May 09, 2017 07:23 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۴۹

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له اتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه پینځه  کاله پخوا، د درې  دیرشم  هجري  قمري کال  د شعبان په یوولسمه نیټه، د پیغمبر اکرم (ص) ګران لمسي  د حضرت امام حسین (ع) مشر زوئ  حضرت  علی  بن حسین (ع) په  مدینه کښې وزیږید. هغوئ چې خپل غور نیکه حضرت محمد (ص) سره یې زیات ورته والئ درلود، د خپل نیکه حضرت علی (ع) او پلار حضرت امام حسین (ع) له محضره پریمانه استفاده وکړه  او  خپل ځان یې په اخلاقي ښیګړو او اسلامي معارفو ښکلئ کړ. حضرت علی  بن  حسین (ع) له خپلو کشرانو  وړونو سره  د نومونو ورته والي په  دلیل  چې هغو هم  علی  نوم  درلود، په علی اکبر یعني مشر علی مشهور دئ. هغوئ د اموي حکومت ظلم او طاغوت پر خلاف د خپل پلار د پاڅون په بهیر کښې  وتلئ  رول  درلود  او  د یو شپیتم هجري قمري کال  د محرم  په لسمې نیټی  د دغه حرکت په  دوام کښې، په کربلا کښې  د امام حسین (ع) او د هغه  حضرت له یارانو سره  د یزید بن  معاویه د لښکر په جنګ کښې،  د جنګ میدان  ته  ولاړ  او له  میړانه  جنګ  وروسته، شهادت ته  ورسید.

««««««««««««

نهه سوه نهه کاله پخوا، د پینځه سوه  نهه  ویشتم  هجري قمري کال د شعبان په یوولسمه نيټه، یو لوئ ایرانی عارف، حکیم او شاعر سنایي غزنوي په غزنین کښې  وفات  شو. هغه  په  څلور سوه  اووه  شپیتم  هجري قمري کال کښې  وزیږید او  په  ځوانۍ کښې یې څه  موده  د باچاهانو ستاینې ته مخه کړه. خو ډیره  موده نه وه تیره چې دغه ډول ژوند یې پریښود او عرفان ته یې مخه کړه . هغه  له  دې  وروسته، د خلکو خدمت او پتمني خپله  پیشه  وګرځوله او په خپلو شعرونو کښې یې په ظالمو او فاسدو واکمنانو نیوکې پیل کړې. سنایي  د فارسۍ شعر د سبک په بدلولو او پکښې د ډول ډولوالي په رامینځته کولو کښې اغیز من ؤ. هغه  د فارسۍ شعر په تیره بیا د قصیدې او غزل  په  دوده  ایز  جوړښت  کښې  بدلون  راوسته . د سنایي غزنوي  تر ټولو مهم اثر د (حدیقة الحقیقه) هغه کتاب دی چې د شعر  په  بڼه  او مثنوي  چوکاټ کښې  ویل شوي او پکښې  د شاعر اخلاقي او معنوي افکار منعکس شوي دي. (الهي نامه)، (کارنامه بلخ)  او (طریق التحقیق) د سنایي نور آثار دي .

««««««««««««

درې سوه اته  شپیته کاله پخوا، د  یو زرو اویایم  هجري  قمري کال  د شعبان په  یوولسمه  نیټه، په مجلسي اول مشهور یو لوئ ایرانی عالم او عارف علامه محمد تقي مجلسي وفات شو. هغه په یو زرو دریم هجري قمري کال کښې  په  اصفهان  ښار کښې چې په  هغه  وخت  کښې  د صفویه لړۍ د پلازمینی په توګه د خپلې علمي او کلتوري غوړیدنې په اوج کښې ؤ، وزیږید. د علامه  مجلسي ټوله کورنۍ فاضله او علم لرونکي وه ، په دې ډول هغه خپل څه  درسونه  له  خپل پلاره او څه نور د خپلې کورنۍ له  غړیو څخه زده کړل. دغه  تکړه  عالم  د  فقې، کلام، حدیث او تفسیر له  زده کولو وروسته، د لوئ  او مشهور عارف او عالم  د شیخ  بهایي د درس په محضر کښې حاضر شو او د هغه  په  لار ښونې  یې د عرفاني سیر او سلوک پړاوونه کچ کړل. محمد تقي مجلسي  نجف  اشرف ښار ته  له سفر وروسته  هم  دغه معنوي  سیر کچ کړ او لوړو  مرتبو ته  ورسید. هغه  اصفهان ته له رسیدا وروسته، په فقې،  حدیث، کلام او تفسیر کښې د یوه تکړه او نامتو استاد په توګه ګڼل کیده او ډیر شاګردان  یې وروزل  چې پکښې مهم د هغه زوئ محمد باقر مجلسي ؤ. د علامه محمد تقي مجلسي تالیفات  ډیر دي  چې  پکښې  (اربعین)، (شرح زیارت جامعه) او (روضة المتقین) ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

د مئی د میاشتې اتمه نیټه  د سره  صلیب او د سرې  میاشتی  ورځ  نومول شوي ده. سور صلیب  د هغې نړیوالې موسسې نوم  دئ  چې  د خلکو د عمومي روغتیا د ساتنې او پرمختګ  او د انسانانو د مصیبتونو او دردونو د درملولو لپاره په اتلس سوه څلور شپیتم میلادي کال کښې د جینیوا د  موافقې له مخې جوړه شوه. د سویټزرلینډ جان هینري  ډونن  د دغې نړیوالې موسسې په جوړیدا کښې اغیزمن رول درلودلئ دی. هغه په اتلس سوه دوه شپیتم میلادي کال کښې وړاندیز  وکړ چې د پوځي ټپیانو او رنځورانو خدمت یو بې پلوه فعالیت ګڼل کیږي. د ښیګڼو چارو ټولنو د دغه وړاندیز هرکلی وکړ او د پوځي ټپیانو د درملنې لپاره په اتلس سوه څلور شپیتم میلادي کال کښې د جینیوا د نړیوال کانفرنس موافقه تدوین شوه. له هغه وروسته د سره  صلیب  ملي ټولنې جوړې او پراخې شوې.  همدغه راز  د هینري ډونن د هڅو په درنښت د هغه د زوکړې ورځ، یعني د مئی اتمه نیټه د سره صلیب  د نړیوالې ورځې په توګه وټاکل شوه.  په اسلامي هیوادونو کښې د سره صلیب پر ځائ سره میاشت د دغې موسسې د سمبول په توګه وکارول   شوه.  له  وروستۍ احصائیې سره سم  تر دوه  نیم سوه  میلیونه په زیاتو غړیو سره د سره صلیب او سرې میاشتي یو سلو شپږ ویشت ټولنې د نړۍ په کچه  فعالیت کوي .

««««««««««««

شپږ شپیته کاله پخوا،د دیارلس سوه دیرشم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې په اتلسمه نیټه، یو ایرانی اوسمهاله ژباړونکی، څیړاند او شاعر رشید یاسمي وفات شو. هغه د ایران اوسمهاله نامتو شاعر او ادیب ملک الشعرای بهار په ملګرتیا سره  د پوهنځي مجله  جوړه کړه. هغه په دغه مجلې او د هغه  وخت  په  نورو ورځپاڼو لکه  (نوبهار)، (آینده)  او (ارمغان) کښې خپل اثار او لیکنې خپرې کړې. استاز یاسمي پرله پسی کلونه د ارزښتمنو اثارو تالیف  او ژباړه  وکړه  چې  پکښې د (تاریخ ملل و نحل)، (آیین نګارش) او (تاریخ ادبیات معاصر)  کتابونو ته اشاره کولئ شو. دغه توانمن استاد همداراز  د  (ایران  در زمان ساسانیان)، (تاریخ  ادبیات  ایران) او (تاریخ عمومي) په  شان  کتابونه  هم  وژباړل .

««««««««««««

او له ننه  پینځه  دیرش کاله پخوا ، د دیارلس سوه  یوشپیتم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې په  اتلسمه نیټه، د ایران  په  جنوب کښې د هویزه  ښار د تپلي جنګ په  دریم  کال کښې د بیت المقدس د سترو عملیاتو په بهیر کښې د عراق د بعث  پوځ  له  نیواکه  آزاد شو.  هویزه  د  نامتو  ایراني ځوانو جنګیالیو د میړانی او مقاومت یو سمبول هم دی. له هغو یو نامتو جنګیالئ حسین علم الهدی دی چې له خپلو یارانو سره یو ځائ  یې  د تپلي جنګ په لومړیو میاشتو کښې د هویزه له نسکوریدا د مخنیوی لپاره د وینې تر وروستي څاڅکي پورې مقاومت وکړ. د هویزه آزادي د سترې فتحې یعني د خرمشهر د ازادۍ  لپاره یوه سریزه وه .

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه