تاریخ پاڼه شماره ۲۲۱
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له څلور ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له شپږ ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو شپږ شپیته کاله پخوا، د دولس سوه دوه اویایم هجري قمري کال د محرم په څلورویشتمه نیټه، یو ستر شیعه پوه حاج ملا محمد تقي استرآبادي وفات شو. ملا محمد تقي بن محمد اسماعیل د شیعیانو له مشهورو عالمانو څخه دی. هغه په صاحب هدایة المسترشدین مشهور له محمد تقي بن محمد رحیم تهراني څخه د اجتهاد اجازه ومونده او څوارلسو کالو مودې پورې یې د نجف او کربلا عالمانو په محضر کښې شاګردي وکړه. ملا محمد تقي استر آبادي په یو زرو دوه سوه یو اویایم قمري کال کښې چې د استر آباد په پولو کښې ګډوډۍ رامینځته شوې، ناصر الدین شاه ته د پیښې د بیانولو لپاره تهران ته راغئ خو له ستانیدا مخکښې همدلته وفات شو.
««««««««««««
څلور اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور پنځوسم هجري قمري کال د محرم په څلورویشتمه نیټه، د اردو ژبې مشهور شاعر او ډرامه ليکونکئ آغا محمد شاه چې حشرکاشميري تخلص يې لرۀ وفات شو. هغه د هندوستان له مسلمانانو څخه ؤ او په دولس سوه شپږ نوېم هجري قمري کال کښې په بنارس ښار کښې وزېږید. آغا محمد خان خپلې زدکړې د قران شريف په قرائت او حفظ سره پیل کړې او وروسته يې عربي اوفارسي ژبې د بنارس له مشهورو استادانوڅخه زده کړې. هغۀ يوه موده پس شاعرۍ او ډرامه ليکلوته مخه کړه او خپله لومړنی ډرامه يې (د مينې نمر) په نوم وليکله. له آغا حشر کاشميري څخه شپږ دېرش ډرامې په يادګار پاتې دي او تر ټولو غوره اثر يې (ځنګل ته د سينا جلاوطني) نوميږي چې په هندي ژبه کښې ليکل شوې ده. د هغه په لیکنو کښې د لیکنې روده یې ډیره ساده او روانه ده. د آغا حشرکاشميري ليکنې له طنزه خالي نۀ دي او پکښې د ژوند مشکلات او حقایق په تاثير کوونکي او تمثيلي توګه مطرح شوي دي.هغۀ په شاعرۍ کښې هم يو روان طبيعت لرۀ.
««««««««««««
نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اووه څلویښتم ميلادي کال د اکتوبر په شپږويشتمه نيټه، له انګلستان څخه د هندوستان له خپلواکۍ او له هنده د پاکستان له بيليدو وروسته، د جمو او کشمير سټراټيجکه سيمه له هندوستان سره يو ځائ شوه. ټاکل شوې وه چې جمو او کشمير چې اکثريت اوسيدونکي يې مسلمانان دي، له پاکستان سره يوځائ شي خو د دغې سيمې واکمن د هندوستان او انګلستان په تحريکولو سره د خلقو د غوښتنې باوجود له هند سره يوځائ کيدو ته ترجيح ورکړه. د دغې موضوع له اعلانه وروسته، پاکستان پر جمو او کشمير په حملې سره د دغې سيمې يوه برخه ونيوله. له هغه وخت نه تر اوسه پورې هند او پاکستان د دغې سيمې په سر دوه ځل له يو بل سره جنګیدلي دي او په دې لړ کښې د هند او پاکستان ترمينځ تاوتريخوالی هم هغه شان دوام لري.
د ملګرو ملتو اداره د جمو او کشمير د برخليک د ټاکلو لپاره د ريفرينډم کولو غوښتونکي شوې ده. پاکستان دغه مصوبه منلې ده خو هندوستان تراوسه له دغه وړانديز سره مخالفت کوي.
««««««««««««
درې څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په پینځمه نیټه، یو نامتو فقیه او عالم آیت ا.... سید احمد زنجاني وفات شو. آیت ا... سید احمد زنجاني په دولس سوه نهه شپیتم هجري لمریز کال کښې وزیږید او د زده کړو مقدماتي او مینځنۍ سویې یې پخپل زیږنځائ زنجان کښې پائ ته ورسولې. وروسته د زده کړو د دوام لپاره د قم علمیه حوزې ته لاړ او د آيت ا... عبدالکریم حایري یزدي او وروسته يې د آیت ا... سید محمد حجت کوه کمره اي له محضره استفاده وکړه. د آیت ا.... حجت له وفاته وروسته، د فیضیه مدرسې د جمې لمانځه اقامه په رسمي توګه د آیت ا... زنجاني په غاړه شوه. آیت ا... زنجاني له دیارلس سوه شلمې هجري لمریزې لسیزې څخه له حضرت امام خمیني (رح) سره بلد شو او د دغو دواړو بزرګوارو په شتون سره يې په ډيرو علمي غونډو کښې ګډون درلود. له هغه یو شمیر ارزښتمند کتابونه په یادګار پاتې دي چې له هغو څخه اربعین، آفواه الرجال، فروقُ الاحکام او څو نورو کتابونو ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په پینځمه نیټه، یو اوسمهاله ایرانی څيړاند او نامتو پوه سید جلال الدین محدث ارموي وفات شو. هغه د دولس سوه درې اتیایم هجري لمریز کال په لیندۍ میاشت کښې په ارومیه ښار کښې وزیږید. دغه نامتو استاد له مطالعې او دغه راز د حدیث په علومو کښې له څيړنو سره ډيره مینه درلوده او په ځواانۍ کښې د ارومیه د یوه عالم آیت ا... سید حسین عربباغي له خوا سره له دې چې د روحانیّت په لیکه کښې نه ؤ، د محدث لقب ورکړل شو. استاد محدث ارموي همداراز د منقولو علومو په څانګه کښې د الهیاتو ډګري ترلاسه کړه او د تهران په معقولو او منقولو علومو په پوهنځي کښې يې تدریس کاوه. پر دې سربیره دغه لوئ مدرس او استاد له مراجعو او عالمانو ډير نور مجوزونه هم ترلاسه کړل چې په هغو کښې د آقا بزرګ تهراني او شیخ محمد علي معزي د زفولي څخه د روایت مجوزونه هم شامل دي. هغه د وروستۍ زمانې د حدیثو او ادبي علومو یو خورا زیارکښ څيړاند ؤ. هغه کتابونه چې هغه سم کړي او څيړلي او چاپ کړي يې دي څه د پاسه پینځه څلویښت ټوکو ته رسیږي. په څلورو ټوکو کښې د عشق او محبت ، ایمان او رجعت کتابونه او تشریح الزلازل با حادیث الافضل او هم د دعای ندبه په شرحې کښې کشف الکربة چې د هغه د شپیته کلن زیار نتیجه وه، د دغه څيړاند استاد په آثارو کښې شامل دي. استاد جلال الدین محدث ارموي بالاخره د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په پینځمه نیټه وفات شو او په ری ښار کښې د حضرت عبدالعظیم په حرم کښې موجود د شیخ ابولفتوح د قبر په شا او خوا کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
او له ننه یویشت کاله پخوا، د نولس سوه پینځه نوېم ميلادي کال د اکتوبر په شپږويشتمه نيټه، د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي سيکتر او د قدس د غاصب رژيم په خلاف يو فعال مبارز ډاکټر فتحي شقاقي د مالټې هیواد په پلازمینه مالټا کښې د صهيونيسټ رژيم د جاسوسي تنظيم د عواملو په لاس شهيد شو. شهيد شقاقي په نولس سوه یو پنځوسم ميلادي کال کښې د غزې ښار د فلسطيني کډوالو په کيمپ کښې وزيږيد. هغۀ لومړی معلمۍ ته مخه کړه، بيا ميډيکل کالج ته لاړ او له زده کړو وروسته د بيت المقدس په يو روغتون کښې په کار بوخت شو. شقاقي په ځوانۍ کښې د صهيونیسټانو په خلاف خپل سياسي فعاليت پیل کړ او په نولس سوه اته شپیتم میلادي کال کښې له اسلامي جهاد غورځنګ سره يو ځائ شو. هغه په نولس سوه نهه اویایم ميلادي کال کښې د حضرت امام خمیني (رح) په هکله د يو کتاب د تاليفولو په وجه په مصر کښې بندي شو. شهيد شقاقي له اوږدو او نه ستړې کيدونکو مبارزو وروسته د اسلامي جهاد د غورځنګ د عمومي سيکتر په توګه وټاکل شو او د صهيونيسټانو په خلاف يې خپلې مبارزې پراخې او سختې کړې. دغه فلسطيني شهيد به ويل: (انتفاضه د صهيونيسټانو د نيواکګرۍ پيداوار دی او تر هغه وخته چې دغه نيواکګري دوام لري، انتفاضه به هم په خپل قوت باقي پاتې وي.) هغه همداراز د قدس نړيواله ورځ چې له فلسطينيانو سره د پيوستون په خاطر د حضرت امام خميني (رح) په فرمان سره اعلان شوه، په فلسطين کښې د اسلام د احیا کیدا او صهيونيسټو په خلاف د جهاد د ژوندي کيدا ورځ بلله.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش