May 07, 2017 11:44 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۴۸

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له لسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له اوومې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو شپاړس کاله پخوا، د څلور سوه  دوه  ویشتم  هجري قمري کال د شعبان  په  لسمه نیټه، د پینځمې هجري قمري پیړۍ یو مشهور شاعر ابو عبدا... عبدالباقي وفات شو. هغه په بغداد ښار کښې اوسیده. هغه له لویو ادیبانو  څخه  د علم  له کسبولو سربیره ، د  دغه  ښار  د نامتو عالمانو په  درس کښې هم  ګډون کاوه  او د  مختلفو  علومو په تیره بیا  د حدیث علم  ته مخه کوله. عبدالباقي  په  شعر  ویلو کښې  روانه  طبعه  درلوده  او له هغه ډیر شعرونه په یادګار پاتې دي.

««««««««««««

شپږ سوه څلور اتیا کاله پخوا، د اووه سوه څلور پنځوسم هجري قمري کال د شعبان په لسمه نيټه، د اسلام  یوه  لوئ عالم  مجدالدین  ابو الفوارس له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه  په عراق کښې  وزیږید او  د  مقدماتي  زده کړو له تیرولو وروسته یې  له  نامتو  عالمانو څخه  د خپلو زده کړو بشپړولو ته ملا وتړله ، تر دې  چې  پخپله  یو ښه استاد شو. هغه  په  فقهې ، د فقهې په  اصولو، حدیث، کلام، تفسیر او  د  عربو  په  ادبیاتو کښې  ډیره زیاته  پوهه  درلودله. له دغه لوئ  مسلمان  دانشمنده یو لړ آثار په یادګار پاتې دي چې پکښې (کنزالفواید) کتاب ته اشاره کولئ شو.

«««««««««««

دوه سوه نهه کاله پخوا، د اتلس سوه اتم میلادي کال د مئۍ د میاشتې په اوومه نیټه، د اسپانیا خلکو چې هیواد یې د فرانسوي امپراتور نیپولین د پوځ په ولکه کښې ؤ، د هغه د ځواکونو په خلاف خپل پاڅون پیل کړ. اسپانیا هیواد په هغه وخت کښې د اروپا یو تر  ټولو ستر نیواکګر ګڼل کیده او له اروپا بهر یې ګڼ شمیر ټاټوبي نیولي وو. خو دې ځل اسپانیا پخپله د پردیو ځواکونو په لاس د خپل هیواد د نیواک تریخ خوند وڅاکه. د اسپانیا خلکو له فرانسوي نیواکګرو سره له پینځه کاله مبارزې وروسته، هغوئ د اتلس سوه دیارلسم میلادي کال په دسمبر کښې له خپلې خاورې وایستل. په همدې موده کښې اسپانیا په جنوبي امریکا کښې له سختو ماتیو سره مخامخ شوه چې له امله یې د دغه هیواد یو شمیر مستعمرې  آزادې شوې.

««««««««««««

یو سلو نهه ویشت کاله پخوا، د اتلس سوه اته اتیایم میلادي کال د مئی په اوومه نیټه، د افریقې په لویې وچې کښې پر زمبابوی  د انګریز استعمارګر حکومت تیری پیل شوه . د زمبابوی د نیواک پلانونکئ او اجرا کونکئ د سیسیل روډز په نوم یو انګریز سوداګر او سیاستوال ؤ چې په دغه ټاټوبي کښې یې د انګلستان جنوبي افریقایي شرکت جوړ کړ او پراختیا یې ورکړه. روډز د انګلستان پوځیانو په مرستی سره په  زرګونو تور پوستي  ووژل  او ډیر یې  و نیولل تر دې  چې ټوله زمبابوی یې ونیوله او پخپل نوم یې دغه ټاټوبئ روډزیا ونوماوه. د انګلستان دغه مستعمرې، د سپین پوستو له واکمنانو او استعمارګرانو سره د تور پوستو د کلونو مبارزو  په  اثر کښې، په نولس سوه اتیایم میلادي کال کښې خپلواکي ترلاسه کړه  او زمبابوی ونومولې شوه.

««««««««««««

او له ننه شپږ ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اویایم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې په اوولسمه نیټه، اوسمهاله ایرانی څیړاند، لیکوال او شاعر استاد مهر داد اویستا وفات شو. هغه په دیارلس سوه اتم هجري لمریز کال کښې وزیږید او د لومړیو او مینځنیو زده کړو په پړاؤ کښې د سعدي له ګلستان او بوستان او همداراز د عربي له صرف و نحو سره آشنا شو. استاذ اویستا خپل ادبي فعالیاتونه د خپلې ځوانۍ له پړاوه او د زده کړی تر څنګ پیل کړل. هغه د فلسفې او اسلامي معارفو په څانګو کښې د خپلو زده کړو له پائ ته رسولو  وروسته د تهران په مختلفو  پوهنځیو کښې د ایران او نړۍ د هنر او ادبیاتو تدریس ته مخه وکړه. استاز مهرداد اویستا خپلې سیاسي مبارزې په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه کلونه مخکښې پیل کړې. هغه په خپلو شعرونو او  همداراز  په تیرانا کتاب کښې په تندی لهجې سره له شاه رژیم څخه نیوکه کړې ده. استاد اویستا د اسلامي انقلاب او همداراز  د اسلامي انقلاب د فقید مشر حضرت امام خمینی (رح) په ویر کښې ښکلي شعرونه ویلي دي. له دی سربیره هغه د خپل عمر ډیر کلونه د حافظ، مولوي، خاقاني او سنایي په شان ایراني شاعرانو د شعرونو او د جهان د اساطیري ادبیاتو په څیړنو کښې تیر کړل. د هغه مهم فعالیتونه د ادبي څیړنو ، د سلمان ساوجي د دیوان د تصحیح او د خیام په نوروزنامه کښې د اړونده مطالبو  برابرولو  په زمینه کښې دي . له دغه قدرمن شاعره د (امام، حماسه ای دیګر)، (از کاروان رفته)، (از امروز تا هرګز) او (راما) په شان ارزښتمن نظمي او نثري آثار  په یادګار پاتې دي.

 

 

ټیګونه