تاریخ پاڼه شماره ۲۱۵
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له اتلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له شلمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو پینځه څلویښت کاله پخوا، د دولس سوه درې نوېم هجري قمري کال د محرم په اتلسمه نیټه، یو مسلمان عالم او فقیه حیدر قلی سردار کابلي په کابل کښې و زیږید. هغه د میرزا حسین نوري او سید صفی الدین حسن بن هادي کاظمي په شان استادانو له محضره استفاده وکړه او له آیت الاګانو سید حسن صدر، حاج شیخ عباس قمي، سید یحیی خراساني، شیخ آقا بزرګ تهراني او نورو څخه د روایت د نقل او اجازې په ترلاسه کولو بریالئ شو. سردار کابلي د معقولو او منقولو علومو له زده کولو سره سره د عربي، انګلیسي، عبري او اردو په شان د نړۍ د ژوندیو ژبو زده کولو ته هم ملا وتړله او هغه یې زده کړې. هغه په دیارلس سوه لسم هجري قمري کال کښې کرمانشاه ته ولاړ او په هغې محرومې سیمې کښې یې د خلکو ارشاد، د دین
تبلیغ او تدریس او تالیف ته مخه کړه. د ترجمه انجیل بر نابا کتاب او الاربعون حدیثا فی فضایل امیر المؤمنین د هغه له آثارو څخه دي. سردار کابلي په دیارلس سوه دوه اویایم هجري قمري کال کښې په نهه اویا کلنۍ کښې وفات شو او په نجف اشرف کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
یو سلو نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه نهم هجري قمري کال د محرم په اتلسمه نیټه، د شیعیانو ستر مرجع لوړ رتبه فقیه آیت ا... سید احمد خوانساري و زیږید. هغه په شل کلنۍ کښې نجف اشرف ته ولاړ او د محقق خراساني، سید محمد کاظم یزدي، شریعت اصفهاني او محقق ناییني په شان لویو استادانو په محضر کښې یې فیض حاصل کړ. آیت ا... خوانساري د اراک د علمیه حوزی له جوړیدا سره سم ایران ته راغئ او تدریس ته یې مخه کړه. هغه په اراک او قم کښې په کلونو له ارواښاد آیت ا... شیخ عبدالکریم حایري سره ملګرتیا او ‘ګډې هڅې درلودلې او د آیت ا... حایري یزدي په سرپرستئ کښې د قم د علمیه حوزې له جوړیدا وروسته یې د فیضیه مدرسې د جمعې امامت په غاړه واخیسته. آیت ا... خوانساري په دیارلس سوه اویایم هجري قمري کال کښې تهران ته راغئ او دلته کښې یې د سید عزیز ا... په مشهور جومات کښې د جمعې په امامت بوخت شو. آیت ا... خوانساري د عمر تر پایه پورې په تهران کښې ؤ اوسید او له وفاته وروسته په قم کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
یو سلو پینځلس کاله پخوا، د دیارلس سوه درویشتم هجري قمري کال د محرم په اتلسمه نیټه ، مسلمان عالم او فقیه آیت ا... شیخ محمد حسن ممقاني وفات شو. هغه پیاوړئ عالم او پرهیزګار مجتهد ګڼل کیده او په فقهي اصولو کې ېې زیات مهارت درلود. هغه له علمي مقام او منزلت سر بیره له روحي پلوه هم پیاوړئ شخصیت ؤ او هیڅکله ېې په دنیوي ښکلا زړه ونه تاړه . له آیت ا...ممقاني څخه په فقه کښې ارزښتمن آثار په یادګار پاتې دي چې د اسلامي احکامو په شرحه کښې (ذرایع الاحکام ) او په اصول فقه کښې( مجلدات البشری )کتابونو ته اشاره کولئ شو . همدا راز هغه د شیخ مرتضی انصاري په ارزښتمن کتاب مکاسب لمن لیک لیکلئ ده.
««««««««««««
یو سلو دیارلس کاله پخوا، د دولس سوه دوه اتیایم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، یو لوئ محدث متکلم او اصولي فقیه سید اسماعیل نوري طبرسي وفات شو. آیت ا... اسماعیل بن احمد نوري طبرسي مازندراني د دیارلسمې هجري لمریزې پیړۍ په لومړیو کښې د مازندران ولایت د نور ولسوالۍ په شا او خوا کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه د مقدماتي او مینځنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د خپلو زده کړو د دوام لپاره نجف اشرف ته لاړ. هغه په نجف اشرف کښې د شیخ مرتضی انصاري، میرزا حبیب ا.... رشتي او په میرزای بزرګ مشهور میرزا محمد حسن شیرازی پشمول د نامتو عالمانو په محضر کښې په درس خارج کښې د فقې او د فقې د اصولو زده کولو ته مخه کړه او په حدیث او کلام کښې هم استاد شو. دغه لوئ عالم پر تدریس سربیره د غوره کتابونو لیکلو ته هم ملا وتړله چې په فارسۍ درو ټوکو کښې کفایةالموّحدین چې یو ټوک يې د امامت په بحثونو کښې (عصمة الولایه) نومیږي او هم (وسیلة المعاد فی شرح نجاة العباد) او (اصول الفقه) له هغو څخه دي. آیت ا... سید اسماعيل نوري طبرسي بالاخره په کاظمین کښې له لقاء ا... سره یوځائ شو او د علوی شریف په صحن کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
دوه شپیته کاله وړاندې، د دیارلس سوه درې دیرشم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په نهه ویشتمه، د ایران په اسلامي شورا کښې د ایران او د تیلو د کنسورشیّم تر منیځ شوئ تړون تصویب شو. د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې د اته ویشتمې له کودتا څو میاشتې وروسته د لویدیځ د مرستو د جلبولو لپاره د هغه وخت لومړي وزیر جنرال زاهدي هغوئ ته د ایران د تیلو په صنعت کښې د پانګونې بلنه ورکړه. د خبرو اترو له څو پړاؤنو وروسته په نهایت کښې د دیارلس سوه درې دیرشم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په اته ویشتمه نیټه د ایران او کنسورشیّم تر مینځ تړون لاسلیک شو او د هماغه کال د تلې د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه د ایران په ملي شورا کښې تصویب شو. د دغه تړون نیټه پینځه ویشت کاله او د پینځه کلنو درو مرحلو یعني تر څلویښتو کلونو پورې د تمدید وړ وه. دغه تړون چې د ایران د تیلو د صنعت د ملي کیدا د قانون له تصویبیدا کابو څلور کاله وروسته لاسلیک شو، د ایران د ملت غوښتنو ته هیڅکله هم ځواب ویونکی نه ؤ. د انګلستان پخواني شرکت ته د درانې ګرمې ورکول، هغوئ د کنسورشیم څلویښت في صدي ونډو ورکولو ته په پام سره د هغه زیات امتیاز ورکولو په معنا ؤ چې د انګلستان حکومت ترلاسه کړ. همداراز د امریکا حکومت هم دغې معرکې ته ورودانګل او د ایران د تیلو په چورتالان او نغرولو کښې یې ځان شریک کړ. د دغه تړون له تصویبیدا وروسته، د آیت ا... کاشاني پشمول د روحانیونو او ولس مخالفتونه چې پخپله يې د تیلو د صنعت په ملي کیدا کښې مهمه ونډه درلوده، نندارې ته وړاندې شول او ډاکټر مصدق هم له زندانه ورسره مخالفت وکړ او په نهایت کښې نړیوالو غلو او نغرونکو ظاهرا د تیلو د صنعت د ملي کیدا د قانون په چوکاټ کښې او د ایران د زبیښاک او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره يې په اصل کښې یو ځل بیا د ایران پر تیلو خپله سلطه ټينګه کړه او تر پینځه ویشتو کلونو پورې يې خپل چورتالان ته دوام ورکړ.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د ایران د تیلو د صنعت کارکونکو او کارګرانو د باچا استبدادي رژیم په ضد د خلکو د مبارزو په بهیر کښې خپل عمومي کاربندیز پیل کړ. د دغه کاربندیز له امله بهر ته د ایران د تیلو صادرات غوڅ شول چې د باچا رژيم د خپلو عایداتو له خورا مهمې سرچینې د هغه د محروم کیدا په معنا وه او پر دغه رژیم يې ډیر زیات دباؤنه واچول. پر دې سربیره، نړۍ ته د ایران د تیلو د صادراتو غوڅيدا د تیلو د بیّو د ډيرې زیاتیدا لامل شوه. باچا رژیم په ګواښ او ویرولو سره هڅه وکړه، د تیلو د صنعت کارګران خپلو کارونو ته بیرته ستانه کړي. خو د ایران د تیلو په صنعت کښې کاربندیز د باچا رژیم تر نسکوریدا پورې دوام وکړ او د ایران انقلابي ولس هم د تیلو د کمښت له امله له ډيرو مشکلاتو سره سره د دغه کاربندیز ملاتړ وکړ.
««««««««««««
او له ننه پینځه کاله پخوا، د دوه زره یوولسم میلادي کال د اکتوبر په شلمه نيټه، د لیبیا د قوماندانۍ شورا مشر په ډګروال معمر محمد قذافي مشهور، عمر محمد ابومنیار له میاشتو نښتو او د دغه هيواد د انقلابیانو له لاسه له تيښتې وروسته د لیبیا په شمال کښې له سرت ښار سره نږدې ونیول او ووژل شو. قذافي په نولس سوه دوه څلویښتم میلادي کال کښې وزیږید. هغه د یونان او انګلستان په پوځي پوهنتونونو کښې زده کړې وکړې.
هغه په نولس سوه نهه شپیتم میلادي کال کښې وتوانید چې د لیبیا د افسرانو له ډلې سره یوځائ، په آرامه کودتا کښې د لیبیا د هغه وخت باچا محمد ادریس سنوسي حکومت نسکور کړي .
د ډګروال قذافي دوه څلویښت کلن حکومت، د افریقا په وچه کښې د واک یو تر ټولو اوږد پړاو ؤ.
قذافي په لومړي سر کښې د عربي نړۍ یو سوشیالیسټي ګروهنې لرونکی د عربي نړۍ یو انقلابي مشر یادیده، خو د شوروي له ړنګيدو وروسته، هغه سوکه سوکه لویدیځ ته ګروهنه پيدا کړه.
له تیونس څخه د اسلامي ویښتیا له پيليدا وروسته، د قذافي ظالم حکومت هم د دې څپې په لاره کښې ورغی.
له زین العابدین بن علي او حسنی مبارک وروسته، معمر قذافي دریم ظالم واکمن ؤ چې وپرځول او په همداسې ورځ ووژل شو.
له بده مرغه د قذافي د ظالم حکومت په پرځيدو سره د لیبیا د خلکو خوله خوږه نشوه او دغه هيواد د تکفیري او ترهګرو بهیرونو د تاوتریخوالو او څو ډلې ویشلو سره مخ شوی دی.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش