May 07, 2017 11:38 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۴۴

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له شپږمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له دریمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

پینځه سوه دوه کاله پخوا، د پینځلس سوه پینځلسم میلادی کال د مئی په دریمه نیټه، د پرتګال  بیړیو  د ایران  پر هرمز  ټاپو  په  برید سره هغه ونیوله  او په مینځني ختیځ کښې یې د لویدیځ استعمار او لاس وهنه پیل کړه. دغه اسټراټیجیکه ټاپو د هرمز د تنګی په خوله کښې پرته ده چې فارس خلیج او د ایران په جنوب کښې د عمان سمندر له یو بل سره نښلوی. په دې خاطر چې ایران ښه او سمبال سمندری ځواک نه درلود، د پرتګال استعمارګرو تر یو زرو پینځه سوه یویشتم میلادی کاله پورې د بحرین پشمول د فارس خلیج یوشمیر نورې ایرانی ټاپوګانې چې په هغه وخت کښې د ایران برخې ګڼل کیدې، و نیولې. د پرتګالیانو نیواکګری او تاؤ تریخوالۍ په مختلفو وختونو کښې د ایران د خلکو د غوسې او راپاریدو سبب شو. بالاخره د ایران د سمندری ځواک د جوړیدا او د هغه له پیاوړتیا سره د فارس خلیج ایرانی ټاپوګانې تر شپاړس سوه دوه پنځوس میلادی کاله ورو ورو د پرتګالیانو له نیواکه ازادې شوې .

««««««««««««

دوه سوه لس کاله  پخوا، د ۱۱۸۶  هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د ایران او فرانسې تر مینځ د فین کنشټاین  تړون  وشو . د دغه تړون  له امله  فرانسه  ژمنه  شوه  چې  د پوځي کارپیژاندو او وسلو په  لیږلو سره  د ګرجستان  او د ایران په خاوره کښې د روسیې نورو نیول شویو سیمو د بیرته  اخیستو کښې  له  ایران  سره مرسته وکړي . د دې  په  مقابل کښې ، ایران هم ژمنه  کړې  چې  له  انګلتسان  سره  خپلې ټوله سیاسي او تجارتي اړیکې غوڅوي او له دغه هیواد سره د جنګ  اعلان  کوي  او له  انګلستان  او روسیې سره د فرانسې په جنګ کښې  د فرانسې متحد کیږي. همداراز  که  نیپولیّن وغواړي، له ایرانه په  هند  چې  د انګلستان  مستعمره  وه ، لښکر کشي وکړي، نو ایران به د فرانسې د لښکریانو د تیریدا لپاره خپل ټول امکانات د هغوئ په اختیار کښې ورکړي. د دغه  تړون  له  ترسره کیدا وروسته ، د جنرال ګارډن په مشرۍ  د پوځي سلاکارانو یوه ډله ایران ته راغله څو ایرانیو لښکریانو ته  د اروپايي  جنګونو  رسم  او رودې  ورزده کړي.  دغه  تړون  ډیر دوام  ونه کړ  او نیپولیّن بناپارټ د خپلې ژمنې په اپوټه، له یوې مودې وروسته    روسیې  ته  د دوستۍ لاس ور اوږد  کړ  او  فرانسوي سلاکاران  هم له  ایرانه  ووتل.

««««««««««««

یو سلو درې شپیته کاله  پخوا،  د دولس سوه درې دیرشم  هجري لمریز کال د غوايي  د میاشتې  په  دیارلسمه نیټه،   د ایران  یو  حکیم  او  شاعر  او  په  قاآنی  مشهور میرزا حبیب ا... شیرازي  وفات  شو. هغه  په  یوولس سوه اووه اتیایم هجري لمریز کال  کښې  په  شیراز  کښې  زیږیدلئ ؤ  او د زده کړو او پوهې د ترلاسه کولو لپاره مشهد ته لاړ او دغه راز يې شعر  ویلو ته  هم  مخه کړه. قاآنی له لسو کلونو وروسته وتوانید، د نحو،بیان ،د هندسې د اصولو، نجومو، حکمت، کلام، فلسفې او ادب او فنونو او شعرونو کښې مهارت ترلاسه کړي او له  یوې  مودې  وروسته  د ناصر الدین  شاه  قاجار  دربار ته  لاره ومومي. هغه  لومړنی  ایرانی   شاعر  ؤ  چې  له  فرانسوی  ژبې  سره بلد شو.  البته  پر  فرانسې  سربیره ، په عربۍ  او  انګریزۍ  ژبو  هم  مسلط  ؤ.

د اوږدو  قصیدو  جوړول،  د ښو اوصافو درلودل، د ښو آوازونو  راپنځول او پر مترادفو  ټکو او کلمو تسلط پیدا کول  د هغه  یوه  روده  ده  او  په  همدې وجه یې  په  خپل  ګفتار کښې له معنا ډک ټکي درلودل. د شعرونو پر دیوان سربیره  چې  کابو  اوولس  زره  بیته  لري، له  دغه  شاعره  د پریشان  په نامه  یو کتاب  هم   پاتې  دی  چې  د ګلستان  په  سټایل  سره  لیکل  شوئ دی. قاآنی بالاخره د دولس سوه درې دیرشم هجري لمریز کال د غوايي د میاشتې په دیارلسمه  نیټه  چې د دولس سوه اویایم هجري قمري کال  د شعبان  د میاشتې له  پینځمې  نیټې  سره يې  سمون  خواړه، په  اووه څلویښت  کلنۍ کښې  وفات شو  او  په  شهر رئ  کښې  د حضرت  عبدالعظیم  په  حرم  کښې  خارو ته  وسپارل  شو.

««««««««««««

اته اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځوسم هجري  قمري کال  د شعبان  په شپږمه  نیټه،  مشهور اوسمهاله  عالم، ادیب  او  شاعر  میرزا لطفعلي نصیري په  دوه اتیا  کلنۍ کښې  وفات  شو.  په  صدر الافاضل  ملقب  میرزا لطفعلي بن  محمد کاظم  تبریزي  د څوارلسمې قمري  پیړۍ  د  کمال  خاوندو  مشاهیرو څخه  یو  عالم  او  فاضل  کس  ؤ.

هغه  په  ماشومتوب کښې  له  خپل  پلار سره  له  شیرازه  تهران  ته  راغئ. لومړی یې  د خط  او  ادبیاتو اصولو ته  مخه کړه او بیا یې  د اصول، فقه، حدیث، تفسیر او هم  د  منطق، ریاضیاتو او الهیاتو  زده کړه  پیل  کړه. له صدر الافاضل  څخه  ډیر تالیفات په یادګار پاتې دي چې  پکښې اساطیر، دستور البلاغه، کَلِم  و حِکَم  او ډول ډول قصیدې شاملې دي. هغه په شعر کښې (فاني)  تخلص کاروه.

میرزا  لطفعلي  په  دوه اتیا  کلنۍ کښې  وفات  شو او  په  ری  کښې د مرزا شیخ صدوق  ابن  بابویه  د  مزار  په  خوا کښې  خاورو ته وسپارل  شو.

««««««««««««

او له ننه  در ویشت  کاله  پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د غوایی په څوارلسمه نیټه، یو لوئ مسلمان پوه آیت ا... سید امیر محمد کاظمی قزوینی وفات شو. آیت ا... سید امیر محمد کاظمی قزوینی په دولس سوه شپږ نوېم هجری لمریز کال په کویت کښې په یوې علم او تقوی لرونکی کورنۍ کښې وزیږید. هغه په اته کلنۍ کښې له خپل پوه پلار سره بصرې ته لاړ او د فقهی متنونو او ادبی علومو زده کړې ته یې مخه وکړه. په اتلس کلنۍ کښې د اهل بیت (ع) د پوهې د زده کولو په شوق نجف اشرف ته لاړ. هغه د خپل پلار له وفاته وروسته بصرې ته ستون شو او د تدریس ، تالیف ، د لمونځ د امامت ، وعظ ، د خلکو د ارشاد او له منحرفینو سره د مناظرې له لیارې یې د اهل بیت  (ع) د مذهب تبلیغ ته مخه کړه. د دغه ستر فقیه د تبلیغاتو اغیزې دومره پراخې شوې چې د عراق په بعث ګوند کښې د هغه دښمنانو او مخالفینو د هغه د وژلو او د هغه د کور په اور سوځولو نیت درلود چې هغه له مجبورۍ په دیارلس سوه پنځوسم هجری لمریز کال کښې کویت ته هجرت وکړ. له دغه مجاهد عالمه څه د پاسه څلویښت ارزښتناک کتابونه په یادګار پاتې دی. آیت ا... قزوینی بالاخره د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، په اووه اویا کلنۍ کښې وفات شو او په قم ښار کښې د حضرت بی بی معصومه (س) په سپیڅلی حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه