Sep 26, 2016 17:35 Asia/Kabul
  • دایران دسپيڅلي دفاع پړاؤ،یوه بله بیلګه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والودخپرونې په دې شیبوکې ښه او نیکمرغه ورځ درته غواړو دوستانو دایران داسلامی جمهوری نظام دسپيڅلي دفاع داونۍ په شپو ورځو کې یوو او دسپيڅلي دفاع داونۍ په مناسبت له شپږم اووروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

         دوستانو امریکا دستمبر دیولسمیې نیټې له پیښو وروسته  په وارمخکې اقدام سره  پر افغانستان یرغل وکړ او ددغه هیواد په نیواک او  او دغه راز ئې  دوه کاله وروسته    په عراق  په حملې سره  په سیمې کې دخپل پوځي ځواک  ددیره کولو پروژه اجرا کړه . اوس هم  له هغې ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په پلمه  دامریکا لاسوهنې چې همدغې  امریکا پخپله، راپنځولې  ده ، نوي مرحلې ته داخلې شوي دي .  ډيری پوځي نظریه وړاندې کونکي په سیمې او  دایران شاوخوا چاپيریال کې   دامریکا شتون   د راتلونکي پوځي چلینج   په توګه او  له ایران سره  دامریکا دمقابلې  په لړ کې ارزوي .

 په د غه شان شرائطو کې  څارونکي باوري دي چې  دایران پوځي نظریه  پر دفاعي قدرت سربیره ،  پرمخه نیونکي  اویرغلیز  اصل   ولاړه ده  .

         امریکا په تیرې یوې لسیزې کې  له ایرانه دویلو دپروسې په دودولو سره، دفارس خلیج  سیمې پر عربو هیوادونو  دمیلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې اوجنګي الوتکې پلورلي دي .  ددغه بهیر زیاتیدا بریښوي  چې  داستکباري قدرتونو موخه ،  دامنیت په حوزې کې  دایران  له مشکلاتو سره لاس او ګریوان کول دي .   د دغو ګواښونو اندازې او پراختیا  ته په پام سره   دایران په دفاعي  نظرئې  کې  یوه مهمه ځانګړنه ، په نرم اوسخت آوزاري اړخ کې   ګواښونو  ته د ځواب ورکولو لپاره د پوځي  ظرفیّتونو پراختیا  ده .

 دایران اسلامی جمهوریت په تیرو درو لسیزو کې  له ډيو سختو اوحساسو موقعیّتونو سره سره ،یعني  داته کلن تپلي جنګ په زغملو او د درندو  او زیاتو بندیزونو  له مرحلې په تیریدا سره دفاعي نظریه ،  ددفاعي قدرت  په اساس  پرمخ بیولې ده .

         اوس دایران اسلامی جمهوریت ،  دپوځي قدرت له پلوه  په یوه داسې ځاي کې دی ، چې  دسیمې په امنیتي معادلاتو او دامنیت اوثبات په ساتلو کې  یو مهم انډول شمیرل کیږي .   دایران  پوځي ظرفیّتونو ته په  ځير کتنې سره ، ویل کیدلی شي ،  اسلامی ایران  دخپل ځان په وړاندې  له  شته ؤګواښونو سره متناسب،  له پام وړ  توانه برخمن دی  او  دپوځي قدرت او اقتدار له نظره په داسې ځاي کې دی چې  دسیمې په امنیتی معادلاتو او دثبات  په ساتنې  او دغه راز  د ډله ایزو  ګواښونو په شنډولو کې  یو مهم انډول  اولوری شمیرل کیږي ..  له داعش سره  دمقابلې په زمینې کې په عراق کې  دایران پوځي سلاکارۍ په توګه  شتون  او   او  له سورئې سره دایران مرسته  او له روسیې سره  د پوځي ملګرتیا په چوکاټ کې   له  هراړخیزې  ترهه ګرۍ سره  د اغیزمنې مقابلې لپاره  د ایران بشپړ چمتووالی   په سیمې کې  په امنیتي معادلاتو کې  دایران  د لوبونکي  رول یوه ځانګړنه ده .

 ایران البته  هیڅکله هم دجنګ پیلونکی نه دی ، خو  په عمل کې ئې ښودلې ده چې  تیریګرو ته په ځواب ورکولو او  له ګواښونو سره  دمقابلې په ډګر کې  په اقتدار سره عمل کوي او  ددې وړتیا لري چې دښمنانوته به خپل پوځي  او دفاعي اقتدار وروښئ .

        دامنیت درلودل ، په کلي توګه ،  ددوواساسي اصولو تابع دی . لومړی اصل  ،  په  دفاعي صنائعو کې   دپوهې او تخصص ځاي کیدا ده . که  یو هیواد  له دغه عنصره  کمه ګټه  کوي او یا ترې استفاده نه کوي ،  نو  په دفاعي  ډګر کې به له اړوندوالي سره لاس اوګریوان او  د دغه سټراټيژيک اړوندوالي له امله تاوان موندونکی شي . . دوهم اصل هم ،   دامنیت په زمینې کې ،  داخلاقو او معنویّت دساتلو ترڅنګ ددفاعي ظرفیّتونو زیاتول دي .

 دایران په پوځي نظام کې  ددفاعي توان او  قدرت  لوړتیا اوس په یوه سټراټژیک  اصل بدله شوې ده . پر دې اساس، داسلامی ایران وسله والو ځواکونو  د ورځې  ددفاعي پوهې ،علومو او تخنیکونو په اساس  دپوځي تخنیکونو او لارو چارو ترڅنګ  پرمختللي  دفاعي سټراټيژۍ کارولي دي . دغه بشپړونکی حرکت ،داسلامی جمهوری نظام دمسولانو داهتمام وړ   پوځي او دفاعي  اقتدار دپياوړتیا په  زمینې کې  په لاره روان شوی دی . 

  دامریکا دنړیوالو  اوسټراټژيکو مطالعاتو اکاډمۍ دا ټکی منلی دی  چې  ایران  له پراخو بندیزونو سره سره ،  توانیدلی دی پخپلې دفاعي سټراټژۍ  کې داسې  ډيرې وړتیاوې ترلاسه کړي  چې  ددښمن په مقابل کې  دمقاومت  دوړتیاؤ په اساس  پلان شوي دي .

 ددغې موسسې دشناندو  له نظره ،  په ایران دامریکا اوصهونیسټ رژیم دحملې په بڼه کې به ،  دایران پوځي ځواب  دهغوي دخیال   او تصور له حده  ورآخوا وي .  د امریکا دنړیوالو اوسټراټژیکو مطالعاتو  داکاډمۍ  دشناندو اوکارپوهانو له نظره ،  دایران پوځي قدرت  دملی امنیت او  پولو دساتنې  د ماډل په اساس پلان شوی دی .   په دغه ماډل کې  ایران   دمځکنۍ بشپړتیا  په ساتنې سره،په فارس خلیج حوزې کې دیوه اصلي قدرت په توګه  خپل ځاي او مقام تثبیت کړی دی .

    ا یران اسلامی جمهوریت دخپلې پوځي نظرئې په اساس په عمل کې  ښودلې ده چې   له امنیَت سره داړونده  موضوعګانو په وړاندې  هغه که  دسیمې په سویه  وي او که په نړیواله سویه ، دیوه سیمه ایز قدرت په توګه مسئولانه چلند کوي . خو  د دښمن او تیریګر په مقابل کې کلک دریږي . ددغه دریځ  روښانه پيغام دادی چې   ایران  ددښمنانو دپوځي ټاکنې په مقابل کې ، تل تیریګر ته دغاښ ماتونکي ځواب ټاکنه  په نظر کې لري  او تیریګر ته  به وسپنیز ځواب ورکړي .

ممکنه ده دپوځي چارو دځينو نظریه وړاندې کونکو  له نظره ،  اخلاق  دپوځي قدرت په چوکاټ کې  څه خاص  ځاي اومفهوم نه لري ، خو   دغه  لیدتوګه ، ټيک  دایران د اسلامی جمهوریت  دلیدتوګې ا وپوځي  نظرئې  مقابل ټکی دی .

داسلامی ایران له نظره ، پوځ اوپوځي قدرت ،  دنورو دګواښلو اویا نیواکګرۍ  وسیله  نه ده ، بلکې  پوځي اقتدار   له تیریګر سره  دمقابلې دتوان ددرلودلو په معنا او  دضرورت په بڼه کې ،  دګواښونو په مقابل کې ددفاعي  اقداماتو په چوکاټ کې  له یرغلیز قدرته  استفاده ده

=     داسلامی انقلاب سترلارښود او دټولو قواؤ  ستر قوماندان  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په هغې کتنې کې چې  په همداوروستیو کې ئې  دایران دپوځي صنائعو د دانش بنیان او  ځاي پرمختللي ټيکنالوجیو څخه کړې ،  په دې باب ئې پخپلو ویناؤ کې د دفاعي او یرغلیز  توان زیاتول ،  د یوه هیواد مسلم او  چورلټ حق  بللی  او  ددفاعي توان دزیاتولو  دلارې  د دوام په ضرورت په ټينګار سره  ئې  روښانه کړې ؛  په هغې نړۍ کې چې  سرزوري اوسلطه ګر قدرتونه  او د ډير کم انسانیّت ، وجدان او اخلاقولرونکي کسان واکمن وي ، او په هیوادونو له تیریو او دبې ګناه انسانانو  له وژلو هیڅ ویره او وحشت نه لري ،ددفاعي او یرغلیزو صنائعو  پراختیا  په بشپړ ډول یوه طبیعي خبره ده ، ځکه  دغه قدرتونه ترڅو  د هیواد اقتدار  احساس نه  کړي ،  نو  امنیت به تامین  نشي .

 دوي همداراز فرمائيلي دي ؛     په داسې شرائطو کې چې دنړۍ سرزوري قدرتونه  دخپل قدرت سیوری زیاتوي او دهغوي په وجود کې هیڅ ډول رحم   نه لیدل کیږي  او علنا  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  د وادونو په دستورو او روغتونونو باندې    بمبارۍ کوي  او په سلګونو بې ګناه  اوعام انسانان  په وینو او خاورو کې لیت پیت کوي  او هیڅ اورګان ا و  ادارې  ته  هم ځواب  ویونکي  نه  دي ، باید دفاعي قدرت او توان زیات شي  څو سرزوري قدرتونه  ګواښ احساس کړي . 

=    حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  دډل وژونکو  وسلو دمنع کیدا په  زمینې کې هم  فرمائيلي دي ؛ددفاعي صنائعو  دپراختیا لپاره  ځيني محدودیتونه هم لرو  او دکیمیائي او ایټمي وسلو په څیر ډل وژونکي وسلې  ددیني اواعتقادي  اصولو په اساس منع دي .

 دوي  البته ټينګار وکړ ،دکیمیائي  وسلو  ممنوعیّت  په یرغلیزې برخې کې دی ، خو  دکیمیائي حملې په وړاندې  په دفاعي برخو  کې د توان زیاتول څه فرق نه کوي .  د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز وفرمائيل ؛ له دغو محدودیَتونو پرته ،  نور په ټولو زمینو کې  دپوخي اودفاعي توان  دزیاتولو لپاره  هیڅ محدودیّت نشته  او  په دغو ډګرونو کې  پرمختګ یوه دنده ده  .::::

         دایران  اسلامی جمهوریت  دخپلو  دیني  اوانساني اعتقاداتو اود دفاعي نظرئې په اساس ، د ډل وژونکو وسلو  دتولید مخالف دی .  داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي  په کرتو  د ډل وژونکو وسلو جوړول اوورځيني  استفاده  حرامه بللې ده . دوي  د دوسلو  دختمولو  نړیوالې غونډې ته په یوه پیغام کې چې  د۲۰۱۰کال  په اپریل کې  په تهران کې ترسره شوه  ، د ډل وژونکو او ایټمي وسلو  پر حرام والي ټينګار وکړ .

 داسلامی انقلاب ستر لارښود  دایټمي وسلو په باب دایران دلیدتوګې  په بیانولو  سره روښانه کړې ؛  ایران اسلامی جمهوریت   له ایټمي اوکیمیائي وسلو  او دهغو په څير له نورو وسلو  استفاده  یوه ستره اونه بخښونکي ګناه  ګڼي . مونږله ایټمي وسلو دپاک مینځني ختیځ شعار  پورته کړی او اوس  هم ورته پابنده یوو .::::::::::  

  په دې باب دایران داسلامی جمهوریت دریځونه  د رسمي  سند په توګه   په دغې موسسې کې ثبت شوی دی .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  هم د ۲۰۱۳کال  په ستمبر کې  د ملګروملتو په  عمومی اسمبلۍ کې   دایټمي وسلو دختمولو په هکله  په یوې غونډې کې  دناپیّلي غورځنګ  د ۱۳۰هیوادونو  په نمایندګۍ  پخپلې وینا کې  له ایټمي وسلو دتولید ،پراختیا ،ابنارولو  او ورځيني داستفادې  دمنع کولو او  دهغود بشپړ نابودۍ د زمینې د برابرولو  په خاطر  دیوه نړیوال کنونشن  دترسره کولو لپاره  دخبرواترو دسملاسي پیلولو غوښتنه  وکړه . اسلامی ایران  همداراز وړاندیز وکړ ، دایټمي وسلو  دمنع کولو په زمینې  کې  په ۲۰۱۸کال کې  یوه ستر نړیوال کنفرانس ترسره شي او دهرکال د ستمبر  ۲۶ نیټه دې  دایټمي وسلو دبشپړ  نابودولو  دنړیوالې ورځې په توګه  ونومول شي  چې  دغه وړاندیزونه  د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ  هم  تصویب کړل . 

  دغه شفاف اوروښانه دریځونه  په دې معنا دي چې  دایران  پوځي قدرت  دسولې اوامنیت   په خدمت کې دی  او دایران د اسلامی جمهوریت  دفاعي اوپوځي قدرت په دغو کړنو سره  لومړنۍ خبره کوي .

(سیماب)

**********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه