تاریخ پاڼه شماره ۲۲۳
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې اوومه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له شپږویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له اته ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه څلور اویا کاله پخوا، د څلورشپیتم هجري قمري کال د محرم د مياشتې په شپږويشتمه نېټه په اسلامي ټاټوبو باندې د ظالم واکمن يزيد بن معاويه د لښکريانو لخوا د مکې معظمې ښار له محاصرې وروسته پر دغه ښار کاڼي اورول. يزيد بن معاويه په کربلا کښې د خدائ د ګران رسول (ص) د نمسي حضرت امام حسېن (ع) او د هغۀ د ملګرو له شهيدولو او د هغوئ د اهلبیتو عليهم السلام او باقي پاتې کسانو له اسيرولو وروسته ځان د مسلمانانو په وړاندې سپک او بې اعتباره کړ. له بلې خوا د عصمت او طهارت د کورنۍ او د اهلبیتو عليهم السلام د پلويانو ایشواګریو خلق د يزيد حکومت په خلاف پاڅون ته مجبور کړل. په همدې وجه په درې شپیتم هجري قمري کال کښې په حجاز کښې د يزيد په خلاف شورشونه او غورځنګونه رامنځته شول. بالاخره د مکې معظمې او مدينې منورې خلقو د يزيد له لښکريانو او عاملانو سره په څرګندو مخالفتونو او وسله والو جنګونو لاس پورې کړ. په مکه مکرمه کښې عبدا... بن زبیرپه عبادت او له يزيد سره په مخالفت سره خلق له ځانه چاپیره راغونډ کړل او ورو ورو يې قوت پېدا کړئ ؤ او مکه مکرمه ښار يې د يزيد د عامل له لاسه په خپله قبضه کښې راوستۀ او خپله يې پرې تسلط پېدا کړ. د شام لښکريانو په مکه مکرمه حمله وکړه او دغه ښار يې محاصره کړ او په اوسيدونکو يې ډېرې سختۍ شروع کړې. يزيدي لښکريانو د مکې مکرمې په خوا او شا غونډيو باندې غټ غټ منجنيقونه او کاڼي ويشتونکي ولګول او د هغو په وسیله يې په ښار باندې د کاڼو باران جوړ کړ. عبدا... بن زبېر او نورو زياتو خلقو مسجدالحرام ته پنا يوړه چې د دښمن د کاڼو له بارانه په امان کښې پاتې شي، خو حصين بن نمیر حکم وکړ چې مسجد الحرام او کعبه شريفه هم هدف وګرځوي او حملې پرې وکړئ. د يزيد بن معاويه لښکريانو په دغو خپلو شرمناکو اعمالو سره په خپلو مقاصدو کښې کامياب نه شول او په مقابل کښې يې دغه اعمال د عبدا... بن زبېر او د هغۀ د پاڅون د مضبوطيه سبب شول. بالاخره يزيد د همهغه کال د ربيع الاول په څوارلسمه نېټه مړ شو او شامي ځواکونه شام ته ستانۀ شول او عبدا... بن زبیر د حجاز د چارو واګې په خپلو لاسو کښې ونيوې.
««««««««««««
څلور سوه پینځلس کاله پخوا، د یو زرو درویشتم هجري قمري کال د محرم په شپږ ویشتمه نیټه، نامتو مسلمان ایرانی فقیه او پوه شیخ عبدالله تستري وفات شو. هغه د مقدماتي دیني علومو له زده کړې وروسته د خپل وخت له مشهورو استادانو څخه په ګټې پورته کولو سره د اجتهاد درجې ته ورسید. تستري وروسته د اصفهان ښار په علمي حوزه کښې د دیني علومو د مینه والو تدریس او روزنې ته مخه کړه. د شیخ عبدالله په درسي ټولګي کښې ډیرو کسانو ګډون کاوه او د هغه له پوهې یې ګټه پورته کوله .علامه مجلسي اول او محمد نائیني ددې ستر عالم له شاګردانو څخه ګڼل کیږي. له شیخ عبدالله تستري څخه ډیر تالیفات په یادګار پاتې دي، چې خواص القرآن او جامع الفواید ته پکښې اشاره کولائ شو.
««««««««««««
نوي کاله وړاندې، د دیارلس سوه پینځم لمریز کال د لړم د میاشتې په ۷مه نېټه، پر ایرانی فعال مبارز او روحانی، آیت الله سید حسن مدرس مرګونی برید وشو.
دغه مرګونی برید د رضاخان د لاس پوڅو له خوا ترسره شو چې له عالمانو سره پر مخالفت، تاوتریخوالي او ظلم مشهور و.
له آیت الله مدرس سره د پهلوي رژيم دښمني د خلکو په ویښټیا او د پهلوي رژيم او د هغه د ملاتړي، د انګلیس ددولت د دسیسو په اشوا کولو کې د هغه د فعال رول له امله و.
هغه یوڅه وخت هم په پارلمان کې د خلکو د استازي په توګه شتون درلود.
آیت الله سید حسن مدرس له هغه مرګوني بریده چې په دې ورځ یې پروړاندې وشو، روغ ووت، خو وروسته د ایران د ظالم پاچا، رضاخان په امر جلاوطنه کړای شو او له یوڅه وخت وروسته د هغه د لاس پوڅو له خوا شهید کړای شو.
««««««««««««
اته شپیته کاله وړاندې، د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د اکتوبر په اته ویشتمه نیټه، په داسې حال کې چې له عربانو سره د صهونیسټ رژیم جنګ روان ؤ ، ددغه و حشي رژیم څاروي ډوله پوځيانو په نیواکي فلسطین کې په الدوایمه کلي کې د اوسیدونکو عامه وژله وکړه .صهونیسټانو د دغه کلي په جومات په حملې سره پینځه اویا مسلمان فلسطنیان دلمانځه په حال کې شهیدان کړل .صهونیسټي عسکرو همداراز هغه پینځه دیرش کورنۍ چې له کلي څخه په بهر کې ئې یوه غار یا خومڅې ته پناه وړې وه ، قتل عام کړې . د قدس دنیواککر رژیم دپوځ عسکرو له دې وروسته چې دالدوایمه کلي ټول اوسیدونکي ئې ووژل،دغه کلی له خاوروسره خاورې کړ.په نولس سوه څلور اتیایم کال کښې کله چې د ملګرو ملتو مسئولانو په دغې موسسې کښې د صهونیسټ رژيم له استازي د الدوایمه کلي دپيښوپه باب پوښتنه وکړه،نو هغه دترسره شویو جنایتونو دپټولو په خاطر حتی ددغه کلي له وجوده انکار وکړ
««««««««««««
درې څلویښت کاله مخکښې، د نولس سوه درې اویایم میلادي کال د اکتوبر په اته ویشتمه نیټه، د مصر یو توانمن لیکوال طه حسین وفات شو. هغه په اتلس سوه نهه اتیایم کال کښې د مصر په یوه کلي کښې زیږیدلی ؤ. هغه چې د خپلې کورنۍ اووم بچی ؤ، په درې کلنۍ کښې يې خپله بینایي له لاسه ورکړه خو خداوند متعال هغه ته ډير زیات استعداد ورکړی ؤ چې همدغه ځيرتیا يې د هر چا په خولې وه. هغه په لنډ وخت کښې وتوانید قرآن کریم حفظ کړي . طه حسین په څوارلس کلنۍ کښې د مصر الازهر په امتحانونو کښې بریالی شو او له خپل ورور سره د دیني علومو او د بهرنیو ژبو زده کولو ته يې مخه کړه. هغه په نولس سوه څوارلسم میلادي کال کښې وتوانید د خپلې ډګرۍ تیسس یا پایان نامه بشپړه کړي او ښې لمبرې پکښې واخلي . هغه وخت د مصر ملي پوهنتون فیصله وکړه څو د استادانو یو پلاوی د ختیځ د تاریخي علومو د تدریس لپاره فرانسې ته ولیږدوي، لکه څنګه چې هغه په فرانسۍ ژبې هم ښه پوهید، و توانید خپله نامه دغه لیسټ ته ورزیاته کړي .
په پاریس کې دپاتیکیدو په پړاؤ کې هغه د زاړه روم او یونان دتاریخ په زده کولو سره وتوانید یوناني ژبه هم زده کړي . طه حسین په نولس سوه نهه پنځوسم کال کې د هغه د ادبي هلوځلو په خاطر دمصر ملی جایزه هم وګټله . هغه په نولس سوه درې اویایم میلادي کال کښې له نړۍ سترګې پټې کړې .طه حسین د ادبیاتو ،سیاسی علومو اوتاریخ پشمول په بیلابیلو زمینو کې ډير زیات کتابونه لري . هغه همداراز د: ا ندرروماک ،د ژاسین اثر ،دلوبون روزل شوي روح پشمول دفرانسې زیات شمیر مشهور کتابونه په عربی ژبه وژباړل اوبیا خپره کړل .
««««««««««««
او له ننه شپږ دیرش کاله وړاندې، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري لمریز کال د لړم په اوومه نيټه، اوسمهاله ایرانی ویناوال او پوه حسین علي راشد وفات شو.
حجت الاسلام حسین علي راشد په دولس سوه څلور اتیایم لمریز کال کې د ایران په یوه ختیځ ولایت، خراسان رضوي په تربت حیدریه سیمه کې وزږید.
په شپاړس کلنۍ کې د اسلامي علومو د زده کړې لپاره مشهو ته ولاړ او لس کاله یې له ادیب نیشابوري او نورو عالمانو څخه علمي ګټه پورته کړه.
هغه همدارنګه د نجف، اصفهان او تهران له علمانو څخه هم ډېر علم زده کړ او ورپسې یې وعظ او ارشاد ته مخه کړه.
هغه له دیارلس سوه شلم لمریز کال څخه د ایران په راډیو کې اخلاقي او مذهبي ویناوو ته مخه کړه او د مدرسه سپه سالار (مدرسه شهید مطهري) او تهران پوهنتون کې یې تدریس ته مخه کړه.
حسین علي راشد بالاخره د دیارلس سوه نهه پنځوسم کال د لړم په اوومه نيټه په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو.
(فضیلت های راشد)، ( دو فیلسوف شرق و غرب) او (مجموعه سخنراني های راشد) د هغه له آثارو څخه د ي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش