May 07, 2017 11:41 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۴۶

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له اتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له پینځمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

د غوایی د میاشتې پینځلسمه نیټه  د ایران په  کال هینداره کښې د مشهور شیعه  پوه  شیخ  صدوق  د درنښت  ورځ  ده.

ابو جعفر محمد بن  علی  بن  بابویه  چې  په  شیخ  صدوق  مشهور  ؤ، په کابو درې سوه شپږم  هجري قمري کال کښې د قم  د سپیڅلي ښار په  یوې علمي او فقهي کورنۍ کښې وزیږید. محمد په  ماشومتوب  کښې دیني علمي  زده کړې پیل  کړې  او  د خپل  پلار او نورو استادانو له  محضره یې علمي ګټه پورته کړه. هغه له دې وروسته چې لوړې  علمي درجې ته ورسید، د هغې زمانې له سترو استادانو او حدیث پیژاندو څخه د علمي زده کړو لپاره خپل علمي سفرونه  پیل  کړل  او  د  وخت  له  دوو سوو  زیاتو سترو  پوهانو څخه یې علمي ګټه پورته کړه.

بغداد ته له سفر وروسته، د هغۀ علمی شهرت د هغه وطن عالمان دومره تر خپل اغیز لاندې راوستی وو چې ټول یې خپل ځان ته جذب کړل او د خپل وجود له وړانګو څخه یې برخمن کړل. د دغه ستر فقیه په درس کښې نامتو عالمان وروزیدل چې شیخ مفید، حسن بن محمد قمی، علم الهدی سید مرتضی، هارون بن موسی تتلعکبری او حسین بن عبیدا... غضائری له هغو څخه دی. همداراز په څلورو ټوکو کښې د (من لایحضره الفقیه) په نوم ستر کتاب د شیعیانو له څلورو بنیادی کتابونو څخه یو کتاب چې په شپږو زرو حدیثونومشتمل او د مختلفو فقهی موضوعاتو په اړه دئ او همداراز په لسو ټوکو کښې د (مدینه ا لعلم) کتاب چې ورک شوئ دی، امالی، خٍصال، عیون اخبار الرضا (ع) او علل الشرائع د دغه کم ساری شیعه عالم له دریو سوو ارزښتناکو کتابونو څخه دی.

شیخ صدوق د عمر په وروستیو وختونو کښې د شهرری د شیعیانو په غوښتنه په دغه ښار کښې میشته شو، تر دې چې په درې سوه یو اتیایم هجری قمری کال کښې په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو او په هغه ځائ کښې چې د هغه په نوم مشهور دی، خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

اته سوه  اووه اویا کاله پخوا، د پینځه سوه یو شپیتم هجری قمری کال د شعبان په اتمه نیټه، د شپږمې هجری قمری پیړۍ یو مسلمان درمل پیژاندی، بوټیو پیژاندی او محدث ابن رومیه په اندلس یعنی نننۍ اسپانیا کښې وزیږید. هغه له لومړنیو زده کړو وروسته د خپل وخت له لوړو محدثینو او پوهانو څخه حدیث زده کړ او له دینی زده کړو سره په یو وخت یې په بوټیو پیژندنې کښې څیړنو ته هم ملا وتړله. ابن رومیه لومړئ په آندلس کښې د بوټیو خصوصیتونو معلومولو او مطالعې ته مخه وکړه او له هغې وروسته یې بیلابیلو ټاټوبیو لکه مصر، عراق او حجاز ته سفر وکړ او د بوټیو په باره کښې په څیړنو بوخت شو او په همغه ورځو کښې له حدیث زده کولو هم غافل پاتې نه شو. ابن رومیه د بوټیو پیژندنې، فقهې او حدیث په زمینه کښې ګڼ شمیر آثار په یادګار پریښودلی دی چې له بده مرغه ځینی پکښې له مینځه تللی دی. خو د هغه یو شمیر نور کتابونه چې په عربۍ ژبه کښې دی، اوس هم ترې څیړاندی استفاده کوی.

««««««««««««

درې اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه درویشتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد ستر مشر امام خمینی (رح) په دوه څلویښت کلنۍ کښې د خدائ په خاطر پاڅون ته د خلکو د رابلنې لپاره لومړنی سیاسی بیانیه صادره کړه. امام خمینی (رح) په دغه بیانیه کښې د خلکو د تیرو، اوسنیو او راتلونکو وختونو د حالاتو له څېړنې او شننې سره د خدائ لپاره پاڅون د نړۍ د اصلاح یوازینۍ لاره وبلله او دغه چاره یې د ټولو الهی پیغمبرانو علیهم السلام د بعثت فلسفه وګڼله. هغوئ په دوام کښې د مسلمانانو او د ایران د ملت د بدبختۍ دلایل بیان کړل او په بله برخه کښې یې د عالمانو او پوهانو د درون مسئولیت او دندې ذکر وکړ او د هغوی د سیاسی غفلت زیان لرونکی عواقب او نتایج یې بیان کړل. هغوئ د دغې بیانیې په دوام کښې په واضحه توګه اسلامی عالمان او اسلامی ټولنه عمومی پاڅون ته را وبلله او د اسلام په خلاف د دسیسو په وړاندې د چوپتیا په اړه یې خبردارئ ورکړ. د دغې بیانیې له خپرولو د امام  (رح) مقصد د ځوانو زده کونکو لپاره د بیدارۍ او خطر د ټالۍ غږول وو. دغه اقدام د امام خمینی (رح) شخصیٍت او سیاسی دریځ له مخکې نه لا زیات څرګند کړ او ورو ورو یې د خپلو شاګردانو په ټول کښې د یو شمیر ملګرو او همفکرانو د شتون زمینه برابره کړه. دغه شخصیتونه هغه کسان وو چې په ورپسې کلونو کښې یې د هغه تر مشرۍ لاندې د انقلابی اقداماتو اصلی ستنې جوړې کړې.

««««««««««««

اتلس کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اویایم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په پینځلسمه نیټه، تکړه شاعر او اوسمهاله ادیب استاد محمد علی مردانی وفات شو. استاد محمد علی مردانی په دیارلس سوه لومړی لمریز کال کښې د ایران د خمین ښار په یو کلی کښې وزیږید. هغه له ماشومتوبه له شعرونو سره مینه لرله. په لس کلنۍ کښې یې په مرثیې او مدح وینې لاس پورې کړ او د ابا عبدا... الحسین (ع) د ویر په مجلسونو او تکیه خانو کښې به یې مرثیې ویلې. استاد مردانی د پهلوی رژیم په وخت کښې په خمین ښار کښې د مداحانو د ټولنې جوړولو ته ملا وتړله خو د باچا د ظالم رژیم له غضب سره مخامخ شو او کور یې د باچا د تالی څټو په لاس په اور سوځول شو. هغه په دیارلس سوه یو دیرشم لمریز کال کښې په تهران کښې استوګنه شو او له دې وروسته یې د تهران د ختیځ د مذهبی سندرې ویوونکو ټولنه جوړه کړه. مردانی د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، خپل فعالیت زیات کړ او د اسلامی ارشاد د وزارت او د اسلامی تبلیغاتو د ادارې د هنری برخې د ادبیاتو د څانګې غړئ شو. هغه همداراز د تپل شوی جنګ په اوږدو کښې په جبهو کښې شتون درلود او په دغه لاره کښې له بدنی مشکلاتو سره مخامخ شو. مردانی یو مخلص شاعر او تقوا داره عارف ؤ او له څوارلسو معصومینو (ع) سره یې پوره اخلاص درلود. استاد مردانی د خپل عمر په اوږدو کښې د شعرونو د کابو اویا ټولګو تالیف ترسره کړ چې اکثرې پکښې چاپ شوې دی چې پکښې (مجموعه آفتاب)، (ادبیات عاشورا)، (همراه با کاروان)، (حریم عشق)، (راهیان عاشورا)، (فروغ  ایمان) او (نوای رزمندگان) ته اشاره کولائ شو. استاد مردانی بالاخره د کلونو کلونو ناروغیو د رنځونو له زغملو وروسته، د دیارلس سوه اته اویایم لمریز کال د غوایی د میاشتې په نیمایۍ کښې چې د څوارلس سوه شلم هجری قمری کال د محرم د میاشتې له اتلسمې نیټې سره برابره وه، په اووه اویا کلنۍ کښې وفات شو او د تهران د بهشت زهرا په هدیرې کښې د عالمانو او پوهانو په برخه کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

او له ننه شپاړس کاله پخوا، د دیارلس سوه اتیایم  هجري  لمریز کال  د غوايي د مياشتې په پينځلسمه نيټه، هوښيار  محقق  او د نهج  البلاغه  څيړونکئ حجت  الاسلام محمد دشتي وفات شو. شیخ  محمد دشتي په دیارلس سوه دیرشم  هجري لمریز کال کښې  په  مازندران کښې وزيږيد.  هغه  په  شل  کلنۍ کښې د ميرزا هاشم  آملي، ناصر مکارم  شيرازي، علي مشکيني اردبيلي او عبدالله  جوادي  آملي  په  شان  آيت ا... ګانو  د  فقهې  او اصولو په درسونو کښې ګډون  وکړ  او  د حکمت  او  فلسفې اصول  يې  د فن  له  استادانو زده کړل. حجت الاسلام  دشتي  له  دې  وروسته  تاليف، تدريس  او تحقيق  ته  مخه کړه تر دې چې په دیارلس سوه اووه شپیتم هجري لمريز کال کښې يې د اميرالمومنين  په نوم د  تحقيقاتي موسسې بنياد کيښود او د يو شمير محققانو په مرسته یې ځينې دا ډول کتابونه برابر کړل: فرهنگ سخنان معصومين په پينځلسو ټوکو کښې، تحليل تاريخي سياسی معصومين په څوارلسو ټوکو کښې، سيره امام علی (ع) په پينځلسو ټوکو کښې، ترجمه نهج البلاغه، فرهنگ واژه ‌‏ها، موضوعات کلی و معارف نهج‌‏البلاغه په  څلورو ټوکو کښې  او اسناد و مدارک  نهج‏ ‌البلاغه  او  په  لسګونو داسې  نور اثار.

هغۀ  به  د  اسلامي انقلاب له بریالیتوبه  وروسته  د ديني شعارونو  د احيا په لاره  کښې  هلې ځلې کولې  او تل  به  د  هيواد په  مختلفو ښارونو کښې په ديني  تبليغ  او په  انقلابي  ادارو،  پوهنتونونو کښې په تدريس او ويناو بوخت ؤ، تر دې  چې  د دیارلس سوه اتیایم  هجري  لمريز کال د غوايي د مياشتې  په  پينځمه  نيټه،  له کاشان  څخه  له  خپل  تبليغي  سفره   د  ستنیدا په  وخت  له ټرافیکي پیښې سره  مخامخ   شو  او له  لسو  ورځو وروسته  د غوايي د مياشتې په پينځلسمه نيټه چې د څوارلس سوه دوه ویشتم هجري قمري کال د صفرې له يوولسمې نيټې سره برابره وه، په پنځوس کلنۍ کښې وفات  شو او  د  قم  په سپیڅلي  ښار  کښې  د حضرت  بي  بي معصومه (س) په  پاک  حرم  کښې  خاورو ته  وسپارل  شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه