May 14, 2017 11:09 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۲

نن دپنجشنبې ورځ د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د غويي دمیاشتې یویشتمه(۲۱) ، د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې څوارلسمه (۱۴)او د ۲۰۱۷ میلادي کال د مي دمیاشتې یولسمه (۱۱)نیټه ده .

()

۷۹۹ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۶۳۹ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې په ۱۴ نیټه مسلمان فقیه ، طبیب  او ریاضي پوه ابن یونس وفات شو .

هغه دخپل وخت دود علمونه لومړۍ له خپل پلار سره او ورپسې له نورو نامتو علماو زده کړل .

ابن یونس په داسې وخت کښې چې په اسلامي تمدن کښې د علمي غوړیدا پړاو ګڼل کیده په مختلفو علمونو او فنونو کښې دپوهې او دمهارت خاوند وو .

دغه مسلمان فقیه دخپلو زده کړو په پاې کښې دمصر دقاهرې په ځینو ښوونځیو کښې درس ورکول پیل کړل او دتدریس په څنګ کښې یې یو شمیر کتابونه هم تالیف کړل .

له ابن یونس څخه ارزښمن کتابونه پاتې دي چې دنجوم په علم کښې الاسرار السلطانیه ته اشاره کولای شو .

()

۵۹۶کاله وړندې په همداسې ورځ د ۸۴۲ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې په څلورمه(۴) نیټه مسلمان فقیه او ادیب ابن مرزوق حفید وفات شو .

هغه د ځوانۍ په ورځو کښې حج ته په دوو (۲)سفرونو کښې له قسطنطنیه ، اسکندریه او قاهرې ښارونو تیریدا سره ددغو ټاټوبو دعلم او ادب له لویانو او عالمانو پوهه ترلاسه کړه .

د ابن مرزوق حفید د کورنۍ ځينې غړي دفقه ، ادب او دسیاست لویان وو .

ابن مرزوق حفید دخپل وخت دخلکو په اسلامي کلتور کښې ستر اغیز پریښود .

الحدیقه کتاب چې  دحدیث په علم کښې یوه منظموه ده ددغه مسلمان عالم په کتابونو کښې ګڼل کیږي .

()

۳۲۱ کاله مخکې د ۱۶۹۶میلادي کال د مي په ۱۱ نیټه دفرانسې لیکوال او عالم ژان دولا برویر مړ شو .

هغه په ۱۶۴۵ میلادي کال کښې وزیږیده او د حقوقو په څانګه کښې یې خپلې زده کړې پاې ته ورسولې او وکیل شو .

لابرویر په درې څلویښت (۴۳)کلنۍ کښې دخلکو دمختلفو ډلو په اړه له لاتینۍ ژبې یو کتاب په فرانسې ژبې وژباړه او د بشر دښکلا په نوم سره دخپل وخت دخلکو د اخلاقو، رسمونو او ادابو په اړه یې ځینې مطالب په دغه کتاب کښې ورزیات کړل .کړل .

هغه په دغه کتاب کښې په سخته دحکومت او ټولنې په مفاسدو او ناوړه عادتونو او رسمونو نیوکه کړي ده او ددغو ستونزو حل لاره یې مذهب ته بیرته ستنیدل بللي ده .

()

۱۵۳ کاله وړاندې د۱۸۶۴ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۱ نیټه دانګلستان لیکواله میرمن اتل لیلیان ووینیج(Ethel Lilian Voynich) وزیږیدله .

هغه په یویشت کلنۍ کښې روسیه ته لاړه او ددغه هیواد دادبیانو په زده کولو سره یې له مخکې څخه زیات له ادبیاتو او لیکوالۍ سره مینه شوه .

دانګلستان ددغه لیکوالې ترټولو مهم رمان غورمچ  نومیږي .

()

۱۵۰ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۸۶۷ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۱ نیټه په لویدیځې اروپا کښې لوکزامبورګ هیواد جوړ شو .

د لوکزامبورګ اصلي نوم تلوستلبورګ دی چې په لسمې (۱۰)میلادي پیړۍ کښې رامینځته شو او تر پینځلسمې(۱۵) میلادي پیړۍ پورې د روم دسترې امپراتورۍ دقلمرو برخه وو .

لوکزامبورګ د نولسمې(۱۱) میلادي پیړي تر نیمايي پورې داروپا د قدرتمنو حکومتونو ترمینځ لاس په لاس شو .

په نهایت کښې د ۱۸۶۷ میلادي کال دمي دمیاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه دلندن په کانفرنس کښې د فرانسې ، انګلستان او دپروشیا استازیو وټاکله چې لوکزامبورګ په نړیوال ډګر کښې دیوه خپلواکه هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل  شي .

()

۱۳۷ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۳۰۱ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې په ۱۴ نیټه دایران شاعر او لیکوال میرزا مرتضی خان چې تخلص یې فرهنګ وو په تهران کښې وزیږیده .

کله چې ښاغلی فرهنګ اوه کلن وو نو  پلار یې  وفات شو خو په ډيرې هڅې سره دخپل وخت  د دود علمونو په ترلاسه کولو بوخت شو .

فرهنګ د مشروطیت دغورځنګ په پیلیدا سره دمشروطه غواړو مبارزینو په لیکه کښې شامل شو او له سیاسي فعالیتونو سره په یووخت یې خبریالۍ ته هم مخه کړه او دفرهنګ، خاورستان او دپایتخت په نوم ورځپاڼې یې خپرې کړې .

دایران دغه وتلی شاعر او لیکوال فرهنګ دشعر په ویلو کښې هم مهارت درلود او په لیکوالې کښې هم ډير ماهر وو .

دهغه اکثره شعرونه د ایران ، فرانسې او دترکیې په ورځپاڼو کښې خپاره شوي دي.

()

۸۲ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۹۳۵ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۱ نیټه دنړۍ لومړني ټيلي ويژني ټرانزمیټر چې نیپکو ټیلي ویژني ټرانزمیټر نومیده د جرمني په برلین ښار کښې په رسمي ډول کار پیل کړ او په دې ډول له ټیلي ويژن داستفادې امکان برابر شو .

دغه ټیلي ويژني ټرانزمیټر د ټیلي ويژن دیوه اصلي اختراع کونکي پاول نیپکو د زیارونو د قدورنې لپاره جوړ شو او دهغه په نوم ونومول شو .

()

۷۷ کاله مخکې په همدې داسې ورځ دفرانسې او انګلستان متحد ځواکونه د بیلجیم دملاتړ لپاره چې نازي جرمني ورباندې تیری کړی وو دغه هیواد ته ورننوتل .

د انګلستان او دفرانسې ترمینځ په تړون کښې د بیلجیم په دفاع ټینګار شوی وو .

 دانګلستان او دفرانسې له اتحاد سره سره دنازي جرمني پوځ نه یوازې دبیلجیم پوځ بلکې د فرانسې او دانګلستان پوځونو ته هم ماته ورکړه او ټول بیلجیم یې ونیوه .

 

 

ټیګونه