Jun 16, 2016 11:08 Asia/Kabul
  • اعدام
    اعدام

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د اسلامي بشري حقوق له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په تېرو برخو کښې مو د ژوند حق او د هغۀ د سلبولو منعې ته اشاره وکړه. همدارنګ مو عرض وکړ چې اسلام تر کومې اندازې دغه انساني حق ته پاملرنه کړې ده. قران شريف د يو انسان ژوند د ټولو ژوند او د يو انسان قتل د ټولو قتل بولي. د اسلام د مخالفانو يوه شبهه او اعتراض په اسلامي احکامو کښې د قصاص او اعدام مسئله ده. که څه هم د احکامو په علت او فلسفې باندې پوهېدل ګران کار دے، خو د احکامو د کلي ضوابطو پېدا کول يوه ممکنه چاره ده. په دې پروګرام کښې غواړو چې په اسلامي شريعت کښې د اعدام فلسفې ته اشاره وکړوو.

اسلام د يو آسماني دين په توګه هم هغه ډول چې د هر انسان د ژوند لپاره د خاص ارزښت قائل دے په مسلمه توګه په يو زيات پراخه نظر کښې اجتماعي ژوند ته زيات پام لري. د اجتماعي ژوند يو رکن د يوې ټولنې د وګړو د سر امنيت دے. د اسلام مبين دين د انسانانو د باطني اصلاح لپاره زيات تعليمات په نظر کښې نيولي دي. که يو انسان ديني تعليمات او اسلامي اخلاق په خپل ژوند کښې عملي کړي نو هيڅکله به د نورو د ازارولو او بالاخره د نورو انسانانو د وژلو په فکر کښې نه کيږي. د دې باوجود د اسلام مبين دين د دغه باطني او دننه کنټرول تر څنګه د سزاګانو په توګه د يو ظاهري او بهرني کنټرولي عامل ګرځولے دے. او له دې امله چې د ژوند حق د هر انسان يو تر ټولو مهم حق دے نو طبيعي خبره ده چې د قاتل لپاره په نظر کښې نيول شوې سزا پکار دي سخته او درنه سزا وي. په اسلامي ټولنه کښې ټول مسلمانان د خلقو سر، مال، ناموس او عزت د ساتنې په وړاندې ذمه واري لري او پکار دي ورباندې له تېري نه ځان وساتي او که يو کس ورباندې تېرے وکړي نو د هغۀ لپاره د دنيا او آخرت سزا مقرره ده.

د اعدام حکم يوازې له اسلام سره مختص نه دے بلکه په نورو توحيدي دينونو او په  تېرو تاريخونو کښې يې په ټولو تمدنونو کښې شتون لرلے دے. اسلام د ړوند انتقام په ځاے د اعدام قانون راولېږۀ. د جاهليت د عربو عادت دا ؤ چې که  د يوې قبيلې يو کس به وژل کېدۀ نو فېصله به يې کوله چې تر هغه چې وس يې رسيږي د قاتل د قبيلې خلق دې ووژني، او دغه فکر تردې حده مخ په وړاندې تلے ؤ چې خلق دې ته تيار وو چې د يو کس د وژل کېدو په خاطر د قاتل ټوله قبيله ختمه او هلاکه کړي.

اسلام د اعدام د حکم په راوړلو سره وړومبې د پټو سترګو انتقامونو مخه ونيوه او بيا يې د قاتل په اړه قضاوت او فېصله محکمې يا عدالت او قاضي ته وسپارله. له بلې خوا قصاص د مقتول له اولياؤ او وارثانو سره اړوند او يو خصوصي حق دے نو ځکه د مقتول د اولياو او وارثانو د غوښتنې په صورت کښې قاضي د قتل د دوسيې څېړنه کوي او سزا ګانې عملي کوي. مهم ټکے دا دے چې د اعدام سزا اجباري نه ده يعنې کېدې شي د مقتول کورنۍ قاتل وبخښي او يا دا چې په دې راضي شي چې له قاتل څخه يوازې  ديه يعنې يو مقرره مالي جرمانه د تاوان په توګه حاصله کړي. خداے پاک په قران مجيد کښې هم د مقتول کورنۍ معافۍ ته هڅولې ده.

په قران شريف کښې د اعدام د حکم د وضع کولو تر ټول مهم دليل د ټولنې د ژوند حفاظت ګڼلے شوے دے. خداے پاک د سورۀ بقرې په يو سل نهۀ اويايم مبارک آيت کښې د قصاص د فلسفې په باره کښې فرمائي: (( او ستاسو لپاره په قصاص کښې ژوند دے، اے د عقل خاوندانو کېدې شي چې تاسو تقوا اختيار کړئ.))  يعنې د قصاص مقصد اعدام نه دے، بلکه مقصد يې ژوند او حيات دے، مقصد يې عامه حالت ته د ټولنې راستنول او د چارو بيا اصلاح کول دي. له هم دې کبله دغه مبارک آيت د انسانانو او عقلمندانو مغز خپل مخاطب ګرځوي نه د هغوي احساسات او جذبات.

د قران په آيت کښې چې اعدام د ژوند سبب  بولي په غور کولو سره پکار دي وويل شي چې اصل د قاتلانو لپاره د اعدام د سزا شتون دے او په لازمي توګه يې عملي کول مقصد نه دے، ځکه چې د آيت په دوام کښې خداے يوه بله لاره يعنې بخښنه او معافي د مقتول کورنۍ ته معرفي کوي. د اسلام مقدس دين د جرائمو په ردعمل کښې دوو اصولو يعنې عدل او رحمت ته پاملرنه کړې ده او تل يې په دا ډول جرائمو کښې بخښته او معافي له انتقام او بدلې اخېستلو نه اوچته ګڼلې ده.

عدل او انصاف ته پاملرنه په اسلام کښې د سزاګانو يوه فلسفه ده. له دې امله د عدل او انصاف د ټينګښت او د ظلم په خلاف د اسلام کېفري نظام له مجرم سره په مقابله لاس پورې کوي چې ټولنه پخواني حالت ته وګرځي. د اسلام مبين دين د عقل او عاقلانه عاطفي دين دے نه د احساساتي، جذباتي او غېر عاقلانه عاطفې.  قصاص اصل دے ځکه چې د هغۀ اجراء د ټولنې ژوند تامينوي.

د اسلامي اعدام اجراء له خطرناکو کسانو څخه د وينې بيونې او د بل د قتل د اقدام جرائت اخلي او دغه حکم په عملي کولو سره د ټولنې په زخمي شويو احساساتو پهه او مرهم ايږدي. اسلام په هر ډول مورد کښې مسائل په حقيقت پسندۍ او هر اړخيزې څېړنې سره تعقيبوي، د بې ګناه کسانو د وژلې په مسئله کښې هم له افراط او تفريطه ډډه کوي. اسلام نه يوازې اعدام د يوازېنۍ حل لارې په توګه معرفي کوي او نه معافي او ديه د قاتل د سزا يوازېنۍ لاره بولي. ځکه چې وړومبۍ لاره د تشدد او انتقام او دويمه د جرائت سبب کيږي. اسلام دريمه لاره غوره کوي. اعدام د قاتل د اصلي سزا په توګه بيانوي چې هيڅوک د بل کس وژلې ته تحريک نه شي. له بلې خوا د مقتول د کورنۍ لپاره د معافۍ او د مالي تاوان د تلافۍ لاره خلاصه پرېږدي او  هغوي د قاتل بخښلو ته هڅوي. اسلام حتی د قاتل لپاره هم د توبې لاره خلاصه پرېښودې ده چې په حقيقي توبې او پښېمانۍ سره له ګناه څخه پاک شي.

د اعدام د مخالفانو يو تر ټولو مهم دليل دا دے چې وائي، اعدام د دوستۍ له بشري احساس او د نن سبا د تمدن له روح سره چې د ژوند حق د ټولو انسانانو لپاره محترم ګڼي سمون نه خوري. هغوي دا استدلال کوي چې وژل بد کار دے نو د اعدام حکم هم بد دے.

په ځواب کښې پکار دي ووايو چې آيا د هر ډول وژله او تشدد بد دے؟ آيا يو کس چې له ځان څخه د دفاع لپاره د يرغلګر د وژلو اقدام کوي، بد کار دے؟ آيا له دښمن سره په جنګ کښې هم د وژل کېدو د بدوالي حکم کولې شوو؟ او يا دا چې ولې د مجرمانو د تعقيبولو او نيولو او د تخريب کارو او خلاف کارو د بانډونو د تباه کولو په مرحله کښې پوليسو ته د وژل کېدو اجازه ورکړې کيږي؟

هغه څه چې په يقين سره ويلې شوو  دا دي چې د هر ډول وژله بده نه ده. نو  له دې امله د وژلې ځينې ډولونه جائز بلکه د عدل او انصاف مطابق چاره ده.

د الهياتو استاد سن توماس عقيده لري چې ((که ټولنه د انسان د ژوند لپاره ضروري وينو پکار دي د کسانو له زيان څخه د هغۀ د حفاظت او دفاع لپاره ټول ضروري حقوق ولري.  د عدام د سزا د مخالفانو استدلال صحيح نه ښکاري. د انسان لپاره د ژوند حق او د ازادۍ د نعمت لرل يو خداوندي نعت دے خو دغه دواړه حقونه د نورو د ژوند په حق او د هغوي د ازادۍ په خيال ساتنې پورې محدود دي او که له حده تجاوز وکړي نو دغه حقونه ترې سلب کيږي او تېر ي کوونکي پکار دي خپل کېفر او سزا ته ورسي.))

د اعدام مخالفان وائي چې دغه حکم د دې سبب کيږي چې د يو بل کس ژوند هم ختم کړې شي حال دا چې مهرباني، رحمت او د انساندوسته حس دا تقاضا کوي چې قاتل دې اعدام نه شي. په ځواب کښې به ووايو چې ، هو، خو هره مهرباني او رحمت د  خوښې وړ نه دے او صلاح نه ده او هر ترحم فضيلت نه ګڼل کيږي، ځکه چې د يو  سخت زړه لرونکي قاتل په اړه چې ښۀ په اسانۍ سره انسانان وژني رحمت او مهرباني او هم په هغه متخلف او قانون ماتوونکي کس باندې چې د خلقو په سر مال او عزت باندې تېري کوي ترحم په نېکو او صالحو کسانو باندې ظلم دے. نو ځکه که وغواړوو په  مطلقه توګه او بې له څه ملاحظې او قېد و شرطه د رحمت له اصل سره چلند وکړو نو په داسې صورت کښې اجتماعي نظام ګډوډيږي او د انسانانوژوند له يوستر خطر سره مخامخيږي.

څو له دې حقيقته انکار نه شي کېدې چې د اعدام په شمول د تنبيه او سزا اصل له تشدد او تاوتريخوالي سره اخښل شوے دے چې په ذاتي توګه د انسانانو لپاره ناخوښه او ناغوره دے. خو لوړ او لويو اهدافو ته د رسېدو لپاره د دغې چارې منل منطقي چاره ښکاري.

که د سزاګانو يا د سزاګانو له سختۍ او زياتوالي څخه د ويرې په شان په بهرني عامل سره د جرم له کولو څخه د مجرم منعې کول امکان لري نو په طبيعي توګه د اعدام قانون له بل هر قانونه زيات موثره او ګټور کېدې شي او د دغو جرائمو د رامنځته کېدو اندازه کمولې شي. البته دغه هدف په لازمي  توګه په ټولنه کښې د  اعدام له اجرا سره تړاو  نه لري بلکه د اعدام د قانون شتون په يوازې ځان کولې شي په ټولنه کښې دغه مهم مقصد پوره کړي.

د اعدام حکم د خطرناکو مجرمانو په لاسو د افرادو له وژل کېدو  څخه مخنيوے کوي او د بالمثل مقابلې د لازموالي په خاطر د پرله پسې قتلونو مخنيوے کوي. په نورو الفاظو ووړمبے اعدام د قاتل په  ګټه دے ځکه چې  که د جنايت او قتل له اقدامه مخکې په دې پوه شي چې د هغۀ د ترسره کولو په صورت کښې به هغه قصاص کيږي نو په جنايت اوقتل به لاس نه پورې کوي او دويم د مقتول په ګټه دے ځکه چې هغه په مظوميت کښې نه پاتې کيږي او د مقتول د اولياو او وارثانو په ګټه دے ځکه چې د خپل حق په پوره  کېدو سره ورته ارامښت رسيږي او هم د ټولنې په  ګټه دے، ځکه چې د نورو د عبرت په اخېستلو او له قصاصه د هغوي په ويرې سره په ټولنه کښې د ظالمانو د وينې بيونې او انسان وژنې مخنيوے کيږي.

-----------

ټیګونه