Feb 10, 2016 11:00 Asia/Kabul
  • خاورمیانه
    خاورمیانه

دتهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو خپرونې په دې شیبو کې درته ښه او نیکمرغه ژوند غواړو دوستانو مینځني ختیځ په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو

تیره اونۍ  په بحرین کې دناکراریو دوام ،دغزې دحالاتو په لاترینګلتیاؤ د نړیوالې ټولنې اندیښنې ،په لبنان کې داختلافاتو دختمولو او   دسورئې د بدلونو په اړه  هلې ځلې  په  مینځني ختیځ کې دتیرې  اونۍ خورامهم خبرونه  دي . 

     تیره اونۍ  دبحرین دد الوفاق ملی   اسلامی غورځنګ  دعمومی منشي شیخ علی سلمان  دوسیه  یوځل بیا دڅوم ځل لپاره  لوئې څارنوالۍ ته ولیږدول شوه .  دې  ځل  دبحرین  دکورنیو چارو وزارت  دشیخ علی سلمان  دوسیه  دحکومتي ضد مطلبونو  دلیکلو په تورونو سره  لوئې څارنوالۍ ته لیږلي  ده .

 شیخ علی سلمان  په همداوروستیو کې   په ټویټر کې  پخپلې شخصي پاڼې کې  لیکلي وو،دبحرین کمزوری اولزړانه حکومت  په قدرت کې  دپاتیکیدو لپاره،دخلکو دغوښتنو  دپوره کولو اوآزادۍ په ځاي  دهغوي ځپلو ته مخه کړې ده . دآل خلیفه رژیم  د ۲۰۱۵کال  له جون میاشت راهسې  شیخ علی سلمان  په څلورکلن بند محکوم کړی دی .له دې سره په یووخت دبحرین اعتراض کونکو  دبحرین دپلازیمې صنعا پشمول دبیلابیلو ښارونو اوښارګیو  په واټونو او کوڅو کې  په مظاهرو جوړولو سره  دشیخ علی سلمان  او دټولو سیاسی بندیانو دخوشي کیدا غوښتنه کړې ده .  داپه داسې حال کې د ي چې  د بشری حقوقو اروپائي بحریني موسسې  داسلامی ملی غورځنګ دعمومی منشي  شیخ علی سلمان په ضد  دآل خلیفه رژیم   له خوا اعمال شوی ممنوعیت  دبندیانو دحقوقو  خلاف ورزي بللې ده . دبحرین دبشری حقوقو دغه اورګان  له شیخ علی سلمان سره   دهرډول لیدوکاتو او له  تماس ټينګولو  دهغه  دبې برخې کولو په باب  دآل خلیفه رژیم  اقدام ته په اشارې سره ، پّه دې باب  اندیښنه څرګنده کړې ده . له شیخ علی سلمان سره دهغه  دکورنۍ  له تماس او لیدوکاتو  دهغه  بې برخې کول ،دسیاسی مخالفانو او فعالانو  په ضد دبحریني چارواکو  د ځپونکي او غچ اخستونکي سیاست په چوکاټ کې ترسره کیږي .دبندیانو لپاره دمناسبو طبي  او روغتیائي  شرائطو نه برابرول  او  له هغوي سره دخپلو کورنیو  دلیدوکاتو مخنیوی ،  د بندیانو د لومړنیو حقوقو خلاف ورزي  حسابیږي . دآل خلیفه رژیم مامورانو شیخ علی سلمان  یوکال مخکې نیولی  او ټاکل شوې ده چې    دهغه داپیل محکمه  له څوم ځل وروسته  سږکال په مارچ میاشت کې  دهغه پر دوسیې یو ځل بیا غور وکړي .  له دې سره په یووخت  هم  دبحرین دملی اسلامی غورځنګ  مشرانو  داعتراض کونکو په ضد  پر هرې امنیتي ټاکنې  دآل خلیفه پر ټينګار  نیوکې کړي او په یوې اعلامیې کې ئې ویلی دي،  آل خلیفه رژیم  هماغه راز  ځپنې او امنیتي ټاکنې  پخپلې ایجنډا کې  لري .  په دې لړ کې هم  دبحرین دبشری حقوقو اورګان  دبندي شویو ماشومانو  په ضد د صادرو شویو حکمونو دلغوه کولو ،  دماشومانو دحقوقو  د  موافقو دبشپړ  اجرا  او  په بندونو کې دبحرین دماشومانو  دشکنجو  په باب دڅيړنو او ارزونې غوښتنې کړي دي . دبشری حقوقو د اورګان  په اعلامیې کې  راغلي دي ،  په بحرین کې  په ۲۰۱۵کال کې ۲۳۷ماشومان هم نیول شوي او په سخته شکنجه شوي دي .

  دلبنان دحزب ا... غورځنګ او  د المستقبل بهیر درویشتمه ګډې غونډې دلبنان دحکومت  فعال کونې  په سر دنظر او تفاهم  په  اشتراک سره  خپل کار پای ته رسولی دی .  دغه غونډه  په بیروت کې دلبنان دپارلیمان  په مرکز کې  جوړه شوې او  په پایزې اعلامیې کې ئې  د داخلی امنیت  او سولې د پیاوړتیا او ساتنې  په موخې سره په مسولانه او  آرامو سیاسی خبرواترو په چوکاټ کې  دلبنان دسیاسی بحران  او د اختلافاتو دختمولو  په ضرورت ټينګار کړی دی .له اوسني ځوړتیا دحکومت ژغورل اودتمام سلام دحکومت د کړچار  فعالول ،ددغه نمایندګۍ دپلاوي  د ارزونې  خورا مهمې  موضوعګانې دي .

دلبنان دحزب ا...اسلامی مقاومت غورځنګ  په مشرۍ دمارچ داتمې  دبهیر او دسعدحریری په مشرۍ دمارچ دڅوارلسم لودیځ پال بهیر  ترمینځ اختلافاتو دلبنان دولسمشرۍ  د څوکۍ وضعیت  بې برخلیکه پاتې دی .   د ۲۰۱۴کال  په مئ میاشت کې دمیشل سلیمان  دولسمشرۍ دپړاؤ  له ختمیدو وخت راهسې  دلبنان دولسمشرۍ  مرکز:  بعبدا مانۍ :  هماغه شان خالی ده  او  ددغه وضعیت دوام لبنان ، له سختو شرائطو سره  مخامخ کړی دی .  په لبنان کې  دولسمشرۍ  د وضعیت نه روښآنه کیدا  د دغه هیواد دحکومت  پرکړچار ،سیوری غوړولی دی  او  د سلام تمام  دحکومت  لاسونه ئې په لبنان کې د اجرائي کارونو په باب  دفیصلو  په اړه  تړلي دي .  دلبنان داوسني بحران دختمولو لپاره  خورا وروستۍ هیله او ټاکنه  چې  ډيرو بهیرونو پرې  سره موافقه کړې ده ،  د مسیحي  جنرال میشل عون  کاندید کول دي .

 په لبنان کې  د د ولسمشر ټاکل   داساسی قانون په اساس  دپارلیمان په غاړه ده . ولسمشر  هم  یوازې باید د مسیحیانو له  ماروني فرقې  وټاکل شي . له دې امله  پریوه داسې کس  دپارلیمان  دګوندونو  اجماع چې ماروني مسیحي  سیاستوال  وی ،سخت کار دی  چې هر ځل  لبنان  له جدي او خطرناک  مشکل  سره لاس اوګریوان کوي . اوس هم په لبنان کې د ولسمشرۍ  له دوې کلنې خلاوروسته   او په داسې شرائطو کې چې  دغه سیاسی بحران  دلبنان  پر امنیتي اواقتصادي  حالاتو سیوری غوړولی دی ،  ټوله توجه   هماغه راز  دلبنان دنوی ولسمشر  په باب  داختلافاتو په څنګةکولو  او دغه راز دنظر په یووالي  ده څو دغه هیواد ته آرامښت بیرته وګرځوي .

   دملګروملتو سرمنشي بان کي مون ،  د اردن سین په لودیځي غاړې کې  د صهونیسټ رژیم    په ښارګوټو جوړونې یو ځل بیا نیوکې کړي دي .  بان کي مون چې  دمینځني ختیځ په باب ئې  د  ملګروملتو په امنیت شورا کې وینا کوله ،  په لودیځي غاړې کې ئې  دصهونیسټ میشته  ښارګوټو په پراختیا کې داسرائیلو  داقداماتو په لمسونکو بللو سره  ویلی دي ، دغه اقدامات یوازې  دتاؤتریخوالو دلازیاتولو لامل کیږي او  د دواړو لورو داختلافاتو د سیاسی حل لرلید ته تاوان رسوي .  دملګروملتو سرمنشي روښانه کړې ، په فلسطینیوسیمو کې دصهونیسټ رژیم  دښارګوټو دجوړولو دوام،د فلسطین ولس او نړیوالې  ټولنې ته ښکاره سپکاوی دی  او دسولې دبهیر د پرمخ بیولو لپاره باید  دا اقدامات ودرول شي .داسرائیلو لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو دملګروملتو دسرمنشي بان کی مون څرګندونې  د صهونیسټ رژیم  دښآرګوټو جوړولو له سیاست سره  ناسمې  او   له ترهه ګرۍ په ملاتړ کې وبللې .

     دوستانو تیره اونۍ   دمدیترانې – ارو  دحقوقي مرکز  مسئولانو  دغزې د اوسیدونکو  دفلسطنیانو دحالاتو د لاترینګلی کیدا په باب خبرداری ورکړ. د  ارو – مدیترانې  حقوقي مرکز  پخپل یوه وروستي راپور کې ویلی دي ، دغزې تړانګې لس کلنې کلابندۍ دفلسطنیانو حالات  له جدي غمیزې سره  مخامخ کړي دي  چې ددغې سیمې  له یو میلیون نهه لکه پنځوس زره کسیزجمعیت څخه کابو څلویښت فی صدي برخه دبې وزلۍ  له کرښې لاندې ژوند کوي . دغه اورګان  چې  مرکز ئې په جینیوا کې دی ،  پخپلې اعلامیې کې ویلی دي،دغزې  کابو اتیا فی صدي فلسطنیان  هم  دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري .داپه داسې حال کې دي چې نړیوال بانک  په غزې  کې د خوراکي موادو دسخت کمښت  په باب  خبرداری ورکړی   دی . دغزې تړانګې اوسیدونکي  فلسطینان   داسرائیلو په وسیله له سختې کلابندۍ   او  له دغه رژیم  سره په دې باب  دمصر دملګرتیاؤ  له امله  ډير زیات کړیږي . صهونیسټ رژیم  په تیرې لسیزې کې  دغزې تړانګې  په کلابندۍ سره ،  دغې پرنفوسه  سیمې ته دضروری شیانو اوسونګو د جوپو  او تجهیزاتو  له وروړلو  مخنیوي کوي .

 دغزې تړانګې   دکلابندۍ سختیدا  عملا  ددغې سیمې اوسیدونکي   د شیانو او دغه راز دخوړو ، دڅښاک داوبو ، قالیو اودرملو  په څير دضروری شیانو  له سختو کمښتونو سره  مخامخ کړې  او  په دغې سیمې کې ئې  د انساني غمیزې دلازیاتیدو  په باب اندیښنې زیاتې کړي  دي . . غزه د خوراکو، درملو  اوسونګو  په څير دضروري  موادو دسخت کمښت په دلیل  له پراخې انساني غمیزې سره  مخامخ شوي ده . داپه داسې حال کې دي چې  په ملګروملتو امنیت شورا کې دقطر دایمي استاذې  میرمن علیا بنت سیف ال ثاني تیره اونۍ  دیوې اعلامیې  په صادرولو او دملګروملتو  دامنیت شورا په رسمي غونډې کې  ئې په لوستلو سره  وویل ،   دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  داسرائیلو  پراختیا غواړي اقدامات او  دغزې  دکلابندۍ دوام ، له ټولو نړیوالو قوانینو او  مصوبو او دملګروملتو  له پریکړه لیکونو سره  توپیر لري .

دامنیت شورا غونډه  دمینځني ختیځ   دوضعیت او دفلسطین  دموضوع په چورلیزتوب سره  جوړه شوې ده .

 د قطر    داستاذې په اعلامیې کې  همداراز  له امنیت شورا غوښتل شوي  څو صهونیسټ رژیم نړیوالو قوانینو  او دانسان دوستۍ  قوانینو منلو ته پابنده کړي  او  پر دغه رژیم دباؤنه  زیات کړي .

 په تیره بیاداچې نړۍاوس دفلسطین  له  ملته دملاتړاود اسرائيلودتیریو ختمولو لپاره د لازمو او اجرائي  تدبیرونوغوښتنه کړې  ده .په   ۱۹۴۷  کال کې  په فلسطین کې  دصهونیسټ غاصب رژیم  دموجودیّت   له اعلان  وخت راهسې  تراوسه پورې  په متوسط ډول  هرکال دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ اویا امنیت شورا کې   لږترلږه یو ځل یا دوه ځله  ددغه تیریګر رژیم  په ضد پریکړه لیکونه اویا اعلامیې تصویب شوي دي . صهونیسټانو   په تیرو ۶۸کلونو کې دامریکا په بشپړ ملاتړ سره دملګروملتو څه دپاسه سلو مصوبو او پریکړه لیکونو له اجرا سرغړولی دی  او دنړیوالې ټولنې  ارادې اوغوښتنې ته ئې بې پروائي کړې ده .

         په سورئې کې دمرستندویه   اورګانونو دټولنې مشر عبیده  المفتي  ویلی دي ، د ۲۰۱۲کال له اګست راهسې  د ۲۰۱۵کال تر دسمبر پورې دترهه ګرو ډلو په وسله والو حملو کې  د ۱۷۷روغتونونو پشمول  څه دپاسه ۳۳۰طبي مرکزونه په کنډوالو بدل شوي دي .  دعبیده المفتي په وینا،  په دغې مودې کې  همداراز دایمرجنسي  دڅه پاسه  اوه سوه  مرستندویه پرسنل ،  چې په هغو کې نرسان ، او کارکونکي شامل دي  وژل شوي دي .  دا په داسې حال کې دي چې  په سورئې کې دنړیوالې روغتیائي موسسې   استاذي  الیزابت  هوف  هم  د په سورئې کې   د شپیته فی صده روغتونونو دتباه کیدو او دغه راز   د پنځوسو فی صدو  روغتیائي مرکزونو دبندیدو  خبر ورکړی دی .

 دروغتیائي  نړیوالې ادارې  استاذي  په سورئې کې  دطبی مرستو اړمنو کسانو سره  مرستې  په دغه هیواد کې یو خورا ستر چیلینج  اعلان کړی دی .   له ۲۰۱۱کال راهسې  دسورئې  بحران  دبشار اسد د ولسی حکومت د نسکورولو لپاره  دامریکا او دهغې دمتحدانو تر ملاتړ لاندې دترهه ګرو ډلو په پراخو حملو او تیریو سره  پیل شوی دی  او تراوسه پورې  ئې دسورئې په  ولس ډيرې   غمیزې او ترینګلتیاوې تپلي دي . ډله ایزې وژلې ، بې کوره کیدل ،  او کډوالي   دسورئې پر خلکو دتپل شویو غمیزو ځیني برخې دي . داپه داسې حال کې دي  چې  دامریکا خارجه وزارت  دسورئې له مخالفو ډلو غوښتي دي ،  په جنیوا درې  نومې  خبرواترو کې  دشتون له فرصته  دې استفاده وکړي  او په  دغو خبرواترو کې دې له شرط پرته ګډون وکړي . دامریکا دخارجه وزارت ویندوي مارک ټونر  په دې باب ویلی دي ،  دسورئې د مخالفانو لپاره ، دجینوا درې نومې  خبرې اترې  یو تاریخي فرصت دی .  دسورئې په  چارو کې دملګروملتو دسرمنشي ځانګړي استاذي ډی میستورا هم  هیله ښودلې چې   دجینوا درې  نومې خبرې اترې دجینوا دوه نومې خبرواترو په څير له برخلیک سره مخامخ نه شي . په جنیوا دوه نومې خبرواترو کې د  لورو دنظرونو اختلافات  دخبرواترو کومې نتیجې ته د رسیدا خنډ شول .  دجینیوا درې نومې خبرواترو  کې ګډون کونکو   ددغو خبرواترو لومړیتوب   دانتقالی حکومت   جوړیدا ،   له داعش تکفیری ترهه ګرو ډلو سره مقابله او  د اوور بند ټينګیدا  بللی دی .

داپه  داسې حال کې د ي چې  دسورئې  خارجه وزیر ولید المعلم   په جینوا کې د سولې په خبرواترو کې دګډونو لپاره  دسورئې دحکومت دمرکچي ټیم  مشری په غاړه لري .  دسورئې  په بهر کې اوسیدونکو اعتراض کونکو ویندوي  هم ویلی دي ،دجینوا  په خبرواترو کې دشتون لپاره  پنځلس کسیزه ډله  جوړه شوې ده .

 دملګرو ملتو  د پروګرام په اساس  دسورئې دشخړې په باب دجینیوا درې نومې خبرې اترې  دجنورۍ له نهه ویشتمې نیټې  پیل شوي دي  او هماغه راز دوام لري ،ویل شوي دي چې ددغو خبرواترو  خورا مهم  چورلیز ځپلو سیمو او خلکو ته دمرستو رسول اعلان شوی دی

       دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو  له دې چې تر دې دمه   له مونږ سره  مو ملګرتیا کړې ، ستاسو مننه کوو او تر بلې ا ونۍ پورې په یوه بل پرو ګرام سره ستاسو په خدمت  کې بیا حاضریږو  تر هغه وخته مو  په نیاؤمن خداي سپارو .


(سیماب)


***********************************************


ټیګونه