Apr 06, 2022 16:02 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳هجری قمری کال د رمضان یا د روژې د مبارکې میاشتې له ۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۸ نیټی سره برابره ده

 

۹۸۰  کاله پخوا، د څلور سوه درې شپیتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په شپږمه نیټه، د پنځمې قمری پیړۍ یو مسلمان فقیه حمزه بن عبدا.... سالار د ایران په یوه شمال لویدیځی ښار تبریز کښې وفات شو. هغه د ایران په شمال کښې د طبرستان ولسوالۍ اوسیدونکی او لقب ئې هم ابو علی ؤ. سالار د شیخ مفید او سید مرتضی علم الهدی یو مشهور شاګرد شمیرل کید. د سالار تر ټولو مشهور اثر (المراسم العلویه ا و الاحکام النبویه) نومیږی چې د (جوامع الفقه) په نوم له نورو لسو کتابونو سره یو ځائ چاپ شوئ دی. د هغه له نورو آثارو په فقه کښې د (الابواب و الفصول ) او (التقریب) نومی کتابونو ته اشاره کولئ شو.

 

۹۸۰ کاله پخوا، د څلور سوه درې شپیتم هجری قمری کال د روژې د میاشتې په شپږمه نیټه، د پینځمې قمری پیړۍ یو مشهور عالم ابویعلی جعفری له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه یو فقیه او متکلم کس ؤ او د شیخ مفید د ژوند په وخت کښې یې د هغه نیابت په غاړه درلود. ابویعلی جعفری له ستر دینی عالم شیخ طوسی سره په یو وخت کښې ژوند کاوه او په کلام او فقې کښې له ډیرې پوهې برخمن ؤ او د دغو علومو تدریس د هغه له علمی خدمتونو شمیرل کیږی. د (میلاد صاحب الزمان) او (تکمله) په نوم کتابونه د دغه لوئ پوه له آثارو څخه دی.

۵۲  کاله پخوا، د نولس سوه اویایم میلادی کال د اپریل په اتمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم الوتکو د قاهرې د شمال په اتیا کیلومیټرۍ کښې پر بحرالبقر نومې ښونځی حمله وکړه. په دغه وحشیانه حمله کښې شپږ څلویښت ماشومان چې په درس بوخت وو، په خاورو او وینو کښې ولوغړیدل. دغه غیر انسانی یرغل د نړۍ د خلکو غوسه او احساسات سخت راوپارول. د ویلو ده چې د نولس سوه اویایم میلادی کال په لومړیو درو میاشتو کښې د صهیونیسټ رژیم الوتکو د مصر په شمال ختیځ کښې د عامو خلکو پر سیمو حملې وکړې. منجمله د دغه کال د فرورۍ په دولسمه نیټه یې یوه کارخانه هم بمباری کړه او یو سلو اته شپیته کارکونکی یې مړه یا ټپیان کړل. همداراز د نولس سوه اویایم میلادی کال د مارچ په یو دیرشمه نیټه، د مصر په شمال ختیځ کښې پر المنصوره ښار د صهیونیسټ رژیم د الوتکو د حملې له کبله دولس عام خلک ووژل شول او پینځه دیرش نور ټپیان شول.

 

۴۲  کاله پخوا، د نولس سوه اتیایم میلادی کال د اپرېل په اتمه نیټه، آیت ا... سید محمد باقر الصدر او د هغه فاضله خور میرمن بنت الهدی د عراق د بعثی رژیم په لاس شهیدان شول. آیت ا... باقر صدر له ماشومتوبه د قران کریم او نورو دینی علومو زده کولو ته مخه کړه او په ځوانۍ کښې د اجتهاد درجې ته ورسید او د نجف اشرف علمیه حوزې په سترو عالمانو کښې شمیر شو، په دا ډول چې د فقهې د اصولو په علم کښې د هغه نظریات تل د نورو مسلمانو عالمانو د پام وړ ګرځیدل. دغه پوه او تکړه عالم د عراقی ټولنې ځوانې او باسواده پرګنې ته، د اصلی او سوچه اسلام په معرفی کولو سره د هغوئ پر وړاندې د ختیځ او لویدیځ د مادی مکاتبو افکار او نظریات باطل کړل او د اسلامی پوهې او ایمان د روح په پوکلو سره یې د عراق د خلکو مبارزې یو نوی پړاو ته داخلې کړې. آیت ا... صدر په لنډه موده کښې د عراق د خلکو په یو فکری او سیاسی مشر بدل شو. څه موده وروسته د عراق پخوانی رژیم چې د آیت ا... صدر فعالیت یې د ځان لپاره خطر باله، هغه او د هغه عالمه خور یې ونیول او د عراق د مسلمانو خلکو او عالمانو د پراخو مظاهرو باوجود یې هغه او د هغه قدرمنه خور په داسې یوه ورځ په ډیره دردناکه توګه شهیدان کړل. آیت ا... صدر له هغو عالمانو څخه ؤ چې له امام خمینی (رح) او د هغه بزرګوار له نظریاتو او تګلارې سره یې خاصه مینه لرله او د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته یې هم تل په مختلفو لیکنو سره د اسلامی انقلاب له لارې او تفکر سره خپله وفاداری څرګندوله.

له دغه لوړ رتبه عالم څخه یو لړ ارزښتناک تالیفات په یادګار پاتې دی چې (د نور یوه حماسه)، (زمونږ اقتصاد)، (زمونږ فلسفه)، ( اوسمهاله انسان او ټولنیز مشکلات) او (د انسان خلافت او د پیغمبرانو شهادت) کتابونه له هغو څخه دی.

 

 

 

ټیګونه