Oct 20, 2016 12:18 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۱۶

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له نولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له یویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د یو شپیتم هجري قمري کال د محرم په نولسمه نیټه، د امام حسین (ع) او د کربلا  نورو شهیدانو د کورنۍ غړیو پشمول د کربلا د بندیانو کاروان په عراق کښې له کوفې څخه د اموي حکومت پلازمینې دمشق ته روان شو. دغو بندیانو په تیره بیا حضرت امام سجاد (ع) او حضرت زینب (س) د خپلو عزیزانو د شهادت او په کوفې کښې د اسارت سختو شرایطو باوجود، په میړنتیا او زیرتیا سره د یزید بن معاویه پر ضد ایشواګرۍ ته مخه کړه او د کوفې خلک یې د خدائ د رسول (ص) ګران لمسي د حضرت امام حسین (ع) پر ضد په جنګ کښې د ګډون او د دغه جنایت په وړاندې د چوپتیا په وجه سخت و رټل. په کوفې کښې د کربلا بندیانو د یوې اونۍ شتون په پائ کښې د دغه ښار خلک ډیر سخت پیښمانه شوي وو او حتی د کوفې د واکمن عبیدا... بن زیاد پر خلاف د خلکو د پاڅون ویره وه. په همدې وجه هغه  دا ښه وګڼله چې د کربلا د حق غوښتونکي پاڅون پاتې کسان شام ته ولیږي.

««««««««««««

یو زرو دوه اویاکاله پخوا، د درې سوه شپږ شپیتم هجري قمري کال د محرم په نولسمه نیټه، په رکن الدوله دیلیمي مشهور د آل بویه کورنئ یو امیر حسن بن بویه وفات شو . هغه د ایران په جنوب او لویدیځ حکومت کاوه. د ویلو ده چې آل بویه د ایران له مشهورو مسلمانو کورنیو څخه ده چې له درې سوه شلم هجري قمري کاله ېې د ایران په پراخه سیمه ، عراق او د شام تر شمالي پولو حکومت کاوه. د دغې لړۍ یو شمیر امیرانو اسلامي علم او کلتور ته ارزښتمن خدمتونه کړې دی. د آل بویه باچا هانو د وخت  د ادیبانو او پوهانو ډیر قدر کاوه او خپل وزیران ېې له دغو پوهانو څخه ټاکل. دې کورنۍ له ځانه ډیر آثار په یادګار پریښي دي چې د بغداد عضدي روغتون او په لسګونو نورو روغتونونواو مدرسو ته پکښې اشاره کولئ شو .

««««««««««««

یو سلو درې اتیا کاله  پخوا،  د اتلس سوه درې دیرشم میلادي کال  د اکتوبر په  یویشتمه  نیټه، د سویډ  یو کیمیا پوه  او  د ډائنامایټ  ایجادونکی  آلفرډ نوبل  وزیږید.  هغه  د کیمیا له  علم  سره  ډيره  مینه  درلوده، ځکه  يې په  دې زمینه کښې ډيرې څیړنې پیل کړې  او د ډائنامایټ  په اختراع  بریالی شو. د نوبل  د تمې په اپوټه  حکومتونو او نظامونو، ډائنامایټ  په جنګونو کښې وکارول  او  د  ډيرو  زیاتو خلکو  د وژلو لامل شول.  نوبل چې  ډيره  زیاته شتمني  يې درلوده  او له  ډاینامایټ  څخه  يې  د دغه  شان  ناوړې استفادې تمه  نه  درلوده، خپله  ټوله شتمني يې جایزې  ته بیله کړه.  د هغه موخه  دا وه چې  دغه جایزه هر کال  داسې کسانو ته  ډالۍ شي چې  د ادبي، علمي  او نړیوالې سولې  په  زمینو کښې  ډير زیات خدمتونه کوي، خو  د نوبل د غوښتنې  په  اپوټه  نن  سبا   د هغه  د سولې  جایزې  سیاسي  اړخونه  پيدا کړي دي  او د لویدیځي سیاستونو د تبلیغ  لپاره  یوه وسیله جوړه شوې ده.

««««««««««««

یو سلو اووه دیرش کاله  پخوا،  د اتلس سوه نهه اویایم میلادي کال  د اکتوبر  په یویشتمه نیټه، توماس آلوا ایډيسن  لامپ  یا بلب  ایجاد کړ. د نولسمې پيړۍ په  دوهمې نیمايۍ کښې  په بیلابیلو علمي  اړخونو کښې  پر  ډيرو اختراعاتو سربیره، د  تودوخې  او  رڼا  د رامینځته کولو لپاره  د بریښنا له  ځواکه  په استفادې  کښې او  دغه راز  د ټرانسپورټ  په  وسایلو او د کارخانو د جنریټرانو  په کارولو کښې هم  ډير  پرمختګونه شوي دي.  البته  د بریښنا د ځواک کشف  له شپاړسمې او اوولسمې پيړۍ سره اړوندیږي  او له لومړنيو بریښنايي  وسایلو هم  په  اتلسمې  پیړۍ او  د نولسمې پيړۍ  په لومړنی نیمايۍ کښې استفاده کیدله. خو په نننۍ بڼه  د بریښنا له ځواکه  او د الیکټریکي  بلب  څخه  پراخه استفاده   د امریکا له  مشهور ایجادونکي  توماس  آلوا ایډیسن  سره  اړه  لري  چې  د ټيلیګراف، ټيلیفون، ګراموفون  او د فلم  جوړونې  او عکسونو په  اخیستو کښې يې نور  ډير اختراعات   هم  کړي دي. ایډیسن  ډير اختراعات کړي دي  خو  د اتلس سوه نهه اویایم  میلادي کال د اکتوبر په یویشتمه نیټه  د بریښنا لامپ یا بلب  جوړیدا  د هغه خورا لوئ ایجاد  شمیرل کیده  او  همدا  ایجاد  ؤ  چې  د ایډيسن  شهرت  يې اوج  ته ورساوه.

««««««««««««

یو سلو پینځه کاله  پخوا،  د  دولس سوه نوېم  لمریز کال  د تلې د میاشتې  په دیرشمه  نیټه، د هندوستان  او  انګلستان  پوځونه  د جنوب  د پولیسو  جوړولو لپاره  د ایران جنوب ته ولیږل شول. د مستوفي  الممالک  د صدراعظمۍ  په وخت کښې  چې  حکومت  د خلکو لپاره  د هوساینې  د رامینځته کولو او د امنیت  د بیرته  ټينګولو  په لټه کښې ؤ،  د انګلستان حکومت  د روسیې  د حکومت  په روغې جوړې او چلول   سره  د ایران د حکومت  لپاره سخت  خبردارۍ  ولیږه   او  د انګلتسان  او هندوستان  د تاجرانو د مالونو او  د کاروانونو د لوټلو او  ناکراریو ته په اشارې سره يې یادونه  و کړه  چې  په  دغه  بهیر سره  د انګلستان  حکومت ځان مجبوره ګڼي  څو  د ایران  او فارس په  جنوب  کښې  پوځي  قوا  جوړه  کړي  او د قزاقخانې  په څير  یوه اداره چې  روسانو د هیواد په  شمال  کښې اداره کوله،   په  جنوب کښې برابره  کړي.  په  دغه خبردارۍ کښې راغلي  وو چې  د دغو  ټولو چارو  لګښت  باید د ایران  حکومت  د فارس  د مالیاتو او د جنوب  ګمرکاتو  د ګټو له  ځایه   تامین کړي.  که  څه  هم   په ایران کښې پارلمان  د انګریزانو د دغې ناروا  غوښتنې   په  وړاندې  مقاومت  وکړ، خو  د لومړي نړیوال جنګ په پيلیدا سره   بوډا استعمار ګر  ځان  په ایران  وتپه  او  له  څه  موده  وروسته  يې   په  دغه  سیمه  کښې  د جنوب  پولیس  جوړ کړ.

««««««««««««

یو سلو پینځه کاله  پخوا،  د دولس سوه نوېم  هجري لمریز کال  د تلې د میاشتې  په  دیرشمه نیټه، ستر  دیني  عالم   او فقیه  آیت ا...  ملا علی  زنجاني  وفات  شو. د شیخ  محمد تقي  د درس  د حوزې  روزونکی او  د دیارلسمې قمري  پیړۍ  یو فقیه او عالم  ملا علی  زنجاني  د (هدایةُ لمسترشدین) نومې کتاب  خاوند  دی  او  دغه راز د شیخ مرتضی انصاري په وخت کښې يې ژوند کاوه  او  د  میرزا  حبیب ا...  رشتي  په  څير  ځيني  لویان  د هغه  شاګردان  وو. هغه  د تدریس  تر څنګ  د خلکو  د  دنیاوي  او  دیني  اړتیاؤ  د پوره کولو اهتمام  هم کاوه. له هغه په ځينو پاتې اثارو کښې د قرآن تفسیر، جوامع الاصول، السوال و الجواب، الصید و الزُباحة،  معدنُ الاسرار، نوامیس  الاصول  او  وسیلة النجاة  او  ځيني  نورو  ته  اشاره کولئ شو.

««««««««««««

او له ننه څلور شپیته کاله پخوا،  د  دیارلس سوه یو دیرشم هجري لمریز کال  د تلې د میاشتې  په  دیرشمه نیټه، د ایران  د هغه  وخت  د لومړي  وزیر محمد مصدق  د حکومت  خارجه وزیر  ډاکټر حسین فاطمي   د ایران  او انګلستان د اړیکو غوڅيدل  اعلان کړل.  دغه فیصله  د وزیرانو د کابینې  له تصویبیدا وروسته  په تهران کښې  د انګلستان  د سفارت  شازدافیر ته  وسپارل شوه.  ډاکټر  فاطمي  له انګلستان سره د ایران د اړیکو د غوڅيدا علت  د خپلو  حقوقو  په  پوره  کیدا  کښې  د ایران  د ملت  غوښتنو  ته  د دغه  حکومت  په تیره  بیا  د تیلو د صنعت  په  ملي کولو کښې بې پروايي  وبلله  او  د لندن چارواکو  ته يې وښودله  چې  د ایران  په  وړاندې  دې خپل سیاست بدل کړي. البته  د دغه  خبر  له  اعلانیدا څه موده  مخکې  ډاکټر مصدق   له انګلستان سره  د ایران  د سیاسي  اړیکو  د غوڅولو په باب  دغه هیواد ته خبردارۍ ورکړی  ؤ.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه