Oct 23, 2016 14:16 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه  شماره  ۲۱۸

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دویمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له یویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له درویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو اته کاله پخوا، د څلور سوه دیرشم هجري قمري کال د محرم په یویشتمه نیټه، یو نامتو ایرانی عالم او محدث ابو نعیم حسن بن عبدا... اصفهاني وفات شو. هغه په درې سوه شپږ دیرشم هجري قمري کال کښې د ایران په مرکز اصفهان کښې وزیږید. لکه څنګه چې د هغه کورنۍ له پلار او مور دواړو پلوه علم لرونکي وه، ابو نعیم هم د هغو لاره خپله کړه او خپل ډیر معلومات یې له هغو څخه کسب کړل. په عین حال کښې هغه د خپل دانش د لا زیاتولو لپاره د خراسان، بغداد، کوفې، مکې او شام په شان د اسلامي نړۍ سیمو ته هم سفرونه وکړل تر دې چې په یوه نامتو پرهیزګاره عالم او محدث

بدل شو. ابو نعیم اصفهاني د خپل اوږد ژوند په موده کښې ډیر شاګردان وروزل او ګڼ شمیر کتابونه یې ولیکل چې پکښې د حلیة الاولیاء، دلایل النبوة او کتاب المهدي کتابونو ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

اووه سوه دولس کاله پخوا، د اوه سوه شپږ ویشتم هجري قمري کال د محرم په یویشتمه نیټه ، یو نامتو مسلمان عالم او فقیه په علامه (حلي ) مشهور حسن بن یوسف بن مطهر حلي وفات شو. هغه د عراق د حلې ښار اوسیدونکي ؤ او پلار ېې سدید الدین علی د وخت له نامتو عالمانو او پوهانو ګڼل کیده . علامه حلي له ماشومتوبه د قران کریم او دیني علوموپه زده کړه پسی ؤ ،او د وخت دود علوم ېې لومړئ له پلاره او بیا د خواجه نصیر الدین طوسي په شان  له پیاوړو عالمانو زده کړل او څه وخت وروسته د اجتهاد درجې ته ورسید .

استاد شهید مرتضی مطهري په خپل کتاب (آشناېې با علوم اسلامي ) کښې د علامه حلي په اړه داسې واېې : علامه حلي د وخت یو نابغه دی. هغه د فقهې ، کلام ، منطق فلسفې او رجال په برخو کښې ېې کتابونه لیکلي او کابو سل کتابونه د هغه له خطي یا چاپي  آثارو پیژندل شوي دي چې له هغو یوه برخه هم د نوموړي د نبوغ ثابتولو لپاره بسوالئ کوي .

علامه حلي له ګڼ شمیر ارزښتمنو آثارو سربیره په خپلو نه ستړي کیدونکو هڅو سره وکړئ شول چې پیاوړي شاګردان د علم او پوهې ډګر ته وړاندې کړي . د هغه په آثارو کښې کولئ شو (تذکرة الفقهاء) چې د بیلا بیلو اسلامي مذهبونو د نظریاتو په اړه دئ ، (نهج الایمان )چې د قران کریم تفسیر دئ او منتهي المطالب چې د اسلامي عباداتو په اړه بحث کوي، اشاره وکړو.

««««««««««««

اته اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه اووم  هجري  لمریز  کال  د  لړم  په  دویمه نیټه، د ایران  انقلابي سیاستوال  او  متفکر  آیت  ا... ډاکټر سید محمد حسیني بهشتي د ایران په یو مرکزي ښار اصفهان کښې وزیږید. آیت ا... بهشتي اتلس کلن  ؤ چې د خپلې علمي کچې د لوړولو لپاره  قم  مذهبي ښار ته  لاړ  او د امام خمیني (رح) په شمول  د دغه ښار د سترو عالمانو له  محضره یې ګټه پورته کړه. هغه په عین حال کښې د خپلې ډیرې  هوښیارتیا په  کارولو سره  پوهنتوني زده کړو ته  هم  دوام  ورکړ  او  د  فلسفې په برخه کښې د لیسانس  او  بیا  د دکترا په اخیستو بریالی شو.

دغه  مشهور عالم  په  دیارلس سوه څلور څلویښتم کال کښې د اسلام د تبلیغ لپاره په جرمني کښې د هامبورګ اسلامي مرکز ته لاړ. په  انګریزي، جرمن او عربي ژبو د آیت ا... بهشتي تسلط له هغه سره په جرمني او اروپا کښې د تبلیغي فعالیتونو لپاره  ډيره مرسته وکړه. ډاکټر  بهشتي  په  دیارلس سوه نهه څلویښتم  هجري لمریز کال کښې ایران ته له راستانیدا وروسته د پهلوي ډیکټاټوري رژیم  په خلاف خپلو مبارزو ته دوام ورکړ او  په  دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال کښې یې د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب کښې اغیزمن  رول  ولوباوه.

هغه  له  انقلاب  وروسته  هم  د امام خمیني (رح) د اعتماد وړ او یو توانمن مدیر په توګه په مهمو څوکیو وګمارل شو چې وروستی پکښې د هیواد د سترې محکمې مشري وه. په عین حال کښې آیت ا... بهشتي په منطق او استدلال  سره  له  بې  لارو او منافقو بهیرونو سره  فعالانه  مقابله  وکړه او بالاخره  یې خپل سر هم  له  دغې  مقدسې  مبارزې  قربان کړ. هغه او د هیواد نور دوه اویا چارواکي او شخصیتونه  د دیارلس سوه شپیتم لمریز کال په چنګاښ میاشت کښې د ایران د جمهوري اسلامي ګوند په غونډه کښې د منافقینو د ډلګۍ د عواملو لخوا د ایښودل شوي بم په ویرونکې چاودنه کښې شهیدان  شول.

له شهید بهشتي څخه ډیر آثار پاتې دي چې له هغو نه (خدا از دیدګاه قرآن) ، (بانکداری و قوانین مالی اسلام) او (نقش ایمان در زندګی انسان) نومې کتابونو ته اشاره کوی شو. امام خمیني(رح) د دغه بزرګواره شهید د شخصیت په بیانولو کښې په یوه لنډه جمله کښې وفرمایل: شهید بهشتي مظلومانه ژوند وکړ او په مظلومیت سره مړ شو او د اسلام د دښمنانو د سترګو اغزی ؤ.

««««««««««««

نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اووه څلویښتم میلادي کال د اکتوبر په درویشتمه نیټه، د فلسطین  د اسلامي  مقاومت  د  غورځنګ  مشر عبدالعزیز رنتیسي په  یبنا نومې کلي کښې وزیږید. عبدالعزیز رنتیسي د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال له جنګ وروسته د شپږو میاشتو ؤ چې کورنۍ یې د غزې  تړانګې ته پناه یوړه او د خان یونس د کډوالو په کیمپ کښې استوګن شو. د اسرائیلي ځواکونو په لاس د حماس د مشر شیخ احمد یاسین له ټرور کیدو وروسته د حماس په دننه کښې د غورځنګ مشري رنتیسي ته وسپارله شوه. په داسې حال کښې چې د شیخ احمد یاسین وروسته د حماس د مشر په توګه د رنتیسي د غوره کیدو یوازې  شپږویشت  ورځې  تیریدلې،  د   دوه زره څلورم میلادي کال  د اپریل په اوومه یعني د شنبې یا خالي په شپه  د غزې  د شمال په الغفري سیمه کښې په جلاء نومي سړک باندې د هغه ګاډی د اسرائیلو د پوځ د هوايي ځواک د جنګي هیلي کوپټر لخوا د هلفایر توغندي هدف وګرځید چې  له  امله یې اووه پنځوس کلن  رنتیسي  د خپلو دریو ملګرو سره  یوځائ  ووژل  شو.

««««««««««««

اووه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دویمه نیټه، فاضل او پرهیزګاره عالم آیت ا... میرزا جواد آقا تهراني  په  پینځه اتیا کلنۍ کښې وفات شو. هغه په تهران او قم کښې له ابتدايي زده کړو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د شیخ مرتضی طالقاني او محمد تقي آملي له محضره یې ګټه پورته کړه. میرزای تهراني دوه کاله په نجف کښې له پاتې کیدو وروسته تهران ته  راستون شو او څه موده  پس  یې په  مشهد کښې  د میرزای اصفهاني او شیخ مجتبی قزویني په شان بزرګانو له  درسه  ګټه  پورته کړه او په علم  او اخلاقو کښې لوړو درجو ته ورسید. د دغه  رباني  عالم  اخلاقي  اړخ  د هغو ټولو وتلو او مشهورو خصوصیاتو په پرتله چې  یې  درلودل، لا وځلید ځکه چې په  ډیرې  خاکسارۍ، تواضع او اخلاص سره به یې ژوند کاوه او  د اسلام  د تربیتي آدابو، د کورنۍ  د اسلامي حقوقو او  د ماشوم  د حق  به  یې  ډیر دقیق خیال ساته.

آیت ا... تهراني  د  مقدسې دفاع  په  دوران  کښې  د  بوډاوالي  سره  سره په ځلونو د جنګ  په  ډګرونو کښې ګډون  وکړ  او د بسیجي جامې  په  اغوستلو او د جبهې مخکښو او مقدمو کرښو ته په  تګ سره  یې  په جنګیالیو کښې ډیره پياوړې  او تاند بخښونکې روحیه رامینځته کوله. د اخلاقو له دغه استاد څخه ډیر آثار هم پاتې دي چې  بشري او اسلامي فلسفه، په  دوو  ټوکو کښې  میزان  المطالب، آئین زندګي او اخلاقي درسونه په شان کتابونه پکښې شامل دي.

««««««««««««

او له ننه درویشت کاله  پخوا، د  دیارلس سوه دوه اویایم  هجري  لمریز  کال  د لړم  په  دویمه  نیټه، د تهران  له  ویاړمنو عالمانو څخه  بزرګوراه  فقیه  آیت ا... سید احمد میرخاني  په  شپږ اویا کلنۍ کښې وفات شو. آيت ا... سید احمد میر خاني  په  دولس سوه شپږ نوېم  لمریز کال  کښې  په  تهران  کښې  زیږیدلی ؤ. د ابتدايي  زده کړو له پوره کولو وروسته  د دیني  علومو  د  زده کړې  په  مینه د قم  علیمه  حوزې  ته  لاړ او د حضرات آیات مرعشي نجفي، سید محمد حجت کوه کمره اي او سید محمد تقي خوانساري له محضره یې  ډيره  ګټه پورته کړه. هغه  قم  ته  د آیت ا... بروجردي  له  تګ  وروسته  د هغوئ  د درس  په کلاس کښې حاضر شو او د عمر تر پایه  پورې  یې  د دغه  ستر عالم  له  فقهي او اصولي بحثونو ګټه پورته کړه.

هغه  بیا تهران  ته  راستون شو او  د جمعې د لمونځ  ورکولو، د تهران  اطرافو ته  د مبلغانو لیږلو، د دیني کتابونو لیکلو او خپرولو، د جومات او علمیه حوزې  جوړولو او د ځوانانو د ارشاد کارونو ته مخه کړه. د هغوئ  له  قلمي آثارو څخه په دوو ټوکو کښې (آیات الاحکام) او (سیر حدیث در اسلام) نومونه اخیستلئ شو.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه