Jun 07, 2016 16:44 Asia/Kabul
  • اسلامي بشري حقوق (17)

ګرانو او قدرمنو دوستانو سلامونه مو قبول کړئ. په تېر مطلب کښې مو وويل چې د ژوند حق د انسان يو ترټولو بنيادي او ترټولو حتمی حق دے او د اسلام له نظره په دوه ډوله يعنې مادي ژوند او معنوي ژوند وېشل کيږي.

په مادي ژوند کښې همدغه په دنيا کښې جسم او بدن شامليږي. خو معنوي ژوند له انساني روح سره ډېر نزدې تعلق لري او دغه روح له الهي فطرته برخور دے. انسان يو همېشنے او تل پاتے مخلوق دے او روحاني ژوند له مرګه وروسته هم دوام لري.

د قران شريف له نظره دغه مشترک اصل يعنې فطرت درې خصوصيتونه لري. وړومبے دا چې فقط د خداے پاک غوښتونکے دے، دويم دا چې په ټولو انسانانو کښې امانت اېښودل شوے دے او دريم دا چې له هر ډول تغيير او بدلونه په آمان کښې دے. په همدې دليل خداے پاک د سورۀ روم په دېرشم مبارک آيت کښې فرمائي:"فِطْرَتَ اللَّـهِ الَّتِی فَطَرَ النَّاسَ عَلَيهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّـهِ" يعنی «دا فطرت دے چې خداے ورباندې انسانان پېدا کړي دي، د خداے په خلقت کښې څه بدلون نشته.»

نو په دې بنياد انسان يو طبيعت لري چې له خټې سره وابسته دے او هم يو فطرت لري چې اډاڼه يې الهي روح دے. د انسان ټول فضيلتونه د هغۀ  ((فطرت)) ته او ټول کږلېچونه يې ((طبيعت)) ته ګرځي. د دغو دواړو ترمېنځ يوه همېشنۍ مقابله روانه ده چې ورته جهاد اکبر ويل کيږي. کله چې په دغه جنګ کښې  فطرت کامياب شي نو ټولې فرښتې انسان ته سجده کوي او کله چې طبيعت تسلط پېدا کړي نو داسې مخلوق ترې جوړ شي چې له حېواناتو هم زيات ذليل او پست شي.

قران شريف هم مادي او معنوي دوه ډوله ژوند ته اشاره کړې ده. د قران له نظره ، که انسان مجبور شي چې له دغو دوو قسمونو څخه يو قسم غوره کړي نو پکار دي مادي ژوند قربان کړي او معنوي ژوند غوره کړي. خداے پاک د سورۀ نساء په څلور اويايم مبارک آيت کښې فرمائي: ((فَلْيُقَاتِلْ فِی سَبِيلِ اللَّـهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ» يعنی "هغه کسان چې د دنيا ژوند يې په آخرت خرڅ کړے دے پکار دي د خداے پاک په لاره کښې جنګ وکړي.))

 نو هغه کسان چې مادي ژوند يې په معنوي ژوند قربان کړے دے پکار دي د خداے په لار کښې وجنګيږي او هغه کسان چې دغه انتخاب ترسره نه کړي نو د قيامت په ورځ به پښېمانه وي چې د سورۀ فجر څلوريشتم مبارک آيت وائي: ((اے کاش د دې ژوند (يعنې معنوي ژوند) لپاره مې څه مخکې لېږلې وې.))

يو بل ټکے چې قران راته راښئ دا دے چې معنوي ژوند اکثر له مادي ژونده زيات ثمر لرونکے وي. په همدې دليل د هغوکسانو خطرات چې معنوي ژوند ګواښي د مادي ژوندد ګوښونکو له خطره ډېر زيات دے. په تېر پروګرام کښې مو وويل چې مادي ژوند په قتل سره او او معنوي ژوند د ګمراه کولو په ذريعې سره سلب کيږي. هغه څوک چې نور خلق ګمراه کوي د هغوي معنوي ژوند له منځه وړي. نو ځکه قران شريف  د سورۀ بقرې په يو سل يو نوي يم او دوه سوه اولسم مبارکو آيتونو کښې تاکيد کوي چې فتنه له قتله بده (يا لويه چاره) ده))

له فتنې نه مراد د خلقو د معنوي ژوند او ديني اعتقاداتو سلبول دي. د فتنې يوه تر ټولو مهمه نمونه د انحرافي افکارو رواجول او د اخلاقي او اجتماعي مفاسدو او بديو تبليغ کول دي. له دې امله له فتنې سره مقابله اکثر له جرائمو سره چې په سر کښې يې قتل دے مقابله زياته سخته،زياته ټينګه او زياته ګټوره ګڼلې کيږي.

اوس کېدې شي دا پوښتنه راپېدا شي چې د بشري حقوقو په ډګر کښې ژوند په دوو برخو يعنې مادي او معنوي برخو باندې د وېشلو څه فائده ده؟

په ځواب کښې پکار دي ووايو چې د انسان تر ټولو څرګند خصوصيت د هغۀ بدن او جسم دے چې په بيله بيلو وضعيتونو کښې مختلف حالات لري. مثلاً د مختلفو سيمو د آوبو او هوا فرقونه، د نژادونو او نسلونو فرقونه او د جغرافيائي حالاتو فرقونه د دې سبب کيږي چې مختلف ولسونه او قومونه خپل خپل خاص بدني حالتونه لري. تردې چې په يوې سيمې کښې د ونو بوټو اثرات هم د جغرافيائي حالت مطابق فرق لري. کله ليدل کيږي چې په ګرمه سيمه کښې راټوکېدلے بوټے چې په هغه سيمه کښې يو خاص درملي خاصيت لري په يوه سړه سيمه کښې هغسې خاصيت نه لري. حتی يو پوه او زړۀ سواندے درمل جوړوونکے په ټينګتيا او يقين سره حکم نه شي کولې چې يو ډول ټاکل شوي داروو د ټولو سيمو د خلقو لپاره يو شان فائده او ګټه لري. مهم ټکے دا دے چې انسان يوازې په جسم او بدن کښې نه خلاصه کيږي. ځکه چې له مادي بدن نه علاوه روح هم لري. د بشريت د ټولو وګړو ترمېنځ يو مشترک او پائېداراړخ موجود دے. همدغه اړخ دے چې د انسان د خوشبختۍ ضمانت ورکولې او د هغۀ لپاره ريښتينې سوکالي رامنځته کولې شي. قران دغه ګډ اړخ ته ((روح)) وائي او دا خبره بيانوي چې دغه روح الهي فطرت لري.

د انسان مجرد روح هيڅکله د وطنونو او سيمو د بدلونونو په قېد کښې نه راځي. دغه روح په هم هغه حال کښې چې په شرق کښې موجود دے بې له څه فرقه په غرب کښې هم شتون لري. روح په "استوا" کښې هم هغه خصوصيتونه لري چې کوم په "قطب" کښې لري. مجرد روح نه د زمکې تر پابندۍ لاندې دے او نه د اسمان په قېد کښې دے او په عېن حال کښې هم په زمکه کښې دے او هم په اسمان کښې دے. په نورو الفاظو سره  روح د بدن په اپوټه واحد دے، نۀ کثير او ثابت دے، نۀ متغير.

انساني روح خداے پاک په سمندر،اوچه، اسمانونو، زمکه او په ټولو ځايونو کښې لټولې او موندلې شي. د انسانانو د روح د همدغه بې پوله توب په وجه دي چې خداے پاک د سورۀ بقرې په يو سل پنځوسم مبارک آيت کښې هغوي ته فرمائي: "فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّـهِ" يعنی" او هرې خوا ته چې مخ کړئ خداے هم هلته دے.))

له دې مخکې مو دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې هغه مشترکه سرچينه چې د ټولو انسانانو د يو ګډ ټکي په توګه ګڼل کېدې شي الهي فطرت دے.

ښه به دا وي چې يو ځل بيا په دې ټکي باندې تاکيد وکړوو چې که الهي فطرت ته د حقوقو د سرچينې په توګه پاملرنه ونۀ کړوو نو نه د بشري حقوق برابرونه څه ځاے ته رسيږي او نۀ يې تفسير او عملي کېدنه.

د دې حقيقت راز دا دے چې له الهي فطرت نه بغېر هيڅ يو څيز د ذاتي ګټو لټونو او منفعت پرستيو مخه نيوونکے نۀ دے. په رښتيا سره کوم عامل کولې شي، انسان دې ته مجبور کړي چې د ذاتي ګټې حاصلولو په ځاے د ټولو انسانانو مشترکه ګټه په نظر کښې ولري.؟

نو په دې وجه دا خبره جوته ده چې د انساني حقوقو د سرچينو په پېژندلو او ټاکلو کښې له دې مشترک اصل نه بغېر په بل څه اعتماد نه شي کېدې او پکار نه دي د انسان د وجود په  هغو سرچينو چې د هغۀ طبيعت ته ګرځي ملا وتړوو.

اوس د دې بحث نتيجه د حقوقوپه ملاحظاتو کښې موندې شوو. د بدن په محدوده کښې د بشري حقوقو مقررات او د هغو کسانو لخوا چې خپله د بدن په زندان کښې اسيران دي ټاکل شوي دي. نو ځکه دغه مقررات او اصول د بدنونو او سيمو د اختلافاتو تابع دي او د ټولې دنيا لپاره نه شي کېدې. خو دين چې د روح په محدوده او د هغه چا لخوا دے چې د بدن او جسم  په هيڅ ډول قېدونو  کښې پابند نه دے، د قائدې په توګه ټوله نړۍ پکې شامليږي او  د زمان او مکان په محدوده کښې قېد نه دے، او جوته ده چې د دين ټولې څانګې منجمله حقوقي او ديني مقررات همدغه خصوصيتونه لري. نو په همدې دليل پېغمرانو عليهم السلام په پرېکنده توګه او په نه بدلېدونکې عقيدې سره يې د مبين دين د وحدت پېغام راوړے دے او په همدې وجه دي چې په غېر الهی معرفتونو يا تجربي او مادي علومو کښې هيڅکله يو يقيني او پرېکنده حکم نه شوو تر لاسه کولې او هره ورځ  نړۍ د يوې داسې نوې فرضيې کتونکې ده چې د بلې فرضيې په کنډوالو باندې يې بنياد اېښودل کېږي او خپله هغه فرضيه هم يوه ورځ له زوال او نابودۍ سره مخامخيږي. خو د هغې په مقابل کښې د دين بنيادي مفاهيم هيڅکله نه زړيږي او د زمان او مکان له ټولو بدلونونو سره سمون خوري، په داسې حال کښې چې خپله پکې هيڅ بدلون او تغيير نه راځي.

د بشري حقوقو د نړيولې اعلانيې په دريمه ماده کښې راغلي دي: ((هر کس د خپل ذاتي ژوند، ازادۍ او امنيت حق لري.)) په همدې لړ کښې په اسلامي تعليماتو کښې  هم د ژوند حق، د ازادۍ حق او د امنيت حق په رسميت پېژندل شوے دے، خو هغه څه چې مهم ښکاري دا دي چې د ژوند له حق نه مراد کوم ژوند دے؟ مادي ژوند دے يا معنوي؟

په دغه ماده کښې له ژوند نه مراد هم هغه مادي ژوند او د ا نسان د سرحفاظت دے چې د مادي او غربي تفکر د شتون په دليل يې په دغه اعلانيه کښې خيال ساتل شوے دے او د انسانانو روحاني اړخ او مشترکه فطرت ته پکې پاملرنه نه ده شوې.

او که د لويديځ تفکر مطابق د انسان د ژوند ښکارنده يوه خالصه طبيعي ښکارنده فرض کړو نو د دغه حقيقت اهميت او ارزښت هيڅکله له خپلې طبيعي او مادي سطحې نه اوچت نه ځي. نو ځکه هغه حقوق او قوانين چې په دې لړ کښې برابريږي له هغه انسان سره تعلق لري چې د مادې او طبيعت تر جغ لاندې دے او په دې مادي دنيا کښې د هغۀ د ژوند له دوران سره تړاو لري. نو د دغې محدودې په بنياد چې کوم حقوق برابريږي د انسان په مادي ژوند پورې محدود دي او د انسان له مرګ سره ختميږي.

هر کله چې داسې يوه نظريه واکمنه وي او د انسان ژوند په دنيا کښې د هغۀ همدغه جسماني ژوند وي او د انسان لوړ روح او د هغۀ وجدان په نظر کښې ونه لرو نو بيا په کومو دلائلو سره د انسان لپاره لوړ  انساني ارزښت ثابتولې شوو؟

دلته د مادي او الهي تفکر فرق په ښه توګه څرګنديږي. د الهي تفکر مطابق خداے پاک د انسان په دننه کښې روح وپوکۀ  او انسان د روح په وجه تل پاتے او جاوېدان شو او لوړ  انساني ارزښت يې ولرۀ. نو ځکه د انسانانو حقوق هم د دغه ذاتي ارزښت په وجه دي. په دې صورت کښې دي چې انسان د دغو حقوقو د ادا کولو لپاره ژمن کړوو او د اجراء عامل يې د انسانانو الهي فطرت او وجدن وګڼو او د انسانانو لپاره دا خبره ثابته کړوو چې پکار دي د انسانانو د ژوند، کرامت او ازادۍ د حقوقو خيال وساتي. که څه هم د جغرافيائي او اجتماعي چاپېريال عوامل او  ستاسو د ذاتي ګټې عامل د هغو حقوقو مخالف وي.

--------------------------------------------------------

ټیګونه