تاریخ پاڼه شماره ۲۱۴
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له اوولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له نولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
پینځه سوه څلویښت کاله پخوا، د اته سوه اته نوېم هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اولسمه نیټه، یو نامتو ایرانی شاعر،ادیب او عارف نورالدین عبدالرحمان جامي، په هرات ښار کښې چې هغه وخت د ایران برخه وه او اوس په افغانستان کښې دی وفات شو . جامي له ماشومتوبه په هرات او سمرقند کښې د هغه وخت د رسمي علومو په زده کولو بوخت ؤ او په نظم او نثر کښې یې ډیر مهارت درلود. جامي په ځوانۍ کښې د هغه وخت له وتلیو عارفانو سره بلد شواو له دې لاره یې عرفان زده کړ او په دې لاره کښې یې سیر او سلوک ته مخه کړه او د هغه وخت وتلی عارف شو . جامي همدغه راز حجاز،بغداد،دمشق او څو نورو سیمو ته هم سفرونه وکړل ،وروستۍ عمر یې په هرات کښې تیر کړ. هغه د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد(ص) له اهل بیتو سره ډیره مینه درلوده او د عارفانه طبعي په دلیل یې هیڅکله د باچاهانو او شاهانو مدح ونکړه. له دغه ستر ایراني شاعر څخه ډیر نظمي او نثري آثار په یادګار پاتې دي چې پکښې د بهارستان،نفحات الانس، شواهد النبوه او هفت اورنګ کتابونو ته اشاره کولئ شو .
««««««««««««
څلور سوه پینځه اتیاکاله پخوا، د نهه سوه درې پنځوسم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اولسمه نیټه ، په شیخ بهايي مشهور یو ستر مسلمان عالم او فقیه بهاءالدین عاملي د لبنان په بعلبک ښار کښې وزیږید. د شیخ بهايي پلار د لبنان یو ستر عالم ؤ ،چې هغه یې په ماشومتوب کښې له ځان سره ایران ته راوسته . شیخ بهايي د خپل استعداد له مخې وکړئ شول په لنډه موده کښې د خپل وخت دود علوم زده او د استاذۍ درجی ته ورسیږي او په شیخ اسلام مشهور شي .له شیخ په عربي او فارسي ژبو کښې اته اتیا ټوکه کتابونه په یادګار پاتې دي چې له هغو ارزښتمنو کتابونوڅخه جامع عباسي ، کشکول، تشریح الافلاک او د کیمیا او ریاضۍ په علوموکښې څو پیاوړو آثارو ته اشاره کولئ شو .شیخ بهايي په یو زرو دیرشم هجري قمري کال کښې د ایران په اصفهان ښار کښې وفات شو .
««««««««««««
دوه سوه پینځه دیرش کاله پخوا، د اوولس سوه یو اتیایم ميلادي کال د اکتوبر په نولسمه نيټه، په امريکا کښې د انګريز ځواکونو قوماندان چارلس کورنواليس د امريکايي ځواکونو قوماندان جارج واشنګټن ته تسليم شو او په دا ډول د امريکا د خپلواکۍ جنګونه په رسمي توګه ختم شول. دغه جنګونه له اوولس سوه پینځه اویایم میلادي کال څخه د امريکايي کډوالو او انګريز استعمارګرانو تر مينځ شروع شول. د کډوالو له وروستي بریالیتوبه دوه کاله وروسته، په اوولس سوه درې اتیایم میلادي کال کښې د دواړو خواو تر مينځ يو تړون لاسليک شو چې د هغه لمخې برطانيې د امريکا خپلواکي په رسميت وپيژنده.
««««««««««««
شپږ شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه ویشتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په اته ویشتمه نيټه، شیعه فقیه، محدث، مفسر او اصولي آیت ا... جعفر نزاري نقدي وفات شو.
آیت ا... شیخ جعفر نزاري نقدي په دیالس سوه دریم هجري قمري کال کښې وزیږید او له ماشومتوب څخه یې له ادبي علم او لوړو زده کړو سره طبیعي فطري مینه درلوده. په څوارلس کلنۍ کښې د زده کړو د دوام لپاره نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ.
د لومړنیو او لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته یې د آیات عظام، آخوند ملا محمد کاظم خراساني، سید محمد کاظم یزدي او شیخ احمد کاشف الغطا او د خپل وخت د نورو استادانو په درس خارج کښې حاضر شو او لوړو علمي درجې یې ترلاسه کړې. په دې حال کښې د عراق د سویل شیعه میشتو یو شمير مؤمنانو په ټینګار او د خپل استاد علامه یزدي په امر سره د دین د تبلیغ او د اسلامي علومو د خپراوي او د شرعي دعواګانو د حلولو په موخه العماره سیمې ته ولاړ.
آیت ا... نزاري په العماره کښې له کابو لسو کالو اوسيدو وروسته د بغداد د شرعي محکمې غړی شو خو له لنډ وخت وروسته یې دغه دنده پريښودله او په نجف اشرف کښې یې تالیف او تدریس او د خلکو ارشاد ته ملا وتړله. له دغه اصولي فقیه څخه بيلابیل آثار په یادګار پاتې دي چې پکښې (الانوار العلویه و الاسرار المرتضویه)، (القوانین المنطقیه) او همداراز پر شرایع او معالم لمن لیکونو او شرح شمسیه کتابونو ته اشاره کولائ شو.
آیت ا... جعفر نزاري نقدي بالاخره د دیارلس سوه اویایم هجري قمري کال د محرم په اوومه نيټه په نجف اشرف کښې وفات شو.
««««««««««««
څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه شپږ اویایم ميلادي کال د اکتوبر په نولسمه نيټه، د فلسطين د پي ايل او نومې تنظيم يو لوړ رتبه چارواکی علی حسن سلامه د صهيونیسټ رژيم د جاسوسي تنظيم موساد د عواملو په دسيسې سره په لبنان کښې شهيد شو. هغه چې د پي ايل او امنيتي مسئول ؤ، د يو بم د چاودنې له امله چې په بيروت کښې د هغه په موټر کښې ايښودل شوی ؤ، ووژل شو. د لبنان په خاوره کښې د قدس شريف د نيواکګر رژيم دغه ترهګرو عملياتو يو ځل بيا وښودله چې د نورو هيوادونو په خاوره کښې ترهه ګري او تيری د دغه پراختيا غوښتونکي رژيم د بهرني سياست يو مهم اوزار دی.
««««««««««««
او له ننه دیارلس کاله پخوا، د دوه زره دریم ميلادي کال د اکتوبر په نولسمه نيټه، بوسنيايي سياستدان او ليکوال علي عزت بګوويچ وفات شو. هغه په نولس سوه پینځه ویشتم میلادي کال کښې وزيږيد او د بوسنيا د مرکز سارايو په پوهنتون کښې د حقوقو په څانګه کښې يې زده کړې وکړې. عزت بګوويچ له ځوانۍ څخه د يوګوسلاويې له پخواني کميونيسټ رژيم سره په مبارزه لاس پورې کړ او څو ځلې جيل ته ولاړ. هغه په نولس سوه نهه اتیایم میلادي کال کښې د ډيموکریټک اقدام ګوند بنياد کيښود چې په نولس سوه یو نوېم میلادي کال کښې د بوسنيا په خپلواکۍ کښې يې مهم رول درلود. دغه مسلمان سياستوال چې د بوسنيا له خپلواکۍ وروسته د دغه هيواد د ولسمشر په توګه غوره شو، د دغه هيواد په مسلمانانو باندې د صربيا او د بوسني صربيانو د حملې په دوران کښې د بوسنيا له خلکو څخه په دفاع کښې يو مهم رول ولوباوه. د جنګ له ختميدا وروسته عزت بګوویچ چې د بوسنيا د خپلواکۍ پلار بلل کيږي، دوه ځله د بوسنيا د مشرۍ د شورا په غړیتوب غوره شو. خو په دوه زرم میلادي کال کښې په خپله خوښه له اقتداره څنګته شو. علي عزت بګوويچ له سياسي فعاليتونو سربیره يو اسلامي ليکوال او د نظر خاوند ګڼل کیده او (د اسلامي غورځنګ مشکلات)، (اسلام د لويديځ او ختيځ ترمينځ) او (اسلامي بيانيه) نومې کتابونه يې ليکلي دي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش