May 07, 2017 11:42 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۴۷

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له نهمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له شپږمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

نهه سوه اووه پنځوس کاله پخوا، د څلور سوه یو اتیایم هجری قمری کال د شعبان په نهمه نیټه، د مصر یو مشهور عالم او فقیه ابن براج طرابلسی له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په مصر کښې وزیږید. خو د دې په دلیل چې تر ډیر وخته یې د نننی لبنان په شمال کښې په طرابلس ښار کښې د قضاوت مقام په غاړه درلو، په طرابلسی مشهور شو. هغه د سید مرتضی او شیخ طوسی په شان عالمانو له محضره استفاده وکړه. ابن براج د اسلام مشهور دانشمند دی چې د هغه لیدتوګی او نظریات د لویو فقیهانو د پام وړ وو. هغه یو داسې لیکوال دی چې د فقې او کلام کتابونو لیکلو ته یې ملا وتړله. د ابن براج مشهور اثر د (الجوامع الفقیه) په نوم یوه ټولګه ده. په دغه کتاب کښې د فقهی مسایلو په هکله کابو اته سوه شل پوښتنې او ځوابونه راغلی او د دینی علومو یو ارزښتمن کتاب ګڼل کیږی.

««««««««««««

اته سوه یو شپیته کاله پخوا، د پنځه سوه اووه اویایم هجری قمری کال د شعبان په نهمه نیټه، په ابن انباری مشهور د بغداد یو لغت پیژاندی او فقیه ابو البرکات عبدالرحمن بن محمد وفات شو. هغه خپلې زده کړې د بغداد په نظامیه مدرسې کښې پائ ته ورسولې او د خپلو لوړو معلوماتو او لوړو درجو کسبولو په دلیل په همغه مدرسه کښې په تدریس بوخت شو. له دغه لوړ فقیهه ډیر کتابونه او رسالې په یادګار پاتې دی چې پکښې (الاسرار العربیه) ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

یو سلو پینځه  دیرش کاله پخوا، د اتلس سوه دوه اتیایم میلادی کال د مئی په شپږمه نیټه، د جرمن ژوند پېژاندی رابرټ کُخ لخوا د ټی بی د جراثیمو د کشفیدو اعلان وشو.

هغه له دغه اعلانه دوه هفتې وړاندې دغه میکروب چې د تاریخ په اوږدو کښې یې له یو میلیارډ نه زیات کسان وژلی دی کشف کړی وو.

پروفیسر کُخ بیا وروسته د دغو میکروبو د مخنیوی لاره پیدا کړه چې د درملو په وړاندې به یې مقاومت کاوه او کولئ یې شول، تر کلونو کلونو پورې یوه ګوښه کښې پټ پاتې شي او په مناسب فرصت کښې یعنی د ناروغیو یا قحطۍ، بد خوراکۍ او زیاتو زحمتونو په وجه د بدن د کمزروۍ په وخت په فعالیت لاس پورې کړي. پروفېسر کخ د ټی بی د بیمارۍ د عامل له کشفولو سربیره مصر او هند ته سفر سره د کلرا میکروب یعنی  (وبا) هم کشف کړل او همداراز په نولس سوه شپږم میلادي کال کښې یې د مليریا په خلاف آټوکسیل جوړ کړل چې  د کونینو په  شان  دی.

کُخ چې د اتلس سوه درې څلویښتم میلادی کال د دسمبر په یوولسمه نیټه، د جرمنی بېډن ښار کښې زیږیدلئ ؤ او د نولس سوه لسم میلادی کال د مئی په اووه ویشتمه نیټه مړ شو، په نولس سوه پینځم میلادی کال کښې نوبل جایزه ترلاسه کړه. رابرټ کُخ بې له شکه د پینی سیلین له کشفونکی لویی پاستور وروسته د دنیا تر ټولو لوئ میکروب پیژاندی دی او د علم او سائینس په پراختیا کښې د هغه ارزښتناک خدمتونه به هیڅکله هیر نشی.

««««««««««««

یو سلو شپږ کاله پخوا، د دولس سوه نوېم  هجري  لمریز کال د غوایی د میاشتې په  شپاړسمه  نیټه،  مشهور  اوسمهاله  محقق، مترجم  او ادیب  ذبیح ا... صفا وزیږید. ډاکټر ذبیح ا... صفا شهمیرزادی  د دولس سوه نوېم  هجري لمریز کال د غوایی د میاشتې په شپاړسمه نیټه، د ایران د سمنان ولایت په شهمیرزاد  ښار کښې زیږیدلئ  ؤ. خپلې لومړنۍ او مینځنۍ زده کړې یې هم په دغه  ښار او بابل کښې ترسره کړې، بیا د ایران  پلازمینې تهران  ته  راغئ او په ادبیاتو کښې یې تر ډاکټریټ پورې خپل تعلیم جاری وساته او د پوهنتون استاذ شو.

ډاکټر صفا پخپل کلتوری عمر کښې په مهمو او حساسو پوسټونو پاتې شو او له دې لارې یې ډیر کلتوری او ټولنیز خدمات وکړل. په دغو کښې ځینی پوسټونه دا وو: په ایران کښې د یونیسکو د ملی کمیشن عمومی منشی، د تهران پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی مشر، په یونیسکو سازمان کښې په عمومی غونډو کښې د ایران د نماینده پلاوی غړی، د ایران د مولفانو او مترجمانو د شرکت د مدیره پلاوی غړی او هم د ایران د کلتورتون دایمی غړی.

هغه همداشان له دیارلس سوه دولسم لمریز کاله د هیواد له ډیرو فرهنګی مجلو سره خپله همکاری پیل کړه چې د دې ملګرتیا نتیجه په ادبی، تاریخی او فلسفی موضوعاتو کښې د لسو تحقیقی مقالو لیکل دی.

ډاکټر صفا له هغو استاذانو دی چې د تاریخ، کلتور او فارسی ادبیاتو په لړ کښې یې ګټه ور تحقیقات کړی دی چې پکښې په پنځو ټوکو کښې (تاریخ ادبیات ایران) ، (تاریخ علوم عقلی در تمدن اسلامی) ، (حماسه سرایی در ایران) ، په دریو ټوکو کښې (ګنج سخت) او (مذاهب تشیع در ایران) نومې کتابونه شامل دی.

دغه مشهور ادیب په دیارلس سوه څلور پنځوسم هجري لمریز کال کښې د جرمنی په لوبک ښار کښې استوګن شو او خپل تحقیق او لیکنه یې جاری وساتله. ډاکټر ذبیح ا... صفا شهمیرزادی بالاخره  په  دیارلس سوه اته اویایم لمریز کال  کښې  په  اته اتیا کلنۍ کښې د جرمني په لوبک ښار کښې وفات شو او په همهغه ځائ کښې  خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

درې پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجري لمریز کال د غوایی  د میاشتې  په  شپاړسمه  نیټه، ستر عالم او فقیه آیت ا... روح ا... کمالوند خرم  آبادي  وفات  شو. هغوئ  د قم  په علمیه حوزه کښې د حضرت امام خمیني (رح)  او  آیت ا... سید محمد رضا ګلپایګانی  سره  په  یو پړاؤ کښې  درس  ویلئ  ؤ.

آیت ا... کمالوند په  دیارلس سوه دیرشم  هجري لمریز کال  کښې  په  پنځوس کلنۍ کښې  د ایران  خرم  آباد د یوې  علمیه  حوزې  د احیا او د ارشاد او  تبلیغ په  لړ کښې  دغه  ښار ته  لاړ  او  تر  وفاته  پورې  هلته  پاتې  شو.

آیت  ا... کمالوند د خرم آباد په خلکو کښې ډیر محبوبیت درلود او د یو مرجحع له سیاسی او اجتماعی نفوذه به یې ګټه پورته کوله چې دا محبوبیت د هغه د اخلاقو او پرهیزګارۍ په سیوری کښې رامینځته شوی و.

دغه ستر عالم د یوه عمر مجاهدت او خدمت وروسته د دیارلس سوه درې څلویښتم  هجري لمریز کال  د غوایی  د  میاشتې  په  شپاړسمه نیټه په درې شپیته  کلنۍ کښې  وفات  شو  او  د  ایران  په  یو  مذهبی  ښار قم کښې د حضرت بي بي  معصومې (س)  په  پاک  حرم  کښې خاورو ته  وسپارل  شو.

««««««««««««

او له  ننه اووه څلویښت  کاله مخکښې، د  دیارلس سوه نهه څلویښتم  هجري لمریز کال  د غوایی  د  میاشتې  په  شپاړسمه  نیټه،  مشهور اوسمهاله لیکوال،  شاعر  او  ادیب  استاذ  بدیع  الزمان  فروزانفر وفات  شو.

هغه  په کابو  دولس سوه شپږ اویایم هجري  لمریز کال  کښې  د  ایران  د ختیځ د خراسان ولایت په بشرویه کښې دنیا ته راغلئ  ؤ. په  صرف، نحو، معانی، بیان، منطق، حکمت او فلسفه کښې یې خپلې زده کړې په مشهد او تهران کښې  د ادیب  نیشابوري، میرزا طاهر تنکابني  او  سید کاظم  عصار او  داسې نورو تکړه استاذانو  پائ ته  ورسولې او  بیا  په  دار المعلمین  عالی  ښوونځي کښې  یې  د  ادبیاتو  معلمي  پیل کړه.

بدیع الزمان  ډیره  زیاته  وړتیا او هوښیارتیا  درلودله  او  حافظه  یې هم  ډیره ښه وه. هغه له هیواده بهر ته  ډیر علمي سفرونه وکړل او د ځینو هیوادونو په پوهنتونونو کښې  یې  د  فارسۍ  ژبې  او ادبیاتو کرسۍ جوړې کړې.

استاذ فروزانفر د اسلامي معارفو او فارسي ادبیاتو په لړ کښې د ډیرو معلوماتو په  درلودلو سربیره  ډیر  شاګردان  هم  وروزل چې هر یو یې ستر استاذ  ګڼل کیږي.

له دغه ګرانقدره ایراني ادیبه  ډیر آثار په یادګار پاتې دي  چې  په  څلورو  ټوکو کښې د سخن  او سخنوران کتاب، تاریخ  ادبیات  ایران  او  هم  د شمس تبریزی  د کلیاتو تصحیح  او هم  د مولوي  د  فیه  ما فیه ِ او  داسې نورو نومونه اخیستئ  شو.

استاذ فروزانفر بالاخره  د  دیارلس سوه نهه څلویښتم  هجري لمریز کال د غوایی  د میاشتې  په  شپاړسمه نیټه، په  تهران  کښې  د زړه  د دریدا  له  امله وفات  شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

 

ټیګونه