Sep 17, 2023 12:41 Asia/Kabul
  • لویدیځه اسیا په تیره اونۍکې

د صنعا دولت د اطلاع رسونې وزیر ضیف ا... الشامی وویل ریاض ته د صنعا د پلاوی ورتلل د عربستان د بلنې په وجه نه وو ، بلکې د عمان د میانځګړیتوب په دلیل وو

ریاض ته د سفر لپاره د صنعا له دولته د عربستان بلنه تیره اونۍ داسیا په لویدیځ کې له مهمو خبرونو وو . د زیارت په ورځ او مسقط ته د عربستان د ولیعهد بن سلمان له ناڅاپی سفره دوې ورځې وروسته د عمان میانځی ګړي پلاوی د یمن د ملی ژغورنې دولت لوړ رتبه خبرو اترو کونکی محمد عبدالسلام سره یو ځای صنعا ته سفر کړی وو . عربستان د زیارت په ورځ اعلان وکړ چی ریاض ته د سفر لپاره یې د یمن د انصار ا... غورځنګ له پلاوی او په یمن کې د پراخ بنسټه اوربند او په دغه هیواد کې د نښتو لپاره سیاسی حل لارې ته د رسیدا لپاره بلنه ورکړی ده .

د صنعا دولت د اطلاع رسونې وزیر ضیف ا... الشامی وویل ریاض ته د صنعا د پلاوی ورتلل د عربستان د بلنې په وجه نه وو ، بلکې د عمان د میانځګړیتوب په دلیل وو . هغه جوته کړه ریاض ته د صنعا د پلاوی د سفرهدف د ښه نیت ښودلو لپاره وو . هغه جوته کړه د ریاض په مزاکراتو کې له انساني مسایلو په تیریدا سره لومړې سیاسی مسایلو ته نشی ورتللې .

د یمن د لوړی سیاسی شورا غړی محمد علی الحوثی هم د جمعې په ورځ د صولې د مزاکراتو لپاره له یمني ډلود بلنې په اړه د عربستان د خارجه وزارت د بیانیې په غبرګون کې وویل چی عربستان په یمن کې له ښکیلو یو اصلی لوری دی نه میانځی ګړې او له دغه هیواد سره خبرې اترې هماغه راز دوام لري . محمد الحوثی همداراز په  بشر دوستانه دوسیوکې حل لارې ته د رسیدا لپاره د عمان میانځی ګړیتوب ته هم اشاره وکړه . هغه د یمني کارکونکیو د تنخواګانو ورکول ، د هوایی ډګرونو او بندرونو پرانستل ، د ټولو نیول شویو او بندیانو خوشي کیدا ، د بهرنیو عسکرو وتل او د هیواد بیارغاول جامع سیاسي حل لارې ته د رسیدالپاره اقدامات عنوان کړل .

د امریکا خارجه وزارت او د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوان په دو جلا جلا بیانیو کې له عربستان سره د خبرو اترو او په ریاض کې د یمن د انصار ا... د پلاوی د شتون په اړه څرګندونې وکړې . د جیک سالیوان په بیانیه کی راغلی دی مونږه ریاض ته د حوثی د یوه لوړ رتبه پلاوی د ورتګ هرکلی کوو . دا په کابو یوه لسیزه کې د یمن د جنګ له پیلیدا راهیسې ریاض ته د حوثی استازیو لومړنې رسمی سفر دی .

د امریکا خارجه وزارت هم په دې باره کی په خپله بیانیه کی جوته کړه امریکا په ریاض کې د خبرو اترو لپاره د حوثیانو تتر مشرۍ لاندې  له پلاوی د عربستان د باچاهۍ د کوربتوب هرکلی کوی . دا عربستان او انصار ا... ترمینځ د تعاملاتو د لړۍ سولې په لوربوتلو لپاره مهم ګام دی .

«««««««««««««««««««««««

د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پیښه له ۱۴ کلونو روسته د فلسطینی بندی خوشی کیدا وه . فلسطیني رسندویو د جمعې په ورځ د صیهونیسټ رژیم له عوفر بند د فلسطینی بندی خلیل نحمد عواوده د ناڅاپی خوشی کیدا خبر ورکړ . دغه فلسطینی بندی له شپږ میاشتې لوږتړ او ۱۴ کلونه د صیهونیسټ رژیم په جیلونو کې له تیرولو وروسته ازاد شو . د روانې میاشتې په لومړیو کې وو چی خلیل عواوده په لوږتړ کې په اسراییلی نیواکګرانو د هغه له بریالیتوب وروسته چی فلسطینی بندیان ورته د خالی خیټې نښته وایی ، وویل مونږه په نښتو کې نه مانیدونکی خلک یو یا بریالي کیږو یا مړیږو .

د دغه فلسطین بندی میرمنې مخکې د عواوده د لوږتړ د دلایلو په اړه پخپله د هغه له قوله ویلی وو ، زما لوږتړ د ژوند پرضد ندی بلکې د رامینځته شویو محدودیتونو او زما د ازادۍ د اخیستو پرضد دی .

د جهاد اسلامی غورځنګ او نیواکګر رژیم ترمینځ د اوربند په وروستۍ موافقې کې د مصر په میانځګړیتوب سره د عواوده په خوشی کولو ټینګار شوی وو .

د حماس غورځنګ یوه مشر توفیق ابونعیم د دې خبرې په کولو سره چی مقاومت هیڅکله د نیواکګرانو په بند کې بندیان ندي هیر کړي ، وویل د هغو ازادی زمونږ د لومړیتوبونو په سر کې ده . توفیق ابونعیم زیاته کړه مونږه د بندیانو د مرستې لپاره خپل ټول توان او امکانات کارولي دي .

«««««««««««««««««««««««««««

له اسراییلو سره د اماراتو د ساز باز د موافقې په اړه د یوسف العتیبه څرګندونې هم په لودیځه اسیا کې د تیرې اونۍ یوه بله مهمه بیښه وه . په واشنګټن کې د اماراتو سفیر یوسف العتیبه د قدس له نیواکګر رژیم سره د ساز باز د موافقې د لاسلیکیدا د دریمې کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کی وویل امارات د ښارګیو د پراختیا مخه نشی نیولې . ده په خپلو ویناو کی وویل چی نوموړی موافقه موقتی او د دریو کلونولپاره وه .هغه زیاته کړه زمونږ موافقه په د دریوکلونو او یوه محدود وخت کې د لویدیځې غاړې د الحاق د  درولو په وړاندی د عادی کولو په اړه وه ، اوس هم هغومره نفوذ چی د موافقې د لاسلیکولو په وخت مو درلوده ، نور نلرو .

د اماراتو سفیر د فلسطینیانو لپاره له اسراییلو سره د موافقې د بی ګټې والی په ضمنی اعتراف سره وویل چی د ساز باز موافقو یوازې د دو حکومتونو حل لارې لپاره وخت واخیسته . په همیت حال کی العتیبه په دوام کې له اسراییلوسره د اماراتو د اقتصادي اړیکو اوڅاره پراختیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چی په تیرو دریو کلونو کې د دواړو لورو تجارتي راکړو ورکړو اندازه درې میلیارډ ډالرو ته رسیدلی ده . هغه بیا اټکل وکړ چی دغه اندازه به ډیر ژر لس میلیارډ ډالرو ته ورسی .

امارات د فارس خلیج د څنډې لومړې عربی هیواد دی چی د ۲۰۲۰ کال په ستمبر میاشت کې یې په څرګنده له صیهونیسټ رژیم سره خپلې اړیکي ټینګې کړې ، څواونۍ وروسته بحرین هم د ساز باز له موافقې سره یو ځای شو . له هغه وخت راهیسې دواړو لورو خپلې اقتصادي ملګرتیا چټکې کړي دي او په حقیقت کی یې څرګندې کړي دي او په  مختلفو حوزو په تیره بیا سایبری حوزه کې مختلفې موافقې او تړونونه کړی دي .

مهمه موضوع دا چی د وروستۍ نظر غوښتنې  په اساس چی د اګست په ۵ د واشنګټن د پوهنکور له لوری ترسره شوه ، یوازې په اماراتو کې ۲۷ او په بحرین کی ۲۰ فیصده پوښتنه اوریدونکي باروي دي چی د ساز باز موافقو په سیمې مثبت اغیز شیندلی دی . د واشنګټن په پوهنکور کی د سیاستونو او خبرو اترو لپاره د نړیوالو اړیکو د میز مشر ډاکټرشرجیل الغریب وویل د ساز باز له موافقو د فارس خلیج د عربي هیوادونو د اوسیدونکیو د ملاتړ کمیدا په دې دلیل ده چی هغو دا موافقې غیرقانوني بولي .

«««««««««««««««««««««««««««

 

 

 

 

 

 

 

د عین الحلوه په کیمپ کې د نښتو دوام هم د لویدیځې اسیا د تیرې اونۍ یوه  بله مهمه پیښه وه . د فتح فلسطیني غورځنګ ځواکونه چی همدااوس د عین الحلوه کیمپ کنټرول پرغاړه لري ، په دغه کیمپ کې د الشباب المسلم له وسله والې ډلې سره ښکیل شول . یوه موده وه چی په دغه کیمپ کې ماتیدونکی اوربند ټینګ وو ، خونښتې بیا له سره پیل شوي دي .

په دغه کیمپ کې  له تیر شورو ورځې نښتې بیا پیل شوي دي . په عین الحلوه کې د شورو په شپه په نښتو کې لږ تر لږه ۶ کسان مړه اویوشمیر ژوبل شوي دي .

د لبنان امنیټي عسکر د فلسطین د ازادی غواړی سازمان او بیروت ترمینځ د ضمني موافقې په اساس د نښتو په وخت د عین الحلوه کیمپ ته نه ورداخلیږي او فلسطیني ډلې یو ډول د دغه کیمپ امنیت د یوې ګډې امنیتی ټولګې په جوړولو سره پر غاړه لري .

پای

 

ټیګونه