Jun 07, 2016 16:39 Asia/Kabul
  • اسلامی بشری حقوق (۱۸)

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې ښه او نیکمرغه ژوند درته غواړو دوستانو داسلامی او لودیځي حقوقو د لیدتګو ترمینځ د توپير په نامه په دغه پروګرام کې نن د خودکشۍ په موضوع درسره غږیږو ،نو ترپایه راسره مله ووسئ

دوستانو   په تیرپروګرام کې مو دمعنوي اومادي حیات د ډولونو او  په حقوقي مقرراتو  او قوانینو کې    د دغه ویش بندۍ  داغیزو په باب درسره غږیدلي یوو . اشاره موکړې چې  اسلام  دانسانانو معنوي اومادي  حیات  حق ته ډير اهمیّت ورکوي او هیڅوک   له خپل ځان اویا بل انسانه دغه حق نشي سلب کولی .  همداراز وویل شول چې  لویدیځي بشري حقوقو مقررات   لازیات  د هغو کسانو له خوا  چې دبدن دبند اسیران دي ، وضع شوي دي . له دې امله  په دغو مقرراتوکې درسته نړۍ نشي شاملیدلی . خو دین چې     د خداي له خوا  او په روح کې  ټاکل شوی ، چې  دهیڅ یوه بدن او  مادې په بند کې زنداني نه  دی ،  قاعدتا نړۍ پکې شاملیږي  او  کوم ځاي او و خت ته  محدود نه دی  . دین  پر مادي حیات سربیره ،  دانسانانو معنوي  ژوند لپاره هم  لوړارزښت ورکوي . په همدې دلیل  الهي مقررات اوتعلیمات  په داسې لور وضع شوي دي  چې  هم  دانسانانو  له مادي حیات سره    او   هم معنوي ژوند سره  سمون خوري .

   دو ستانو داسلام دین  دانسانانو مادي او جسماني  حیات او ژوند ته   ځانګړی پام کوي .  دحیات دسلبولو یو مورد  چې   په چورلټ ډول  ددغه آسماني دین له خوا منع شوی ،  د خودکشۍ موضو ع ده .په بل یوه مکتب کې  هم د اسلام په  اندازه  د خودکشۍ په منع کیدا  ټينګار نه دی شوي .د قرآن کریم  د نساءسورې   په ۲۹ او ۳۰ آيتونو کې   راغلي دي  ؛ ائ هغو کسانو چې  ایمان مو راوړی ،  خودکشي مه کوئ ؛ خداوند دتاسو په نسبت مهربانه دی  او  هرڅوک دغه عمل دظلم او  تیري له امله وکړي ، ډیر زر به دجهنم  په اوور کې وسوزي  او دا کار دخداي لپاره آسان دی ::::::  

 د ژوند او حیات  حق دومره  ارزښتمند دی چې  که یو انسان    دخداي په لاره کې  دجهاد او دیندارۍ دمخینې په لرلو سره  په دغه حق تیری و کړي  او  د خودکشۍ لټه وکړي ،  انجام   ئې الهي عذاب او جهنم  ته تلل دي . داسلام په تاریخ کې   راغلي دي ، یوه ورځ  پيغمبر اکرم  دیوه کس په باب  فرمائيل ؛ بلاخره  دغه کس به  جهنم ته لاړ شي ؛؛ یوه ډله کسان  ددغو خبرو په آوریدو سره  ډير حیران شول    .ځکه   هغه کس دمبارزې او سیاست په ډګرونو کې  په شتون او دخیر کارونو  په ترسره کولو کې مشهور ؤ . وروسته  ئې ولیدل   چې  هغه  په یوې جبهې کې ټپي شو   او له دردونو دژغورنې لپاره ئې  خودکشي وکړه . 

  د  ځينو نورو مکتبونو  له نظره ،  انسان آزاد دی  چې  دخپل ژوند له حقه  هر شان ته  چې غواړي  ترې استفاده وکړي .دمثال په توګه یوه  هغه  موضوع  چې  په وروستیو کلونو کې  په ځينو هیوادونو کې حتی  قانونی شوې ده :اُتانازي : ده  . داُتاناز ي ټکی ، یوه یوناني اصطلاح  او  د  :ښه  مرګ : او د  :راحت مرګ :  ، په رحم سره دناروغ وژلو، طبي مرګ،  او یا دمحتضر مرګ  دچټکتیا :  په معنا دی .

 اُتانازي ، دهغه کس په جوتې غوښتنې  سره دنورو په وسیله دژوند پاي   چې مرګ ئې  حتمي دی ترسره  کیږي .  کله د غه  مرګ ،  هغه ناروغ ته دیوه مرګوني درملو  دورکو لو له امله  وي چې  دهغه ټول ژوندئې  له کړاؤ او مشکلاتو ډک  وي .

 خو پوښتنه  داده چې  آیا  واقعا  انسانان حق لري  چې  پخپل ژوند   هغه  که په خودکشۍ سره وي اویا  د کړاؤ اودردونو  په ز غملو  سره  ، راضي شي ؟

 د الهي نړۍ لید په اساس ،  دهستۍ پنځون او هغه ټول شیان چې  پکې پنځول شوي دي .  له خداي لره دي  او د درستې هستۍ مالک  هغه دی . پر دې اساس په الهي برخې   یا ټاټوبي کې یوازې    د خاوند په ا جازې سره  دهغه تصرف کیدی شي .  دا موضوع  د الهي پنځول شویو  شیانو په باب  او هغه   څه چې  خداوندمتعال  پر انسان  حلال او حرام کړي دي ،په بشپړ ډول روښآنه دي . دخداوندمتعال په راپنځول شویو شیانو کې  انسان او دهغه ژوند هم شامل دی . انسان دخداي له رضایَت پرته  پخپل ژوندکې د تصرف اجازه نه لري   چې له الهي رضایت پرته   ځان ووژني  او   دخپل ځان دنابودۍ لامل شي ..دا ددې په شان دی چې  یو  انسان  له کوم علت پرته  ووژل شي . 

   همداراز ځان وژنه یا خودکشي  دانسان دپنځیدا دفلسفې  په خلاف ده  او له دې امله  په اسلام کې حرامه او  منع شوې ده .  خداوندمتعال  انسان پنځولی  څو په دنیا کې ژوند وکړي  او له الهي فرمانونو  دپيروۍ  او دخداي دپیغمبرانو  دلارښونو په سیوري کې  کمال ته رسیږي  او تل پاتې نعمتونو ته  لاس رسی پیداکوي  . د دنیا ژوند د نیکمرغۍ او خوشبختۍ  دترلاسه کولو ځاي دی،یعني  انسان  په  دغې دنیا کې داسې ژوندکولی شي چې تل پاتې نیکمرغۍ ته ورسیږي.

داسلام ګران پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص)فرمائي ؛دنیا ،دآخرت  کرونده او دکښت ځاي دی ؛  څوک چې  خودکشي  کو ي ،  او ځان نابود کوي  ، د دنیا دژوند زمنیه له مینځه وړي  او  له الهي حکمت او  تدبیر سره  مبازې ته مخه کوي ، ځکه چې  خداي هغه پنځولی ،څو  په طبیعي ډول ژوند وکړي  او په  طبیعي توګه  ( له خودکشۍ پرته )له دنیا لاړ شي .  او  هغه  ددغې  غوښتنې په اپوټه عمل کړی دی  .::::

 د اسلامی نړۍ لید  له پلوه او  دقرآن دمعارفو په اساس  ،  خداوندمتعال  دهستۍ دپنځون مالک او  خاوند دی  او خداي پاک  دغه نعمتونه  دامانت په توګه  دمونږ په اختیار کې راکړي دي  چې دخپلې نیکمرغۍ  او بشپړتیا په لاره کې ئې  وکاروو ، نو  د دغو نعمتونو ضائع کول  او  دهغو له مینځه وړل  د هغه د مالک او خاوند  درضایت په اپوټه او  خلاف دی  او دمونږ عقل  حکم  کوي  چې باید   په هغو چارو کې چې   مونږ ته دامانت په توګه راکړل شوي دي  د مالک  او خاوند رضایت  رعایت کړو او  دهغه دنظر په اپوټه کار ونه کړوو .

       دوستانو په اسلام  کې ،  دانسان ژوند او حیات سپيڅلی دی  او خلک د خپل ژوند له ا خستو  په سخته منع کړائ شوي دي  . هغه  څه چې عقلی  او معمولي  احساسی مکتبونو نه بلکې   مذهب     ، له ژونده  دانسان  په عمومي پوهې سربیره ،و ړاندې کړی دی ، دژوند  د حق پاکوالی او سپيڅلتیا ده .  چې مذهب دغه اړخ    زیات کړی دی .  په یوه وخت کې وایوو ،   انسان یوساکښونکی موجود دی  او حیات لري  او په طبیعي توګه  به دخپل حیات  او ژوند له حقه دفاع وکړي . زیږونې کوي ، خوندونه درک کوي  او درد او کړاؤ   هم  احساس کوي او  دځان لپاره غوره ژوند  غواړي او  دخپل ژوند په دوام کې ، دجنګ د حالت  په وخت له ځانه دفاع کوي . خو  کله  هم وایوو دا سالرونکی موجود دی  او حیات  او ژوند لري  او په طبیعي توګه  له الهي  پاکوالي او سپيڅلتیا برخمن دی  او   خداي پاک  نیغ په نیغه  ورته پام کوي  ،  او په  همدې الهي پاکوالي سره  ئې مونږ  درناوی کوو. څرګنده ده چې  دا داصطلاحي حقوقو او حق په معنا نه  ده چې  د منتقلولو  او ضائع کولو  وړ وي،  او دا چې  انسان   هرڅه ئې چې زړه وغواړي  له خپل ژوند سره معامله وکړي . داسې نه ده. 

 نو ځکه   هیڅوک  نشي ویلی ،  زه غواړم  خودکشي وکړم ا و له  خپل ژونده لاس په سر شم  ، یا وو ائي ، چې  زه ذلت منم :  داسې نه شي کولی . ولې ؟  ځکه  ژوند او حیات  نیغ په نیغه  دخداي له مشیّت سره  اړونده دی او انسان باید حیات  او ژوند ته  ترهغه  پورې چې  قدرت لري ، دوام ورکړي او  له خپل شرف او کرامته دفاع و کړي .

 یولامهم ټکی  دا چې  په اسلام کې دخودکشۍ  دمنع کیدا حکمت ،  یوازې  د هغه انسان  دژوند ساتل  نه دي چې  دخودکشۍ نیّت لري ، بلکې اسلام  په دغه  حکم سره ،غوښتي دي ،  دانساني ټولنې  درست ژوند  له خطرو اونابودۍ  وساتي . 

د هرانسان په ژوند کې،په مسلمه توګه هم خپګانونه او هم ناکامۍ  پيښيږي  چې  له انسانه هیلې سلب کوي  او  دنیا  دهغه  په نظر کې تورتمه  کوي.   په دغه حالت کې انسانان   دوه ډوله وي ،  یو شمیر کسان دمشکلاتو له دغه سمندره  سرلوړي راوځي  او له ټولو سختیانو سره  او په خداي په توکل سره ،  بیا ژوند پیلوي ، خو  په مقابل کې یو شمیر  داسې کسان   شته چې ددغو مشکلاتو اوکړاؤنو په وړاندې ئې ملاماتیږي  او منزوي کیږي  اویا له  دې لابده ، دغه کسان په خودکشۍ لاس پورې کوي .  که انسان  داسلام له منطق سره آشنا  او بلد وي ،  نو هیڅکله هم  له ځانه دحیات او ژوند نعمت  نه سلب کو ي ؛  ځکه   په اسلام کې ،  مرګ انتهائي لاره نه ده  ،بلکې  له پاي پرته  دیوې لارې پیل دی ، او   انسان نه پوهیږي  له مرګ وروسته   نیکمرغه او ژغوریدلو څخه دی او که  یا له عذاب  سره لاس او ګریوان بنده ،   نو  ځان وژنه  له انسان سره هیڅ  مرسته نه کوي  او  له کړاؤنو  او  مشکلاتو  دخلاصیدو تصورهم  سم خیال نه دی .

 له بل پلوه  په دنیا کې  یو مشکل هم  دومره ارزښت نه لري چې  انسان دهغه په وړاندې ،خپل ارزښتمن ژوند له لاسه ورکړي .  دهرانسان عقل او فطرت، پوهیږي چې دنړۍ د نعمتونو  څخه دیوه نعمت له لاسه ورکول هم یو ناخوښ او منع شوی امر دی  او دامطلب  تر دې حده روښآنه دی  چې  درست انسانان ، په بیلابیلو عمرونو او مذهبونو  کې  هغه درک  کوي . 

  که  څوک  په خداي ژور ایمان اوعقیده  ولرل شي ، او پوه شي ،چې  خداي پاک پنځولی او په تیره بیا انسان  چې  ددې عالم  دمخلوقاتو اشرف د ی ،په هدفمند ډول پنځولی  ،هیڅکله پخپل ژوند کې دنهیلی  سره نه مخامخیږي  او پوچ احساس نه پیداکوي  او که دلوي خداي په مطلق  قدرت باندې باور ولري  اووپوهیږي چې هرڅه  دهغه د قدرت په وړاندې بې وسه او هیڅ دي ، دمشکلاتو  درامینځةکیدا په وخت په خدآي تکیه  کوي   او په خداي په  توکل سره  و  دخدآي پاک په درګاه کې  په دعا سره  او دهغه دنامې او یاد سره  چې د زړونو آرام بخښونکی  دی ، مشکلات په یوه بل پسې  ختمولی شي  او    د روحي آرامښت ،  دزړه دپیاوړتیا او دعزت نفس  دز یاتیدا لاملونه برابرولی شي . 

            همدلته ده چې باید   پام ولرل شي ،  اعتقادي او دفکر  خودکشي ، له بدني خودکشۍ لاسخته  او ډیره بده ده . باید دا فکر ونه شي چې  اسلام د عقیدې  آزادي  په دې معنا ګني  چې  هرڅوک  له کومې  څيړنې  او تحقیقاتو پرته  هره یوه عقیده ومني . روښآنه ده  چې دمعنوي  حیات سلبول  دمادي حیات له سلبولو لا سپيره   چاره ده .دحیرانتیا خبره ده چې  ځیني مکتبونه  خو  بدني خودکشي    روا  نه ګڼي ،خو په عین حال کې  انسان  ته دا  اجازت ورکوي چې  هر یوه تفکر  او عقیدې ته  مخه کولی  او خپل روح اوژوند په دغه ډول  زهرجنو فکرونو ککړولی شي .

(سیماب)

***********************************************

ټیګونه