Sep 03, 2023 12:47 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ بدلونونه

د دغه خبر له اعلانیدا یوازې څو ساعته وروسته د لیبیا خلکو د مظاهرو په ترسره کولو سره له کوهن سره د نجلا المنقوش کتنه وغندله .

 

له خپل اسراییلي همڅنګ سره د کتنې په خاطر د لیبیا د خارجه وزیرې  له څنګته کیدا د فلسطیني ډلو هرکلی

په سوریه کی له عربو قباییلو سره د امریکا د ملاتړ وړ ملیشاو نښته

او د حزب ا... او اسراییلو ترمینځ د میانځګړیتوب لپاره نیواکی ټاټوبی او لبنان  ته د امریکایی چارواکو سفر د د تیرې اونۍ د مهمو خبرونو خلاصه وه .

د لیبیا د خارجه وزیر څنګته کیدا د حماس له هرکلی سره مخامخ شوه . د صیهونیسټ رژیم خارجه وزیر الی کوهن د تیر اتبار په ورځ د لیبیا له خارجه وزیرې نجلا المنقوش سره د خپلې کتنې خبر ورکړ او ویې ویل دغه کتنه د ایټالیا په پلازمینې روم کې ترسره شوه . هغه دغه کتنه تاریخي وبلله .

د دغه خبر له اعلانیدا یوازې څو ساعته وروسته د لیبیا خلکو د مظاهرو په ترسره کولو سره له کوهن سره د نجلا المنقوش کتنه وغندله . مظاهرچیانو په الزاویه او تاجورا ښار کې د صیهونیسټ رژیم بیرغ وسوزوه . لیبیایی کاربرانو په ټولنیزو شبکو کې هم دغه کتنه غندلی او هغه یې خیانت بللی ده . د لیبیا د عدالت او رغاونې ګوند هم په یوه باینیه کی ټینګار وکړ چی دغه اقدام هغه خطرناک اقدام دی چی د سره کرښې په معنا دی او باید تیر نشو .

د خلکواو ځینو سیاسی ډلو  له اعتراض او غوسې وروسته د لیبیا د وحدت ملی دولت په یوه بیانیه کی وویل د دغه هیواد خارجه وزیره یې له خپل صیونیسټی همڅنګ سره د کتنې په خاطر له کاره منعه کړی او هغه یې د تحقیق لپاره څارونکیو سازمانونو ته معرفی کړی ده .

د لیبیا د داخلی امنیت ادارې هم نجلا المنقوش د تحقیقاتو ترسره کیدا پورې له سفره منع کړی ده . د لیبیا خارجه وزارت هم د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل مونږه د عربي او اسلامي ملتونو د مساییلو په وړاندی په ملی دریځونو په بشپړه پایبندۍ چی پکې تر ټولو مهم د فلسطین ایدیال دی ، ټینګار کوو .

د لیبیا دولت اقدام د فلسطیني ډلو له هرکلی سره مخامخ شو . د حماس د سیاسی دفتر غړی عزت الرشق په یو لړ څرګندونو کې وویل چی د نجلا المنقوش د کار د ځنډولو په زمینه کی د لیبیا دولت له فیصلې هرکلی کوو . هغه وویل داسی کتنې محکومې دي او زمونږ په ټاټوبیو کې د صیهونیست رژیم نیواکګرۍ ته رواوالی بخښی . الرشق همداراز زیاته کړه دغه کتنې به زمونږ د ملت او مقدساتو پرضد د صیهونیسټ  رژیم د جنایتونو د دوام لپاره پوښښ وی .

د فلسطین د جهاداسلامي  غورځنګ  هم  د یوې اعلامیې په صادرولو سره د صهیونیست رژیم د بهرنیو چارو له وزیر سره، د لیبیا د خارجه وزیرې  د کتنې غندنه کړې ده. په یاده اعلامیه کې ویل شوی دا لیده کاته د اسلامي امت له ثابتو دریځونو د یوه خطرناکه شاتګ او له صهیونیست رژیم سره د اړیکو د رغولو په چل کې د ښکلیدو په معنا ده چي د سیمې اسلامي او عربي هویت ته ګواښ رامینځته کوي.

مونږ ډاډمن یو چي د لیبیاخلک داسي ملاقاتونو سره مخالفه دي ځکه چي د لیبیا ولس له صهیونیست رژیم سره د اړیکو رغونه نه مني او د فلسطین د مسلې په سر د سیاسي زور وینو په وړاندې نه تسلیمیږي.

د قطر په نړیوال کپ کې هم له صیهونیست رژیم د سیمې د خلکو کرکه دومره څرګنده او ښکاره شوه چی حتی ځینو صیهونیستی سیاسي او رسندویو ټولنو هم پرې اعتراف وکړ . د عربستان او قطر په شمول د سیمې مختلفو هیوادونو خلک له اسراییلي رسندویو او خبریالانو سره خبرو کولو ته حاضر نه شول او مراکشي او تیونسي تماشچیانو هم په میدانونو کې د فلسطین په ملاتړ کې شعارونه ورکړل .

د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ یو بل مهم بدلون د سوریې  په دیرالزور کې له عربي قبایلیو سره د امریکایی ګوډاګیانو درندې نښتې وې . خبري سرچینو د امریکا پورې تړلیو قسد ملیشاو او عربي قبایییلو ترمینځ  د دیرالزور په خوا کې د درندو نښتو خبر ورکړ . د دیرالزور د پوځی شورا مشر احمد الخبیل په نیول کیدا پسې چی په ابوخوله مشهور دی ، د قسد او عربو قباییلو پورې وفادارو وسله والو کسانو ترمینځ نښتې سختې شوې .

د دغو نښتو په دوام کې د قسد ملیشاو د جمعې په ورځ په الشجیل ، الذبیان ، السوسه او د دیرالزور په لویدیځ کې له عربي قباییلو سره ښکیل شول . قباییلي جنګیالي په نویو شیمو مسلط شوي او د قسد ملیشاوهم سیمې ته نوی ځواکونه ورلیږلي دي . خبری سرچینو د ۵۰ کسانو د وژل کیدا او ۲۰ د ژوبلیدا خبر ورکړ یدی . له دې سره په یووخت د سوریې ټیلی ویژن د قسد له شړلو وروسته د دیرالزور په خوا کې په ذبیان ښار د قباییلي عسکرو د کامل تسلط خبرورکړ . عیني شاهدانو ویلی دی چی عربي قباییلو د الحریجیه په سیمه کې خپل عسکر پیاوړي کړي دي .

کارپیژاندي باوري دي چی د سوریې په ختیځ کې د عرپی قباییلو او د امریکا د ملاتړ وړ ملیشاو ترمینځ نښتو د سوریې په ختیځ کې د امریکا په سلطې منفی اغیز شیندلې دې . امریکایی عسکر له قسد ملیشاو سره چی په غیر قانونی توګه د سوریې په ختیځ او شمال کی پرته دي ، او د دغه هیواد دشتمنیو او تیلي سرچینو په لوټولو سره د دغو سیمو د اوسیدونکیو پرضد جنایتونه ترسره کوي .

لبنان او نیواکي ټاټوبی ته د امریکایی چارواکو سفر د لویدیځې اسیا یوه بله مهمه پیښه ده .

په دې وروستیو اونیو کې یو ځلې بیا د لبنان د حزب ا... او د صهیونیست رژیم تر مینځ شخړې زیاتې شوي دي، وروستیو میاشتو کې صهیونیستي رژیم لبنان سره د نیواکې فلسطین په سرحدي سیمو کې یوه فوځي اډه جوړه کړې ده، داسي سیمه کې چي هم لبنان او هم صهیونیست رژیم ورباندې د مالکیت دعوه کوي. په دې خاطر د حزب... او د صهیونیست رژیم تر مینځ یو ځل بیا لانجې زیاتې شوي دي.

د امریکا د ولسمشر  جګپوری سلاکار عاموس هوخشتاین لبنان ته په سفر تللی دی او د دې هیواد له چارواکو سره یې خبرې اترې کړي دي، د بایډن یو بل سلاکار برت مک ګورک او په لوېدیځه اسیا کې د امریکا د خارجه وزارت استازې باربارا الیف هم په نیویورک کې د صهیونیست رژیم د جنګ له وزیر یوآو ګالانت سره کتلي دي او لبنان سره یې د دې رژیم د سرحدي شخړو په هکله خبرې اترې کړي دي

د لبنان دپارلیمان مشر نبیه بری له عاموس هوخشتاین سره په کتنه کې له یونیفل عسکرو سره د صیهونیست رژیم د ملګرتیا غوښتنه کړی ده . بری وویل د لبنان دولت د دغه هیواد د مځکنی بشپړتیا او ثبات ساتلو ته پایبنده دی .

د خبری سرچینو په وینا د دغو کتنو اصلی علت د لبنان د حزب ا... او صیهونیست رژیم ترمینّځ د تاوتریخوالی زیاتیدا او لورو ترمینځ د نوی جنګ د مختنیوی لپاره د امریکا هڅه ده .

د صیهونیست رژیم پوځ د اتبار په ورځ ویلی وو چی د لبنان دحزب ا... له لوری د هر ډول ګواښ د مخنیوی په خاطر د لبنان په پولو کې خپل عسکر پیاوړي کړي دي . همداراز د دغه هیواد جنګ وزیر ګالانت هم له لبنان سره په پولو کې د حالاتو د خرابیدا لپاره پوځي طرحې تصویب کړي او حکم یې ورکړی دی چی د پولو په اوږدو کې د مختلفو سناریوګانو لپاره د چمتووالی سویه زیاته کړی .

په بیروت کې د امریکا سفارت بیروت ته د هوخشتاین له سفره وړاندی ویلی وو چی هغه د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د ترسره شوی تاریخی پولې موافقې د تعقیبولو په خاطر دغه سفر پیل کړی او په لبنان کې به د ګډو او سیمه ایزو مساییلو په اړه سلاومشورې وکړی . هوخشتاین د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د سمندری پولو د انځورولو لپاره صیهونیست رژیم او لبنان  ترمینځ په غیر مستقیمو مزاکراتو کې مهم رول لوبولې دې .

داسی ښکاری د دغه میانځګړیتوب اصلی علت د اسراییلو داخلي شرایطو ته ورګرځی . صیهونیست رژیم په وروستیو نهو ماشتو کې له بی مخینې داخلي بحران سره مخامخ دی . د نتانیاهو پرضد د معترضانو بی مخینې مظاهرې چی له تیر جنورۍ راهیسې پیل شوي هماغه راز دوام لري . داخلي درز ډیر پراخ شوی دی ، ګڼ شمیر اسراییلي عسکرو استعفاګاڼې ورکړي دي او د پوځ له حده زیاتی کمزورتیا د پاییلو په اړه خبرداري زیات شوي دي .

د صهیونیست رژیم په چارو کې  لبنانۍ کارپوهې نبیه عواضه وایي: صهیونیستي رژیم د سیاسي او ټولنیزو دړو له امله له ژور کورنۍ بحران څخه ځوریږي او د لبنان د حزب ا... له نویو لاسته راوړنو او بریاو اندېښمن دی ځکه چي تل ابیب پوهیږي چي حزب ا...ډېرې وړتیاوې لري او د نښتو په صورت کې به له نویو چلونو او ګوزارونو سره مخامخ شي.

پای

 

ټیګونه