تاریخ پاڼه شماره ۳۴
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له درویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه پینځه پنځوس کاله پخوا، د یو سلو درې اتیایم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د اسلام دګران پیغمبر (ص) یو پاک لمسی حضرت امام موسی کاظم (ع) شهید شو. حضرت امام موسی کاظم (ع) په یو سلو اته ویشتم هجری قمری کال کښې د مکې او مدینې په مینځ کښې په ابواء سیمې کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه بزرګوار تر شل کلنۍ پورې د خپل پلار حضرت امام جعفر صادق (ع) له محضره پریمانه استفاده وکړه. امام موسی کاظم (ع) د خپل پلار له شهادته وروسته تر پینځو دیرشوکلونو پورې د مسلمانانو مشری او امامت په غاړه درلود او په دې لاره کښې یې ډیرې سختۍ او کړاوونه وزغمل. د هغه بزرګوار په ژوند کښې چې د اسلامی تمدن او د علم د غوړیدا او له نورو ملتونو سره د اړیکو د پراختیا پړاؤ ؤ، د پوهانو ،فقیهانو او متکلمینو په وسیله چې د حضرت امام موسی کاظم (ع) شاګردان وو، اسلامی علوم او معارف دنړۍ په ګوټ ګوټ کښې پراخ او خپاره شول. حضرت امام موسی کاظم (ع) د اسلامی علومو او معارفو د خپرولو او بیانولو ترڅنګ د وخت عباسی له ظالم او استبدادی حکومت سره نه ستړیکیدونکی مبارزې ته هم مخه کړه. بالاخره د عباسی واکمن هارون الرشید په حکم چې د خپل حکومت په لړزیدو ویریدو، حضرت امام موسی کاظم (ع) ونیوئ او زنداني کړائ شو. خو هغه بزرګوار په بند کښې هم د اسلام د دین د لوړو تعلیماتو او پروګرامونو د بیانولو او د خلکو د لارښونې او ارشاد لپاره خپلې هڅې او کوشش کاروه او له ټولو خنډونو او مشکلاتو سره یې مبارزه وکړه تر دې چې عباسی واکمن هارون په یوې دسیسې کښې امام بزرګوار مسموم او په همداسې ور ځ شهید کړ.
دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت د تسلیت په وړاندې کولو سره د هغه بزرګوار یوه حکیمانه وینا درته نقلوو چې فرمایی : له خدائ سره د نږدیکیدا غوره وسیله د هغه له پیژندګلوۍ وروسته لمونځ، له مور پلار سره نیکی او د حسد ، ځان منامۍ او په ځان د ویاړ کولو پریښودل دی .
««««««««««««
د ایران په کال هنداره کښې،د غوایی د میاشتې دریمه نېټه، په شیخ بهایی مشهور د صفویه پړاو مشهور او کم سارئ عالم، فقیه او حکیم د محمد بن حسین عاملی د درنښت ورځ ده. هغه چې په نهه سوه درې پنځوسم قمری کال کښې په بعلبک کښې وزیږید، د شهید ثانی له شاګردانو او د اسلامی نړۍ له ویاړونو څخه شمیرل کیږی.
شیخ بهایی خپل له کړاوونو ډک ژوند په اوږدو کښې د نړۍ بیلا بیلو سیمو ته سفرونه وکړل او په بیلا بیلو برخو کښې یې له پیاوړو استادانو څخه زده کړې وکړې او په ډیرو پوهو کښې مهارت ترلاسه کړ.
هغه په معمارۍ، ریاضۍ، ادبیات، حدیثو علم، تفسیر، اصول فقه او نورو مختلفو برخو کې کابو سل آثار وړاندې کړل او ډیر شاګردان یې و روزل چې هر یو یې د ډیرو برکتونو سرچینه وه، اسلامی نړۍ ته یې رڼا ور وبخښله.
د هغه پړاؤ له عالمانو او پوهانو چې د شیخ بهایی شاګردان وو، کولائ شو ملاصدرا شیرازی، ملا محسن فیض کاشانی، فیاض لاهیجی، محقق سبزواری، سید حسن کرکی، سید ماجد بحرانی او ملا محمد تقی مجلسی نومونه یاد کړوو چې هر یو یې اسلامی نړۍ ته ستر خدمتونه کړی او د بشری حقوقو لار ښوونه کې یې ستر رول ولوباوه.
شیخ بهایی چې له ماشومتونه ایران ته راغلئ ؤ، بالاخره په یو زرو دیرشم قمری کال کښې په اصفهان کښې وفات شو او د خپل وصیت له امله یې جنازه مشهد ته یوړل شوه او دحضرت علی بن موسی الرضا علیه السلام د سپیڅلي حرم، د قدس موزیم په څنګ کښې خاورو ته وسپارل شوه.
««««««««««««
شپږ سوه اته کاله پخوا، د اته سوه دیرشم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د شیعه طریقت خاوند او لوئ ولی شاه نعمت ا... ولی وفات شو. د نهمې هجری قمری پیړۍ یو مشهور شیعه عارف او ولی نورالدین شاه نعمت ا... بن سید عبدا... کرمانی چې په شاه نعمت ا... ولی مشهور ؤ، په کابو اووه سوه دیرشم هجری قمری کال کښې په کرمان کښې وزیږید. هغه د حافظ شیرازی په وخت کښې ژوند کاوه. د شاه نعمت ا... ولی طریقه یې له افراط او تفریته او هم د ککړو حقایقو څخه پاکه او لیری بللی ده. همداراز هغه د ابن عربی د آثارو شارح او افکارو پیروکار بلل شوئ دی. د نعمت ا... ولی شهرت د شعر او شاعرۍ له کبله نه بلکې زیاتره د تصّوف له امله دی. د هغه د اشعارو دیوان په څوارلس زره بیته غزلونو، مثنویانو او هم په یو شمیر رباعیاتو مشتمل دی. د هغه غزلونه زیاتره پر وحدت وجود او عرفانی عشق ویل شوی دی. (امانت)، (شرح ګلشن راز) او (نصیحة الملوک) د هغه له آثارو څخه دی. شاه نعمت ا... ولی د کرمان په ماهان کښې وفات شو او د هغه مزار د صوفیانو ، د هغه د مریدانو او لاریانو د زیارت ځائ دی.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم لمریز کال د غوایی په دریمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لومړنی لوی درستیز، ډګرجنرال محمد ولی قرنی ترور شو او په شهادت ورسید.
دغه نا ځوانمردانه ترور د فرقان په نوم پییلې او غړېدلې ډلګۍ لخوا ترسره شو چې د اسلامی انقلاب په لومړیو کښې یې د انقلاب څو پیاوړی شخصیتونه شهیدان کړل.
قرنی په دولس سوه دوه نوېم لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته په پوځ کښې شامل شو.
هغه د پوځ د لوړو درجو له ترلاسه کولو سره سره، د پهلوی نظام او د هغو د قوماندانانو د فساد او غلامۍ څخه ځوریدلئ ؤ او د کودتا نیت یې درلود چې په دیارلس سوه شپږ دیرشم لمریز کال کښې ونیول او زندانی شو.
هغه له زندانه د آزادیدو څو کاله وروسته، په دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال کښې د امام خمینی (رح) له پاڅون وروسته، یوځل بیا له انقلابی روحانیونو سره د اړیکو په تور زندانی کړائ شو.
د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال په وروستیو کښې د ایران د ا سلامی انقلاب د بریالیتوب په درشل کښې، ډګرجنرال قرنی د امام خمینی له خوا د انقلاب شورا غړیتوب او ورپسې د پوځ د لوئ درستیزوالۍ مشرۍ ته وټاکل شو.
خو د انقلاب ضد دسیسو پر وړاندې د هغه هوښیاری او جدیت د دې لامل شو چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه اویا ورځې وروسته د پردیو د عواملو له خوا شهید کړای شی.
««««««««««««
او له ننه درې دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه درې شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په دریمه نیټه، په فارس خلیج کښې د ایران پر ضد د عراق د بعث رژیم لخوا د تیلو وړونکو بیړیو جګړه پیل شوه.
د ایران پر ضد له تپلی جنګ کابو څلور کاله وروسته، عراق د سترو قدرتونو په مرستې سره پر ایران د لا ډیر دباؤ او د جنګ د بندښت د ماتیدو په لټه کښې شو.
نو ځکه په یوې ګډې پلانونې کښې یې پرېکړه وکړه چې د ایران د تیلو د صادرولو مخه ونیسی او په نړیوالو بازارونو کښې د ایران د تیلو د ځائ نیولو لپاره، د سیمې د هیوادونو د تیلو صادرول زیات شی، داسې چې د ایران د تیلو صادرولو ترمینالونو، تیل وړونکو بیړیو سره د عراق د بریدونو له سختیدو سره هممهاله،د تیلو بیې سوکه سوکه ټیټې شوې.
په دې توګه عراقیانو د امریکا او لویدیځ په ملاتړونو سره، د لومړی ځل لپاره د فرانسوی سوپر سټنډرډ الوتکو څخه په استفادې سره، د خارک پر ټاپو له برید سربیره یې د دیارلس سوه درې شپیتم میلادی کال د غوایی په دریمه نیټه د ایران د تیلو پر وړونکو بېړیو برید وکړ.
عراقی چارواکو ددې اقدام په اړه استدلال کاوه چې دغه برید به د جنګ د ختمیدو لامل وګرځی، ځکه که ایران د تیلو پیسې ونلری، له تور بازاره به د اړتیاوړ وسله ترلاسه نه کړئ شی.
دا په داسې حال کښې وه چې کله ایران د ورته مقابلې محدود سیاست غوره کړ، د ایران د اسلامی جمهوریت پر ضد د سیمې د هیوادونو د اعتراض او د ملګرو ملتو د پریکړه لیک د صادریدو سبب شو.
ذیشان حیدر بنګش