May 14, 2017 11:08 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۱

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له دیارلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مئی له لسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو اته اتیا کاله پخوا، د اتلس سوه نهه ویشتم میلادي کال د  مئۍ د میاشتې په لسمه نیټه، یو فرانسوئ کیمیا پوه فرانسوا میري راولټ وزیږید. هغه د پاریس له پوهنتونه د ډکټرا درجې له ترلاسه کولو وروسته خپلو علمي څیړنې پراخې کړې او بالاخره د فیزیک او کیمیا د نویو علمونو بنسټګر وګرځید. راولټ د موادو د کنګل کیدا درجې د کمیدا او د خوټیدا درجې د زیاتیدا په زمینه کښې یوه نظریه وړاندې کړه چې پخپله د هغه په نوم ثبت شوې ده. د عنصرونو د مالیکیولي بڼې د ټاکلو لپاره د راولټ له قوانینو استفاده کیږي.

««««««««««««

یو سلو شپږ کاله پخوا، د دولس سوه نوېم هجري لمریز کال د غوایی په شیلمه نیټه، د ایران  د مالي چارو د اصلاحولو په موخه  د امریکایی مورګن شوستر په سرپرستۍ په مالي  چارو کښې پوځي سلاکار پلاوی تهران ته راغئ. د هیواد د اقتصادي حالاتو د برابرولو لپاره د بهرنیو سلاکارانو له ګمارلو سره د جرګې په موافقی پسې د ایران حکومت له امریکا سره د یوه تړون په کولو پسې د مالي چارو د سمولو لپاره یو مالي سلاکار پلاوی ایران ته  را وبله  او په  دې  ورځ  د مورګن شوستر په مشرۍ یو پلاوی ایران ته راغئ. د ملي شورا جرګې د شوستر او د هغه د ملګرو په ښه نیت په ډاډمنتیا سره د ایران  د مالي چارو د سمولو لپاره  د هر ډول فعالیت په باره کښې هغوئ ته پوره واک ورکړ. خو د ایران دغه عمل د روسیې د حکومت لپاره ډیر ګران تمام  شو او اراده یې وکړه چې داسې کار وکړي چې شوستر او د هغه مرستیالان له کاره څنګته شي نو ځکه یې د شوستر د ایستلو لپاره د ایران حکومت ته په چټي پلمو ایلټیمیټم  ورکړ چې جرګې ورسره  مخالفت  وکړ. په عین حال کښې د روسیې ځواکونو هم  د اذربایجان پر  ښارونو په تیره بیا تبریز یرغل وکړ او وژلې او چورتالان ته یې مخه کړه. دغه عمل د ایران حکومت د شوستر څنګته کولو ته اړ کړ او په روسیانو پورې پییلئ کس یې د هغه پر ځائ وټاکه .

««««««««««««

نهه  پنځوس کاله  پخوا،  د دیارلس  سوه  نهه  اویایم  هجري  قمري  کال د شعبان  په  دیارلسمه نیټه، یو ایرانی  پوه  ابوالحسن  فروغي  وفات شو. په اول  ذکاء  الملک  مشهور  د محمد حسین اصفهانی  زوئ  ابوالحسن  فروغي په دیارلس سوه لومړي  قمري کال کښې په تهران کښې وزیږید. په اسلامي معارف  او  نویو علومو کښې  یې خپلې  زده کړې  په خپل  زیږنځائ  تهران کښې  پائ ته  و رسولې او د تاریخ  او جغرافیې تدریس ته یې مخه  کړه . فروغي یوه موده  د سیاسي  علومو  د  مدرسې  مشرۍ  پر غاړه  درلوده او د تربیت مجله یې هم خپاره کړه. هغه اروپا ته ډیر سفرونه وکړل او علمي او ادبي کنفرانسونو کښې یې ګډون وکړ. دغه علمي شخصیت په سویټزرلینډ او ملتونو  ټولنې  کښې  یوه  موده  د  ایران  استازیتوب  هم  پر غاړه درلود او سیاسي فعالیت یې کاوه. ابوالحسن  فروغي  په  دیارلس  سوه  شپاړسم  هجري لمریز کال  کښې  په  معقول  او  منقول  پوهنځي کښې د تهران پوهنتون استازۍ ته ورسید او د ایران د اکیډمۍ غړئ  شو. هغه  ارزښتمن  تالیفات لري  چې (تاریخ ادبیات ایران)، (اوراق مشوش)، (سرمایه سعادت) او په فرانسوۍ ژبه کښې د (تمدن او ترکیب) په نوم کتاب پکښې شامل دي. ابوالحسن  فروغي په دیارلس سوه اته دیرشم هجري لمریز کال کښې په نهه اویا  کلنۍ کښې  وفات  شو.

««««««««««««

شپږ څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځوسم هجري لمریز کال د غوایي په شلمه نیټه، رباني عالم  آیت ا... محمد کوهستاني بهشهري وفات شو. آیت ا... کوهستاني بهشهري په خپل زیږنځائ کښې د مقدماتي  درسونو له زده کولو وروسته  نجف اشرف ته ولاړ او د  میرزا نایینی او سید ابوالحسن اصفهانی په څیر  آیات الاګانو د درس په حلقې کښې یې ځائ  وموند. هغه د اجتهاد د درجې  له  ترلاسه کولو وروسته خپل زیږنځائ کوهستان ته ستون شو او د ښار له ګڼې ګوڼې لیري  یې د  خلکو لارښونې او تدریس ته  مخه  کړه. آیت ا... کوهستاني په همغه وړوکي ځائ کښې څو مدرسې جوړې کړې او په  دیني علومو کښې یې  د طالبانو روزنې ته مخه کړه چې شهید سید عبدالکریم هاشمي  نژاد هم  له  هغو څخه ؤ. دغه  رباني عالم  بالاخره  د دیارلس سوه پنځوسم هجري لمریز کال  د غوایي په شلمه نیټه چې د دیارلس سوه یو نوېم قمري کال  د ربیع الاول له څوارلسمې نیټې سره برابره ده، د یوې ناروغۍ له امله  وفات شو.

««««««««««««

او له ننه اته ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال د غوایي په شلمه نیټه، یو ایرانی اوسمهاله  څیړاند او لیکونکئ  حجت الاسلام و المسلمین ډکټر سید جواد مصطفوي وفات شو. سید جواد مصطفوي په دیارلس سوه لومړي لمریز کال کښې په مشهد کښې په یوې روحاني او علم لرونکي کورنۍ کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. د خپلو لومړیو او مینځنیو زده کړو له ترسره کولو او  ډیپلوم اخیستلو وروسته د مشهد علمي حوزې ته لاړ او د ادیب نیشابوري، شیخ هاشم قزویني، شیخ مجتبی قزویني او سید احمد مدرس  یزدي  په  شان  استادانو له محضره یې استفاده  وکړه. ډکټر مصطفوي په نهه ویشت کلنۍ کښې تهران ته ولاړ او د آیت ا... سید احمد خوانساري په درس خارج کښې یې  د شتو ن تر څنګ تدریس ته ملا وتړله. ډکټر سید جواد مصطفوي  د دینی علومو په  مختلفو څانګو کښې له مطالعې او زده کړې تر څنګ په دغو علومو کښې خاص مهارت تر لاسه کړ او ارزښتمن آثار یې په یادګار پریښودل  چې  (ربط نهج البلاغه با قرآن)، (کاشف الالفاظ نهج البلاغه) او  په څلورو ټوکو کښې د (اصول کافي)  ژباړه او شرحه پکښې شامل دي.  دغه فرزانه څیړاند او مدرس  بالاخره  د دیارلس سوه  اته شپیتم هجري لمریز کال  د غوایي په شلمه نیټه،  په  اووه شپیته کلنۍ کښې وفات شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه