تاریخ پاڼه شماره ۲۲۲
نن د پنج شنبه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له اووه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
«««««««««««
یو زرو درې سوه درې څلویښت کاله پخوا، د پینځه نوېم هجري قمري کال د محرم یا امامانو د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د یو روایت له مخې د رسول ا...(ص) په لمسیانو کښې د حضرت امام حسین علیه السلام زوی، د سجاد او زین العابدین په لقب مشهور حضرت امام علي ابن حسین علیه السلام شهید شو.
څلورم معصوم امام حضرت زین العابدین علیه السلام په ۳۸ هجري قمري کال کښې په مدینې منورې کښې زیږیدلی و. هغه حضرت په کربلا کښې د خپل پلار امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ او د هغوي له شهادت وروسته د خپل بزرګواره پلار د لارې او پيغام رسونې د دوام دروند مسئولیت په غاړه واخست او د دغه ستر پاڅون د اهدافو د روښانه کولو په لړ کښې یې خپله دنده ترسره کړه.
امام سجاد علیه السلام همداشان د اسلامي تمدن او کلتور په بنسټ کښیښودلو او د ښایسته قرآني تعلیماتو په پراختیا کښې ډیره هڅه وکړه او پخپلې خاصې روڼ اندۍ سره یې اسلامي پوهان وروزل څو له دې لارې قرآن کریم او د رسول پاک(ص) سنت محفوظ او خوندي پاتې شي.
د امام سجاد علیه السلام له نورو خدماتو څخه د دعا په قالب کښې د تل پاتو مطالبو بیانول دي چې د کائناتو د خالق د پيژندنې او له هغه سره د تړاو او هم د اخلاقي موضوعاتو او اسلامي تعلیماتو او معارفو په هکله دي. دا ارزښتناکې او ښکلې ویناوې د (صحیفیه سجادیه) په نوم یو کتاب کښې راغونډې کړائ شوې او په مختلفو ژبو ترجمه شوې دي.
««««««««««««
شپږ سوه پینځه اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه یو دیرشم میلادي کال د اکتوبر په اووه ویشتمه نیټه، د اسلامي نړۍ یو لوئ جغرافیا پوه او مورخ اسماعیل بن علی ابولفداء وفات شو. هغه په اوومې هجري قمری پيړۍ کښې په دمشق کښې زیږیدلی ؤ . هغه له ایوبي کورنۍ ؤ او د دمشق یو امیر او دمصردپاچا یو خپلوال او خدمت کار ؤ چې دهغه له خوا ورته د :ملک الموید : لقب ورکړل شوی ؤ .هغه ډير پوه، عالم او دعلم مینه وال کس ؤ او حتی دخپلو نزدو پوهانو لپاره ئې تنخواه ټاکله . ابولفداء ډير آثار پریښي دي چې له هغو یوشمیر بې درکه شوي دي او دهغه په دوو اثارو کې المختصر فی الاخبار البشر ،نومې کتاب چې دعمومی تاریخ کتاب دی او بل هم تقویم البلدان چې دجغرافیا په باب لیکل شوی شامل دي . دهغه په کتاب کښې د شپږ سوه درویشتو ښارونو په باب څيړنې شوي دي او دهغه په تالیف کې ئې دشریف ادریسي ، ابن حوقل ، یاقوت حموي پشمول دنورو جغرافیاپوهو له آثارو استفاده کړې ده.
««««««««««««
یو سلو پینځه اتیا کاله وړاندې، د دولس سوه درې پنځوسم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د (کاغذ اخبار) په نوم د ایران وړومبنی ورځپاڼه خپره شوه. دا ورځپاڼه د میرزا صالح شیرازي لخوا په دوو سترو پاڼو په ډبرین چاپ سره په تهران کښې خپره شوه. کاغذ اخبار به په میاشت کښې یوځل خپریده او پکښې به د تهران او د ایران د ځينو نورو ښارونو، عربي هیوادونو او ترکیې په هکله مطالب او معلومات چاپ کیدل.
د کاغذ اخبار ورځپاڼې یوازنی موجوده نسخه د بریطانیې په میوزیم کښې ده.
««««««««««««
یو سلو شپږ کاله وړاندې، د نولس سه لسم میلادي کال د اکتوبر په اووه ویشتمه نیټه، جاپان له روسیې او چین سره له څو کلن جنګه او پر دغو هیوادونو له بریالیتوب وروسته، کوریا په رسمي توګه له خپلې خاورې سره یو ځائ کړه. دغه اقدام د جاپان د استعمار په ضد د کوریا د خلکو د اعتراضونو او مبارزو د زیاتیدا لامل شو. خو کوریا په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال کښې په دوهم نړیوال جنګ کښې د جاپان تر ماتې پورې د دغه هیواد په نیواک کښې وه. په دې وخت کښې د شوروي د ځواک په لاس د شمالي کوریا په نیولو سره او دغه راز د امریکايي ځواک په وسیله د هغې د جنوب په نیول کیدا سره د کوریا ټاپو وزمه عملا په دوو هیوادونو یعني په شمالي کوریا او جنوبی کوریا وویشل شوه او تراوسه پورې دغه جلا کیدا هماغه شان پخپل ځائ پاتې ده.
««««««««««««
اته پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال د اکتوبر په اووه ویشتمه نیټه، په پاکستان کښې پوځي قومندان جنرال محمد ایوب خان کودتا وکړه او قدرت يې ترلاسه کړ . د پاکستان له خپلواکۍ یوولس کاله وروسته، جنرال ایوب خان د نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال د اکتوبر په اووه ویشتمه نیټه له وینې بهیدا پرته کودتا کښې په دغه هیواد کښې سیاسي قدرت ترلاسه کړ او د پاکستان لومړنی ولسمشر سکندر میرزا يې له قدرته څنګته کړ. هغه په پیل کښې چې د پوځ قومانده او ورپسې يې د دفاع وزیر څوکۍ هم په غاړه درلوده، له کودتا مخکښې د ولسمشر جانشین ؤ او له کودتا وروسته يې پوځي حکومت هم اعلان کړ او تر کلونو کلونو پورې دغه پوځي حکومت دوام درلود او ورپسې يې د ولسمشرۍ څوکۍ په اختیار کښې واخیسته. جنرال ایوب خان که څه هم اووه کاله وروسته د نولس سوه پینځه شپیتم میلادي کال د ولسمشر ۍ په انتخاباتو کښې د ون یونټ په چال سره چې د محمد علی جناح له خور میرمن فاطمه جناح سره د مقابلې لپاره يې وړاندې کړئ ؤ، بریالی شو، خو ورو ورو د سیاسي او اقتصادي مشکلاتو د زیاتیدا له امله له ولسي بغاوتونو سره مخامخ شو. پر دې اساس يې فیصله وکړه، ځيني ټولنیزې آزادۍ احیاء کړي . په همدې باب يې د بنیادي ډيموکراټيک یونټونو یو شمیر مرکزونه جوړ کړل. جنرال ایوب خان له دې وروسته چې ونه توانید د پاکسان د مسلمان ولس د غوښتنو د پوره کولو لپاره کوم مهم کار وکړي، له یوولس کلن حکومت وروسته يې په نولس سوه نهه شپیتم میلادي کال کښې قدرت خپل زوم جنرال یحیی خان ته وسپاره.
««««««««««««
او له ننه پینځه دیرش کاله وړاندې، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شپږمه نیټه، حضرت امام خمیني (رح) د اسرائيلو او فلسطین د سولې په باب د عربستان د وخت ولی عهد فهد د پلان په اړه سخت غبرګون وښود. د ایران د اسلامي انقلاب له بريالیتوب وروسته او د امریکا په مینځګړیتوب سره د اسرائيلو او مصر ترمینځ د کیمپ ډيویډ تړون په لاسلیک کیدا پسې، د سیمې هر یوه خرڅ شوي رژیم یو ډول پر مصر د واکمن رژیم لاره وړاندې کړه. په دې مینځومیان کښې د سعودي عربستان د وخت ولی عهد فهد بن عبدالعزیز د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په اتلسمه نیټه، یو پلان وړاندې کړ چې په یو ډول چلول انداز سره يې د اسرائیلو په رسمّیت پيژندل په ځان پسې درلودل او په اسلامي نړۍ کښې د مخالفتونو د راپورته کیدا لامل شو. د اسلامي انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شپږمه نیټه، د دغه پلان په غبرګون کښې په یوې وینا کښې وفرمائيل :( پر مونږ او په هر مسلمان فرض ده، د انور سادات او فهد د پلانونو په شان پلانونه رد کړو. پر مونږ فرض ده چې دغه ډول پلانونه چې د مستضعفینو په ګټه نه دي، محکوم کړو. نن سبا خورا خطرناک کار او چاره د کیمپ ډيویډ پلان او د فهد وړاندیز دی چې اسرائیل او د هغو جنایتونه لا پیاوړي کوي. دغه پلانونه د اختلافاتو لامل شول او د اسرائیلو لپاره يې لاره پرانیستله.) د حضرت امام خمیني (رح) روښانه مخالفت او د هغه بزرګوار له دریځه د نړۍ د مسلمانانو عمومي ملاتړ لامل شو څو د فهد پلان د ډیرو هیوادونو له خوا رد شي. وخت په ورپسې کلونو کښې وښودله چې صهیونیسټ رژیم هیڅکله هم حاضر نه دی، هغه پلان چې دغه نیواکګر رژیم د فلسطینیانو په باب ژمنو ته اړباسي، ومني او له خپلو چټي او بې اساسه ادعاګانو شاتګ وکړي. دغه سپين سترګیتوب تر دې حده رسیدلی چې د عربانو او اسرائيلو ترمینځ د سولې په تړونونو او ګډو غونډو کښې صهیونیسټ رژیم د فلسطینیانو د مشکل یوازینۍ حل لاره د هغوئ له مینځه وړل بللي دي او جدي فیصله يې کړې چې نیواکي ټاټوبو ته د فلسطینیو کډوالو د ورتلو سخت مخنیوی وکړي.