Aug 02, 2023 13:13 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۲۸) د غیبت کبرا په وخت کې د حضرت مهدي

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې هیلې رڼا نومي لړۍ له ننني (۲۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

موږ د حضرت مهدي (ع) په اوږده غیبت کې د هغه د رول په اړه خبرې وکړې او د اسلام د ګران پیغمبر (ص) څخه مو نقل کړل، چې په دې وخت کې پر خلکو باندې د هغه حضرت نفوذ لکه د لمر په څېر دی، چې د ورېځې ترشا راښکاره کېږي. په دې معنی چې، که څه هم امام زمان د خلکو په منځ کې شتون نه لري، خو هغه، له نعمتونو او لارښوونو څخه څومره چې امکان لري هغوی ته ګټه رسوي. دا لارښود د تکړه او متقیانو لپاره ډېر اغېزمن دی.

د دې مسئلې د ښه پوهېدو لپاره، لومړی باید د خدای په نزد د امام مهدي په مقام پوه شو. هغه د خپل نیکه حضرت محمد (ص) او د هغه د ځای ناستو په څېر، د ځمکې پر مخ د هغه تر ټولو لوړ او کامل خلیفه دی او له همدې امله، د خلکو د لارښوونې او په پای کې د نړیوال حکومت د جوړولو مهمه دنده ورته سپارل شوې ده.

خو صاحب الزمان (ع) په دوه ډوله د هدایت او لارښوونو مسئول دی؛ یو یې عمومي لارښونې دي، چې په ټولو خلکو پورې اړه لري او د دیني احکامو او معارفو بیانول هم له هغو څخه دي. د هغه بل ډول هدایت، باطني او خاص د هغو کسانو لپاره دی، چې د ایمان او تقوی په برخه کې اړینه سابقه لري. دا ډول لارښوونه د هغه حضرت د اوږده غیبت په جریان کې دوام لري او په ټولنه کې د هغه له شتون یا نشتوالي سره هېڅ تړاو نه لري.

د غیربت کبرا په وخت کې د حضرت مهدي (عج) بل ډول رول او لارښوونه، د هغه په ​​محضر کې د ځینو متقي او نیکو خلکو په ځانګړې توګه، د دیني عالمانو شتون دی. که څه هم دا ډول لیدنې لږې دي، خو له دې سره دا ښيي چې هغه امام د اړتیا په صورت کې له خپلو پیروانو سره مستقیمه اړیکه ټینګوي. امام زمان(عج) ستر عالم شیخ مفید ته په یو لیک کې لیکي: موږ ستاسو د حالت په مراعاتولو کې غفلت نه کوو او هېڅکله تاسو نه هیروو، که نه نو تاسو به له ډېرو سختیو او کړاوونو سره مخ شوي وای او دښمنان به تاسو یې له منځه وړلی وای.

که څه هم حضرت مهدي په خپل اوږده غیبت کې د مسلمانانو لپاره ارزښتناک آثار لري، خو په هرحالت ډېری چارې لکه د احکامو بیانول، د ټولنې سیاسي او فکري لارښوونه، په دین کې له انحراف څخه مخنیوی، شبهاتو ته ځواب ویل او دې ته ورته مسائل، په اسلامي معارفو پوه شخص یا اشخاصو ته اړتیا لري، چې خلک ورته لاسرسی ولري. د معصومو امامانو په وخت کې، دا چارې د هغه امام له خوا په ډېر ښه  ډول ترسره کېدل.

د اسلامي دولت د خاورې په پراخېدو او د عباسي حکومت له سختیو سره سره، د امامانو تر څارنې او د «وکالت بنسټ» تر عنوان لاندې د معتبرو علماوو یوې شبکې، د دیني مسایلو د بیانولو او د اسلامي شرعي شیانو د راټولولو دنده پر غاړه درلوده. لکه څنګه چې وویل شول، د امام زمان (ع) په لنډه غیبت کې هم د هغه ځانګړي استازي، له هغه سره د وکیلانو او خلکو د شبکې اړیکې وې. خو د هغه د اوږده غیبت په موده کې، چې د هغه ټاکل شوی استازی او د ولایت شبکه شتون نه لري، څو د دوی له لارې، خلک د امام له لارښوونو او هدایت څخه ګټه پورته کړي او خپل شرعي شیان خپل مشر ته ورسوي. د خلکو مکلفیت څه دی؟ په دې صورت کې د پېغمبراکرم (ص) ځای ناستو او امامانو، خلک يوازې پرې نه ښودل او د هغوى د ديني اړتياوو او د هغوى د شخصي او ټولنيزو مسئولیتونو د ځوابولو لپاره يې سمې او حکیمانه لارښوونې وکړې.

هغوی، مسلمانان؛ نامتو، پوه او متقي عالمانو ته راجع کړي دي. په عموم کې د عقل له نظره، د هغه څه د پوهېدو لپاره چې موږ نه پوهېږو، باید د باور وړ متخصصینو ته مراجعه وکړو. قرآن هم په مستقيم او غير مستقيم ډول په خپلو آيتونو کې د دې خبرې تصديق کوي. لکه څنګه چې د سورت نحل په 43 آیت کې لولو: "... نو که تاسو نه پوهېږئ، له پوهانو(عالمانو) څخه پوښتنه وکړئ."

حضرت صاحب الزمان (ع) د یوه مشهور عالم د لیک په ځواب کې، د خپل غیبت په وخت کې د خلکو دندې په روښانه توګه بیان کړي او فرمایلي دي: اما له هغه څه سره چې تاسو مخ کېږئ، باید زموږ د خبرونو راویانو( د دیني علومو پوهانو) ته مراجعه وکړئ؛ دوی ستاسو پر وړاندې زما حجت دي او زه د دوی پر وړاندې د خدای حجت یم. په دې حدیث کې، باید دوه ټکي په پام کې ونیول شي: لومړی دا چې د حدیثو راویان یوازې د رسول الله (ص) او د هغه د ځای ناستو د خبرو راویان نه دي، بلکې هغوی مشهور عالمان دي، چې له قرآن او حدیث څخه په ګټې اخیستنې سره، د خلکو ټولنيزو او ديني چارو ته ځواب وايي. دویم دا چې د حضرت مهدي عليه السلام په ليک کې د نويو پېښو خبرې دي، چې ديني عالمان مسئولیت لري، ترڅو په دې چارو کې خلکو ته لارښوونه او دوی هدایت کړي.

د امام زمان(عج) نیکه حضرت امام هادي (ع) هم د خپل ګران لمسي په غیبت کې د پوهو او دانا عالمانو د رول د اهمیت په اړه فرمايي: که چېرې داسې علماء نه وای، چې ستاسو د قایم له غیبت وروسته، (خلک) د هغه په لور بللي نه وای او د هغوى په لور  یې هدايت کړي نه وای او د هغه له دين څخه یې دفاع نه وای کړې او بې وسه بندګان د شيطان له لومو او د شيطان له پيروانو څخه ژغورلي نه وای، هېڅوک به نه وای پاتې، مګر دا چې د خدای له دین څخه ګرځېدل. خو دا پوهان د کمزورو کسانو زړونه ترلاسه کوي، لکه څنګه چې کښتۍ چلوونکی، د کښتۍ کنټرول په لاس کې نیسي او د کښتۍ مسافر د مرګ له خطر څخه ساتي.

دا د خدای په نظر کې غوره دي. البته په اسلامي علومو کې مهارت د حضرت مهدي علیه السلام د تائید شویو شرطونو څخه دی. خو دوی باید نور شرطونه هم ولري، چې پلار یې امام عسکري(ع) د دوی په اړه داسې فرمایلي دي: هر هغه فقیه چې پر خپل نفس باندې کنټرول ولري او خپل دین وساتي، له خپلو خواهشاتو سره مخالفت وکړي او د خدای حکم ومني، په ټولو باندې واجب دی، چې د هغه تقلید او پیروي وکړي. »

په دې توګه، هغه علمان چې د اسلام د تشريح او د خلکو د لارښوونې او د دين د ساتنې دنده پر غاړه لري او د امام زمان د  استازي يا "عام نایب" په نوم يادېږي، بايد د دې مقام د ترلاسه کولو لپاره غوره ځانګړتياوې ولري. که څه هم دوی په مستقیمه توګه د هغه امام په لنډ غیبت کې د ځانګړو استازو په څېر نه دي ټاکل شوي، مګر  له پوهې سربېره؛ دوی باید د تقوا په جامو او د خدای د حکم د اطاعت او له دنیا څخه د بې پروایۍ په زیور سمبال وي، تر څو شخصي ګټې او مادي هیلې او د شهرت، پیسو او مقام جذبه، دوی د خلکو په لارښونه کې متزلزل نه کړي.

پر دې سربېره، د مهدي  موعود د استازي لپاره لازمه ده، چې د غيبت په زمانه کې د اوسنيو شرايطو په اړه بصيرت او پوهه ولري، څو د قرآن او معصومو امامانو له لارښوونو څخه په استفادې سره، د زمانې په سختو حالاتو کې د اسلامي امت لارښوونه، لکه څنګه چې د هغه د مولا له غوښتنې سره سم دي، پر الهي مستقیمې لارې، لارښود او هدایت کړي.

د پروګرام په پای کې، د نړۍ ژغورونکي حضرت مهدي (عج) ته سلامونه وړاندې کوو او وایو:

« ... اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا بَقِیَّةَ اللهِ فى اَرْضِهِ، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا میثاقَ اللهِ الَّذى اَخَذَهُ وَ وَکَّدَهُ، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا وَعْدَ اللهِ الَّذى ضَمِنَهُ، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ اَیُّهَا الْعَلَمُ الْمَنْصُوبُ، وَالْعِلْمُ الْمَصْبُوبُ، وَالْغَوْثُ وَالرَّحْمَةُ الْواسِعَةُ، وَعْداً غَیْرَ مَکْذُوب، ...

سلام دې وي په تا (حضرت مهدي)، اې د ځمکې پر مخ د خداى له لوري پرځای پاتې، سلام دې وي پر تا، اې د خداى هغه وعدې چې پر هغه یې ډېر ټينګار کړى دى، سلام دې وي پر تا، اې د خداى هغه وعدې چې د هغه ضمانت یې کړى دى، سلام دې وي پر تا، اې هسکه بیرغه، او ورېدونکي علمه او د مخلوقاتو فریاد اورېدونکیه او د خداى پراخ رحمته او هغه وعده چې نه دروغ ده او نه ناسمه."

ژباړه: زماني

ټیګونه