Dec 02, 2023 15:31 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې دبې نقابه امریکانومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو څو په تیرې اونۍ کې د بې نقابه امریکا د ځينو مهمو اقتصادي،روغتیائي،اقتصادي او کلتوري  او  ټولنیزو پيښو په باب درسره وغږیږي. په پیل کې هم په امریکا کې په تیرې اونۍ کې ځينو مهمو پيښو یوه لنډه شان خلاصه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو او بیا مو رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي....

*********************

*/*/*/

دجوبایډن د پاتیکیدا یا چټي کیدا په سر د امریکاپه مشرانو جرګې کې چینلجونه

*/*/*/*/

له اسرائيلو سره دم رتسو په سر په ډيموکراټانو کې داختلافاتو زیاتیدا

*/*/*/*/

د غزې د جنګ په وړاندې د امریکا د حکومت دوه ګوڼه سیاستونه، دا په تیرې اونۍ کې د  امریکا ځيني مهمې پيښې وې ،البته اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

****************************

د امریکا دمشرانو جرګې دډيموکراټانو یوې ډلې غړو د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو د جوزف بایډن د څنګةکولو لپاره  د خپلو  ځینوهمګوندي نمایندګانوپه وړاندیز غبرګون ښودلی  دی .د مشرانو جرګې یو شمیر ډيموکراټو استازو،د انتخاباني نظرغوښتنو په بهیر کې د امریکاد ولسمشر جوزف بایډن د کمزوري ځائيګی په باب ګوندي نیوکې په کلکه رټلي  او د ولسمشرۍ   د انتخاباتو په دوهم پړاؤ کې ئې د هغه د ناکامۍ داحتمال په سر  دځينو استازو اندیښمنونکي څرګندونې ډيرې ورانونکي  ګڼلي دي .د جوبایډن په ضد ترټولو زیاتې نیوکې او څرګندونې د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما د پړاؤ د لوړپوړي سیاسی سلاکار  ډیویډ  اکسلروډ  له خوا  ترسره شوي چې په انتخاباتو کې ئې د بیا بریالیتوب لپاره  د جوبایډن دډير کم چانس په باب بدبیني ښودلې  او وئيلي ئې دي،حتی  د  امریکا د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې د هغه دبیا بریالیتوب  چانس 50، 50 هم نه دی. په عین حال کې د مشرانو جرګې ډیموکراټانو اکثریّت  چې په انتخاباتو کې د بایډن له برخلیک سره  د  هغوي سیاسی راتلونکی تړلی دی، هیڅکله هم   د اکسلروډ او د بایډن د نورو مخالفانو له څرګندونو چې  په ۲۰۲۴کال کې د بریالیتوب لپاره د  هغه  چانس ډير  کم ګڼي ،ملاتړ نه کوي. د کانټیکټ ایالت ډ يموکراټ سناتور  ریچرډ بلومنټل له جوزف بایډن څخه په ملاتړ کې ووئيل، دمګړئ د  جوبایډن  لپاره  هیڅ جانشین نه ویني؛ځکه چط  فکر کوم بایډن  له روحي پلوه په ډير ښه پوزیشن کې دی  او د  اسرائيلو او د هیواد دداخلی  چیلنجونو په څير په ډيرو حساسو موضوعګانو کې ډيره زیاته پوهه او لرلید لري.بلومنټل دغه راز ووئيل، که ډيموکراټان  دبایډن ترشا ودریږي،او د بل کاندید  لپاره ئې سترګې نه وي نیولي،نو  زما په اند بایډن په آسانۍ سره  په انتخاباتو کې ډونالډټرمپ ته  ماته ورکولی شي.

       ډيموکراټيک سناتوران وائي،چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغوی  دترټولو اصلي  وړاندیزي کاندید په توګه د بایډن لپاره د جانشین   د ټاکلو په باب  خبرې به په داسې شرائطو کې چې د ولسمشرۍ د لومړنیو سیالیو دترسره کیدا لپاره یوازې څو اونۍوخت پاتې دی،دډيموکراټيک ګوند د ناکامۍ سبب شي.دغه خبرې په داسې حال کې کیږي،چې زیاتره نظر سنجۍ ښئ چې زیاتره راي ورکونکي ډيموکراټان  ترجیح ورکوي،د ولسمشرۍ  د انتخاباتو  لپاره دخپل  ګوند یو بل اصلي کاندید وټاکي.سره له دې د مشرانو جرګې ډیموکراټيک استازو له هماغه پیله فیصله کړې ده،چې ټول له بایډنه په ملاتړ کې سره متحد شي او هیڅکله هم د هغه دحذفیدا او یا څنګةکولو په باب بحث او د نظر تبادله هم ونه کړي. یو بل سناتور ډبی سټابنو د بایډن په ملاتړ کې وائي؛له د رستو ډیموکراټو  ګوندي والو غواړم چې  له بایډن سره د بل کس د جانشین کولو لپاره فکرونه دې نه کوي.هغه په کنټاکي، ورجینیا،اوهایو،او پنسلیوینیا ایالتونو کې  د مقدماتي انتخاباتو په بهیر کې د بایډن لپاره ترلاسه شوي بریالیتوبونو ته په اشارې سره  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې  د هغه د بیا شتون په باب خوشبیني څرګنده کړې ده،حتی د امریکا د ډيموکراټو سناتورانو د یعنی د مشرانو جرګې د اکثریت  رهبر چام شومر حتی  هغه مهال چې بایډن د جنګ ایالتونو په نامې سره په پنځو ایالتونو کې یعني ، په اریزونا، جارجیا،میشګن،نواډا او پنسلیوینا ایالتونو کې  د سینا کالج- نیویارک ټایمز  دنظر سنجۍ  په بهیر کې وروسته پاتې شو ، بیا هم د جوزف بایډن په ځای د بل کس  د راوستو لپاره  د اقدام بحث رد کړی او ورسره ئې خپل مخالفت  کړی ؤ.

          د جوزف بایډن په ملاتړ کې یوه بل سناتور جان ټسټر،د ترسره شوو نظر سنجیو نتیجې ترپوښتنې لاندې وروستې او وې وئيل،په اوسنیو نظر غوښتنو باؤر نشي کیدلی،ځکه چې  د انتخاباتو وخت ته لا یو کال باقي پاتې دی .سره له دې  ددغو نظرغوښتنو  نتیجې دډيموکراټيک ګوند په داخل کې  د بایډن  د کرکتونکو لپاره یوفرصت رامینځةکړی دی  څو د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه مخکې دګوند په داخل کې ځیني  اساسی بدلونونه راولي .دم ګړئ د مینه سوټا ایالت څخه دامریکا  د کانګرس  ډيموکراټيک  استازي ډین فلیلیپس دډيموکراټانو  په مقدماتي انتخاباتو کې  دبایډن یوازینی سیال حسابیږي .  له دې مخکې  د امریکا  د ۲۰۲۰کال  د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د فیلیپس  انتخاباتي مبارزې  له جوبایډن څخه د ملاتړ لپاره له ډيرې توجه او چانس سره مخ شوې .

Image Caption

 

 د امریکایوې رسندوئې په یوه مطلب کې ،له صهیونیسټي رژيم سره د ملاتړ د مشروط کولو په سر په ډيموکراټانو کې ستر درز،ددغه ګوند  د مشرانو په تیره بیا د جوبایډن لپاره یو چیلنج بللی  چې له صهیونیسټي رژیمه د  بې قید او شرطه  ملاتړ به  ددوه لاري کې  پاتې دي . د  هیل خبری سایټ  د لیکنې په اساس، د اسرائيلو په وړاندې  د و اشنګټن د سیاست په سر  په ډیموکراټانو کې دنګل او نښته، یوې نوي مرحلې ته داخله شوې ده  او ددغه ګوند ځینو شخصیّتونو  اسرائیلو سره د مرستو لپاره  د ځينو شرطونو دمطرح کولو غوښتنه کړې ده. ددغه خبری- تحلیلي سایټ په لیکنې سره،د کانګرس او مشرانو جرګې یو شمیر ترقي غواړو استازو  په داوروستیو شبو ورخو کې خبرداري ورکړي چې له هر ډول هغه حمایتی پیکیج سره به چې  اسرائيل  له فلسطینیانو سره  تعامل ته مجبور نه کړي، مخالفت وکړي. خپلواکه او د اسرائيلو په لومړي وزیر بینیامین نتن یاهوپه کړچارونو نیوکه کونکی برني سنډرزیو هغه کس دی چې  تل ابیب ته ئې د مرستو له لیږد سره  خپل مخالفت اعلان کړی  او  وئيلي ئې دي ،یوازې په داسې بڼه کې به له دې چارې سره پخلا شي چې  دنتنیاهو حکومت  په غزې باندې په حملو کې په ځینو محدودیّتونو سره د عامو خلکو مرګ ژوبلې ترلږې اندازې ورسوي.. همنداراز په یووخت، د اسرائيلو دیوه افراطي پلوي په توګه  د ډيموکراټيک ګوندځينو نورو غړو،دغو غوښتو ته سخت غبرګونونه ښودلي او خبرداری ئې ورکړی دی چې اسرائيل  په حماس باندې د خپلو حملو په محدودولو سره د هغو د لاقدرتمنیدا سبب کیږي.

            هیل خبری سایټ ددغه مطلب په یوې بلې برخې کې لیکلی دي،د ډيموکراټیک ګوند داخلی نښتې او تریګلتیاوې  او د اسرائیلو ترڅنګ د دریدا په سر شخړه  او یا له فلسطینیانو ملاتړ، د امریکا د ولسشمر جوزف بایډن  بشمول د ګوندونو د مشرانو  لپاره په یوه نوی چیلنج بدل شوي دي چې له یوه پلوه  ئې له صهیونیست رژيمه هراړخیز او بشپړ ملاتړ کړی دی او له بل پلوه هڅه کوي، لیبرل کرکتونکي او نیوکه کونکي آرامه کړي. ددغه خبری تحلیلی سایټ په لیکنه،چې د امریکا له کانګرس سره اړونده دی، دډيموکراټانو ترمینځ د ګوند دننه نوی درز  د حماس  د مبارزانو د اکتوبر د اومې نیټې  د طوفان الاقصی عملیاتو وروسته  لا زیات شوی دی . په تیره بیا په همداوروستیو شپو ورځو کې چې د کانګرس د استازو ترمینځ د لازیات تاؤتریخوالی  شاهدان  یوو او په نهایت کې  ددغه کانګرس مسلمانه  استازې میرمن رشیده طلیب په اسرائيلو د هغې د سختو نیوکو په دلیل له رسمي پلټنو سره مخ شوې ده . پر سنډرز او طلیب سربیره، د کانګرس ځیني نور لیبرلانو هم د فلسطینیانو په وړاندې  داسرائيلو  په تاریخي سیاستونو سختې نیوکې کړي دي . د کانګرس یوه ډیموکراټ غړي  اوکاسیو کورټز په همداوروستیو کې پخپل ایکس پاڼې کې لیکلي دي ،  امریکا له خپلو ټولو متحدانو ته دمرستو د لیږد لپاره  د شرائطو په اعمالولو سره ډاډمنیدلی شی چې د امریکا مالیات ورکونکي  د بشری حقوقو  له خلاف ورزي کونکو سره مالی مرستې نه کوي. البته  له دغو ټولو مخالفتونو سره سره ،د جمهوری غواړي ګوند څخه د کانګرس د نوی مشر په توګه مایک جانسن ، چې ګوند ئې له اسرائيلو یو اړخیز ملاتړ کوي،او د روانې میاشتې په لومړنیو کې ئې  هم اسرائيلو ته د  څوارلس اعشاریه  درې میلیارډ ډالري مرستندویه پیکیج تصویب کړی ، له اسرائيلو څخه ئې د بې قید اوشرطه ملاتړ لپاره  لومړنی ګام پورته کړی وی او تمه کیږي له صهیونیست رژيم سره  دم رستې په باب ورپسې ګامونه  په مشرانو جرګې پورته شي،چې  دډيموکراټانو په  کنټرول کې دی  او د مینځني ختیخ  له دغه متحد سره  دمرستو په باب  د هغو  د غړو مخالفې لیدتوګې زیاتې دي . 

                 د صهیونیسټ رژيم د ترټولو مهم متحدپه توګه متحده ایالات تل  د فلسطینیانو په وړاندې ددغه جنایتکار رژيم  د اقداماتو په باب دوه ګوڼی سیاست  مخکې کړی او له ډول ډول اقتصادي او پوځي ملاتړونوپه وړاندې کولو او بې قید اوشرطه  ملګرتیا سره،د فلسطین په لانجې کې ئې د دوو حکومتي کړن لارې څخه ملاتړ مدعي دي  او اوس  هم په ظاهره په غزې جنګ کې د اور بند د دوام پلوي دي . په دې لړ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن  وئیلي دي،چې د هغه د حکومت هدف ، داسرائیلو اوحماس ترمینځ  په جنګ کې د موقته اوربند دوام دی  څو د برمته شوو کسانو خوشی کیدا او فلسطینیو ښاریزو ته  دحیاتي مرستو رسول  دوام ومومي . هغه یو ځل بیا ددوو حکومتی حل لارې باندې ټينګار وکړ او په ایکس  پاڼې کې  ئې لیکلي دي،د دوو حکومتی بڼې حل لاره، د فلسطین او اسرائيلو د خلکو د اوږدمهاله امنیت دتضمین یوازینۍ لاره ده . هغه مدعي شوی چې  دغې موخې ته د رسیدا لپاره به له هڅې لا س وانخلي . پوښتنه دلته ده چې   بایډن که واقعا  د دوو حکومتي پلان  ملاتړی وی ،نو بیا ولې دغه پلان منلو ته د تل ابیب د چارواکو د مجبورولو لپاره  کوم اقدام نه کوي او اساسا  ددې کار دعملی کولولپاره هیڅ آئيډیا نه لري. په حقیقت کې  د امریکا ولسمشر  کله ټاکل شوي وي ،د صهیونیسټ رژيم  له موجودیّته ملاتړ وکړي،نو متحده ایالاتو ټول شتۀ  (هرڅۀ)د صهیونیسټانو ترپښو غورځوي  ،البته  د دوو حکومتی حل لارې په باب جوبایډن یوازې  له اسرائیلو  په تمنا او خواهش باندې بسنه کوي چې البته تل  پر دغې غوښتې د تل ابیب له خواسترګې پټې شوي دي. اوس په نیواکي فلسطین باندې یوه افراط پاله  او زوړپاله کابینه واکمنه ده  چې ځیني غړي ئې لکه د داخلی امنیت وزیر  او دمالي وزیر  په شان غړي ئې ، په ښکاره نه یوازې  ددوو حکومتي  حل لارې پلان مردود او رد شوی ګڼي ،بلکې  د ټولو فلسطینیانو د ویستلو او حتی د دوي د عامې وژلې  غوښتونکي شوي دي ، ددې په ترڅ کې چې د صهیونیسټ رژيم د میراث وزیر  عمیخای الیاهو  د نومبر په لومړیو کې  په څرګنده د غړې تړانګې باندې د ایټمي بمبارۍ  غوښتنه کړې ده  .

د امریکا  جنګ وزیر لویډ آسټین  د صهیونیسټ رژيم له جنګ وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې یو ځل بیا له دغه جنایتکار رژيمه د   واشنګټن پر بې قید او شرطه ملاتړ ټینګار کړی دی. د امریکا خارجه وزیرآنتونیو بلینکن د  اکتوبر د اومې نیټې له عملیاتو وروسته په څلورم ځل لپاره نیواکي ټاټوبو ته سفر کړی دی او په وروستي سفر پسې ئې یو ځل بیا پر غزې بې آمانه بمبارۍ او ناتار جوړ کړی دی . په دې توګه داسې ښکاري  چې تل ابیب ته د واشنګټن  په شنې اشارې ښودلو سره باید تمه ولرل شي څو وحشي صهیونیسټي رژيم  هماغه شان  په تیره بیا په غزې تړانګې کې د فلسطینیانو عامې وژلې ته د وام ورکړي. داپه داسې حال کې دي چې  د امریکا په داخل کې  نه یوازې له فلسطینیانو څخه  ولسی ملاتړونه او  او په غزې کې د اسرائيلو د جنایتونو محکومیّت تربې مخینې اندازې زطیات شوی دی،بلکې حتی ځینو امریکائي سیاستوالانو هم  په تیره بیا د غزې د بې ګناه خلکو ښځو او ماشومانو  دقتل عام په دوام کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  اقدامات تر پوښتنې لاندې  راوستي دي . د امریکاد مشرانو جرګې یوه غړي کریس مارفي  ټيڼګار کړی دی ، ډیری عام خلک وژل شوي دي  چې  دمنلو وړ نه دي او امریکائي  قانون جوړونکي  باید له اسرائيلو سره مرستې   انسانی نړیوالو قوانینو ته د تل ابیب له پابندۍ سره  اړونده کړي.

=   خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخت پورې  مو په نیاؤمن خدای سپارو،خپل خیال ساتئ  او خپلو کورنیو او ګاونډيانو خیال هم ساتئ نو سرلوړي ووسئ.....

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

=

 

ټیګونه