May 09, 2017 07:25 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۰

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له دولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له نهمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

نهه  سوه  څلویښت کاله پخوا، د څلور سوه اته نوېم  هجري  قمري  کال  د شعبان په  دولسمه نيټه،  د اندلس  مشهور  محدث  او  طبيب  حسن  بن  حافظ  اندلسي  چې غساني  لقب يې درلود، د اوسنۍ اسپانيا په يوې  برخه کښې وفات شو. هغه  يو ماهر  اديب  او  طبيب  ؤ او  ښکلئ  خط  او  شاعرانه  ذوق يې  درلود.  د (تمجيد المهمل)  کتاب د دغه  اندلسي طبيب  له ارزښتناکو اثارو  ګڼل کيږي  چې د هغه  وخت  د نامتو شخصيتونو  د ژوند حال پکښې ليکل شوئ  دی.

««««««««««««

درې سوه څلور شپیته کاله پخوا، د شپاړس سوه درې پنځوسم ميلادي کال د مئی په نهمه نيټه،  د تاج  محل  د ودانۍ د جوړیدا کار چې د نړۍ يو تر ټولو ښکليې ودانۍ او په هند کښې د اسلامي معمارۍ يوه ډيره لوړه  بیلګه ګڼل کيږي، له دوه ويشتو کالو ووروسته پائ ته ورسید. د تاج  محل د ودانۍ د جوړیدا کار  د هند د باچا شاه جهان د میرمنې  له  مرګه  وروسته،  د دغه هيواد په  آګره  صوبې کښې پیل شو. د تاج  محل  د ودانۍ بهر مخه په الواني نقشونو سره ښکلي کړئ شوې ده او په عربۍ خط يو لړ کتيبې لري چې قراني آيتونه ورباندې نقش شوي دي. په دغه ودانۍ کښې همداراز له سنګ مرمره جوړ  دوه ضريح هم  موجود  دي  چې ملکه نور جهان او شاه جهان باچا پکښې ښخ  شوي دي.

د ويلو ده چې د تاج محل  د  ودانۍ د جوړولو لپاره د ډيرو غوره معمارانو شورا جوړه شوه او بالاخره  د ايران د نامتو معمار استاد عيسی اصفهاني طرحه غوره کړئ شوه او هغه  د هند  د  اسلامي معمارۍ  يو ډير عجيبه  اثر  جوړ کړ.

««««««««««««

نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږم  هجري لمریز کال  د غوایي  د مياشتې په نولسمه نيټه، د ايران د ملي پارليمان لخوا استعماري کیپيچوليشن امتياز لغو شو. د کيپچوليشن عام مفهوم  د کنسولي قضاوت او د قضايي تحفظ له ځينو امتيازاتو څخه عبارت دئ چې د هغه  لمخې د يو هيواد ښاريز  په نظر وړ  هيواد کښې د جرم  د ترسره کولو په صورت کښې به د کوربا هيواد په قلمرو کښې په جزايي او مدني قوانينو کښې له شامليدو څخه مستثنی کیدل. په ايران کښې کيپيچوليشن  حق  په لومړي ځل په دولس سوه شپږم لمریز  کال کښې د فتحعلي شاه قاجار په زمانه کښې د ترکمنچای په تړون کښې روسيې ته ورکړئ شو  او  بيا وروسته  نور ډير حکومتونه  هم  د دغه امتياز خاوندان شول او خپل کنسولي قضاوت يې د ايران په سياسي او قضايي ادارو باندې وتاپه.  په دولس سوه اووه نوېم لمریز کال کښې يوه  لايحه تصويب شوه چې  د هغې لمخې په ايران کښې  د روسيانو  د کيپيچوليشن حق چې د زور، ګواښ او طمعې تر دباؤ لاندې او د ايران  د ولس د مصالحو په خلاف ؤ، د اساسي قانون په استناد سره لغوه شو. د ايران او روسيې د کيپيچوليشن  د تړون  له  لغوه کيدا وروسته له نورو هيوادونو سره هم دغه شان  تړونونه  لغوه شول، خو لويديځ هيوادونه  هم هغه شان په دغه امتياز پابند وو  تر دې چې د ايران ملي پارليمان د دیارلس سوه شپږم لمریز کال د غوایي د مياشتې په نولسمه نيټه،  د کيپيچوليشن  د لغوه کيدو اعلان وکړ او ټولو هغو حکومتونو ته يې چې د کيپيچوليشن له حق څخه يې استفاده کوله، يو کال وخت ورکړ  چې  په خپلو تړونونو کښې دې بيا کتنه  وکړي او دغه امتياز دې  لغوه کړي. دغه شرمناک قانون يو ځل بيا په دیارلس سوه درې څلویښتم لمریز کال کښې مطرح او تصويب کړائ  شو چې ورباندې د امام خميني  (رح) د احتجاج په وجه هغه ترکيې ته جلاوطن کړائ  شو. بالاخره د ايران  د اسلامي  انقلاب  له بریالیتوبه  وروسته کيپيچوليشن په ايران کښې د  تل  لپاره  لغوه  شو.

««««««««««««

یو اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه ویشتم هجري لمریز کال د غوایي د مياشتې  په نولسمه نيټه، د دويم نړيوال جنګ له ختمیدا وروسته له ايران څخه د پخواني شوروي د ځواکونو بشپړه وتنه عملي شوه. له دويم نړيوال جنګ  وروسته، ايران  د امنيت شورا ته شکايت وکړ چې روسيې د درې اړخيزه  تړون  په خلاف ايران ندې خالي کړئ  او د هيواد  په کورنيو چارو کښې مداخلت کوي. شوروي  د دغه  شکايت  هيله نه درلوده او په دغه شکايت باندې د غور د ځنډولو غوښتنه يې وکړه. خو د ايران، برطانيې او امريکې استازي  په دې موضوع کښې د فيصلې په باره کښې د امنيت د شورا د غونډې  له  ځنډولو سره  مخالف  وو. شوروي نه غوښتل چې د ايران  موضوع د شوروي په خلاف يو نړيوال جنجال شي نو ځکه په ايران کښې د شوروي سفير له ايراني چارواکو سره د موافقې لپاره زياتې هڅې  وکړې. بالاخره د ايران د خالي کولو او د شمال او آ‌ذربايجان  د تيلو په اړه دواړو خواو يوه موافقه ليک لاسليک کړه  تردې چې بالاخره د دیارلس سوه پینځه ویشتم لمریز  کال د غوایي د مياشتې په نولسمه نیټه،  شوروي  ايران  په  بشپړه  توګه خالي کړ.

««««««««««««

او له ننه  نهه  ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم  هجري لمریز کال د غوایي د مياشتې په نولسمه نيټه، د حلبچې له غميزې پنځوس ورځې وروسته د ايران په خلاف د عراق په تپلي جنګ کښې د کيميايي وسلو د استعمالو  په  اړه  د امنيت د شورا شپږ سوه دولسم  پريکړه  ليک صادر شو. د ايران د بې ګناه خلکو په خلاف  د عراق  د کيميايي بمباريو په  اړه  د عراق  په خلاف  د  ايران  په شکايت سره د ملګرو ملتو کارپيژاندو د دواړو لورو  له سيمو څخه له کتنې وروسته  د عراق  لخوا د ايراني  پوځيانو او عامه خلکو او همداراز  د عراقي پوځيانو  په  خلاف  له کيميايي وسلو څخه  د استفادې په  اړه  خپل  رپوټ  عمومي منشي  ته  وړاندې کړ. عمومي منشي دغه رپوټ په يو ضميمه ليک سره د امنيت شورا ته وړاندې کړ چې په نتيجه کښې يې شپږ سوه دولسم پريکړه ليک صادر شو.  په دغه پريکړه ليک کښې بې له دې چې د يو خاص هيواد نوم  له کيميايي وسلو څخه  د استفاده کوونکي په توګه واخيستئ شي، د دغو وسلو استعمال وغندل شو. همداراز په دغه پریکړه ليک کښې له ټولو هيوادونو وغوښتل شول چې د بې پلوي توب د ژمنو په خيال ساتنې سره  دې ښکيلو خواو  ته  د کيميايي عواملو له صادرولو څخه ډډه وکړي.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه