Aug 21, 2023 18:45 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۳۰م) د مهدویت دروغجن ادعا کوونکي

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کي د هیلې رڼا نومي لړۍ له ننني (۳۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د ډېرو آيتونو او احاديثو له مخې، حضرت مهدي (عج) د پېغمبراکرم (ص) ځای ناستی او يو سپېڅلى شخصيت دى، چې د خداى له لوري د يوه سپېڅلي او پاک هدف د پوره کولو لپاره ټاکل شوى دى، هغه دا چې د نړۍ خلک له ظلم او ستم څخه وژغوري. دغه ډول بې ساري عظمت او د ژوندانه هدف، د تاریخ په اوږدو کې دوکه باز او ځان غوښتونکي خلک دې ته هڅولي، چې ځانونه امام زمان وبولي. په ټولیز ډول، هر هغه سپېڅلې ښکارنده چې د خلکو له خوا یې مینه او درناوی کېږي، د فرصت غوښتونکو او ګټه اخیستونکو لخوا ترې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده. د تاریخ په اوږدو کې ځینو ظالمو او مستکبرانو لکه د مصر پاچا فرعون، په خلکو باندې د خپلې ظالمانه واکمنۍ د بنسټونو د ټینګولو لپاره، ځان خدای یا د هغه ځای ناستی بللی دی.

ځینو بیا د دې الهي او سپېڅلي مقام څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره، د مقام او دولت د ترلاسه کولو لپاره د پیغمبرۍ ادعا هم کړې ده. د دې ډول چلونو لړۍ، د خلکو د غافلولو لپاره د دوی لوړو فکرونو ته رسېدلې ده. د بېلګې په توګه، تل د سیاسي، ټولنیزو او کلتوري موخو د ترلاسه کولو لپاره، د انسان له آزادۍ څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې ده. نن ورځ بېلابېل دولتونه او ډلې د دې لوړ انساني آرمان د پوره کولو په پلمه، خپلې ناروا او ناوړه موخې پرمخ وړي. په دې لړ کې د اسلام په ټول تاریخ کې، ځان غوښتونکو خلکو ځانونه د مهدي په نامه یاد کړي، ترڅو د دې سپېڅلې او پاکې څېرې له ولسي مقام څخه چې مظلوم کسان د هغه د ظهور په تمه دي، د خپلو ناوړه موخو رسېدو لپاره ترې ناوړه ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده چې د مهدویت دعوه کوونکو د اسلام د ظهور له لومړیو لسیزو راهیسې خپلې بې اساسه ادعاوې کولې او له دې څخه څرګندېږي چې له هغه وخت راهیسې د امام زمان(عج) ظهور ته د خلکو خاصه پاملرنه وه. په دې اساس، کولای شو هغوی د حضرت مهدي (ع) له امامت څخه مخکې وخت او د هغه د امامت په دور کې د مهدويت پر دروغجنو دعوه کوونکو باندې ووېشو. دا هم باید په پام کې ونیول شي چې د تاریخ په اوږدو کې ځینې هغه کسان چې د آخرالزمان ژغورونکي بلل شوي دي، پخپله داسې ادعا نه ده کړې، بلکې د جاهلانو او مریدانو او فرصت طلبو چلبازانو له خوا مهدي بلل شوي دي.

د دې حقیقت لپاره تر ټولو ښه دلیل، د مهدویت لومړنی ادعا ده، چې د حضرت علي (ع) له مړینې وروسته، د "محمد بن حنفیه" د پلویانو او خپلوانو د یوې ډلې له خوا راپورته شوه. په داسې حال کې چې محمد بن حنفیه داسې ادعا نه ده کړې. له دې سره، د ژغورونکي ادعا معمولا پخپله د ادعا کوونکي لخوا شوې ده. په تېرو څو پیړیو کې، غربي ښکېلاکګرو د خپل اشغال لاندې سیمو کې د خپلو ناروا موخو د ترلاسه کولو لپاره، خلک د مهدویت دعوې ته هڅولي او یا یې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې د رامنځته کولو لپاره، د هغوی د دروغجنو ادعاوو ملاتړ کړی دی.

د امام زمانتوب ادعا کول د هر چا له خوا چې وي، د اسلام مبارک دین یو له مهمو اصولو له پامه غورځول دي، چې د خلکو په برخلیک پورې اړه لري. د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د امام زمان(عج) د سترو دیني مفکرینو او پوهانو او عامو استازو یو زیات شمیر شتون درلود، چې لوړ علمي او معنوي مقام او د خلکو او د خپلو پیروانو په منځ کې یې ډېر نفوذ درلود. حتی دوی ته د مهديت د دعوې د منلو لپاره زمینه برابره شوې وه. خو د دغو دیني مشرانو حکمت او تقوا دوی ته اجازه نه ورکوله، چې دا ډول دروغجنه ادعا وکړي. هغه کسانو چې ځانونه مهدي ګڼلو، اکثره بې سواده خلک وو، چې د جاهلانو یوې ډلې ته یې دوکه ورکړې او داسې بې ځایه دعوې یې کړې ده.

د هغوی انګیزې مختلفې وې، ځینو یې د مختلفو انګیزو له مخې ځانونه د موعود مهدي په نامه یاد کړي. ويلای شو چې د مهدويت د دعوه کوونکو تر ټولو مهمه انګيزه، د ټولنې په سياسي او ټولنيزو چارو کې د واک او کنټرول غوښتنه ده. امام زمان (عج) په ټوله نړۍ کې د یوه صالح  او عادل حکومت د جوړولو لپاره؛ راڅرګندېږي، له همدې امله د هغه امام دروغجن ادعا کوونکي هم د داسې حکومت په لټه کې دي، که څه هم په لږه کچه. د ټولنیز مقام ترلاسه کول هم د مهدویت د دعوه کونکو له انګیزو څخه دی. حضرت مهدي (عج) د مسلمانانو په منځ کې د لوړ مقام خاوند دی او هر هغه څوک چې خلکو ته دوکه ورکړي او ځان د موعود مهدي په توګه معرفي کړي، په ټولنه کې به لوړ او معنوي مقام ولري. دا لوړ مقام، فرصت طلبان هڅوي چې د مهدویت دروغه ادعا وکړي.

کله چې خلک یو څوک د امام مهدي په توګه مني، نو طبیعي ده چې د هغه د دروغو وعدو د پوره کولو لپاره د خپلو شتمنیو له ورکولو څخه هم ډډه نه کوي. دا مسله د دې سبب شوې چې د مهدویت د دعوې کوونکو يوه ډله د خپلو پيروانو د مال او مادي امکاناتو د ترلاسه کولو په خاطر، دغه ستر دروغ ووايي. ځينو خلکو د ځينو عبادتونو او زحمتونو له امله، د خلکو په منځ کې يو لوى معنوي مقام موندلى دى او دا ګمان لري چې هغوى مهدي موعود دي. د خلکو چاپلوسۍ او ستاینې هم د دې بدمرغۍ په شدت کې رول لوبولی دی. البته دغو دروغجنو او مکارو مهدويانو معمولاً کوم د پام وړ ټولنيز او سياسي تحريک جوړ کړی نه دی، ځکه چې اکثره يې ضعيفه اراده او ناپوهه وو.

د مهدویت د ځينو دعوه کوونکو له انګیزو څخه يو هم د ظالم واکمن او حکومت پر وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو پارول او هڅول دي. د دغو مدعیانو کار په سختو سیاسي او اقتصادي وختونو کې چې ظلم، استبداد، فقر او فساد خلک ستړي کړي، زیات پرمختګ او جذابیت لري. د داسې خلکو لپاره سیاسي او پوځي مبارزه اصل دی او مهدویت یوازې د دوی د اهدافو په خدمت کې وي. که څه هم له ظلم او تبعيض سره مبارزه د ستاينې وړ ده، خو د حضرت صاحب الزمان (عج) له نوم څخه ناسمه او ناوړه استفاده، د خلکو فريب او غولول ګڼل کېږي او د داسې پاڅون پر مشر باور نه کېږي. په ځانګړې توګه چې د مهدویت د دعوې کوونکي په ناکامۍ سره، د موعود ژغورونکي د ظهور په اړه د خلکو باور زیان ویني.

امام زمان (عج) به له خپل ظهور وروسته، ظالمانو او هغو کسانو ته سزا ورکوي، چې خلک  یې ګمراه کول. په هغه دعا کې چې له امام رضا(ع) څخه نقل شوې ده، په دې هکله داسې لولو:

« ... وَ دَمِّرْ مَنْ غَشَّهُ، وَاقْتُلْ بِهِ جَبابِرَةَ الْکُفْرِ وَ عُمُدَهُ وَ دَعآئِمَهُ، وَاقْصِمْ بِهِ رُؤُوسَ الضَّلالَةِ، وَ شارِعَةَ الْبِدَعِ، وَ مُمیتَةَ السُّنَّةِ، وَ مُقَوِّیَةَ الْباطِلِ، وَ ذَلِّلْ بِهِ الْجَبّارینَ، وَأَبِرْ بِهِ الْکافِرینَ، وَجَمیعَ الْمُلْحِدینَ فى مَشارِقِ الاَْرْضِ وَ مَغارِبِها، وَ بَرِّها وَ بَحْرِها، وَ سَهْلِها وَجَبَلِها، حَتّى لا تَدَعَ مِنْهُمْ دَیّاراً، وَ لا تُبْقى لَهُمْ آثاراً، ... 

او(خدایه) هغه څوک چې له (حضرت مهدي عج) سره خیانت کوي، هلاک کړه او د هغه په لاس سره ځان غوښتونکي  او ملاتړ یې او د کفر ستنې له منځه یوسه، او د ګمراهانو او د ګمراهانو مشران او رهبران او د سنتو له منځه وړونکي او بدعت کوونکي هلاک کړه. د هغه (مهدي) په وسيله د باطل پیاوړي کوونکي له منځه یوسه، او د هغه په لاس مغروره کسان خوار کړه، د هغه (مهدي) په لاس ټول کفارو او ټول بې دینان په ختیځ او لوېدیځ او ځمکو او   سیندونو کې او په لوړو او ژورو کې هلاک کړې، تر هغه چې د دوی کومه نښه هم پرځای پرې نه ږدې .

ژباړه: زماني

 

ټیګونه