Jan 02, 2023 15:57 Asia/Kabul
  • دلویدیځې اسیابدلونونه

داخلی اعتراضونه او مظاهرې حتی د کابینې له جوړیدا مخکې پیل شوی دی او په حیفا او تل ابیب کې د مظاهرو شاهدان یو . یورشلم پوسټ صیهونیسټی ورځپاڼۍ راپور ورکړ چی د نوی کابینې مخالفانو په تل ابیب کې مظاهرې ترسره کړې او د ښار یوه اصلی لاره یې بنده کړه .

 

د نتانیاهو د نوی کابیني جوړیدا

په نیواکي ټاټوبیو کې د نتانیاهو پرضد اعتراضونه

او له صیهونیسټ رژیم سره له هر ډول تعامل په بندیز کې د عمان د پارلیمان اقدام په تیره اونۍ کې د لویدیځې اسیا مهم بدلونونه دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

بنیامین نتانیاهو د زیارت په ورځ له قدرته د لږې مودې له لیری کیدااو داخلی اختلافاتو او سیاسی ګډوډۍ سره سره وتوانیده له سختو اورپکو او افراطی صیهونیزم ډلوسره دایتلاف له لارې د لومړی وزیر په توګه لوړه وکړي .

نتانیاهو وتوانیده د پارلیمان له ۱۲۰ غړیو ۶۳ مثبتې راې ترلاسه کړې شی . دا په داسې حال کی دي چی نتانیاهو د نومبر د لومړی نیتې په ټاکنو کې ۶۴ څوکۍ ترلاسه کړی وې . دا له ۲۰۰۹ میلادی کال راهیسې د نتانیاهو ۶ کابینه ده . د نتانیاهو کابینه همداراز د نیواکګر صیهونیسټ رژیم ۳۷ کابینه بلل کیږی . نتانیاهو په داسې حال کی کار پیل کړی چی دا د هغه تر ټولو متفاوته کابینه ده . نتانیاهو څه د پاسه ۱۵ کاله د صیهونیسټ رژیم لومړی وزیر وو خو دا د صیهونیسټ رژیم د تاریخ تر ټولو اورپکی کابینه ده . شناندي د نتانیاهو اوسنی کابینه د صیهونیسټ رژیم تر ټولو ښی پاله کابینه بولي .

داسې ښکاري نتن یاهو له مخکنیو پړاؤنو سره په پرتله کې  د خپل لومړی وزارت  په نوي پړاؤ کې  له لاسختو شرائطو سره مخ شي. هغه  له یوه پلوه د مالی فساد له یو شمیر دوسیو سره مخ دی چې د هغه په ضد داعتراضونو یو دلیل هم همدغه  موضوع ده .له بل پلوه نتن یاهو  په نوي کابینې کې  له هغو کسانو سره چې په کارنامو کې ئې  غلا،فساد،توکمپالنه او ترهه ګراقدامات درج شوي ،ائيتلاف کړی او په داخل او بهر کې د مخالفانو چغې پورته کړي دي.

پر دې سربیره ، نتن یاهو  په داسې شرائطو کې خپله شپږمه کابینه جوړه کړه چې  صهیونیسټي رژيم  په وروستیو څلورو کلونو کې د ډيرو سیاسی ګډوډیو  شاهد ؤ،په دې توګه چې  په نیواکي ټاټوبو کې  د پارلیمان عمرحتی یوه کال ته هم ونه رسید او له څلورو کلونو هم په کمې مودې کې پنځه ځله پارلیماني انتخابات ترسره شول.که څه هم  دنتن یاهو کابینه له مخکینیو پړاؤنو څخه په لا آسانه جوړه شوه ،خو  له افراط پالو سره دهغه ائيتلاف سبب شوی ،دنتن یاهو سیالان، دکابینې  دوارمخکې دړې وړې کیدا لپاره لازیات هیله من کیدلی شي. پر دې ا ساس په نیواکي ټاټوبو کې د یوې پیاوړي اوتل پاتې کابینې شاهدان نه شو کیدلی.

د نتانیاهو او د هغه د نوی کابینې پرضد اعتراضونه حتی د پارلیمان له غونډې مخکې پیل شول . په کنست کې د نتانیاهو د وینا له پیلیدا سره په یووخت د پارلیمان داخلي او بهرني شرایط ګډوډ وو او په سلګونو کسانو په بهرنی انګړ کې هغه پرضد غونډه جوړه کړه او د غوندې له پیلیدا وروسته هم اعتراضونو دوام درلوده .

داخلی اعتراضونه او مظاهرې حتی د کابینې له جوړیدا مخکې پیل شوی دی او په حیفا او تل ابیب کې د مظاهرو شاهدان یو . یورشلم پوسټ صیهونیسټی ورځپاڼۍ راپور ورکړ چی د نوی کابینې مخالفانو په تل ابیب کې مظاهرې ترسره کړې او د ښار یوه اصلی لاره یې بنده کړه .

د دغه راپور په اساس په سلګونو معترضانو په یوه تجارتی لاره کی یوه مهمه لاره وتړله چی دا چاره د ټرافیک د رامینځته کیدا سبب شوه .

هاارتص عبری ورځپاڼۍ هم د روڼ اندو ، لیکوالانو ، د پوهنتون استادانو ، ډرامه لیکونکیو ، ډاریکټرانو او لوبغاړو په لاسلیک سره یو لیک خپور کړ چی پکې لاسلیک کونکیو د نتانیاهو د نوی کابینې پرضد په واټونو کې د شتون غوښتنه کړی ده .

په عین حال کی رسندوی سرچینو د نوی کابینې په اعتراض کې په پاریس کې د صیهونیسټ رژیم د سفیر د استعفا خبر ورکړ ی دی . یاییل جرمن په دې اړه په ټویټر کې په خپل پیغام کې ټینګار کړی دی چید اسراییلو په نوی کابینه کې افراطي سیاستوالان شتون لري . هغه همداراز د دې خبرې په کولو سره چی د نتانیاهو سیاستونه او د هغه د کابینې د نورو غړیو څرګندونې د هغه له ارزښتونو او باورونو سره په تضاد کې دي ، وویل له خپلې څوکۍ یې استعفا ورکړی ده .

د عمان پارلیمان د تیرګل په ورځ د صیهونیسټ رژیم د بایکاټونو د سختولو د قانون د پراختیا له طرحې سره موافقت وکړ او په مختلفو سپورټی ، کلتوری او اقتصادي زمینو کې د اسراییلو پرضد د بایکاټونو د سختولو طرحې ته رایه ورکړه .

د پارلیمان مرستیال مشر یعقوب الحارثی د غونډې له ختمیدا وروسته وویل نوی طرحه پراخیږی او پکې بایکاټونه نور هم زیاتیږي او هر هغه کس پرضد چی له اسراییلو سره معامله وکړی ، جرم حسابیږی . الحارثی  همداراز وویل دغه قانون په اوسنی بڼه له صیهونیسټ رزیم سره هر ډول تعامل منع کوی که هغه د کسانو له لوری ارتباط وی یا حقوقی کسانو له لوری .

د عمان د پارلیمان د حقوقی کمیشن مشر محمد بن ابراهیم هم په دې باره کی وویل د اوو استازیو لخوا د یوه حکم د مادې د اصلاح وړاندیز  مطرح شوی دی . هغه وویل دا د اصلاح وړاندیز صیهونیسټ رژیم پرضد د بایکاټ د سختولو او پراخولو سپارښتنه کوی .

د عمان مفتی اعظم شیخ احمد بن حمد الخلیلی چی د فلسطینانو له حقوقو د ملاتړ په دریځونو مشهور دی ، وویل له هغې طرحې چی په پارلیمان کې د صیهونیسټ رژیم پرضد بایکاټونو د سختولو وړاندیز  کوی ، په کلکه ملاتړ کوی  او دا مسلمانانو ترمینځ د واجباتو یوه برخه ده .

د حماس غورځنګ هم د یوې بیاتنیې په صادرولو سره د صیهونیسټ رژیم پرضد د بایکاټونو د پراخولو لپاره د عمان دپارلیمان د هدفمنې فیصلې ستاینه وکړه . په دغه بیانیه کی راغلی دی دا فیصله د فلسطین له خلکو او دهغو له عادلانه ایډیالونو په ملاتړ کې د عمان د تاریخی دریځونو د اصالت ښودنه کوي . د عمان د باچاهۍ شورا د صیهونیسټ رژیم د بایکاټ قانون د لومړۍ مادې د اصلاح بل د اجرایی مراحلو د بشپړولو لپاره د قانون جوړونې او حقوقی کیمټۍ ته وړاندی کړی دی .

پای

 

ټیګونه