Apr 30, 2017 11:35 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۴۰

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې نهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له دوهمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له نهه ویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو دوه څلویښت کاله پخوا، د درې سوه شپږ نوېم هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په دویمه نیټه، د پینځمې هجری قمری پیړۍ مشهور فقیه، شاعر او عارف خواجه عبدا... انصاری د افغانستان د لویدیځ په هرات ښار کښې وزیږید. هغه له ماشومتوبه په شعر کښې خپل ذوق او هوښیارتیا وښودله او د قرآن د تفسیر، فقهې، حدیث او عقایدو په شان د دینی علومو ښوونه او تدریسول یې پیل کړل. هغه په عین حال کښې یو ستر او روڼ اند عارف ؤ او د هرات په پیر مشهور شو.

له خواجه عبدا... انصاری څخه د عربۍ او فارسۍ ژبو په نثر او نظم کښې ډیر ارزښتناک عرفانی آثار په یادګار پاتې دی چې پکښې تر ټولو مشهور (مناجات نامه)، (محبت نامه) او (زاد العارفین) دی. همداشان د (کشف الاسرار) په نوم د هغه د قرآن ادبی او عرفانی تفسیر په تفسیر کښې یو نوې سټایل ګڼل کیږی. خواجه عبدا... انصاری په کال څلور سوه یو اتیایم هجری قمری کال کښې وفات شو.

««««««««««««

درې سوه پینځه دیرش کاله پخوا، د شپاړس سوه دوه اتیایم  ميلادي کال  د اپريل  په  نهه ويشتمه نیټه، پیټر کبير په لس کلنۍ کښې په روسيه کښې باچائۍ ته ورسيد. پیټر د رومانوف کورنۍ د دريم  تزار فئوډور ورور  ؤ او د باچائۍ مقام  ته  له رسيدا  وروسته  د  خپلې خور  لخوا چې د باچائۍ نيابت يې په  غاړه  لرۀ،  له باچائۍ څنګته کړائ  شو او له  ماسکو سره  نزدې  يو کلي ته جلاوطن شو.

يوه موده وروسته پيټر کبير  يو ستر لښکر  برابر کړ او  له  خپلې خور سره  يې جنګ  پيل کړ. پيټر په دغه جنګ کښې بريالی شو او بيا د روسيې باچائۍ ته  ورسيد.  هغۀ  له  دې  وروسته  په پريکنده  توګه  د خپل  هيواد په  منظمولو او برابرولو لاس پورې کړ او د روسيې په کلتوري، اقتصادي او اجتماعي چارو کښې يې يو لړ مهم  بدلونونه  راوستل. پيټر همداراز  پر  زياتو ټاټوبیو قبضه وکړه  او  د خپل حکومت قلمرو يې  پراخه کړه.  هغه  په  اوولس سوه پینځه ویشتم  میلادي کال  کښې  مړ  شو.

««««««««««««

دوه اویا کاله پخوا، د نولس سوه پینځه څلویښتم ميلادي کال د اپريل په نهه ويشتمه  نيټه، د دوهم  نړيوال  جنګ  په  وروستيو ورځو کښې  يوه  بله  ستره ماتې د متحدينو ځواکونو په برخه شوه. په ايټاليا کښې د جرمني دفاعي  پولې  په  ماتيدو سره  متفقينو ځواکونو په  يو هراړخيز  يرغل  کښې  پر  ايټاليا قبضه  وکړه. د مسوليني  تر مشرۍ  لاندې  ايټاليا له جرمني سره  هَم  پېمانه  وه. په ایټاليا کښې د متفقينو له بریالیتوب  وروسته  په  دغه  هيواد کښې ځائ پرځائ  شوي کابو  يو  ميلين  جرمن ځواکونه متفقينو ته تسليم شول. دغې سترې  ماتې په داسې حال کښې چې برلين د شوروي ځواکونو له ډزو سره  مخامخ  ؤ، هیټلر يې په جنګ کښې له بریالیتوبه  پوره  ناهیلې کړ.

««««««««««««

شپږ ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اویایم هجري لمریز کال  د غوايي یا ثور د میاشتې په نهمه نيټه، ایرانی استاد، محقق او  ټولن پيژاندی  ډاکټر غلام حسین  صدیقي  په  اته اویا  کلنۍ کښې  وفات  شو.

هغه  خپلې زده کړې د تهران په دارالفنون او علمیه مدرسو کښې پائ ته ورسولې.

ډاکټر صدیقي د زده کړو د دوام  لپاره  فرانسې ته ولاړ او د فلسفې او ټول پيژندنې  په  برخه کښې د ډاکټرۍ درجې  ترلاسه کولو  وروسته  ایران  ته راستون  شو او په  تهران  پوهنتون کښې  یې  د فلسفې د تاریخ او ټولن پيژندنې  تدریس  ته  مخه  کړه.

ډاکټر صدیقي همداراز د ملي اثارو ټولنې او د ټولنیزو تحقیقاتو او اطلاعاتو موسسې  په  جوړيدو کښې  ډير  مهم  رول  درلود.

له  ډاکټر غلام حسین صدیقي څخه چې یو څه وخت د یونیسکو د ملي کمیسیون  غړئ  هم  ؤ،  د  ( ګزارش سفر هند)، (جشن های دینی ایرانی در قرون دوم و سوم هجری قمری) او (تصحیح رسالات ابن سینا)  په شان تالیفات په یادګار پاتې دي.

««««««««««««

اتلس کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اویایم  هجري لمریز کال  د غوايي  په  نهمه نيټه، په ایران کښې  د ښارونو او کلیو د اسلامي شورا ګانو د  لومړني پړاؤ استازیو کار  پیل  کړ  او  دغه  ورځ  په  ایران کښې  (د شوراګانو)  ورځ  ونومول شوه.

دا چې په اسلام کښې مشوره او همفکري  ډيره مهمه ده، د ایران د اسلامي جمهوریت  په  اساسي قانون کښې  هم  شورا ګانې ځانګړئ  او پياوړئ ځائ لري،  د ایران  د دیني  ولسواکۍ  په  نظام  کښې  د خلکو د ارادې  ښکاروندوئ دی.

په دغه  قانون کښې  د هيواد  د  چارو د اداره کولو لپاره د خلکو لخوا مختلفې شورا ګانې غوره کيږي  چې اسلامي  شورا  او  د رهبرۍ  د خبرګانو شورا  له دې جملې څخه دي.

همداراز  د اساسي  قانون  اووم  څپرکی  د  ښارونو  او  کلیو اسلامي  شوراګانو  ته  بیل  شوئ  دی او د دغه  قانون سلمې مادې، د هغوئ دندې د خلکو د ملګرتیا له لارې د ټولنیزو، اقتصادي، ودانیو جوړولو، روغتیا، کلتوري، روزنیزو او  د هوساینې د نورو چارو د پروګرامونو چټک پر مخ بیول  بللي دي.

 

 

ټیګونه