Jun 11, 2016 11:25 Asia/Kabul
  • اسلامي بشري حقوق(19)

ګرانو او قدرمنو دوستانو زمونږ لخوا تودۀ سلامونه قبول کړئ. په تېر مطلب کښې مو ا شاره وکړه چې اسلام د انسانانو د ژوند د حق لپاره د زيات ارزښت قائل دے او د هر ډول ژوند سلبولو څخه يې که خپل وي او که د بل وي منعې کوي.

قرآن کريم د بې ګناه انسانانو سر ساتنې او حرمت ته زيات اهميت ورکړے دے. دغه اهميت او ارزښت په دومره اندازه دے چې د يو بې ګناه انسان قتل يې د ټولو خلقو د قتل برابر ګڼلے دے او له دې لارې يې مومنان د بې  ګناه انسان د قصداً قتل د کبيره ګناه له ترسره کولو منعې کړي دي لکه د سورۀ مائدې په دوه دېرشم مبارک آيت کښې فرمائي: ((هر چا چې يو انسان د قتل له ارتکابه يا په زمکه کښې له فساد جوړولو نه بغېر ووژۀ نو داسې دي چې لکه ټول انسانان يې وژلي وي او هر چا يو انسان له مرګه وژغورۀ نو  داسې دي لکه چې ټول خلق يې ژوندي کړي دي.))

اوس پکار دي وګوروو چې ولې د ځان يا نورو د ژوند ختمول منعې دي؟ وړومبے پکار دي ووايو چې حتی فرښتو هم د انسان د خلقت په شروع کښې د انسانانو ترمېنځ وينه بيونه يو بد کار وبلۀ. لکه د سورۀ بقرې د دېرشم مبارک آيت له مخې کله چې خداے پاک انسان پېدا کوۀ، نو فرښتو خداے پاک ته په خطاب کښې داسې عرض وکړ: ((آيا داسې څوک په زمکه باندې مستقر کوې چې پکې فساد وکړي او وينه وبيوي؟)) نو خداے پاک فرښتو ته په ځواب کښې وفرمايل: ((زۀ له داسې حقائقو خبر يم چې تاسو ترې خبر نۀ يئ.))

له دغو خبرو اترو څخه دا نتيجه اخېستې شوو چې که د فرښتو د دغې خبرې اصل صحيح نۀ وې نو خداے پاک به به نه وې منلې خو د خداے پاک لخوا اشارتاً قبلول دا ښودنه کوي چې د وينې د بيونې د ناخوښولو په اړه د فرښتو عقيده په ځاے وه. په ورپسې زمانو کښې هم د همدغه ممنوعيت نمونې لېدل کيږي.

مثلاً يوه هغه يوه ژمنه چې خداے پاک له بني اسرائيلو واخېسته له وينې بيونې څخه ډډه کول وو. خداے پاک د سورۀ بقرې په څلور اتيايم مبارک آيت کښې فرمائي: "وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَکُمْ لَا تَسْفِکُونَ دِمَاءَکُمْ" يعنې« او کله چې موله تاسو ژمنه واخېسته چې وينه هم مه بيوئ. ؛...»

د قتل منعې هغه وړومبنے فرمان دے چې د خداے ګران رسول (ص) د حجاز د بت پرستو لپاره راوړۀ. د سورۀ انعام په يو سل يو پنځوسم مبارک آيت کښې لولوو: ((ووايه! راشئ چې هغه څه چې ستاسو رب په تاسو حرام کړي دي درته بيان کړم، دا چې څه د خداے شريک ونۀ ګرځوئ او له مور پلار سره نيکي کوئ او اولاد مو د فقر (له ويرې) مه وژنئ او هغه انسان چې خداے محترم ګرځولے دے قتل نه کړئ خوپه حقه ( يعنې د استحقاق له مخې) دا هغه څه دي چې  خداے پاک يې تاسو ته سپارښتنه کړې ده، کېدې شي چې درک يې کړئ.))

د بې ګناه کسانو په وينه د لاسونو نه ککړول دومره زيات اهميت لري چې خداے پاک د عبادالرحمن (يعنې د خپلو خاصو بندګانو او اولياء ا... يو خصوصيت د يو نفس نه قتلول فرمائلے دے. لکه د سورۀ فرقان په اتۀ شپېتم مبارک آيت کښې فرمائي: (( او (عبادالرحمن) هغه کسان دي چې هغه انسان چې خداے پاک يې وينه حرامه بللې ده (يعنې بې ګناه دے) بې له حقه (يعنې د نفس د قتل يا نورو مواردو په خاطر چې د اسلامي قوانينو له مخې د وژلو مستحق وي)  نۀ وژني...))

د انسان احترام او د يو نفس د قتل حرمت له هغو مسائلو څخه دے چې ټول اسماني شريعتونه او بشري قوانين يې په اړه متفق دي او د يو نفس قتل يوه ډېره لويه ګناه او جنايت بولي. د اسلام له نظره د هر انسان ژوندکه هغه مسلمان وي او که غېر مسلمان وي محترم دے او د چا ژوند ختمول يوازې د خالق حق دے. له ژوند بخښونکي او ژوند پېدا کوونکي نه بغېر بل څوک د چا د ژوند د ختمولو حق نه لري.

کله چې يو بې ګناه انسان په ناحقه قتليږي نو له هغۀ څخه د ژوند او حيات حق اخېستل کيږي او هغه، له هغه ستر حقه چې يې لري بې برخې کيږي. د بې ګناه انسان قتل زيات انفرادي او اجتماعي اثرات لري او په همدې وجه اسلام ورسره  پوره پوره مقابله کړې ده.

د بې ګناه انسان قتل د هغۀ خواو شا کسان په تېره بيا د مقتول ښځه، بچي، پلار، مور، خور او ورور له روحي او رواني او ويروونکي شاک سره مخامخوي او د هغۀ د کورني ژوند شيرازه تس نس کوي، اکثر کېدې شي چې د مقتول ښځه او بچي د بې سرپرست کېدو په وجه له ډول ډول مصيبتونو او مشکلاتو سره مخامخ شي او خداے مه کړه د ژوند له سمې لارې څخه بې لارې شي او داسې نور.

د خداے ګران رسول (ص) په يو روايت کښې فرمائي: ((وړومبنے څيز چې د خلقو ترمېنځ به د قيامت په ورځ  څېړل کيږي او فېصله به يې کيږي د قتلونو موضوع ده.))

د اسلام مبين دين د عزت او امنيت د ترټولو وروستي پېغام راوړونکي په توګه له ټولو زيات د دې مسئلې د اهميت قائل شوے دے او د قاتلانو، د امن و امان د ګډوډوونکو او د بې ګناه خلقو په سر او مال تيري کوونکو لپاره يې په دنيا او  آخرت کښې درنې سزاګانې بيان کړی دي.

خداے پاک د قاتل لپاره سختې سزاګانې په نظر کښې لرلې دي چې دا چاره خپله د قتل د منعې يو مهم دليل ګڼل کيږي. د دغو سزاګانو يوه برخه مادي ده او بله غېرمادي. په مادي سزاګانو کښې د خپلو خاصو شرائطو د لرلو په حال کښې د ديې ورکول او قصاص اخېستل شامليږي خو د قاتل سزاګانې دلته نه ختميږي او غېر مادي سزاګانې هم موجودې دي.

په هر حال د هر انسان قتل يو درون او خطرناک جرم دے خو د يو مسلمان قتل د هغۀ ايمان او اسلام ته په پام سره لا زيات درون او زيات خطرناک دے او په همدې دليل يې سزاګانې هم ډېرې سختې او بوږنوونکې دي.

خداے پاک د سورۀ نساء په درې نوي يم مبارک آيت کښې دغو سزاګانو ته اشاره کوي او فرمائي: (( هر کس چې يو ايماندار کس قصداً قتل کړ نو سزا يې دوزخ دے، په  داسې حال کښې چې تل به پکې پاتې وي او خداے به پرې غضب کوي او هغه به له خپل رحمته لرې کوي او د هغۀ لپاره يو ستر عذاب آماده شوے دے.))

د قاتل وړومبنۍ سزا دوزخ او دويمه سزا يې هلته کښې تل پاتې کېدل دي يعنې  «خالداً فيها» نو په دې دليل د «جهنم» له ذکره وروسته راغلي دي چې زياتره به په دوزخ کښې اچول کيږي خو بالاخره به له يوې لنډې يا اوږدې مودې وروسته وېستل کيږي خو قاتل داسې نه دے بلکه پکار دي تل په دوزخ کښې پاتې شي.

د قاتل دريمه سزا دا ده چې خداے پاک به پرې خپل غضب نازلوي او هغه د قتل د جرم له شېبې نه د خپل ژوند  تر آخره پورې له الهي قهر او غضب سره مخامخ وي او دغه قهر او غضب به له مرګه وروسته هم د هغۀ لمن ته پرېوتے وي.

څلورمه سزا يې لعنت يعنې د خداے پاک له رحمتونو او مهربانيو څخه لرې والے دے. علامه مفتي محمد شفيع عثماني په خپل معارف القرآن تفسير کښې د دغه آيت په تفسير کښې ليکي: ((لعنت د خداے پاک له رحمته د لرې والي او له زياتې رسوائۍ او بې پايانه ذلت سره د مخامخېدنې په معنا دے. او په هر چا چې د خداے پاک لعنت نازل شي هيڅکله به يې الهي نزدېکت په برخه نه شي او له هر خېره به بې برخې وي.))

او پينځم څيز چې خداے پاک يې قاتل ته ګواښ کړے دے لوے عذاب دے. خپله دوزخ ته داخليدل يو دردناک عذاب دے خو ځينې جنايتکاران به د دوزخ اور ته له داخلېدو نه علاوه له نورودردناکو عذابونو سره هم مخامخ کيږي.

د رحمت پېغمبر (ص) به هم د انسانانو د وجود په ارزښت باندې خاص تاکيد کوۀ او د قتل او وينې بيونې له ښکارندې سره به يې سخته مقابله کوله. عبدا... بن عمرو وائي: (( يوه ورځ مې د خداے ګران رسول (ص) وليدۀ چې د کعبې په طواف بوخت ؤ او فرمايل يې: اے کعبې! تۀ څومره زړۀ وړونکې او خوشبويه يې، څومره ستره او حرمت دې څومره زيات  دے! خو په هغه ذات قسم چې د محمد (ص) روح د هغۀ په اختيار کښې دے د مومن او د هغه د سر او مال حرمت د خداے پاک په نزد ستا له حرمته ډېر زيات او ډېر ستر دے.))

هغه حضرت به حتی د غېر مسلمانو وژله جائزه نه ګڼله او په دې حقله يې فرمايلي دي: ((هر چا چې يو غېر مسلمان چې ((په اسلامي سيمو کښې) د سر تحفظ لري ووژۀ نو د جنت بوي به هم محسوس نه کړي حال دا چې د جنت بوي د څلوېښتو کلونو له فاصلې څخه هم محسوسيږي.))

خو د يو نفس د قتل د حراموالي په اړه د دغو ټولو تاکيدونو باوجود داسې واقعات راپېښيږي چې د وېنې احترام ختميږي. دا حالت د هغو کسانو لپاره دے چې يې يو قتل يا د هغۀ په شان يوه ګناه ترسره کړې وي. لکه خداے پاک د سورۀ انعام په يو سل يوپنځوسم مبارک آيت کښې په دې اړه فرمائي: (( او و نه وژنئ هغه نفس چې خداے يې قتل حرام کړے دے مګر هلته چې په حقه وي.))

د نورو د معنوي ژوند سلبول هم په همدا ډول سزا لري. هغه کسان چې نور خلق ګمراه کوي او تفکراتي انحرافات رائجوي پکار دي توبه وکړي. خو دغه توبه هغه وخت منلې کيږي چې  ټولې هغه فکري ويجاړۍ چې په خپل لاس يې رامنخته کړې وي، سمې کړي او له دغه کار سره سره حق هم په ډاګه کړي او رواج يې کړي. توبه په دغو دوو شرطونو سره د دغو کسانو لپاره د يوې حل لارې په توګه اټکل شوې ده. قران شريف د سورۀ بقرې په يو سل شپېتم مبارک آيت خداے پاک کښې دا خبره بيانوي چې توبه د هغو کسانو قبلوم چې هم توبه وکړي او هم په اصلاح لاس پورې کړي او هم حق بيان کړي. لکه فرمائي: ((مګرهغه کسان چې توبه يې وکړه او ستانۀ شول او (خپل بد اعمال يې په نېکو اعمالو سره) اصلاح کړل، (او هغه څه چې يې پټ کړي وو څرګند کړل) نو زۀ يې توبه قبلوم چې زۀ توبه قبلوونکے او رحيم يم))

نتيجه دا چې اسلام ژوند يو اصلي حق او دنده بولي او دوه اړخه يعنې مادي او معنوي اړخ لرونکے يې ګڼي او معنوي اړخ ته په مادي اړخ ترجيح ورکوي. همدارنګ د دغو  دواړو د سلبوونکو لپاره يې زياتې لوے او مخه نيوونکې سزاګانې مقرر کړي دي.

---------------------------------------------------

ټیګونه