Dec 13, 2022 11:24 Asia/Kabul
  • لوېدیځه آسیا په تېره اونۍ کې

تېره اونۍ د لوېدیځې آسیا سیمه د ډېرو پېښو شاهده وه چې بحرین او اماراتو ته د صهیونیستي رژیم د مشر او همدارنګه ریاض ته د چین د ولسمشر سفر، له نورو بدلونونو ډېر د ارزښت وړ دي چې په دې خپرونه کې څېړل کېږي.

د نیواګر رژیم مشر اسحاق هرتزوګ تېره یکشنبه بحرین ته په یوه ورځني سفر کې، د دې هېواد له پادشاه حمد بن عیسی سره لیدنه او خبرې وکړې. دا سفر د بحرین پادشاه په بلنه ترسره شو. هرتزوګ همدرانګه د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د اماراتو امیر محمد بن زاید په قطر کې شتون درلود، ابوظبي ته سفر وکړ او د اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر عبدالله بن زاید له هرکلي سره مخ شو.

بحرین ته د هرتزوګ سفر، دې کوچني عربي هېواد ته د  صهیونیستي رژیم د مشر لومړنی سفر دی، په داسې حال کې چې دی وړاندې له دې په می میاشتې کې اماراتو ته سفر کړی وو. له دې سفر سره، په عملي توګه لوړپوړو صهیونیستي چارواکو دو هېوادونو بحرین او اماراتو ته رسمي سفر ترسره کړی دی. له دې امله، د دې سفرونو یوه اصلي موخه، له دې عربي هېوادونو سره د اړیکو عادي کول وه.

دوو هېوادونو بحرین او اماراتو ته د هرتزوګ سفر په داسې حال کې ترسره شوی، چې په قطر کې پر صهیونیستیانو سخت شرایط تېر شول. د قطر نړیوال جام د ترسره کېدو پر مهال، د بېلابېلو عربي هېوادونو وګړو نه یوازې چې له اسرائیلي رسنیو سره یې له خبرو ډډه وکړه، بلکې په روښانه توګه یې له فلسطین ملاتړ وکړ او حتی مراکشي لوبغاړي، جواد الیمق د کاناډا پر وړاندې له بریا او بل پړاو ته له لار موندنې وروسته، د فلسطین بیرغ یې اوچت کړ او پر اوږو یې پرېښود. هرتزوګ د قطر نړیوال جام د ترسره کېدو په حال کې بحرین او اماراتو ته سفر وکړ، ترڅو ثابته کړي صهیونیستي رژیم منفوره نه دی. له دې سره، دا موخه ترلاسه نه شوه، ځکه د بحرین خلکو د ډېرو لاریونونو په ترسره کولو، له دې سفر سره خپل مخالفت څرګند کړ او داسې چې هرتزوګ اړ شو بحرین ته خپل سفر له ټاکلي وخته وړاندې پای ته ورسوي.

په ځانګړې توګه بحرین ته د هرتزوګ سفر، د بحریني وګړو او د آل خلیفه رژیم ترمنځ درز ډېروي. د لبنان عمل اسلامي جبهې په دې اړه په یوې ویناپاڼې کې ولیکل: دا سفر پاروونکی او په سیمه کې د عادي کولو بهیر ډېروالي په موخه ترسره شوی؛ دا سفر د رژیمونو او له ملت سره د پادشاه ترمنځ درز او واټن ډېروي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ، د چهار شنبې په ورځ ریاض ته سفر وکړ او د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له هرکلي سره مخ شو. د چین ولسمشر په ۲۰۱۶م کال کې هم عربستان ته سفر کړی وو. د عربستان رسمي خبري آژانس اعلان کړی، دا سفر د عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز په بلنه ترسره شوی، چې موخه یې، د تاریخي اړیکو ډېروالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک ګډون ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مائونینګ د چهار شنبې په ورځ وویل: دا سفر د چین جمهوریت د رامنځته کېدو راهیسي د پکن او عربي نړۍ ترمنځ د ډیپلوماتیکو مناسباتو په کچه ترټولو ستر او لوی سفر دی.

 

د چین ولسمشر له سعودي چارواکو سره له لیدنو سربېره، د عربي هېوادونو د مشرانو او همدارنګه د خلیج فارس همکاری شورا د غړو هېوادونو په ناسته کې هم ګډون وکړ. په دې ناستو کې نږدې د ۱۴ عربي هېوادونو مشرانو شتون درلود. له دې امله، د چین د ولسمشر سفر له سیاسي اړخه د ارزښت وړ دی، ځکه ښيي عربي هېوادونه له چین سره د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې ګام اخلي، په داسې حال کې چې ډېری عربي هېوادونه د امریکا امن ځایونه دي. په حقیقت کې، چین په دې لټه کې دی چې په لوېدیځه آسیا کې د امریکا په امنو ځایونو کې پښه پرېږدي. د سي ان ان د راپور له مخې، په هر صورت دا سفر  شونې ده د ریاض او واشنګټن ترمنځ واټن ډېر کړي. امریکا او سعودي تراوسه د نفتو تولیدپه اړه له یوبل سره اختلاف لري، چې په اکتبر کې له سختو خبرو او متقابلو تورونو سره اوج ته ورسېدل، چې اوپک پلاس د قیمتونو د ثابتوالي لپاره د امریکایانو د مخالفت په شتون سره هره ورځ خپل تولید یې دوه میلیونو بشکو ته راټیټ کړ.

ریاض ته د چین د ولسمشر سفر په اړه روسي کارپوه او شنونکي یوري تاوروفسکي وویل: عربستان ته د چین د ولسمشر سفر امریکا ته دوه زیانونه رسوي، لومړی دا چې د نفتو پر نړیوالو بازارونو باندې د واشنګټن غوښتنو تحمیلولو هڅه له ماتې سره مخ کوي، او دویم دا چې د یوه سیمه ایز ولکې په توګه د امریکا ځواک ترډېره کموي. ده زیاته کړه: زما له اړخه، عربستان ته د شي جین پینګ سفر یوه تاریخي پېښه ګڼل کېږي، چې حتی ارزښت یې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې له موضوع هم ډېر لوړ دی. په دې سفر کې پینګ نه یوازې له سعودي چارواکو، بلکې د خلیج فارس عربي هېوادونو له چارواکو سره هم لیدنه او خبرې کوي. دلته له عربي نړۍ یاني د نفتو او غازو له سیمو سره د چین د اړیکو نوي پړاو په اړه خبرې دي. همدارنګه په ناستو کې د سوداګریزو راکړو ورکړو موضوع به د یوان له مخې هم وڅېړل شي.

ریاض ته د شي جین پینګ د سفر د ارزښت یو بل اړخ، اقتصادي حوزې پورې اړوند دی. د چین ولسمشر په ریاض کې په خپلو خبرو کې، په وروستيو ۱۰ کلونو کې د چین او عربي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه، له ۳۰۰ میلیارد ډېره ډالره یاده کړه وویل: متقابلې ګټې د چین او عربي هېوادونو د اړیکو د ډېروالي انګیزه ده. شي جین پینګ همدارنګه د عربي هېوادونو د مشرانو ناستې په پیل کې وویل: دا ناسته به راتلونکي په اړه هیله بښونکې وي. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وویل:  زموږ موخه د همکاریو ډېروالی دی او د ګډون نوي پړاو ته سترګې په له لاره یو.

ریاض ته د چین د ولسمشر په سفر کې چې یوه پېښه رامنځته شوه، د چین او عربي هېوادونو د مشرانو ګډه ویناپاڼه وه چې پکې د ایران پر وړاندې ځیني درېځونه ونیول شول. د جمعې په ورځ د چین او عربستان د مشرانو ناستې په پای کې چې په ریاض کې د شي جین پینګ او د سلمان بن عبدالعزیز په ګډون سره ترسره شوه، ګډه ویناپاڼه صادره شوه چې پکې د دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو لورو ترمنځ د هوکړو لاسلیک ته له نغوتې سربېره، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو له هغې ډلې د ایران اټومي برنامې ته هم نغوته شوې ده. په ګډه ویناپاڼه کې، دواړه چیني او سعودي لوري د اټومي خبرو په اړه د لوېدیځ سرغړونو ته له نغوتې پرته، د ایران اټومي برنامې سوله ایز والې ضمانت لپاره د پکن او ریاض د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګا وشو. دواړو لورو همدارنګه له ایران څخه وغوښتل، د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره همکاري وکړي او د اټومي وسلو د منعې ژمنو ته ژمن و اوسي. دوی د خپلې ویناپاڼې په یوه بله برخه کې، د هېوادونو په کورني چارو کې د نه لاسوهنې او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته د ایران پر درناوي ټینګار کړی دی.

دا ویناپاڼه او دریځونه د ایران اسلامي جمهوریت له غبرګون سره مخ شول. د ولسمشر دفتر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي د یوه ټوییټ په خپرولو سره روښانه کړه: چینايي همکاران په یاد ولري کله چې سعودي او امریکا په سوریې کې د داعش او القاعدې له ترهګریزو ډلو ملاتړ  او په ځناوري پوځي تېري سره یې یمن وران کړ، دا ایران وو چې له ترهګرو سره وجنګېد ترڅو امنیت او ټیکاو په سیمه کې خپور شي او ترهګر پر ختیځ او لوېدیځ ولکه ترلاسه نه کړي.

داسې ښکاري چې دا ویناپاڼه او په پای کې یې د چین د ولسمشر لاسلیک د ایران پر ضد په درېځونو کې په یو ډول عربستان ته د شي جین پینګ له سفره ناوړه ګټل اخیستل وو او د تهران او پکن ترمنځ واټن رامنځته کول څېړل کېږي، هغه موضوع چې پکن بایدپه اړه یې هوښیار و اوسي.

ژباړه: زماني