تاریخ پاڼه شماره ۲۱۹
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له دوه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
نهه سوه اته اویا کاله پخوا، د څلور سوه شپیتم هجري قمري کال د محرم الحرام په دوه ویشتمه نیټه، په شیخ الطائفه مشهور داسلامي نړۍ ستر فقیه،عالم او محدث شیخ محمدبن حسن طوسي وفات شو . هغه په درې سوه پینځه اتیایم قمري کال کښې د ایران په شمال ختیځ طوس ښار کښې وزیږید او له مقدماتې زده کړو وروسته عراق ته ولاړ. هغه په دې ښار کښې د شیخ مفید او سید مرتضی علم الهدی په څیر د اسلام له سترو عالمانو درس زده کړ او څه موده وروسته یې د علم او پوهې لوړې درجې ترلاسه کړې اووروسته یې تدریس ته مخه کړه . شیخ طوسي له کلونو وروسته د عراق په نجف ښار کښې د علمیه حوزي بنسټ کښیښود. دغه دیني مرکز زر کلن لرغونتوب لري او د اسلامي علومو د زده کولو یو ستر مرکز دی . له شیخ طوسي د قرآن د تفسیر،فقهې ، د فقهې د اصولو ، اخبار او حدیثو په زمینه کښې ډیر ارزښتمن آثار او لیکنې پاتې دي . د شیخ طوسي د تفسیر التبیان کتاب لس برخې او یوه سریزه لري او د قرآني علومو او تفسیر په هکله دی او زیاترو څیړاندو په اعتراف هغه تفسیر دی چې ډول ډول قرآني علوم پکښې شاملیږي. له دی سربیره شیخ طوسي د حدیثو په علم کښې ماهر استاذ ؤ او د دغه علم د تدوین یومخکښ بلل کیږي او د هغه دوه کتابونه تهذیب او استبصار د فقهې د اصولو او د شیعیانو د حدیثو اصلي سرچینې دي.
««««««««««««
یو سلو دوه نوي کاله پخوا، د دولس سوه درېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دریمه نیټه، د ایران د فتح علی شاه زوئ او ولیعهد عباس میرزا مړ شو. هغه د قاجار یو شهزاده او د آذربایجان والي ؤ چې په یوولس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال کښې د آمل ولسوالۍ د لاریجان سیمې په شا او خوا کښې زیږیدلی ؤ. هغه د قاجار یو خورا ښکلی او خوشنام شهزاده دی چې په هغو پيښو کښې چې په ایران د هغه د پلار د اووه دیرش کلنې باچایۍ په دیرشو کلونو کښې وشوې، مهم او د لومړۍ درجې رول درلودلی دی. د هغه په اقداماتو کښې اروپا ته د محصیلینو لیږل، په پوځ کښې اصلاحات، د ایران د لیدو لپاره اروپایانو ته بلنه او همداراز له روسانو سره په جنګ کښې د ایران د پوځ قومانداني شامله وه. عباس میرزا د خپل ژوند په وروستیو کښې په عبادت او دعاګانو لګیا شو او په ورځې کښې به دوه ځله د حضرت امام رضا (ع) حرم ته پیاده تلو او بالاخره په شپږ څلویښټ کلنۍ کښې وفات شو او د هغه د مرګ په وخت د هغه د وصیَت په اساس د حضرت امام رضا (ع) د حرم په شا او خوا کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
درې نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه دویم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دریمه نیټه، د احمد شاه قاجار لخوا رضا خان میر پنج د ایران صدارعظم وټاکل شو. کله چې مشیرالدوله د احمد شاه قاجار لخوا صدراعظم منصوب شو، نو رضا خان د حکومت په کابینې کښې د جنګ د وزیر په توګه شتون درلود. څه موده وروسته یې ، رضا خان چې د لا زیات قدرت لپاره په فرصت پسې ؤ، لومړی وزیر وګواښه او د هغه د ویریدا او ورپسې يې د استعفی ورکولو لاملونه را ولاړ کړل. مشیرالدوله هم پوهید چې د لښکر له قوماندان او د هغه له پلویانو سره به په یوه څنګ کښې د پاتیکیدو وړتیا ونه لري، نو ځکه د تلې د میاشتې په وروستیو کښې احمد شاه ته ورغی او هر ترتیب سره چې وو، هغه يې راضي کړ څو د هغه استعفی ومني. باچا د هغه استعفی منلو ته مجبوره شو او د آيت ا... سید حسن مدرس او د هغه د ملګرو له مخالفت سره سره يې د دیارلس سوه دویم هجري لمریز کال د لړم په دریمه نیټه، د لښکر قوماندان د رئیس الوزرا په توګه معرفي او منصوب کړ او له یوې اونۍ وروسته پخپله اروپا ته روان شو. له ایرانه د احمد شاه قاجار په وتلو سره رضا خان هرکاره شو او له دې وروسته يې په دماغو کښې د حکومتي نظام د بدلولو مقدمات برابر کړل. احمد شاه په داسې حال کښې چې له هیواده تلو،ویې ویل چې نه پوهید د هغه د بیرته ستنیدا خیال يې نه کیږي او په دغه سفر کښې به تاج او تخت له لاسه ورکړي او رضا میر پنج به د یوه بل حکومت بنسټګر شي.
««««««««««««
یو اویا کاله پخوا، د نولس سوه پینځه څلویښتم ميلادي کال د اکتوبر په څلورويشتمه نيټه، د ملګرو ملتو اداره د يوې ډيرې سترې نړيوالې ادارې په توګه د ملتونو د ټولنې چې د دوو نړيوالو جنګونو ترمينځ وختونو کښې يې فعاليت کاوه، ځائ ونيوه. په دويم نړيوال جنګ کښې د متفقينو حکومتونو يعني امريکې، شوروي، برطانيې او فرانسې استازيو د دغه جنګ په دوران کښې په يو لړ خبرو اترو کښې د ملګرو ملتو د جوړولو مقدمات برابر کړي وو. بالاخره په امريکه کښې په سان فرانسيسکو کانفرنس کښې د نړۍ د پنځوسو هيوادونو استازيو د دغې ادارې تاسيس او اساسنامه تصويب کړه. د ملګرو ملتو مرکزي دفتر په نيويارک کښې دی او شپږ اصلي ارکان لري چې په دا ډول دي: عمومي اسمبلي، د امنيت شورا، اقتصادي او اجتماعي شورا، د قيموميت شورا، د عدليې نړيوال ديوان او دبيرخانه.
د ملګرو ملتو عمومي سیکتر د امنيت د شورا په سپارښتنه او د عمومي اسمبلۍ په تصويب سره غوره کيږي. د ملګرو ملتو د تاسيس اهداف هغه ډول چې په منشور کښې يې راغلي دي، د نړيوالې سولې او امنيت ساتنه، د ملتونو ترمينځ د دوستانه اړیکو پراختيا، د اقتصادي، اجتماعي او کلتوري مسائلو هواري او همداراز د بشري حقوقو او بنيادي ازاديو احترام ته د هڅولو لپاره نړيوالې ملګرتياوې دي. که څه هم ملګرو ملتو په ځينو زمينو کښې برياليتوبونه درلودلي دي خو د امنيت په شورا کښې د پيځو هيوادونو يعني امريکې، روسيې، فرانسې، برطانيې او چين لپاره د ویټو د حق شتون د دې سبب شوئ دی چې دغه شورا د ملګرو ملتو د اصلي رکن په توګه د ويټو د حق لرونکو په تيره بيا د امريکې د سياستونو تابعه وي. دا په داسې حال کښې دي چې د دغې ادارې عمومي اسمبلي چې ټول غړي هيوادونه پکښې شامل دي، دومره څه اختيارات نلري. په ملګرو ملتو کښې د هيوادونو ترمينځ دغه تبعيض او بې انصافي نه يوازې د دغې ادارې کارنده توب کم کړی دی بلکې د زياترو هيوادونو اعتراض يې هم راپارولی دی.
««««««««««««
او له ننه شپاړس کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دریمه نیټه، د ایران یو شاعر او ترانه غږونکی فریدون مشیري وفات شو. هغه د دیارلس سوه پینځم هجري لمریز کال د وږې د میاشتې په دیرشمه نیټه، په تهران کښې زیږیدلئ ؤ. مشیری د شعر ویل هماغه ځوانۍ یعني په کابو پینځلس کلنۍ کښې پیل کړل. د هغه د شعرونو لومړنۍ ټولګه د هغه په اته ویشت کلنۍ کښې په (تشنه توفان) نامې سره د محمد حسین شهریار او علی دشتي په سریزې سره په دیارلس سوه څلور دیرشم هجري لمریز کال کښې چاپ شوه .د هغه خورا مشهور اثر (کوچه) نومیږي چې د دیارلس سوه نهه دیرشم هجري لمریز کال د غوايي په میاشتې کښې په (روشنفکر) نومې اونیزې کښې چاپ شو. دا شعر د فارسي ژبې یو خورا نوی، ښکلی او عاشقانه شعر دی . هغه په دیارلس سوه درې دیرشم هجري لمریز کال کښې له میرمن اقبال اخوان سره واده وکړ او اوس يې د بهار او بابک په نامو سره دوه بچیان په یادګار پريښودلي دي. مشیری تر کلونو کلونو پورې له ناروغۍ کړیده او بالاخره د دیارلس سوه نهه اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په دریمه نیټه، په څلور اویا کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش