Jul 16, 2019 15:47 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیابدلونونه

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا دبدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پيل کې هم درته د تیرې اونۍ ځیني مهم خبرونه او ورپسې هم تحلیلی برخه وړاندې کوو ،هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ

*/*/*/*/*/*/    امریکا ته د قطر د امیر سفر*/*/*/*/   دبحرین وروستي بدلونونه */*/*/*//**/ او  د امریکا په وسیله د لبنان دپارلیمان دځینو غړو بائيکاټول  په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا  ځيني مهم بدلونونه ؤ چې  په تحلیلي برخې ئې د آوریدو بلنه درکوو .*/*/*/**//*/ 

                 دعراق د کردستان سیمې پارلیمان دتیرې چارشنبې په ورځې د مسرور بارزاني  په مشرۍ سره ددغه هیواد د کردستان سیمې نوی کابینې ته د اعتماد رایه ورکړه .د کردستان سیمې کابینه ۲۲وزیران لري چې ۲۱وزیرانو د جولائي په لسمه نیټه  له پارلیمانه  د اعتماد رایه اخستي وه .د تیلو او طبیعي  سرچینو وزیر هم مسرور بارزاني  تردې دمه نه دي معرفي کړي .د عراق د کردستان سیمې دپارلیمان له ۱۱۱ غړو ۸۸ استازو مسرور بارزاني او دهغه مرستیال قباد طالباني ته د اعتماد رایه ورکړه .

Image Caption

 

د مسرور بارزاني کابینه  له ۱۹۹۲کال راهسې تر دې د مه  د  کردستان سیمې  نهمه کابینه ده . دا  ددغې سیمې د حکومت د مشر او دلومړي وزیر په توګه د مسرور بارزاني  لومړنۍ تجروبه ده .  اوس هم  دسیمې مشري او  دحکومت مشري  دډیموکراټيک ګوند په اختیار کې ده . د سیمې د نوي مشر په توګه  نیچروان بارزاني  تیره میاشت منصوب شوی دی .  د عراق د کردستان سیمې د نوي حکومت لومړیتوبونه د ډیموکراټیک ګوند، ګوران اووطن پالې اتحادئې درو ګوندونو په همفکرۍ سره  ټاکل شوې چې  په لومړیتوب کې ئې   اقتصادي ، بیوروکراسي او امنیتی  حوزې شاملې دي .

 په اقتصادي حوزې کې د اقتصادي سرچینو ډولوالی  د نوي حکومت په نظر کې دی څوله څاي عایداتو سره اړوندوالی کم شي اوهغه ډير زیات اقتصادي مشکلات چې  په دغې سیمې کې په تیره بیا دخلکو دمعیشت په حوزې کېاو دغه راز دکارمندانو دحقوقو په باب دي،کم شي.د اربیل نوی حکومت،د بیوروکراسۍ کمول،مدیریّتی او مالی اصلاحات او دامنیت او ثبات ساتل هم،د سیمې دپراختیا دلومړیتوب او وارمخکې شرط په توګه تعقیبوي .

دوهم مهم ټکی  د بغداد له مرکزي حکومت سره داربیل د ځاي حکومت د تعامل ډولوالی دی .

  د عراق دکردستان سیمې لومړي وزیر مسروربارزاني د تیرې چارشنبې په ورځې د خپلې  کابینې ته د پارلیمان دراي له ورکولو وروسته په دې باب وئيلی دي،د کردستان سیمې د نوي حکومت تمرکز  له بغداد سره د رغنده او پیاوړو اړیکو رامینځةکول دي او ددغې سیمې خپلواکي،په اوسنیو شرائطو کې مطرح نه ده .

               د قطرامیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني  دتیرې دوشنبې په شپه په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشرډونالډټرمپ پشمول ددغه هیواد له نورو چارواکو سره لیده کاته وکړل .امریکا ته د شیخ تمیم د تیرې اونۍ سفر او د ۲۰۱۷کال له جون څخه د فارس خلیج دملګرتیا شورا دغړو ترمینځ د شخړې له رامینځةکیدا رووسته تردې دمه له ټرمپ سره کتنه د هغه دوهمه کتنه حسابیږي .داسې بحران چط  په پیل کې د سعودي له حکومته  دټرمپ له ملاتړونو سره یو ځاي ؤ .امریکا ته د شیخ تمیم بن حمدآل ثاني په وروستي سفر کې ددفاعي، انرژۍ، هوائي ټرانسپورټ  او له امریکائي لورو سره د پانګونې  په زمینو کې  یو شمیر تړونونه او تفاهم نامې لاسلیک شوې .

 د قطرد امیر او دامریکائي چارواکو ترمینځ  دخبرواترو یو چورلیز په فارس خلیج کې د تاؤتریخوالي موضوع وه .د قطر له امیر سره د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو  په کتنې کې  په سیمې د تاؤتریخوالی د زیاتیدا او  له هغه څه سره په  مقابل کې ، د فارس خلیج د ملګرتیا  شورا دغړو هیوادونو د اتحاد ضرورت موضوع ، چې  دایران دبې ثباته کونکي  اقدامات ئې بللي ،  د خبرواترو یوبل چورلیز ؤ .

Image Caption

 

 د قطر  خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن  آل ثاني له دغې کتنې وروسته  ددې خبرې په کولو سره چې دایران او امریکا ترمینځ دمینځګړیتوب  موضوع نه ده مطرح شوي ، ووئيل ؛ دقطر اخستون دا دی چې  امریکا  جنګ نه غواړي ، خو باوري دی چې  دایران په ضد بندیزونه  به  دغه هیواد  دخبرواترو میز ته وکاږي . په عین  حال کې  د قطر خارجه وزیر  اوسنی وضعیّت  بندون نوموملی او ټينګار ئې کړی دی  چې  د ایران په ضد اوسني بندیوزنه به  دغه هیواد خبرواترو ته مجبوره نه کړي .

           بحرین تیره اونۍ هم د  اعتراض کونکو په ضد د آل خلیفه رژيم د تاؤتریخجنو اقداماتو شاهد ؤ.د آل خلیفه رژيم محکمې  تیره پنجنشبې ورځې ددغه هیواد یو دیني  او روحاني شخصیت او ستر عالم  شیخ محمد الماضي دعقیدې د اظهار په تورونو یو کال بندي کړ.د بحرین محکمې  همداراز د تیرې پنجشنبې په ورځېدبحرین څلور ماشومان هم  په چټي تورونو سره  په درې کلن بند محکوم کړي دي .

  د بحرین د جنائي محکمې څلورمې څانګې  هم  تیره پنجشنبې ورځې  ددغه هیواد یولس ښاریز  دیوې ترهه ګرې ډلې  په تاسیس  تورن کړل .  محکمې  له دغو تورنو څخه  پنځه کسان  په لس کلن بند او یو لک دینار نغدو پیسو ، دوه کسان په پنځه کلن بنند  ، درې نور هم په درې کلن بند او یولک دینار نغدې جرمانې  او دغه راز یو بل کس هم  په درې کلن بند محکوم کړل .

  په عین حال کې،دبحرین یوه مور  هم تیرې یکشنبې ورځې د آل خلیفه رژيم په بند کې  د درملنې له خدماتو دهغه دزوي  په محرومیدا باندې په اعتراض کې لوږ تړ وکړ .ددغې لوږ تړ کونکي مور  زوی ، الیاس الملا، په سرطان ناروغۍ اخته دی چې دآل خلیفه رژيم په بندکې شپې سباکوي اود زندان په بدو شرائطو په اعتراض کې ئې  لوږ تړ کړی دی . دبحرین ددغه ځوان کورنۍ  وائي د هغوي بچي لاس هم څو ځایه مات شوی دی  چې که  درملنه ئې ونه شي،نو  ممکنه  ده په لاس پرکوټ شي .

Image Caption

 

د بندیانو په ضدپه تیره بیاد سیاسی بندیانو په ضد د آل خلیفه رژيم   تاؤتریخجن اقدامات یوه سسټماټيک شوي موضوع ده .د بحرین یوه وکیل ابراهیم سرحان له دې مخکې وئيلي وو،د آل خلیفه رژيم  امنیتی ماموران په مرکزي زندان کې له ساتونکو بندیانو څخه د اجباري اعترافاتو داخستو په موخې سره  دوي سخت شکنجه کوي .

آل خلیفه رژيم په داسې حال کې د بحرین داعتراض کونکوپه ضد تاؤتریخوالي زیات کړي دي،چې  نړیوالې ټولنې پّ تیره بیا دلویدیځ مدعي  قدرتونه هماغه راز په بحرین کې د بشری حقوقو په ښکاره خلاف ورزیو سترګې پټوي او  ورته بې پروا دي  او همدغه بې پروائي د آل خلیفه  رژيم  د تاؤتریخوالو ددوام او زیاتیدا لپاره یومهم عامل دی.بحرین له ۲۰۱۱کال راهسې  د آل خلیفه رژيم په ضد د  ولسی  اعتراضونو او مظاهرو  شاهد دی .

         د  امریکا د خزانې وزیر دسه شبنې په ورځې د لبنان په پارلیمان کې د حزب ا... ولسی غورځنګ د فریکشن  مشرمحمد رعد او همداراز ددغه ولسی غورځنګ یو بل استازی امین شري او د امنیتی برخې یو مسئول مقام  وفیق  ضفا د خپلو تش په نامه ترهه ګرضد لیسټونو کې ورزیات کړل .امریکا

Image Caption

 

 د امریکا دخزانې وزارت دغه اقدام  دلبنان دچارواکو له کلک غبرګون سره مخامخ شول.د لبنان  ولسمشر میشل عون  دتیرې چارشنبې په ورځې  د امریکا له حکومته وغوښتل د لبنان په پارلیمان کې دې د حزب ا...غورځنګ د استازو په ضد په بندیز سترګې پټې کړي.د لبنان ولسمشر روښانه کړې،دلبنان دپارلیمان داستازو په ضد بندیزونه دامریکا له مخکینیو دریځونو سره په تضاد کې دي .هغه دریځونه چې له مالی درغلیو سره  د مبارزې قوانینو ته  دلبنان د او ددغه هیواد د بانکونو پابندي تائيدوي .

 د لبنان  د پارلیمان مشر نبیه بري د واشنګټن ددغه اقدام په غبرګون کې وئيلي دي ،د لبنان د پارلیمان د استازو په ضد دامریکا بندیزونه ،  دلبنان  په حاکمیّت تیری دی .نبیه بري  د پارلیمانونو له ټولنې هم غوښتي دي،ددغه ناسم چلند په وړاندې دې  لازم دریځ غوره کړي .

Image Caption

 

  دلبنان په پارلیمان کې له مقاومت سره د اړونده فریکشن غړي علی فیاض هم د لبنان له حزب ا... غورځنګ سره  د ارتباط په تور د لبنان د درو غړو پّ ضد د امریکا نوي بندیزونو باندې په غبرګون کې وئيلی دي،دامریکا بندیزونه  د لبنان د ملت سپکاوی حسابیږي  او  دلبنان حکومت او پارلیمان باید  د داسې اقداماتو په  باب په رسمي  دریځ کې چې  دلبنان  دحاکمیّت حق ته تاوان رسوي،غبرګون نندارې ته وړانډې کړي .

 د لبنان دحزب ا...غورځنګ عمومی منشي  سیدحس نصرا ...هم د جمعې په شپه له المیادین ټيلیویژني چینل سره په خصوصي مرکې کې چې د ۳۳ورځني جنګ د دیارلسمې کلیزې په مناسبت شوي ،د لبنان د پارلیمان د استازو په ضد د امریکا په بندیزونو په غبرګون کې وئيلی دي،حزب ا...له اتیایمې لسیزې راهسې د امریکا د بندیزونوپه لیسټ کې دی،مقاومت له بندیزونو سره سره لازیات پیاوړی شوی دی .نوي موضوع داده چې  د پارلیمان استازي  هم دبندیزونو په لیسټ کې ورځاي شوي او دا د لبنان د حکومت او پارلیمان  ا ستازو ته  د امریکا له خوا سپکاوی دی.

Image Caption

 

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه