Nov 27, 2023 15:37 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۵۹) د جهالت د تیارو پر وړاندې د عقل رڼا

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۵۹م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د انعام سورت د  ۱۲۲  او ۱۲۳ آیت شأن نزول څېړو.

د بعثت په دويم کال، د مکې فضا د پيغمبر(ص) د ځورونې او د مستضعفو مسلمانانو د شکنجې فضا وه. په دې فضا کې پر رسول الله مبارک او هغو کسانو چې اسلام یې منلی وو، ملنډې وهل کېدې. کله به يې پېغمبر اکرم(ص) ته لېونی ويلو او کله به يې د هغه پر سر  خاورې او خځلې اچولې. یوه ورځ یې هغه د جادوګر په توګه ګڼلو او بله ورځ یې هغه دروغجن، شاعر او کیسه کوونکی یادولو. کله کله به یې د بزم په محفلونو کې د هغه د غندلو لپاره شعرونه ويل او نڅا یې کوله. کله کله به يې د هغه نوم په بده يادولو او ويل به يې چې هغه "محمد" او خالص ستايل شوی نه دی، بلکې " مُذَمم " او ډېر غندل شوی دی. تر ټولو بد هغه وخت وو چې ماشومان او غلامان دې ته هڅول کېدل، ترڅو رسول الله (ص)ته سپکې او سپورې ووایي.

یو له هغو کسانو څخه چې رسول الله مبارک یې سخت ځورولو، د بني مخزوم له قبیلې څخه د عَمرو بن هشام بن مغیره په نوم یو کس وو. هغه د "دارالندوه" د شورا له غړو څخه وو. دارالندوه؛ د جاهليت په زمانه کې په مکه کې د بېلابېلو مسايلو د سلا مشورو لپاره، د قريشو د مشرانو د راغونډېدو ځای وو. د دې شورا اکثريت غړي، چې د مکې په مهمو مسايلو کې به يې مشورې او پرېکړې کولې، له څلوېښتو کلونو څخه زيات عمر درلود. خو له هغه ځایه چې عمرو بن هشام بن مغیره یو تکړه او توانمند سړی وو او د "ابوالحکیم" لقب ورته ورکړل شوی وو، چې له همدې امله په ځوانۍ کې "دارالندوه" ته داخل شو.  

البته رسول الله (ص) هغه ته چې د حق پر وړاندې په کلکه درېدلو، د ابوجهل" لقب ورکړ . هغه د رسول الله (ص) په تړاو هر ډول بد اخلاقي روا ګڼله او څومره چې وس درلود، رسول الله مبارک یې ځورولو. له دې سره، هغه حضرت په چوپتيا او نه پاملرنې سره، کوم غبرګون نه ښودلو او همدا نه پاملرنه، د ابوجهل غوسه او کرکه نوره هم زياتوله.

یوه ورځ ابوجهل خپل شاوخوا ناستو خلکو ته په مخ اړولو سره وویل: آیا محمد ستاسو په منځ کې خپل مخ په خاورو موږي؟ هغوی وویل: هو. ويې ويل: په لات او عُزی قسم، که زه هغه ووینم چې دا کار کوي، خپله پښه د هغه پر غاړه ږدم او مخ يې پر خاورو لګوم. یوه شېبه هم نه وه تېره شوې، چې رسول الله مبارک د طواف او لمانځه لپاره مسجد الحرام ته داخل شو.

ابوجهل  په تمه پاتې شو ترڅو پیغمبر سجده وکړي. هغه په خپل فکر سره غوښتل چې خپله پښه د رسول الله (ص) پر غاړه کېږدي، خو ناڅاپه حاضرو خلکو هغه ولید چې هغه په وحشت سره شاته راځي او خپل لاسونه په یو ډول خپل مخې ته نیولي وو، لکه داسې چې غواړي د یو څه له زیان څخه ځان وساتي. هغوی وویل: څه شوي دي؟ ته ولې داسې شاته شاته راځې؟ ابوجهل په داسې حال کې چې ژبه یې بنده بنده کېده وويل: نه پوهېږم، یوازې ما ولیده چې د ده او زما تر منځ د اور کنده ده!

ابوجهل مدام د رسول الله (ص) ځورولو ته دوام ورکولو، تر دې چې یوه ورځ یوه پېښه رامنځته شوه. په هغه ورځ رسول الله مبارک د کعبې تر څنګ لمونځ کولو. د قريشو يوه ډله یو څه هغه خواته راغونډ شوي وو. ناڅاپه د هغوی یوه کس وویل: دې سړي ته وګورئ، چې څنګه له خپل خدای سره راز او نیاز کوي! په تاسو کې څوک چمتو دی چې د بني فلان د وژل شوي اوښ لَرَی راوړي او کله چې هغه سجدې ته ځي، هغه د هغه د اوږو تر منځ کېږدي؟ د دې خبرې په اورېدو سره، ابوجهل په خندا شو او د دغه ناوړه عمل د ترسره کولو هوډ يې وکړ. کله چې رسول الله (ص) سجدې ته ولاړ، نو هغه یې د هغوی د اوږو تر منځ کېښود او رسول الله مبارک په هماغه حالت کې په سجده کې پاتې شو.

د قريشو کفارو دومره وخندل چې له ډېرې خندا يو پر بل ولوېدل. فاطمه(س) چې يوه ماشومه نجلۍ وه، د دې شېبې په لیدو سره، په منډه راغله او د اوښ لَرَی يې د خپل بزرګوار پلار له اوږو څخه لیري او يوې خوا ته يې وغورځولو. پېغمبر اکرم خپل لمونځ پای ته ورساوه. ټول په دې تمه وو چې رسول الله (ص) به څنګه غچ اخلي. خو د پیغمبر چوپتیا ټول حیران کړل.

یو ساعت نه وو تېر شوی چې د رسول اکرم تره حمزه بن عبدالمطلب چې لیندۍ یې پر اوږه وه، له ښکار څخه راستون شو. د حمزه عادت داسې وو، چې کله به له ښکاره راستون شو، د کعبې طواف به یې کولو، بیا به د قریشو انجمنونو ته تلو او له هغوی سره یې خبرې کولې. قريشو له حضرت حمزه (ع) سره د هغه د زړه ورتیا له امله ډېره مينه درلوده. دا ځل هم حضرت حمزه(ع) له معمول سره سم، د هغوی لیدو ته ورغی، په دې وخت کې د عبدالله بن جذعان مینځې چې د رسول الله (ص) پر وړاندې د ابوجهل سپکاوی لیدلی وو، له حمزه سره یې دا کیسه شریکه کړه او داسې وویل: ابو یعلي! ته نه پوهېږې چې ستا وراره محمد د ابو الحکم له خوا څومره سپکاوی زغملی!

حمزه چې تر دې ورځې پورې په رسمي ډول خپل اسلام منل نه وو اعلان کړي، د دې پېښې په اورېدو سره، سمدستي د ابوجهل خواته چې تراوسه د کعبې ترڅنګ د قريشو له يوې ډلې سره ناست وو، ورغی. هغه د ټولو په مخ کې پر ابوجهل یې برید وکړ او په هغه لیندۍ سره چې له ځان سره یې درلوده، د هغه سر یې مات کړ او داسې وویل: آیا ته د محمد سپکاوی کوې، په داسې حال کې چې زه هم د هغه په ​​دین کې یم او په هغه څه چې هغه ایمان لري، زه هم په هغه باندې ایمان لرم ؟ که جرئت لرې، پر ما اعتراض وکړه!

ابوجهل په داسې حال کې چې له مخ څخه یې وینه څڅېده، په غمجن او خپګان حالت سره وویل: اې ابو یعلی! آیا ته نه ګورې چې محمد زموږ بتانو ته سپکاوی او د خپلو نیکونو له دین سره مخالفت کوي؟ حمزه وویل: تر تا زیات لیونی څوک شته؟ تاسو چې د الله پر ځای د ډبرو عبادت کوئ! بیا حمزه د پیغمبر  خواته راغی او د ټولو په مخ کې د شهادت کلمه پر ژبې جاري کړه او وویل: « اشهد ان ‌لااله ‌الاالله و اشهد ان ‌محمداً رسول‌الله: زه د خدای په وحدانیت ګواهي ورکوم او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی."

په دې ځای کې د سورت انعام 122-123 آیتونه نازل شول او د حمزه ایمان راوړل او په کفر او فساد کې د ابوجهل استقامت یې څرګند کړ. په دې آیتونو کې راغلي دي: أوَ مَنْ کانَ مَیْتاً فَأَحْیَیْناهُ وَ جَعَلْنا لَهُ نُوراً یَمْشى بِهِ فِی النّاسِ کَمَنْ مَثَلُهُ فِی الظُّلُماتِ لَیْسَ بِخارِج مِنْها کَذلِکَ زُیِّنَ لِلْکافِرینَ ما کانُوا یَعْمَلُونَ /  وَ کَذلِکَ جَعَلْنا فی کُلِّ قَرْیَة أَکابِرَ مُجْرِمیها لِیَمْکُرُوا فیها وَ ما یَمْکُرُونَ إِلاّ بِأَنْفُسِهِمْ وَ ما یَشْعُرُونَ:

آيا هغه څوك چې مړ شوی وو، بيا مو ژوندی كړ، او د هغه لپاره مو رڼايي ورکړه، چې په هغې  سره د خلكو په منځ كې وګرځي، لكه د هغه کس په څېر دی، چې په تياره كې وي او له هغې څخه بهر نه شي؟! په دې توګه د کافرانو لپاره، هغه (بد) عملونه چې دوی ترسره کول، (ښکلي) او ښایسته شوي وو.

او (په همدې ډول) موږ په هر ښار او ښارګوټي کې ګناهګار مشران ځای پر ځای کړل؛ (او موږ دوى ته هر ډول قدرت وركړ؛) او بالاخره د دوى كار دا شو، چې دوى مکر (او خلكو ته دوكه) وركولو ته مخه کړه؛ خو دوی یوازې خپل ځانونه غولوي او نه پوهېږي!

هو، حمزه خپله عقیده داسې ښکاره او عمومي کړه. له هغه وخته  وروسته، د حمزه د اسلام د زړه ور افسر په توګه، تل د مسلمانانو په خدمت کې وو، تر دې چې خپل ځان یې د خپل پاک دین لپاره قرباني کړ او د شهادت مقام ته ورسېد. د تاریخ پوهانو له نظره، د حضرت حمزه له اسلام راوړلو مخکې، ډېرو مسلمانانو خپل اسلام راوړل پټولو او د بني هاشم د قبیلې ځینو کسانو هم چې پر پیغمبر اکرم په ایمان کې شک درلود، د حمزه له ایمان راوړلو وروسته پر پیغمبر ایمان راوړ او د هغه ملاتړ یې وکړ. په حقیقت کې د حمزه د اسلام منلو، مسلمانانو ته نوی ځواک او روحیه ورکړه.

د حمزه اسلام قبولول په نوې جوړه شوې اسلامي ټولنه کې دومره اغېزمن وو، چې د مشرکانو له لورې د مسلمانانو د ځورولو طریقه یې بدله کړه او مشرکینو د شکنجې، جسمي، روحي او روحي ځورونې پر ځای یې مسلمانانو ته د مال او ښکلو مېرمنو ورکولو ته مخه کړه. د حمزه ورور او د علي بن ابي طالب پلار ابو طالب هم د هغه په ​​تشويق کې دا شعر وويلو:  

اې ابو یعلي! د احمد په دين کې ثابت قدم اوسه. د هغه دین ښکاره کړه او پر هغه باندې استوار اوسه چې ته به بریالۍ شې / د هغه چا چې خپل دین یې په حق او ارادې سره راوړی، ملاتړ کوه اې حمزه! د هغه د دين له منلو ډډه مه کوه / څومره خوښ شوم چې تاسو وويل په يو واحد خدای مو ایمان راوړی. زه تاسوته سپارښتنه کوم چې د خداى د رضا په لاره کې د خداى د پېغمبر يوازینى دوست او مرستندوى واوسې. قريشو ته په لوړ آواز سره خپل ايمان اعلان کړه او ووايه: احمد جادوګر نه دى.

ژباړه: زماني

ټیګونه