Jun 07, 2016 16:55 Asia/Kabul
  • اسلامی بشری حقوق (16)

ګلونو ملګرو سلامونه مو ومنئ د اسلامی بشري حقوقو د پروګرام له شپاړسمې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو

په تیر مطلب کې مو  د انسان لومړي حق یعنې د ژوند حق ته اشاره وکړه  په دې پروګرام کې غواړو هماغه بحث ته دوام ورکړو.

 په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کیدو فرصت ولرئ.

د ژوند حق د انسان یو اساسي بلکې تر ټولو بنیادي حق دی  چې د هغه اصلي پانګه او د خدای لوی نعمت ګڼل کیږي.  د ژوند حق د یوې چینې په شان دی چې  ډیر حقوق له هغه راوتلې دي  کله چې ماشوم له موره پیدا کیږي  او خپل ژوند پیلوي  دهغه لومړی حق ژوندی والی او  ژوند کول دي . دا هماغه  حق دی چې  ورته د ژوند حق ویل کیږي.  بې له شکه اسلام هم دغه حق د یو اساسي حق په توګه پيژندلی دی  خو هغه څه چې اسلام له نورو نظریو جدا کوي د ژوند معنوي اړخ ته اشاره ده  په حقیقت کې کریم مجید د انسان لپاره دوه ډوله ژوند  په ګوته کوي  مادي ژوند او معنوي ژوند.

د مادي ژوند حق یوازې په انسان پورې محدود نه دی بلکې د نړۍ ټول مخلوقات لکه حیوانات او بوټی هم له دغه حقه برخمن دي  لکه کله چې یوه دانه په خاوره کې واچول شي  او په ډیرو عواملو لکه خاوره لمر او اوبو سره  وده کوي  او میوه ورکوي دې ته  د بوټو ژوند وایي.  له دې مرحلې ورپورته بیا  حیواني ژوند دي  په دغه مرحله کې احساس او جذبات یا مینه او دشمني  مطرح کیږي  حیوانات هم  له دغه ژونده برخمن دي   او هغوی هم احساس او عاطفه لري.  خو کله چې قران د انساني ژوند خبره کوي د انسان د نوم ذکر د  پرښتو په څنګ کې کیږي.  قران مجید د آل عمران سورې په  اتلسم ایت کې د صالحو پوهانو په هکله فرمایی: «خدای د  نړیوال عدل او انصاف د  ټینګولو په حال کې ګواهي ورکړې چې  بې له هغه  بل معبود نیشته  او همداراز  پرښتې او پوهان هم په دغه خبره ګواهي ورکوي»

انسان چې له انساني ژونده برخمن شي د پرښتو په لیکه کې راځي.  معنوي ژوند  د انسان له روح سره نزدې اړیکې لري  د قران د تعلیماتو له نظره  معنوي ژوند  له ایمان او صالح عمل سره تړلی دی .  پر  دې اساس  معنوي ژوند یوازې مومنان درک کوي چې یو حقیقي ژوند دی.

قران مجید  د شهیدانو د معنوي ژوند په هکله د  ال عمران سورې په  ۱۶۹ ایت کې فرمایی:  او ( ای پیغمبره) ګمان مه کوه چې هغه کسان چې د خدای په لاره کې وژل شوې دي  مړه دي! بلکې هغوي ژوندي  دي او د خپل پالونکي په نزد ورته روزي ورکول کیږي.

په دې او داسې نورو ایتونو کې  د شهیدانو  د مقام او د خدای په نزد هغوی ته د روزۍ له ورکول کیدو په خبریدو سره پوهیږو چې  هغوی انساني او معنوي ژوند لري  که نه وي یوازې د ژوند لرل څه امیتاز نه دی  ځکه لکه څنګه چې مخکې اشاره وشوه  اصولا انسان هیڅکله نه مړ کیږي  ځکه چې یو تل پاتی موجود دی او کله چې په دې دنیا کې د هغه جسماني ژوند ختم شي دهغه روحاني ژوند هماغه راز روان وي.

معنوي ژ،ند چې قران ورته اشاره بلکې پرې صراحت کړی دی  د طبیعي ژوند او طبیعي دنیا  د غوښتنو په اساس  له ژوند کولو سره فرق لري. دا معنوي ژوند  د ژوند په ډګر کې  له یوې اغیز اچوونکې پوهې اخستل شوی دی.  اول دا چې انسان پوه شي چې خدای  مطلقا قادر دی . او ټوله هستي د هغه  په قدرت او ولکه کې ده .  او دوهم دا چې انسان  یو پاتیدونکی مخلوق دی  او د هغه ژوند یوازې  په طبیعي او دنیاوي ژوند کې ڼه دی محدود.

 په دغه دوو خبرو په ژورې عقیدې سره  د هستۍ له نظامه د انسان تفسیر او  په دې نړۍ کې دهه سلوک به   له یو طبیعي او دنیاوي ژوند سره کاملامختلف وي.  او کیدی شي ډيرې چارې چې تر اوسه یې ګټه ګڼله  اوس ګټه ونه ګڼي  او ډيرې چارې چې تاوان یې ګاڼه اوس ورته تاوان ونه ښکاري. ... او له اخلاقي رذایلو یو پاک ورځنی ژوند به ولري. لکه څنګه چې امام علي علیه السلام فرمایی: توحید د نفس ژوند دی  ( غررالحکم ۱۳۴۵) او لکه څنګه چې د انفال سورې په څلورویشتم ایت کې فرمایي: ( ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی  دخدای او پیغمبر بلنه ومنئ  کله چې تاسو هغه شي ته بلي چې  تاسو ته ژوند درکوي! او پوه شئ چې خدای د انسان او دهغه د زړه تر مینځ حایل کیږي  او تاسو ټول  به ( په قیامت کې) دهغه په نزد راغونډیږئ!)

خدای تعالی د انعام سورې په شپږ دیرشم اور ۱۲۲ ایت کې  د ایمان او کفر ترمینځ د تقابل په پیدا کولو سره    معنوي مرګ او ژوند بیانوي  په دغو ایتونو کې راغلې دي  چې کافران که څه هم طبعي ژوند لري خو له  معنوي ژوند نه لري   په داسې حال کې چې  د ایمان خاوندان هم له طبیعي ژونده برخمن دي  او هم له معنوي ژونده .  له دې امله په دغو ایتونو او نورو ایتونو کې  منجمله د نمل سورې په  ۸۰ او ۸۱ ایت کې  کافران مړه بلي  او واقعي ژوند یوازې د مومنانو  لپاره ثابتوي.

له هغو مهمو عواملو او علتونو  چې قران د معنوي ژوند لپاره بیان کړې  ایمان او نیک عمل دی قران  په ډیرو ایتونو کې  د انسان د معنوي ژوند  تر ټولو مهم عامل  واقعي ایمان او اسلام بللی دی ( انعام ۱۲۲ / نحل ۹۷/نمل ۸۰. ۸۱/ روم ۵۲.۵۳/ فاطر ۲۲ )

 خدای تعالی د فاطر سورې په  دوو ویشتم ایت کې فرمایي: «  او هیڅکله مړه او ژوندي یو شان نه دي !خدای خپل پیغام هر غوږ ته وغواړي رسوي  او ته خپله خبره دهغو کسانو غوږونو ته چې په  قبرونو کې اوده دي نه شي رسولی»

دوهم لامل چې  قران بیان کړی صالح عمل دی  چې ډیر مصادیق لري  دنحل سورې په  اوه نویم ایت کې  د معنوي ژوند د لامل په توګه  په صالح عمل ټینګار کوي.  د نحل سورې په اوه نویم ایت کې راغلې دي «  هر مومن سړی او ښځه چې  صالح عمل وکړي هغه ته پاک ژوند ورکوو»

 د ژوند لپاره د پاک صفت بیانول د دې ښودنه کوي چې  دغه  ژوند یو انساني ډول او لوړ ژوند دی.  دا پاک ژوند په حیواناتو یا بوټو کې هیڅکله نه شو لټولی.

یو بل لامل چې خدای بیان کړی دی  وحی ده، په دې کې شک نیشته چې  وحي د هغې د خاوندانو لپاره  معنوي ژوند راوړي  او کوم کسان چې ورځنې برخمن کیږي  که څه هم په واسطې سره ولې نه وي  هغوی به هم په دې دنیا کې له معنوي ژونده برخمن وي  نو د پیغمبرانو لپاره وحي  د معنوي ژوند  د نیغ په نیغه عامل په توګه  او د پیروانو لپاره یې د ایمان په وجه په واسطې سره  د معنوي ژوند سبب ده . ( نحل ۲ ایت ؛ غافر ۱۵ ایت)

همداراز د انفال سورې په  څلوریشتم ایت کې  د انسان لپاره دغه معنوي ژوند ته دخدای بلنه  او ځواب  معرفي شوی دی  البته دا هم  په یوه معنا هماغه  ایمان ته ورګرځي. ځکه چې خدای انسان ایمان ته بلي  او څوک چې ورته مثبت ځواب ورکړي  له معنوي ژونده برخمنیږي. دا بلنه د پیغمبرانو او وحي له لارې کیږي  او زمونږ په زمانه کې قرآن د دغه الهی بلنې بیلګه ده . لکه چې پیغمبر اکرم (ص) هم  د دغه الهی بلنې واسطه ده . لکه څنګه چې وویل شول  د پیغمبر د بلنې او لارښوونو منل چې د الهی بلنې بیانوونکې دي   معنوي ژوند ته د کس او ټولنې د رسیدلو سبب کیږي.

خدای تعالی قران هم د معنوي ژوند سبب ګڼي.  د شوری سورې په دوه پنځوسم ایت کې راغلې دي: « هماغه شان چې ( په تیرو پیغمبرانو مو وحدی ولیږله)   پر تامو هم روح په خپل فرمان سره وحي کړ» په دې ایت کې  په خپل فرمان سره د روح مطلب  هماغه قران دی  چې د معنوي او حقیقي ژوند سبب دی .په دې کې شک نیشته چې  که عقل او بشري فطرت هم  ایمان او د هغې نورانیت ته بلنه ورکوي  چې دا بیا  د الهی بلنې او په حق او خدای دایمان او داسې نورو څیزونو په چوکاټ کې راځي.

د قران له نظره  معنوي ژوند چې  په ایمان سره راځي ډیر برکات او اثار لري  څوک چې  له معنوي ژونده برخمن شي داسې نورانیت به ولري چې په نور چا کې نه وي  ځکه چې د قران له نظره  ایمان یو داسې نور دی چې  خدای یې دمومنانو په زړه کې ږدي  نو په مومنانو کې داسې نور دی چې په بل ځای کې نه پیدا کیږي. ( انعام ۱۲۲ ایت ) دا نورانیت همیشه له مومنانو سره دی  د قیامت په ورځ هر انسان باید  له ځان سره نور ولري  ځکه چې هلته به لمر نه وي چې رڼا خپره کړي  څوک چې ایماني رڼا ولري  په قیامت کې به له خپلې رڼا استفاده کوي  او نور  چې دغه رڼا به نه لري دهغې غوښتونکي به وي.

د طیبه ژوند له نورو اثارو باطني ارامښت  او خوښي ده چې قران  د خدای د ولیانو او د طیبه ژوند  د لرونکو  په ستاینه کې  فرمایی: « خبر اوسئ چې  د خدای دوستان له هر ډول  ویرې او خپګانه  په سلامت کې دي  هغه کسان چې  ایمان یې راوړې دی  او پرهیزګاران وو. (یونس ۶۲-۶۳)

د طیبه او پاک ژوند له نورو اثارو  لوړ شعور او بصیرت دی چې  د  نړۍ باطن او د ځمکې او اسمانونوملکوت یې  د لوړ رتبه مومنانو لپاره ښکاره کړی دی. دغه توان او شهودي بصیرت  د خدای له نوره دی  چې د هغوی په زړونو ځلیدلی  او هغه یې لا ژور  او پراخ کړی دی  په نتیجه کې  د ظاهر له تیارې د باطن رڼا ته رسیدلې  او یو بل ژوند یې موندلی دی ، د معنوي ژوند لرونکي  په ډيرو  څیزونو کې پر نورو انسانانو لوړاوی لري  چې  دهغې په پریمانه اثارو خبرې کول ډیر وخت ته اړتیا لري او که خدای کول په یو بل وخت کې به پرې وغږیږو  نو تر بل پروګرامه مو په لوی خدای سپارو.

ټیګونه