Aug 05, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • لوېدیځه اسیا

په لبنان کې د فلسطیني کډوالو په عین الحلوه کېمپ کې نښتې، په اروپایي هیوادونو کې د قرآن د سپکاوی په ضد د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه او د داعش د ترهګرې ډلې د مشر وژل کېدا په تېره اوونۍ کې د لوېدیځې اسیا له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

په عین الحلوه کې وسله والې نښتې د تیرې اوونۍ له شنبې ورځې پیلې شوي دي، عین الحلوه د فلسطیني کډوالو کېمپ دی چي د لبنان په جنوب صیدا سیمه کې واقع شوی دی، دغه  کېمپ په لبنان کې د فلسطیني کډوالو تر ټولو ستر استوګنځی دی، دغه فلسطیني میشته سیمه د لبنان په جنوب کې د صیدا په سیمه کې ده، یاد کېمپ په ۱۹۴۸ میلادي کال کې تاسیس شوی دی، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لوړې کمېشنرۍ له راپور سره سم، له ۵۴ زرو نیولې بیا تر ۷۰ زره فلسطینیان په الحلوه کېمپ کې اوسیږي، لیکن د سوریې کورنۍ کړکېچ له پیلېدو نه وروسته په لومړیو کلونو کې دغه شمېر ۱۲۰ زرو ته ورسېده.

په دغه کېمپ کې د عصبه الانصارد  ډلې د یو قومندان محمود خلیل مشهور په ابوقتاده له ناکامه ټرور څخه وروسته، خپلمنځې نښتې پیل شوې، دغه پېښه کې ابوقتاده ټپي شو او د الشباب المسلم یو غړی ووژل شو او د دوو ماشومانو په شمول ۶ عام خلګ ټپیان شول. په سبا ورځ یعني په یکشنبه بیا د صیدا په ښار کې د فتح د غورځنګ جګپوری غړی او د فلسطین د کورواکې ادارې د ملی امنیت قومندان ټرور شو چي ورسره، نښتې زور واخیستې، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو هم د درنو وسلو په کارېدو سره، یادې نښتې دوام وموندلې.

یو نیم خبري سرچینو په دغو نښتو کې د جندالشام د ترهګرې ډلې پورې د اړوندو عناصرو د ګډون راپورونه خپاره کړ.

په داسي حال کې چي د دوشنبې په شپه د لبنان د پارلمان استازی اسامه سعد په الحلوه کېمپ کې د اروبند د هوکړې د تر سره کېدو خبر ورکړی وو، د چهارشنبې په شپه یو ځلې بیا د فتح د غورځنګ او د تندلارو ډلو تر مینځ نښتې درنو وسلو په کارولو سره، له سره پیل شوې.

په قطر کې د الجزیرې خبري چېنل اعلان وکړ چي په عین الحلوه کې د چهار شنبې په نښتو کې ۴ تنه ټپیان شوي دي، تر دې دمه په عین الحلوه کې د فلسطینیانو په خپلمنځي نښتو کې په ټول کې ۸ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپیان شوي دي، د عین الحلوه د کېمپ ۶۰ سلنه اوسېدونکې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي، دغو نښتو سره هممهاله د ملګرو ملتونو اداره هم له ۵۰ زره فلسطیني کډوالو سره د مرستو بهیر درولی دی.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بري سره په تماس کې وویل چي د حماس غورځنګ په الحلوه کېمپ کې د امنیت او ثبات د برقرارېدو غوښتونکی دی، هغه همدارنګه د فلسطیني مشرانو او په ځانګړې توکه د فلسطین دمشترک اقدام د کمیسیون د پرېکړو درناوی او لبناني چارواکو سره د هغوی د همږغیو ضرورت ته په اشارې سره د جرمونو په هکله د څېړنو غوښتونکی شو.

هغه وویل: چي فلسطینیان باید په سوله او امنیت کې په کېمپونو کې ژوند وکړي او هر ډول اختلاف باید د خبرو اترو او قانونی لاروچارو سره هوار شي.

په لبنان کې د حزب الله سرمنشي سید حسن نصرالله هم تېره اوونۍ وویل: هغه څه چي په عین الحلوه کې رامینځ ته شوې، خواشینوونکې ده، نښتې باید سملاسي بندې شي، ځکه چي دا کار ټولو ته زیان رسوي او عام خلګ بې کوره کوي، مونږ د الحلوه په کېمپ کې له ټولو لورو څخه غواړو چي نښتې ودروي، هر یو کس چي د نښتو د بندولو لپاره کار کولایشي، باید اقدام وکړي، دا نښتې باید دوام پیدا نه کړي، د دغو نښتو پایلې به عین الحلوه د کېمپ د اوسېدونکو او د لبنان په جنوب کې د ټولو خلګو ګرېوان ونیسي.

د حماس یو بل جګپوری غړی احمد المدلل هم په دې اړه وویل: هغه څه چي په عین الحلوه کې رامینځ ته شوې، د صهیونیستي رژیم د اهدافو په لړ کې دی، المدلل دې ته په اشارې سره چي ځینو لورو او په ځانګړې توګه صهیونیستي رژیم په دغه کېمپ کې نښتو ته لمن وهي له ښکېلو لورو څخه غوښتنه وکړه چي باید خطرناکو حالاتو ته ځیر شي، هغه یادونه وکړه چي د فلسطین ولس ټولې هغې چارې چي د مقاومت له سرشیندنې او فعالیت سره مخالفت کوي او د مقاومت لپاره ستونزې زېږوي، په کلکه ردوي.

د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ددوشنبې په ورځ په سوېډن او ډنمارک کې د بیا ځلې د قرآن د سپکاوی د څېړلو لپاره غونډه تر سره کړه، د قرآن شریف سپکاوی په سوېډن کې د عراقی الاصل  سوېډنی ښاریز سلوان مومیکا له لوري پیل شو، مومیکا د جون د میاشتې په ۲۸ د سوېډن د پولیسو په ملاتړ او د محکمې په جواز سره، په استکهلم کې د عراق د سفارت مخې ته قرآن شریف ته اور واچاوه، د دغه جنایت په وړاندې د عراق د خلګو د پراخ غبرګون څخه یوه اوونۍ وروسته، مومیکا بیا ځلې دغه جنایت تکرار کړ، په ډنمارک کې هم د یوې اسلام ضد تندلارې ډلې هم د مسلمانانو په ضد د شعارونو په ورکولو سره، قرآن شریف ته اور ورکړ، او دغه بهیر د اسلامي هیوادونو او د سلګو میلیونو مسلمانانو له سختو غبرګونونو سربېره دوام وموند.

له دغو پېښو وروسته، د اسلامي همکاریو سازمان یوه بېړنیزه انلاین غونډه جوړه کړه، دغه غونډه ښودنه کوي چي اسلامي هیوادونه د اروپایانو له لورې د قرآن د پرلپسې سپکاوی څخه سخت اندېښمن شوي دي، اسلامي هیوادونه د سوېډن او د ډنمارک له حکومتونو ناهیلي شوي دي، د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي سرمنشي حسن ابراهیم طه له اسلامي هیوادونو وغوښتل چي له سوېډن او ډنمارک سره، په خپلو اړیکو کې بیاکتنه وکړي، د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم وویل:  د اسلامي همکاریو د سازمان له ټولو غړو هیوادونو څخه غواړو چي یو بل سره په همږغی، د قرآن شریف د سپکاوی د مخنیوي لپاره کارنده او عملي اقدامات د ترسره کولو هڅه وکړي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل چي د قرآن سپکاوی باید په اروپایي هیوادونو کې په قانون کې جرم وګڼل شي او د اسلامي همکاریو د سازمان یو پلاوی سوېډن او ډنمارک ته ولاړ شي، له دې وړاندیز سره سم، پرېکړه وشوه چي د اسلامي سازمان د همکاریو یو پلاوي اروپایي هیوادونو سره د خبرو اترو لپاره اروپا ته ستون شي. په اسلامي هیوادونو کې پراخ لاریونونه او د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا فشارونه سبب شو چي د ډنمارک حکومت د یوه داسي قانون د تصویبولو چارې پیل کړي چي له مخې د قرآن شریف سپکاوی ممنوع شي، د ډنمارک  د بهرنیو چارو وزیر لارس راسموسن د جمعې په ورځ د مصر له خارجه وزیر سامح شاکري سره په تماس کې وویل:  د ډنمارک حکومت د یو لړ قوانینو د تصویبولو په لټه کې دی چي د خواشینونکو پېښو مخنیوی وکړي.

په تېره اوونۍ کې د لوېدیځې اسیا یوه بله مهمه پېښه د داعش د ترهګرې ډلې د نوی مشر معرفي کېدا وه، ابوحذیفه الانصاري د داعش د ترهګرې ډلې نوی ویاند د پنجشنبې په ورځ په یوه ږغیز پیغام کې اعلان وکړ چي د داعش د ترهګرې ډلې مشر ابوالحسین الحسینی القرشي د سورې په شمال لوېدیځ ادلب کې د القاعدې د ډلې له تحریرالشام څانګې سره په نښتو کې وژل شوی دی، قرشي د داعش څلورم مشر دی چي وژل کیږي، د داعش ترهګرې ډلې اعلان وکړ چي ابوحفص الهاشمي القرشي د دې ډلې نوی مشر دی.

 

 

ټیګونه