Oct 25, 2016 12:21 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه شماره  ۲۲۰

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له درویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له پینځه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو یو څلویښت کاله پخوا، د دولس سوه اوه نوېم هجري قمري کال د محرم په درویشتمه نیټه، یو ستر مسلمان عالم او پوه علامه ملا محمد مهدي نراقي وفات شو. دغه لوړ رتبه عالم په ایران کښې د مقدماتي زده کړو د دوران له تیرولو وروسته د خپلو دیني معلوماتو د لا زیاتولو لپاره په عراق کښې د نجف علمیه حوزې ته ولاړ او د هغې حوزې نامتو استادانو له محضره یې فیض حاصل کړ. ملا مهدي نراقي له پریمان زیار سره زده کړو ته دوام ورکړ او د بیلا بیلو دیني علومو په څانګو کښې یې زیات مهارت وموند. هغه له هغې وروسته څیړنې، تدریس او د ډول ډول کتابونو تالیف ته مخه کړه. جامع السعادات د علامه نراقي له مشهورو کتابونو څخه دی. هغه په دغه ارزښتمن کتاب کښې د اخلاقي موضوګانو  په هکله ښکلي بحثونه کړي دي. د هغه یو بل کتاب انیس الموحدین نومیږي. په دې کتاب کښې د اسلام د دین اصول په آسانه ژبه بیان شوي دي او د کتاب لوستونکئ د اسلامي نړۍ لیک سره آشنا او بلدیږي.

««««««««««««

یو سلو پینځه دیرش کاله پخوا، د اتلس سوه یو اتیایم میلادي کال  د اکتوبر په  پینځه ویشتمه نیټه، د اسپانیا یو  نقاش  پابلو پیکاسو  وزیږید. پیکاسو  د کوبیزم  سټایل بنسټګر  دی، داسې سټایل یا سبک چې د فرانسې په نقاشانو کښې  ډير  په چټکۍ سره  دود شو. هغه  ډيرې  تابلوګانې وپنځولې  او تل  يې  هڅه  کوله،  د کوبیزم سټایل  پراخ کړي. د (آپينیّن پيغلې) نومې تابلو  د کوبیزم  د سبک  پیلامه ده  او په دې سټایل کښې د پیکاسو  خورا ستر اثر (ګوئرنیکا)  دی. پیکاسو  په دغه تابلو کښې  داسې وحشت چې  د اسپانیا  په داخلي جنګونو کښې د ګوئرنیکا ښآر د بمباریدا له امله  هغه لیدلی ،انځور کړی دی.  پیکاسو  د نولس سوه درې اویایم میلادي کال په اپریل کښې مړ شو.

««««««««««««

دوه پنځوس کاله مخکښې، د دیارلس سوه درې څلویښټم  هجري  لمریز کال د لړم د میاشتې په څلورمه نیټه، حضرت امام  خمیني (رح) چې تازه  د باچا د رژیم  له  جیله  آزاد  شوئ  ؤ، د  یوې  وینا کولو په  ترڅ  کښې  یې  په  ایران  کښې د کیپیچولیشن یا امریکايي اتباعو ته د قضايي خوندیتوب  د ورکړې په قانون  باندې  سخت  اعتراض  وکړ. حضرت  امام خمیني (رح) پخپله اعتراضي  وینا  کښې  همداشان  امریکا  او  صهیونیسټي  رژیم  سخت وغندل.

د کیپیچولیشن او د باچا رژیم  په خلاف  د امام خمیني څرګندې ویناوې د خلکو د خبریدو او د رژیم  د قهر سبب شوې، دا شان  چې  باچا رژیم  د هغه حضرت  لپاره  نوي  محدودیتونه  او  بندیزونه  وټاکل او څو ورځې پس یې امام  ونیوه  او  وړومبی  یې ترکیې او بیا یې عراق ته  جلاوطن کړ.

««««««««««««

پنځوس کاله پخوا، د  دیارلس سوه پینځه څلویښتم هجري لمریز کال  د لړم  د میاشتې  په  څلورمه  نیټه، د ایران  ملي  ټیلیویژن  په  ازمیښتي توګه  کار  پیل کړ. په دیارلس سوه دیرشمه لسیزه کښې د ایران د ملي راډیو او ټیلیویژن د ادارې  جوړیدل  مطرح شول خو د دې طرحې عملي کیدل کلونه کلونه وځنډیدل. د تصویر یعني ویډیو تولیدول هغه هم په ورځې کښې د څو ساعتونو لپاره، دومره  آسان  کار نه ؤ او خصوصي او سترې پانګې ته یې اړتیا لرله. په  همدې  وجه  د خصوصي  برخې  سرمایه  دار  حبیب ا...  ثابت پاسال  د وخت حکومت  ته  د یو ټيلیویژني بوسټر د جوړولو وړاندیز وکړ او حکومت هم د هغه دا وړاندیز ومنه او د دې لپاره چې دغه کار قانوني بڼه ولري، ملي شورا د دیارلس سوه اووه دیرشم هجري  لمریز کال په چنګاښ میاشت کښې د څلورو تبصرو یوه ماده تصویب کړه چې له مخې یې اجازه ورکړئ شوه، په تهران کښې د پوسټ، ټیلیګراف او ټيلیفون د وزارت تر پوشش لاندې  یو  ټیلیویژني بوسټر جوړ شي. دغه  بوسټر  تر  پینځو کالو پورې د مالیاتو یا ټیکس له ورکولو معاف ؤ او ټولو پروګرامونو به یې د انتشاراتو د لویې ادارې  د مقرراتو او اصولو پیروي کوله.

دغه  بوسټر  چې  د ایران ټیلیویژن نومول کیده، په پيل کښې هره ورځ د مازیګر له شپږو نه د شپې تر لسو بجو پورې پروګرامونه خپرول. د ایران ټیلیویژن په پیل کښې په بشپړه خصوصي توګه چلیده او لګښتونه یې د ټیلیویژني اشتهاراتو له  لارې  برابریدل.

««««««««««««

او له ننه شپږ دیرش کاله  پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم  هجري  لمریز  کال د  لړم  د  میاشتې په څلورمه نیټه، د ایران خرمشهر  ښار  د عراق  د تیري ګرو بعثي ځواکونو  تر  نیواک  لاندې  راغئ.  د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري  لمریز کال د لړم  په  دریمه نیټه، بعثي  دښمن  د خرمشهر په  محاذ  کښې  د  دیره  لښکرو په  برابرولو او سنبالولو او همداشان دغې جبهې ته  د تازه دمه ځواکونو په  وربللو سره په  ښار باندې  یو پراخ یرغل پیل کړ او له یوې نابرابرې جګړې وروسته، د خرمشهر سړکونو ته  ننوتل.

د خرمشهر خلک او جنګیالي  په  ستر جهاد سره  د دښمن  په  وړاندې  ودریدل او  د خرمشهر  د  ستر  پل  په  اطرافو کښې یې حماسې وزیږولې. خو بالاخره  د لړم  د څلورمې  په  غم لړلي ماښام  د خرمشهر لویدیځه برخه د دښمن لاس ته ورغله او د خرمشهر ترخه  ټریجیډي  اوج  ته  ورسیدله. پاتې مدافع  ځواکونو د  ښار  د ختیځ  په  لور شاتګ  وکړ او بالاخره  په  ټولو  پایداریو او سرښیندنو سره خرمشهر د تیري ګر  دښمن  په  بشپړ  نیواک کښې وراغئ. که څه هم خرمشهر په  دغه  ورځ  سقوط  وکړ خو  د  دغه  ښار د مدافعانو مقاومت، ایثار او سرښیندنه په تاریخ کښې تل پاتې شوه. د خرمشهر مدافعانو په ټولو پرمختللو وسلو د سنبال  دښمن په وړاندې په څلور دیرش  ورځني مقاومت کښې  په  تشو لاسونو او یوازې په  یو څو سپکو وسلو او آر- پي - جي سره له ځانه  یو  ویاړمن  او ځلانده تاریخ  پریښود. د خرمشهر په سقوط  او پرزیدو سره  دښمن  د کبر او غرور په اوج  کښې  د  ښار  د کورونو، بندر او  ګمرک  لوټل  پيل  کړل  او  د ښار  ډیر ملکي خلک  اسیران  کړائ  شول.

خو یونیم کال وروسته ایراني ځوانانو د خرمشهر په آزادولو سره یوه بله حماسه وپنځوله او د خرمشهر د آزادیدو ورځ، د ایرانیانو په تاریخ کښې د دریدنې  او  پایدارۍ  د ورځې  په  توګه  تل  پاتې  شوه.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه