Apr 30, 2017 11:34 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۹

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې اتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له لومړی او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له اته ویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

نن د شعبان د میاشتی یعنی د خدائ د مغفرت او عبادت د میاشتی لومړی نیټه ده . حضرت محمد (ص) دغه میاشت په بزرګۍ یاده کړی ده او دا یې خپله میاشت نومولې ده. د اسلام پیغمبر (ص) او د دین لوړو مشرانو له پرودګار سره په عبادت او راز او نیاز کښې، په تیره بیا په شعبان میاشتې کښې د روژې ساتلو، پریمان نصیحتونه کړی دی. ځکه چې دغه میاشت د روژې د مبارکی میاشتې زمینه جوړونکی او سریزه ده. په شعبان میاشتې کښې د خدائ د رسول (ص) د لمسی امام حسین (ع) او د حضرت امام مهدی (ع) چې ټول په نړۍ کښې د عدل او انصاف د ټینګولو لپاره او د هغه د ظهور په طمه دی، د ولادت په څیر مهمې پیښې شوی دی.

هیله من یو چې تاسو هم د شعبان د میاشتی له برکتونو ډیر تر ډیره برخمن شئ.

««««««««««««

یو سلو دوه اویا کاله پخوا، د دولس سوه شپږ شپیتم هجری قمری کال د شعبان په لومړی نیټه، په صاحب جواهر مشهور د اسلام یو لوئ عالم شیخ محمد حسن نجفی په شپږ شپیته کلنۍ کښې وفات شو. صاحب جواهر خپلې فقهی څیړنې او مفکورې ډیرې روانې او ښکلی تدوین کړی دی . هغه په پنځه ویشت کلنۍ کښې د اجتهاد درجی ته ورسید او له همغه کاله یې د ارزښتمن کتاب د ( جواهر الکلام ) لیکنه پیل کړه. جواهر الکلام د شیعانو دغه فقهی دائره المعارف چې د هغه د دوه دیرشو کلونو د شپو ورځو زیارونو او هڅو ثمره ده، دا مهال د شیعیانو د علمیه حوزو د درسونو د ډیرې لوړې کچې ډیر مشهور درسی متن یعنی د خارج فقه درس دئ. دغه کتاب د ارزښت او اهمیت له نظره لوړ مقام لری او پکښې فقهی مسائل او اسلامی احکام په محکمو دلیلونو او زیرکتیا سره بیان شوی دی.

««««««««««««

دوه څلویښت کاله پخوا،  د  نولس سوه پینځه اویایم  میلادي کال  د اپریل  په اته ویشتمه نیټه، امریکايي ځواکونو د یوې شرمونکې ماتې له زغملو وروسته  له  ویتنام  څخه  شاتګ  پيل  کړ.

له  ویتنامه  د  فرانسوي  ښکیلاکګرو له  وتنې  وروسته  امریکا  د کمیونیزم له پراختیا سره د مقابلې په  نامه خپل ځواکونه ویتنام ته ولیږدول. ویتنام  ته د امریکايي ځواکونو له  ننوتو  وروسته  د  امریکايي  نیواکګرو  پوځیانو او په ویت کنګانو مشهورو ویتنامي مبارزانو تر مینځ  پراخ  جنګ  پیل  شو. ویت کنګانو د ویتنام  شمالي  برخه  په  خپل واک کښې واخیسته  او یو حکومت یې جوړ کړ. امریکې  په  دې جنګ کښې د ویت کنګانو په خلاف له ایټمي وسلو پرته بل هر ډول  ممنوعه وسلې وکارولې خو ویت کنګانو په چریکي جنګ  کښې امریکايي ځواکونه په ګونډو کړل او زیات تاوانونه یې ورورسول. د ریچارډ نیکسون  د حکومت  په  جوړیدا سره  د  امریکې  د پوځي مداخلې د ختمولو لپاره هلې ځلې لا پراخې  شوې او بالاخره د  نولس سوه پینځه اویایم میلادي کال د اپریل په اته ویشتمه نیټه، هغه له ویتنامه د امریکايي ځواکونو  د  بشپړ  شاتګ  حکم  صادر کړ.

د امریکايي ځواکونو له وتنې  وروسته  د سویلي  ویتنام  حکومت  مات شو او شمالي او جنوبي ویتنام یو واحد هیواد جوړ کړ. د ویتنام په خلاف د امریکې  په  جنګ کښې چې څه باندې لس کاله اوږد شو، له درې میلیونو زیات  ویتنامیان او پنځوس زره امریکايان ووژل شول او څو چنده نور ټپيان  شول.

««««««««««««

شپږ دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اتمه نیټه، د ایران یو باتور سردار بریدمن علی اکبر شیرودی له عراقی تیری ګرو سره په جګړه کښې شهید شو. شهید شیرودی د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوایی ځواک یو ماهر او ژمن پایلټ ؤ او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته یې د ایران په لویدیځ کښې له پردیو مزدورانو او منافقینو سره مقابله وکړه او په پردیو پورې له پییلو ورانکارو عناصرو څخه د دغې سیمې په پاکونه کښې یې ډیر ستر رول درلود.

د ایران په خلاف د صدام د رژیم د تپلی جنګ په پیلیدو سره بریدمن شیرودی په جنګیالانو کښې شامل شو او په ډیرو سختو شرایطو کښې یې د بعثی رژیم مورچې په ځلونو د خپلو هوایی بریدونو هدف وګرځولې. هغه په همداشان یولړ عملیاتو کښې د خپل ماموریت له ترسره کولو وروسته خپل پخوانی ارمان یعنی د خدای تعالی جل جلاله په لاره کښې شهادت ته ورسید.

««««««««««««

نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اتمه نیټه، په عربستان کښې واکمن آل سعود د ایران له اسلامی جمهوریت سره خپلې اړیکې پرې کړې. د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د زمری د میاشتې په نهمه نیټه، په مکې کښې د خونړۍ جمعې په ورځ د آل سعود رژیم لخوا د خدائ د کور د ایرانی زایرانو له عامې وژلې وروسته له دغه هیواد سره د ایران اړیکې ډیر ټیټ حد ته ورسیدلې او په سعودی عربستان کښې د ایرانی ډیپلماټانو شمیر ډیر زیات کم شو. په ایران کښې د سعودی سفارت غړی هم ډیره موده مخکښې له تهرانه وتلی وو، تر دې چې بالاخره د نولس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د اپریل په اته ویشتمه نیټه د دواړو خواو اړیکې بیخی پرې شوې. حتی بیت ا... الحرام او د رسول پاک (ص) پاک حرم ته د ایرانی حاجیانو او زیارتوالو لیږل هم د دریو کالو لپاره بند شول. د دواړو هیوادونو اړیکې په داسې شرایطو کښې غوڅې شوې چې عربستان د ایران له اسلامی جمهوریت سره په جنګ کښې د صدام د رژیم تر ټولو ستر مالی ملاتړئ ؤ او دا کار د ایران د اسلامی جمهوریت د تنکی نظام په خلاف د سیاسی، اقتصادی او پوځی دباونو د دایرې د تنګولو لپاره د امریکې له اقداماتو سره غږمله ؤ.

««««««««««««

او له ننه پینځه ویشت کاله  پخوا، د  نولس سوه دوه نوېم  میلادي کال  د اپریل په  اته ویشتمه  نیټه، د افغانستان مجاهدې ډلې له شوروي پوځ او د دغه هیواد له لاس پوڅي حکومت سره د دیارلسو کالو له مبارزې وروسته بریالی شوې. شوروي پوځیان د افغانستان له لس کلن نیواک وروسته د نولس سوه نهه اتیایم میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې له دغه هیواده وتلو ته مجبور شو. خو د افغان ډلو ناغږملي او ورسره د بهرنیو مرستو کمی سبب شو چې د افغانستان حکومتي ځواکونه د شوروي په مالي او پوځي مرستو سره همهغه شان په قدرت کښې پاتې شي.

د نولس سوه دوه نوېم میلادي کال په اپریل کښې د افغانستان مجاهدینو د دغه هیواد پلازمینه کابل ښار ونیوه او د شوروي لاس پوڅی حکومت یې نسکور کړ.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه