May 02, 2017 07:51 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۴۳

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له پینځمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له دوهمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زر څلور سوه کاله  مخکښې، د ۳۸  هجري قمري کال  د شعبان د میاشتې په پنځمه نیټه د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) په لمسیانو کښې حضرت علی بن الحسین علیه السلام په مدینه منوره کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې.

هغه حضرت د متعال خدای په فضل او د خپل پلار امام حسین علیه السلام ترڅنګ د شتون په وجه د معنویت او اخلاقو په ډیرو ښکلو ځلاو سنبال شو او له الهی علم او معرفته برخور شو. حضرت علی بن الحسین علیه السلام په علم، رازو نیاز او تواضع او زغم کښې د خپلې زمانې د خلکو مخکښ و. هغوی به په عبادت او شپه شوګیره کولو کښې ډیر کوشش کوه او د خدای په درګاه کښې د اوږدو سجدو په وجه په سجاد یعنې د سجده کونکی لقب ومونده. د عاشورا په پیښه کښې چې پکښې د هغه بزرګواره پلار حضرت امام حسین علیه السلام شهید شو، حضرت سجاد علیه السلام د ناروغۍ له امله په جهاد کښې ګډون ونه کړی شو او د خپلو عزیزانو او خپلوانو شهادت او د پیغمبر اکرم(ص) د کورنۍ بې احترامی ولیدله.

حضرت سجاد علیه السلام د کربلا له حماسې وروسته د خپلې ترور (عمه) سره یوځاې د بنی امیه د ظالمانه اعمالو رسوا کول او د رسالت د کورنۍ معرفی کول پیل کړل. هغوی له هغه وخت نه تر په ۹۴ هجری قمری کال کښې د خپل برکتناک عمر تر پاې پورې د مسلمانانو مشری په غاړه درلودله. د امام سجاد علیه السلام یو ارزښتناک یادګار هغه ښکلې دعاګانې دی چې هغه د نفس د تهذیب، له خدای سره د بنده د اړیکې، آخرت ته د پاملرنې او د ټولنیزو او سیاسی مسائلو په هکله یې بیان کړې دی او د (صحیفه سجادیه) په نامه یوه ټولګه کښې راغونډې شوې دی.

د حضرت امام سجاد علیه السلام د ولادت د کلیزې په مناسبت د هغه بزرګوار یوه حکیمانه وینا درته نقلوو چې فرمائیلی یې دی: د خپلې غوصې له کنټرولو پرته د انسان لپاره بل هیڅ څه دومره غوره نه دی.

««««««««««««

یو زرو یو سلو پینځه ویشت کاله پخوا،  د ۳۱۳  هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په پنځمه نیټه د اسلامی نړۍ مشهور طبیب او کیمیاپوه او د الکحلو کشفونکی محمد بن زکریا رازی وفات شو.

هغه په ۲۵۱ هجری قمری کال کښې د ننی تهران د سویل په ری ښآر کښې زیږیدلی و. دغه ستر کیمیاپوه وړومبۍ د زرګرۍ کار کوه، بیا یې له کیمیاګرۍ سره مینه پیدا شوه او بلآخره یې د کیمیا علم ته مخه کړه او د طب، هندسې، منطق او فلسفې په شان نورو علمونو کښې یې هم مهارت ترلاسه کړ.

هغه د خپل عمر ډیر کلونه د عناصرو او طبیعی موادو په تجزئې او ترکیب کښې تیر کړل او وتوانید  څو سلفوریک ایسډ  برابر کړي. دغه مسلمان ایرانی پوه وړومبنی کس و چې الکحل یې کشف کړل. رازی په مختلفو علمی څانګرو کښې کابو ۲۵۰ آثار لیکلی دی چې (الحاوی) ، (المنصوری) او (السیرة الفلسفیه) پکښې شامل دی.

««««««««««««

یو سلو پینځه نوي کاله  پخوا،  د دولس سوه درې څلویښتم  هجري قمري کال د شعبان  د میاشتې  په  پینځمه  نیټه، له  روسیې سره  په  دویم  جنګ  کښې  د ایران  له ماتې وروسته، د دواړو لورو ترمینځ  (ترکمنچای) تړون وشه. دغه تړون چې په ایران باندې یې سخت شرایط ور وتپل، د ایران  د هغه وخت د واکمن فتحعلیشاه قاجار په وختو کښې د انګلستان د استعماري حکومت په مینځګړیتوب  سره لاسلیک شو.

د ترکمنچای  د تړون  له  مخې په  قفقاز کښې د ایروان او نخجوان په نامه د ایران  دوه ولایتونه  روسیې ته  وسپارل  شول  او روسي کشتیو اجازه  وموندله څو  یو ځل  بیا  د ایران  د شمال  په کاسپین سمندر کښې تګ راتګ وکړائ  شي.

پر دې سربیره په ایران کښې د روسیې ټول اتباع د کنسولي قضاوت (کیپیچولیشن) له حقه برخور شول او داشان د ایران د قضايي ادارې خپلواکي زیانمنه شوه. د روسیې حکومت د دې دومره ډیرو امتیازونو په وړاندې یوازې د قاجار شاهزاده عباس میرزا ولیعهدی په رسمیت وپیژندله.

««««««««««««

اته  دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د غوایی په دولسمه نیټه، د اسلام مجاهد، پوه او متفکر عالم استاد مرتضی مطهری چې د اسلامی انقلاب یو نظریه ورکونکئ او د انقلاب د شورا مشر ؤ، د فرقان په نوم د انقلاب ضده ډلې په لاس شهید شو. دا پیښه د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه درې میاشتې وروسته رامینځته شوه.

استاد مطهری هم د انقلاب له بریالیتوبه مخکښې او هم وروسته د انقلاب په بریالیتوب او د اسلامی حکومت په جوړولو کښې د یو تکړه علمی، مذهبی او سیاسی شخصیت په توګه ډیر مهم رول درلود او د پهلوی د طاغوتی نظام په خلاف د خلکو د پراخو لاریونونو یو اصلی بنسټګر ګڼل کیده.

شهید مطهری د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په وخت د امام خمینی (رح) لخوا د اسلامی انقلاب د شورا د غړی او د دې شورا د مشر په توګه وګمارل شو. استاد مطهری د ایران د اسلامی غورځنګ په وخت کښې د هغه تر بریالیتوبه پورې او له انقلاب وروسته تر خپل شهادته پورې د امام خمینی (رح) یو نږدې سلاکار او سیاست جوړونکئ او پریکړه کونکئ ؤ. دغه ستر مجاهد بالاخره له یوې غونډې وروسته کله چې یوازې کور ته روان ؤ، د فرقان په نوم د بې لارې ډلګۍ د یو غړی په لاس شهید کړائ شو.

له استاد شهید مطهری څخه کابو اتیا ارزښتناک کتابونه په یادګار پاتې دی چې امام خمینی(رح) ټولو ته د هغو د خیال ساتنې او احترام سپارښتنه کړې ده. هغوئ وفرمایل: زه محصلینو او د ژمنو روڼ اندو پرګنې ته سپارښتنه کوم چې پرې نږدی د دغه ګران استاد کتابونه په غیراسلامی دسیسو سره هیر کړائ شی.

د هغه موقعیت په وجه چې استاد شهید مطهری په حوزې او پوهنتون کښې د اسلامی تعلمیاتو په خپرونه کښې درلود. د دغه بزرګواره عالم د شهادت کلیزه په ایران کښې د استاد او ښوونکی د ورځې په توګه نومول شوې ده.

««««««««««««

او له ننه درې کاله پخوا، د دیارلس سوه درې نوېم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په دولسمه نیټه، یو نامتو ایرانی موسیقی پوه محمد رضا لطفی وفات شو. محمد رضا لطفی په دیارلس سوه پینځه ویشتم هجری لمریز کال کښې په ګرګان ښار کښې وزیږید. هغه د پینځو کالو مودې پورې د موسیقۍ د زده کولو لپاره د موسیقۍ هنرتون ته مخه کړه. په دیارلس سوه درې پنځوسم لمریز کال کښې د موسیقۍ د پوهنځی د علمی ډلې غړۍ شو او په همدې کال کښې یې له راډیو سره خپله ملګرتیا پیل کړه. تر یو نیم کاله پورې د تهران د ښکلو هنرونو د موسیقۍ د پوهنځی د موسیقی ډلې مدیر په توګه په کار بوخت شو او له هغې وروسته یې له دې پوسټه استعفا ورکړه. هغه په اتیایمې لمریزې لسیزې کښې ایران ته راستون شو او په تهران کښې یې د شیدا په نوم یوه ټولنه جوړه کړه. لطفی ایران ته له راستانیدا وروسته له خپلو څو هنر غواړو سره څو پروګرامونه خپاره کړل.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه