تاریخ پاڼه شماره ۲۱۷
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې لومړی نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له شلمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له دوه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو اویا کاله پخوا، د دولس سوه اته شپیتم هجري قمري کال د محرم د مياشتې په شلمه نېټه، مېرزا تقي خان امير کبير د صدراعظمۍ له عهدې څنګته شو. هغه د قاجار په دور کښې د ايران يو ډېر ستر سياستوال ؤ او يوه موده يې د ناصرالدين شاه باچا صدراعظمي پر غاړه درلوده. امير کبير يو خپلواکه، ايماندار، علم پروره او کلتور دوسته شخصيت ؤ او په ايران کښې د تعليم او تربيت او کلتور په زمينو کښې د پرمختللي افکارو او اصلاحاتو له بنسټګرو څخه ګڼل کيږي. هغۀ د ايران د اولس د سرلوړۍ په لار کښې زياتې هلې ځلې وکړې او د خپلې صدراعظمۍ په دور کښې يې زيات خدمتونه او اصلاحات ترسره کړل.امير کبير زياتې هڅې کولې چې د هېواد په چارو کښې د اغيارو له لاسوهنو څخه مخنيوئ وکړي او د سرمايه دارو او زورورو لخوا د ملي مالونو او ثروتونو لوټمارۍ ختمه کړي. د هغۀ له ډېرو مهمو اقداماتو څخه د دارالفنون مدرسې جوړولو، د ګټورو کتابونو خپرولو ، ژباړلو او د علمي او کلتوري ورځپاڼو خپرولو ته اشاره کولئ شو. د امير کبير خپلواکه او غېر اړونده شخصيت او د ايران د سرلوړۍ په لاره کښې د هغۀ هلو ځلو د بهرنيو قدرتونو غوسه او کينه راوپاروله او بالاخره د کورنيو او بهرنيو دښمنانو دغو دسيسو او دباوونو قاجار باچا د امیر کبیر څنګته کولو، جلاوطنۍ او په نهایت کښې وژلو ته مجبور کړ.
««««««««««««
اووه شپیته کاله مخکښې، د دیارلس سوه اته ویشتم هجري لمریز کال د لړم په لومړی نیټه، د ډاکټر محمد مصدق په مشرۍ د ایران ملي جبهه جوړه شوه. د ډاکټر محمد مصدق په شمول نولس تنه سیاسي کسانو د دیارلس سوه اته ویشتم هجري لمریز کال د تلې په اتلسمه نیټه، د ایران د ملي شورا د شپاړسمې دورې پر ټاکنو په اعتراض کښې په دربار کښې اعتراضي پرلتۍ ووهلې. همدغه کسان د لړم په لومړی نیټه د ډاکټر مصدق په کور کښې راغونډ شول او د هغه په مشرۍ یې د ایران ملي جبهه جوړه کړه. د دغه محاذ د هلوځلو په برکت د تهران او شا او خوا سیمو انتخابات باطل اعلان شول. کله چې ملي جبهه پارلمان ته ورسیده نو د اعالمانو او خلکو په ملاتړ سره یې د ایران د ولس استعماري ضده مشري په غاړه واخیستله. ترټولو مهم کار چې په هغه پړاو کښې د جبهې په مخکښ والي وشو، د ایران د تیلو د صنعت ملي کیدل او د ایران د تیلو له شرکته د انګلستان د لاس لنډیدل وو.
««««««««««««
یو څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه پینځه اویایم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، انګریز مورخ ( آرنلډ ټوین بي ) مړ شو. هغه په اتلس سوه نهه اتیایم میلادي کال کښې وزیږید. ټوین بي په لندن پوهنتون کښې د نړیوال تاریخ په څانګه کښې تدریس ته مخه کړه. هغه د تاریخ په زمینه کښې ګڼ شمیر تالیفات لري چې (په تاریخ کښې یوه څیړنه) په نوم کتاب له هغو څخه دی.
««««««««««««
نهه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په لومړی نیټه، د ایران د اسلامي انقلاب د ارواښاد مشر حضرت امام خمیني (رح) مشر زوئ آیت ا... سید مصطفی خمیني د باچا رژیم د امنیتي مامورانو په دسیسې سره د عراق په یوه سپیڅلي ښار نجف اشرف کښې پخپل کور کښې شهید کړائ شو. حاج آقا مصطفی په دیارلس سوه نهم هجري لمریز کال کښې په قم ښار کښې وزیږید او د لومړیو زده کړو له پوره کولو وروسته، د دغه ښار په علمیه حوزه کښې د اسلامي علومو په زده کړه بوخت شو. هغه د دیني علومو په زده کولو کښې د خپلې زیاتې هوښیارتیا او وړتیا په برکت علمي درجې پوره کړې او په اووه ویشت کلنۍ کښې د اجتهاد درجې ته ورسید او بیا یې لس کاله د نجف په علمیه حوزه کښې تدریس او ښوونه وکړه.
آیت ا... سید مصطفی خمیني د مبارزې په سختو کلونو کښې تل د خپل بزرګوار پلار حضرت امام خمیني (رح) تر څنګ ؤ، تر دې چې په داسې یوه ورځ د باچا رژیم د مزدورانو په لاس په شهادت ورسید.
««««««««««««
او له ننه اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په لومړی نیټه، د امریکې حکومت محمد رضا پهلوي ته اقامت ورکړ. د اسلامي انقلاب په بریالیتوب او له ایرانه د محمد رضا پهلوي په تښتیدو سره هغه د زیاترو هیوادونو لپاره د یو مزاحم په توګه ګڼل کیده ځکه چې هر هیواد ته د شاه ورتګ د هغه هیواد کورنۍ او بهرنۍ ګټې په خطر کښې اچولې. له بلې خوا امریکا چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته لاهم له ایران سره د اړیکو لرلو ته هیله منه وه، نه غوښتل چې د باچا په کوربه توب سره خپل اعتبار او موقعیت زیانمن کړي. سره له دې د دیارلس سوه اته پنځوسم لمریز کال د تلې د میاشتې په وروستیو کښې چې امریکې ته د محمد رضا سفر اعلان شو او د طبي درملنې او آرام ته د اړتیا مسئله یې مطرح شوه، د امریکې د هغه وخت ولسمشر جمي کارټر د محمد رضا او د هغه د ملګرو لپاره د اقامت په استولو سره هڅه وکړه چې په دغه هیواد کښې د شاه شتون د هغه په بدني مشکلاتو او ناروغۍ پورې اړوند وښئي، نه په سیاسي مسائلو پورې. دا کار په یو داسې موقعیت کښې وشه چې د اسلامي نظام مسئولانو د باچا د محاکمې لپاره له حکومتونو د هغه د سپارلو غوښتنه کړې وه.
په امریکا کښې د باچا شتون د لړم په دیارلسمه نیټه، د امام د لارې د پیرو محصلینو لخوا په تهران کښې د امریکې د جاسوسي ځالې د نیول کیدو یوه وجه ګڼله کیږي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش