May 07, 2017 11:40 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۴۵

نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له اوومې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له څلورمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو یوولس کاله پخوا، د یو زرو شپږم میلادی کال د مئی په څلورمه نیټه، یو ایرانی پوه، عارف او ادیب خواجه عبدا... انصاری نړۍ ته سترګې رڼې کړې او درې اتیا کاله ژوند یې وکړ او په هرات ښار کښې وفات شو. هغه د خواجه نظام الملک او ابو سعید همهاله ؤ. (کتاب اسرار)، (جزوه دل و جان)، د (قلندرنامې)، (هفت حصار) او (محبت نامې) رسالې د هغه له تالیفاتو څخه دی. د خواجه عبدا... مناجاتنامه د خوږ بیان او د ګفتار د ساده توب له اړخه بې ساری بلل شوې ده. د شیخ عبدا... رباعیات هم مشهور دی.

««««««««««««

دوه اویا کاله  پخوا، د نولس سوه پینځه څلویښتم ميلادي کال د مئۍ په  څلورمه نيټه، د  جرمني  سوشليسټ  نيشنل  ګوند چې په نازي ګوند مشهور ؤ، ړنګیدا  په  رسمي  توګه  اعلان  شوه. په  دا ډول د دغه ګوند د اقتدار او تسلط پړاؤ چې له ډيکټاټورۍ، تشدد او سختې ځپنې څخه په استفادې  سره  يې له  نولس سوه دوه دیرشم  ميلادي  کاله  د جرمني د چارو واګې  په  لاسو کښې نيولې وې، ختم شو. نازي  ګوند  د  نولس سوه شلم  میلادي کال په اکتوبر کښې د ميونيخ سياسي غورځنګ  له  زياتيدو وروسته رامینځته شو. د دغه ګوند د غړيو شمير چې  په  نولس سوه نهه ویشتم  ميلادي کال  کښې  يو  لک  شپږ  اويا تنه  ؤ،  په  نولس سوه درې دیرشم  ميلادي کال کښې  په  يو  ځل  دوه  ميلين  تنو او په  ورپسې  کلونو کښې  شپږو ميلينو  تنو ته ورسيد. نازي ګوند غوښتل چې د جرمن ژپو ولسونو په  يووالي سره يو مقتدره  جرمني  جوړ کړي  چې  خپلو  پولو ته  پراختيا ورکړائ  شي. دغه  ګوند په  دويم  نړيوال  جنګ کښې  د جرمني  له  ماتې  وروسته  وپاشل  شو او د  تل لپاره  غير  قانوني  اعلان  شو.

««««««««««««

نهه پنځوس کاله  پخوا،  د نولس سوه اته پنځوسم  میلادي کال  د مئۍ د میاشتې په څلورمه  نيټه، د  لبنان  د  وخت  ولسمشر  کمیل  شمعون  د حکومت پر ضد د دغه هيواد کورنۍ جګړې او پراخ اعتراضات پيل شول.
شمعون  چې  له  نولس سوه دوه پنځوسم  میلادي کاله  د  لبنان  ولسمشرۍ  ته ورسید، له  عربو څخه  د لیرې کيدو او لویدیځ  ته  د  ګروهنې  سیاست  یې خپل کړ. دغه  سیاست د لبنان د مسلمانانو سخت مخالفت او اعتراض راپورته کړ او کله چې شمعون نیت درلود، مارونيان پر ټول لبنان واکمن کړي، په دې هيواد کښې کورنۍ جګړه پيل شوه. شمعون له امریکا د مرستې غوښتنه وکړه او امریکا هم  په  بیړې سره خپل ټوپکیان  لبنان  ته  ورداخل  کړل.
که  څه  هم  جګړه  له یو څه وخت وروسته ختمه شوه، خو کمیل شمعون استعفا ته اړشو.

د امریکايي  پوځيانو  له  وتلو  وروسته،  فواد  شهاب  د لبنان  ولسمشر شو.

««««««««««««

شپږ دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په څوارلسمه نیټه، د الجزایر د بهرنیو چارو د وزیر بن یحیی د سپرلئ الوتکه د ایران څخه له کتنې وروسته د عراق د بعثی رژیم د جنګی الوتکو لخوا را نسکوره شوه. له دې پیښې وروسته د اسلامی ایران د ولسمشر خاص استازی او څو پلاوی د پیښی د څرنګوالی د څیړلو لپاره سیمې ته لاړل. ایرانی مسؤلانو اعلان وکړ چې د ترلاسه شویو سندونو پر اساس عراقی الوتکې د الجزایری الوتکې په تعقیب کښې وې. د الجزایر د بهرنیو چارو د وزیر پر الوتکې د عراقی الوتکو حمله د نړیوالو په تیره بیا د سیمې د عربی حکومتونو په وړاندې د عراق د رژیم د څیرې د بدرنګه کیدو سبب شوه .

««««««««««««

او له ننه  در ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د غوایی په څوارلسمه نیټه، یو لوئ مسلمان پوه آیت ا... سید امیر محمد کاظمی قزوینی وفات شو. آیت ا... سید امیر محمد کاظمی قزوینی په دولس سوه شپږ نوېم هجری لمریز کال په کویت کښې په یوې علم او تقوی لرونکی کورنۍ کښې وزیږید. هغه په اته کلنۍ کښې له خپل پوه پلار سره بصرې ته لاړ او د فقهی متنونو او ادبی علومو زده کړې ته یې مخه وکړه. په اتلس کلنۍ کښې د اهل بیت (ع) د پوهې د زده کولو په شوق نجف اشرف ته لاړ. هغه د خپل پلار له وفاته وروسته بصرې ته ستون شو او د تدریس ، تالیف ، د لمونځ د امامت ، وعظ ، د خلکو د ارشاد او له منحرفینو سره د مناظرې له لیارې یې د اهل بیت  (ع) د مذهب تبلیغ ته مخه کړه. د دغه ستر فقیه د تبلیغاتو اغیزې دومره پراخې شوې چې د عراق په بعث ګوند کښې د هغه دښمنانو او مخالفینو د هغه د وژلو او د هغه د کور په اور سوځولو نیت درلود چې هغه له مجبورۍ په دیارلس سوه پنځوسم هجری لمریز کال کښې کویت ته هجرت وکړ. له دغه مجاهد عالمه څه د پاسه څلویښت ارزښتناک کتابونه په یادګار پاتې دی. آیت ا... قزوینی بالاخره د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، په اووه اویا کلنۍ کښې وفات شو او په قم ښار کښې د حضرت بی بی معصومه (س) په سپیڅلی حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه