخلي او په هوا کښې الوت وکړي.

د ایران د ښځې د الوتکې د الوزولو لومړنۍ انجنیره میرمنه د الوتکې د الوزولو لومړنۍ تجربه هیڅکله نه هیروي ، هغه له تهران څخه مشهد ته د الوتکې د پرواز  چې هوايي سفر و  او البته سخته تجربه وه داسې بیانوي: له الوتکې الوزولو یوه ورځ مخکې وخت ډیر سخت و.

د پایلوټانو په کابین کښې د پرواز د اصلي پایلوټانو په څنګ کښې ناسته وم. نه مو کوم شی لیده او  نه مو څه اوریدل.د الوت معلم زما په څنګ کښې ناست و  ما ته یې وویل په څوکۍ باندې کینه او د الوتکې له الوت څخه خوند واخله، خو زه ډیرحیرانه وم، یوه ورځ وروسته مو باید دغه الوتکه الوزولای. ډير سخته تجربه وه . په یوې بلې کتنې سره مو د باندې شیان کتل. نور مو د انجنیرۍ کتنه نه درلودله، اسمان یعني فضا زما لپاره بل شکل درلود...... تر ټولو مهم غبرګون او عکس العمل چې د الوتکې د مسافرانو لخوا لیدل  کیږي د هغوې له حده زیات تعجب او حیرانتیا ده چې زما لپاره جالبه خبره ده.

مخکې چې زه د الوت انجنیره وم ، د الوتکې زیات مسافران زما شتون ته متوجه نه وو خو کله چې زه پایلوټه شوم، څرنګه  چې باید د پرواز د اعلانولو لپاره مو ځان معرفي کاوه د الوتکې مسافرانو هم زه پیژندلم.

د الوتکې ډیر مسافران حیرانه کیدل او ځینې نور منتظر پاتې کیدل کله  الوتکه په هوايي ډګر باندې کیني زر راشي او ما وویني او زمونږ د کار څرنګوالی له نږدې څخه وویڼي حتی ځینې وختونه چې د پایلوټانو کابین له بهر څخه ښکاري د الوتکو هغه مسافران چې مونږ ویني ډیر حیرانیږي.

د  الوتکې د ټولو مسافرانو لپاره دغه پوښتنه مطرح کیږي چې دغه میرمنه  څه کار کوي؟ هغوې تمه نلري چې ما د پایلوټانو د کابین په داخل کښې وویني.

د مسافرانو دغه ښه کړچار ما ته قوت راکوي چې په کلک ډول خپل کار ته دوام ورکړم.

()

د ایران میرمنه فهمیه احمدي دستجري»

په هغه الوتکه کښې چې دې یې پایلوټه وه د خپلې کورنۍ د لومړني شتون په هکله وايي: د لومړي ځل لپاره چې زما کورنۍ په الوتکه کښې سپاره شوه او ټاکل شوي وه چې په الوتکه کښې مشهد ښار ته لاړ شو د الوتکې په لاوډسپیکر کښې مو ځان معرفي کړ او د خپلې کورنۍ خبره مو وکړه چې په الوتکه کښې سپاره ده ، الوتکې کښې موجودو خلکو غږونه پورته کړل او شپیلک  یې ووهل.

زما مور پرله پسې ژړیدله او له ډیر ذوق څخه یې له سترګو اوښکې بهیدلې.

البته زه باید د  پایلوټانو په کابین کښې کیناستلای او نه مو شو کولای چې د خپلې مور غبرګون ووینم خو د الوتکې میلمه پالو یعني ایر هوسټیسو  راته وویل زما مور ژړیدله او له ډیر ذوق یې له سترګو اوښکې بهیدلې.»

میرمن دستجري زیاتوي: هغه وخت چې ما خپل ځان په لاوډسپیکر باندې معرفي کړ ټول مسافران په الوتکه کښې ولاړ وو او چک چکې یې وهلې.

په الوتکه کښې سپارو کسانو زما مور ته داسې کتل چې ګویا هغه د الوتکې پایلوټه ده او الوتکه الوزوي. د الوتکې د مسافرانو په سترګو کښې یو ډول قدرشناسۍ وه چې واقعا ډیره خوشحالونکي چاره ده.»

د ایران ښځینه پایلوټې او انجنیرې میرمن دستجري د لومړي ځل لپاره الوت او پرواز په توپولوف الوتکې سره پیل کړ او د الوت د انجنیرې په توګه په توپولوف یوسل څلورپنځوس ډوله الوتکې سره یې  کابو درې زره ساعته الوتونه کړي دي او وروسته له دې چې په دیارلس سوه نهه اتیایم یعني په دوه زره لسم میلادي کال کښې په توپولوف الوتکو سره په پرواز او الوت باندې بندیز ولګیده، نو میرمن دستجري د ایم ډي(MD) الوتکې د دوهمې پایلوټې په توګه په فعالیت بوخته شوه او حاضردمه هم ایرباس الوتکه الوزوي.

د ایران دغه ځوانه پایلوټه د پرواز لپاره یو منظم پروګرام لري چې د هغه پراساس الوتکه هوا ته الوزوي.

()

د ایران میرمنه احمدي دستجردي همدا اوس د پایلوټې په یوه لباس کښې خپله ټوله هڅه کارولي ده هغه جنسیتي کتنه چې د پایلوټې په څانګه یې سیوری غوړولی دی له مینځه یوسي.

د همدې لپاره هغې د ایران د هوانوردۍ د صنعت د میرمنو ټولنه جوړه کړي ده چې تر هغه چې توان لري دغه جنسیتي  کتنه د ایران په ټولنه او په خپلو ملګرو کښې اصلاح کړي.

هغه په دې هکله وايي: زه په دغه څانګه کښې په کار د بوختو ښځو په مهارت او تخصص بشپړه ایمان او اعتقاد لرم او د همدې لپاره هڅه کوم چې د هوانوردۍ د صنعت په بیلابیلو برخو کښې په کار بوختو ټولو ښځو او  دلچسپۍ لرونکو میرمنو ته بلنه ورکوم ټول د یوه بل په څنګ کښې د دغه  ولسي ارګان د هدفونو د پرمخ بیولو لپاره مثبت ګامونه پورته کړو او زما تر ټولو مهم هدف د خلکو په تیره د هوانوردۍ په صنعت کښې په کار د بوختو کسانو د علم او د پوهې لوړول او د ټاکل شويو معیارونو پراساس د هر یوه وګړي د صنفي  حقوقو دفاع کول دي په دې سربیره چې د دغه  ارګان غړي  په کلي توګه د ایران د هوانوردۍ د صنعت میرمنې وي.»

د ایران میرمنه دستجردي زیاتوي: د ایران د هوانوردۍ د صنعت د ښځو ټولنه یوه ولسي ټولګه ده چې تازه یې کار پیل کړی او د هوانوردۍ په صنعت کښې ټولې په  کار بوختې دلچسپۍ لرونکي میرمنې به پکښې شاملې شي او  په راتلونکي کښې په عمومي اعلان سره کولای شي غړي شي او د دغه ټولګې له معنوي ، علمي او رفاهي ملاتړونو استفاده وکړي.

البته د دغو فعالیتونو په څنګ کښې به مونږ د  ټولو بریالیو استادانو او د کارپيژاندو او سړیو هرکلی وکړو چې وکولای شو د ټولو خلکو له تجربو استفاده وکړو.

روزنه د ایران د هوانوردۍ د صنعت د میرمنو د ټولنې د کړچار تر ټولومهمه برخه جوړوي، د ضرورت په بڼه کښې به د پایلوټې ، د پرواز د کنټرولونې ، د  میلمه پالې یعني ایرهوسټیسې ، د فني،  د انجنیري ، د ډیسپیچري، د هوايي ډګر د خدماتو ، د الوتکو د اژانسونو وغیره وغیره په شان په بیلابیلو برخو کښې له فعالیت کولو سره دلچسپۍ لرونکي میرمنې به ازادو مرکزونو ته معرفي کړو او که چیرې دوې وغواړي ازادې او اکاډمیکې روزنې ولري، دغو کسانو ته د  نظر وړ پوهنتون یا د روزنې مرکز  ورښیو.

په حقیقت کښې هڅه کوو چې د دلچسپۍ لرونکو کسانو د نظر وړ لاره انځور کړو او له هغو ارتباطاتو څخه په استفادې سره چې له بیلابیلو مرکزونو سره مو شته دي  په مختلفو رودو سره له دلچسپۍ لرونکو  کسانو سره مرسته وکړو.»

د ایران  دغه میرمنه احمدي دستجردي هیله منه ده چې د ایران د هوانوردۍ په صنعت کښې خوش فکره ، خوځنده او مسوولیت منونکي کسان شامل کړي او متخصصان د نظرونو او د ایډیاګانو په راټولولو سره د ایران د هوانوردۍ صنعت د نویو ایډیاګانو د منلو په لور بوځي.

د ایران دغه پایلوټه میرمنې د خپل د بریالیتوب دغه پړاونه د خپلې کورنۍ د هر یوه غړي په مرستې ، ملګرتیا او همدلۍ سره کچ کړي دي او هغه د خپلې مور او د پلار هڅول او د خپلو دوو وروڼو او د یو خور ملګرتیا کول هغه عوامل ګڼي چې بریالیتوب ته د هغې په رسولو کښې یې رول لرلی دی.

()

 ګرانو دوستانو دغه وینا ختم شوه د خدای په امان.

 

ټیګونه