Jun 13, 2016 11:27 Asia/Kabul
  • اسلامي بشري حقوق (20)

د مهربان او بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په ويلو سره د اسلامي بشري حقوقو د لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په تېرو برخو کښې د ژوند د حق او د ځان وژنې او نورو د وژنې په قالب کښې د ژوند د سلبولو د منعې په اړه له تاسو سره وغږېدو. د انسانانو قتل هم د عقل له لحاظه او د  الهي دينونو د تعليماتو له مخې غندېدوونکې او ناخوښه چاره ده. خو نن سبا د ازادۍ په شان شعارونو لاندې په يوې نوې طريقې سره انسانان يو بل ژوندے کس قتلوي.

لکه د ماشومانو وژله د هر انسان زړۀ دردوي. هيڅوک د وژل شويو بې جانه جنازو د ليدلو توان نه لري. خو نن سبا داسې شمېرنې هم کمې نۀ دي چې دا ښودنه کوي چې داسې والدېن هم شته چې خپل بې ګناه ماشومان مخکې له دې چې په دنيا کښې د ژوند وړومبۍ سا واخلي د ژوند له حقه يې بې برخې کوي.

خداے پاک د سورۀ انعام په يو سل يو پنځوسم مبارک ايت کښې د قتل د منعې کولو ترڅنګه د ماشومانو د وژلې  ذکر کوي او د خداے ګران رسول (ص) دنده لري چې الهي پېغام د خلقو غوږو ته ورسوي. لکه فرمائي: ((ووايه!..... راشئ هغه څه چې ستاسو رب په تاسو حرام کړي دي تاسو ته ولولم! ....او خپل اولاد د فقر(له يرې) مه وژنئ!....دا هغه څيز د ے چې خداے يې تاسو ته سپارښتنه کړې ده، کېدې شي چې درک يې کړئ.))

ماشوم وژل يوه ناخوښه چاره ده چې له مودو راهسې د جاهليت په ټولنو کښې موجوده  ده. د جاهليت په زمانه کښې به ځينو قومونو خپل اولادونه وژل. د دې کار لپاره به يې مختلې انګېزې لرلې. کله به يې خپلې لوڼه وژلې، ځکه چې ګمان به يې کوۀ چې که جنګ رامنځته شي او لوڼه يې اسيرانې شي نو دا به د هغوي په لمنو د شرم يو داغ وي.

د قرآن شريف د سورۀ  نحل د اتۀ پنځوسم آيت له مخې د عربو د جاهليت په  زمانه کښې کله چې به هغوي ته خبر راوړل کېدۀ چې لور موپېدا شوې ده نو له قهره به يې رنګ تور شو. او د هغه بد خبر په وجه چې به ورته ورکړ کېدۀ او د عامه افکارو د دباو په وجه چې به يې بد ګڼۀ، پټوله او په دې فکر کښې به کېدل چې  آيا دغه نوې زېږېدلې لور وساتي او د لور ړ لرلو ذلت او خواري وزغمي او يا يې  ژوندۍ په خاورو کښې ښخه کړي، هم دا ډول چې د زېږېدلو لوڼو په اړه د هغوي اکثرو عادت دغه ؤ.

کله به يې هم خپل اولادونه د قحطۍ، اوچکلۍ او تنګلاسۍ له ويرې وژل. په دې حقله قران شريف د سورۀ انعام په يو سل يو پنځوسم مبارک آيت کښې فرمائي: ((خپل اولاد د تنګلاسۍ له ويرې  مۀ وژنئ. مونږ هم هغوي ته او هم تاسو ته روزي درکوو.))

کله به يې هم خپل اولادونه د بتانو مخې ته قرباني کول چې له دې لارې هغوي ته نزدېکت پېدا کړي. قران شريف د دغه غېر عاقلانه کار منعې هم کړې ده. خداے پاک د سورۀ انعام په پو سل څلوېښتم مبارک آيت کښې د دغو والدېنو په خداے پاک اړه فرمائي: ((په يقين سره هغه کسان چې خپل اولادونه يې د جهل او ناپوهۍ له مخې ووژل له زيان سره مخامخ شول، (ځکه چې) هغه څه چې خداے پاک يې په برخه کړي وو په ځانونو باندې حرام کړل.....))

د ماشوم د وژلې منعې د يو موحد او ايمانداره انسان لپاره يو مهم شرط دے. په دا ډول چې خداے پاک يو شرط چې د اسلام له قدرمن پېغمبر (ص) سره بېعت کوونکې ښځې يې بايد ولري دا بولي چې خپل اولاد يې نه وي وژلې. خداے پاک د سورۀ ممتحنه په دولسم مبارک آيت کښې خپل قدرمن رسول حضرت محمد مصطفی (ص) ته فرمائي: ((اے پېغمبره! کله چې درته مومنې ښځې راشي او درسره بيعت وکړي چې خپل اولاد نه وژني.... ورسره بيعت وکړه.))

 

 

اسلام د کافرانو دا عمل چې خپل ماشومان د فقر يا د لور د پېدائش د شرم له ويرې ووژني سخت غندي. له دې نه علاوه اسلام د حمل غورزول ممنوع بولي، مګردا چې څه استثنائي حالت موجود وي.

د اسلامي تعليماتو مطابق د حمل غورزول په تېره بيا د روح له پوکل کېدو وروسته يو ډول نسل کُشي ده او قران شريف يې د يوې سترې ګناه په توګه يادونه کوي. خداے پاک د سورۀ اسراء په يو دېرشم مبارک آيت کښې فرمائي: ((اوخپل اولاد مو د فقر له ويرې مۀ وژنئ! مونږ هغوي ته او تاسو ته روزي ورکوو، بې شکه چې د هغوي وژل يوه ستره ګناه ده.))

د جنېن سقطول په دې  معنا دي چې په غېر طبيعي توګه او له طبيعي وخت نه مخکې ماشوم قصدًا راوېستل شي په دا ډول چې د مور له ګېډې څخه راوېستل شوے حمل ژوندے نه وي او يا د ژوند وړ نه وي. د جنېن سقطول کېدې شي د مور په لاسو، د درملو په خوړلو او قصداً ګوزار خوړلو په وجه ترسره شي يا د طبيب او له مور نه بغېر د نور چا لخوا حمل غورزولو ته د هغې د لمسولو ، د وهلو ټکولو له لارې يا هغې ته د صدمې رسولو او يا د طبي غلطيو په وجه  د رامنځته شويو خطراتو له کبله بڼه ونيسي.

 

 

له بده مرغه نن سبا هم وينو چې هر کال په  ميلينونو حملونه يا بچي غورزول کيږي. زياتره حمل غورزونه په دې وجه کيږي چې زمونږ د زمانې ازاد کسان غواړي په ژوند کښې له جنسي ازادۍ څخه خوند واخلي. کلونه وشول د حمل غورزول چې د ماډرن ټولنو يو مشکل دے ناغوښتونکو حامېلېدو ته د ځواب په توګه پرې بحث او لانجې کيږي. په ټوله نړۍ کښې د داسې حمل غورزولو له کبله په کال کښې د لکونو ښځو مرګ چې په نامناسبو روغتيائي حالاتو کښې د غېر ماهرو کسانو په لاسو بڼه نيسي، دا مسئله په يوې اجتماعي ستونزې بدله کړې ده او د زياترو ښځو سلامتيا يې تر تاثير لاندې راوستې ده.

د فېمېنسټانو د نظريې مطابق د هرې ښځې دا حق دے چې د يو انسان په توګه په خپل بدن او ځان باندې مسلطه وي او خپل بدن په کنټرول کښې ولري او د دغه روا حق د عملي کولوپه لړ کښې حمل غورزولې شي. د دغې نظريې مطابق ترڅو چې بچے د مور په رحم کښې وي په حقيقت کښې د مور يوه برخه ګڼل کيږي او مور حق لري چې دغه برخه  په داسې صورت کښې چې په هر دليل يې مزاحمه او زياتي وبلي په خپله خوښه وغورزوي.

خو  حقيقت دا دے چې بچے د مور د بدن د اندامونو برخه نه دے، بلکه خپله  په پوره شرافت، حرمت يا تقريباً د مور په شان يو پوره يا نيمګړے انسان دے چې څه وختونه د مور په رحم کښې ژوند کوي. په همدې دليل دي چې په عربۍ او د قران په ژبه بچي ته حمل او مور ته حامله  ويل کيږي.

د اسلام له نظره د حمل په دوران کښې او حتی د نطفې له جوړېدو مخکې د انسان ژوند ته پاملرنه شوې ده. په اسلامي تفکر کښې حمل يا جنين يو بالقوه او د انسانيت استعداد لرونکے او  د انساني تکامل د مرحلوپلې کوونکے شخصيت دے او د نورو انسانانو په شان د ژوند د حق په شمول يو لړ حقوق لري. نو ځکه د حمل يا بچي دغورزولو له لارې له هغه څخه د ژوند سلبول په ځينو مواردو کښې جرم ګڼل کيږي او ارتکاب کوونکے يې د سزا مستحق دے ځکه چې د انسان موجودګي د دوو جنسي سېلولونو د پېوند خوړلو له وخت نه شروع کيږي او په هره يوه مرحله کښې يې ختمول د سورۀ مائدې دوه دېرشم مباراک ايت ته په پام سره د انسانيت ختمول ګڼل کيږي.

همدارنګ د هر انسان عقل دا حقيقت تائيدوي چې ظلم کول يوه بده او ناخوښه چاره ده. ځکه چې ظم د مظلوم حق تر پښو لاندې کوي. ژوند د هر انسان  حق دے. که له يو کس نه ژوند واخېستل شي نو په هغۀ باندې ظلم کيږي او د هغۀ حق تر پښولاندې کيږي.حمل يا بچے هم که وغورزول شي نو له دې امله چې د ژوند حق لري نو د هغۀ غورزول د هغۀ په حق کښې ظلم ګڼل کيږي او د هغۀ د ژوند حق تر پښو لاندې کيږي.

اسلامي آيتونو او روايتونو ته په پام سره دا معلوميږي چې جنېن يا حمل ګڼ شمېرحالتونه لری چې تر ټولو مهم ته يې په جنېن کښې د روح له پوکل کېدو نه مخکې او وروسته دوران ته اشاره کولې شوو. هغه جنېن چې روح
پکې پوکل شوے وي په دا ډول دے چې د مور په رحم کښې حرکت وکړي چې په عامه توګه دا چاره له څلورو مياشتو وروسته وي. د هغه جنېن په اړه چې روح پکې پوکل شوے وي په جنېن باندې د انسان عنوان صدق کوي او وژل يې د يو انسان د قتل حکم لري.

البته د ځينو اسلامي فقيهانو د نظر له مخې په اسلام کښې د حمل د غورزولو د حکم ممنوعيت د خاصو حالاتو په شتون سره د تعديل وړ دے . په داسې وخت کښې چې د يقين حاصل شي چې د بچي ژوند د مور ژوند له خطر سره مخامخوي نو د يو د لړ شرائطو مطابق د حمل غورزول  جائزيږي. همدا رنګ په داسې صورت  کښې چې د حاملګۍ دوام د مور لپاره د علم او سائېس له مخې د سر  او ژوند خطر ولري نو په  دا ډول  چې يا بايد مور چې يو محترم نفس دے ضائع شي او يا د مور د ژغورنې لپاره بچے وغورزولے شي. ځکه چې د شرعې له لحاظه د مور د ژوند ساتنه زياته مهمه ده.

همدارنګ په داسې صورت کښې چې يقين  حاصل شي چې د مور په رحم کښې بچے د اندام نيمګړتيا لري نو ځينې فقيهان عقيده لري چې که د حمل د غړيو په نيمګړتيا باندې يقين حاصل شي چې د مور پلار لپاره د مصيبت او د ډېرو خرچونو او تکليفونو سبب کيږي نو غورزول يې جائز دي.

ګرانو او قدرمنو دوستانو په دې برخه او تېرو برخو کښې مو د ژوند حفاظت او د خپل ځان يا نورو د ژوند  سلبولو ته د اسلام د خاصې او ژورې پاملرنې په اړه يو لړ مطالب بيان کړل. اوس کېدې شي دا پوښتنه رامنځته شي چې د ژوند او حيات د سلبولو په اړه په اسلام کښې سختو قوانينو او تاکيداتو ته په پام سره ولې د اسلام مبين دين د ځينو جرائمو د ترسره کولو په اړه د ژوند د سلبولو يا اعدامولو سزاګانې مقرر کړي دي؟ په راتلونکې برخه کښې به دې پوښتنې ځواب ووايوو.

--------------------------------------------------

ټیګونه