May 14, 2017 11:13 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۳

نن دجمعې مبارکه ورځ د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د غويي دمیاشتې ۲۲ ، د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې ۱۵ او د ۲۰۱۷ میلادي کال د مي دمیاشتې ۱۲ نیټه ده .

()

۱۱۸۳ کاله پخوا په همداسې ورځ د ۲۵۵ هجري قمري د شعبان دمیاشتې په ۱۵ نیټه داسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم یو ګران لمسی ،  دشیعه مسلمانانو دیولسم(۱۱) امام حسن عسکري علیه السلام ګران زوی او د بشریت ژغورونکی حضرت مهدي علیه السلام عج دعراق د پلازمینې بغداد په شمال کښې په سامرا ښار کښې وزیږیده .

هغه حضرت پیغمبر اکرم صلی اللله علیه السلام ته ورته نوم درلود او ترټولو مشهور لقبونه یې مهدي چې معنا یې هدایت شوی او  قائم  چې معنا یې پاڅون کونکی دی دي .

حضرت امام مهدي علیه السلام دخپل ژوند لومړي پینځه(۵) کالونه د خپل ګران پلار امام حسن عسکري علیه السلام په څنګ کښې تیر کړل .

د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام له شهادت وروسته حضرت مهدي علیه السلام امامت ته ورسید او دخدای پاک ج په حکم له نظرونو غیب شو .

حضرت امام مهدي علیه السلام کابو ۶۹ کاله  له خلکو سره د خپلو خاصو استازیو له لارې په ارتباط کښې وو او د ولس لارښونه به یې کوله .

له دې پړاو وروسته حضرت امام مهدي علیه السلام دخدای پاک ج په حکم د اوږدې مودې لپاره غیب شو او په هغه وخت کښې چې خدای پاک ج صلاح وګڼي راڅرګند شي او دالهي عدل پراخ حکومت ته تحقق ورکړي .

د حضرت امام مهدي علیه السلام دحکومت په نامتو ځانګړنو کښې د عدل او انصاف ټینګول دي .

دحضرت امام مهدي علیه السلام دعدالت لمن دومره پراخ دی چې دانسانانو ضایع شوي حقونه هغوې ته بیرته ورکوي او ځمکه له ظلم ، توپیر او بې عدالتۍ پاکیږي .

په همدې دلیل دحضرت امام مهدي علیه السلام وجود او پاڅون د  هغو  کړیدلیو خلکو لپاره ستره هیله او ملاتړ دی چې له ظلم او ستم سره د مبارزې په حال کښې دي چې د هغه حضرت د ظهور زمینه هواره  شي .

خدای پاک ج د قران کریم دقصص سورې په پینځم (۵)ایت کښې خپلو بندګانو ته زیری ورکوي :« او مونږ اراده وکړه چې په ځمکه کښې په کړیدلیو خلکو او مستضعفینو باندې احسان وکړو او هغوې دځمکې مخکښان او  وارثان وګرځوو .

په همدې وجه په ایران کښې د حضرت امام  مهدي علیه السلام دنیمکرغه زوکړې ورځ دمستضعفینو نړیواله ورځ نومول شوي ده .

()

۱۱۰۹ کاله وړاندې په همداسې ورځ د ۳۲۹ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې په ۱۵ نیټه د حضرت امام مهدي علیه السلام څلورم(۴) استازی علي بن محمد سمري (Samori)چې یو فضلیت لرونکی او پرهیزګار عالم وو وفات شو .

کله چې حضرت امام مهدي علیه السلام د خدای پاک ج په حکم دخلکو له سترګو غیب شو هغه حضرت په لسګونو کلونه دخپلو ځانګړیو استازیو له لارې له خلکو سره ارتباط درلود .

سمري له حضرت امام مهدي علیه السلام سره په اخري کتنې کښې له هغه حضرت یو(۱)  لیک ترلاسه کړ چې پکښې لیکل شوي وو له تا (علي بن محمد سمري )وروسته به زما (حضرت امام مهدي علیه السلام )لخوا بل هیڅ ځانګړی استازی ونه ټاکل شي .

دغه راز حضرت امام مهدي علیه السلام له خلکو وغوښتل چې له دې وروسته د نویو پیښو په اړه  دین سره بلدو عالمانو ته ورشي .

()

۶۰۱ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۸۳۷ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې په ۱۵ نیټه د نهمې (۹)هجري قمري  پیړي شاعر او دکتابونو تالیفونکی ابن حجه حموي وفات شو .

هغه په شام (ننۍ سوریه) کښې وزیږیده او په زلمي توب کښې د ټول قران کریم حافظ شو .

هغه خپل ادبي ژوند دخپل وخت دنامتو علماو  په غونډو کښې په ګډون سره پیل کړ  تر دې چې بالاخره دخپل و خت یو(۱) مشهور شاعر او ادیب شو .

دابن حجه حموي شعرونه دهغه دادبیانو معرفونکي دي او الخزانه الادب کتاب ددغه مسلمان شاعر او لیکوال په اثارو کښې ګڼل کیږي .

()

۱۹۷ کاله وړاندې په همداسې ورځ د ۱۸۲۰ میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۲ نیټه دموډرن نرس توب(modern nursing) بنسټګره میرمن  فلورانس نایتینګل(Florence Nightingale) دایټالیا په فلورانس ښار کښې وزیږیده .

فلورانس نایټینګل چې ډیوه په لاس(Lady with the Lamp) میرمنې  مشهوره ده دانګلستان ستره ریاضي پوهه، نرسه او د مورډن نرس توب دپیشې بنسټګره ده .

میرمن فلورانس ته  دډیوه په لاس لقب ورکړل شو ځکه چې هغه  د بې خوبۍ په زغملو سره ټوله شپه د ناروغه کسانو کټونو ته ورتلله او ددرملنې په  ترڅ کښې به  یې له هغوې سره خواخوږي اعلانوله .

میرمن فلورانس نایټینګل دیوه نیک سړي او پوځي ډاکټر ویلیم فار په ملګرتیا سره تر شلو(۲۰) کلونو پورې د نرسانو د زده کړې دنظام او د روغتونونو دحالت د ښه کیدا هڅه وکړه .

له جنګ څخه وروسته څو کاله سخت او پرله پسې کارونه هغه ډيره کمزوري کړه په دې ډول چې دخپل ژوند په اخري کلونو کښې ړنده شوه او د ۱۹۱۰ میلادي کال د اګست په ۱۳ نیټه په لندن کښې مړه شوه .

()

۱۰۷ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۹۱۰ میلادي کال دمي دمیاشتې په ۱۲ نیټه د شیمي نړۍ میرمن او دویټامینو کاشفه میرمن دروټي کرافورت هاجیکن وزیږیدله .

هغه دمصر په قاهرې کښې وزیږیدله .

دروټي دنړۍ دتاریخ یوه ترټولو ستره کیمیا پوهه ګڼل کیږي .

هغې د ایکس وړانګې له رودو په استفادې سره  په کیمیاوي ترکیب کښې داهمیت وړ موادو د جوړښت د ټاکلو په وجه نړیوال شهرت ترلاسه کړ او  په ۱۹۶۴ میلادي کال کښې یې دکیمیا په برخه کښې دنوبل جایزه ترلاسه کړه .

دهغې په ارزښتناکو کشفیاتو کښې د انسولینو د مالیکیولونو د  جوړښت معلومولو ، ویټامین بي دولس او پنسیلین ته اشاره کولای شو .

هغې دخپلو کشفیاتو او د فعالیتونو په وجه دشوروي له علومو اکیډمۍ څخه د لومونوسف د سرو زرو میډال  په ترلاسه کولو بریالی شو .

()

۷۳ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۹۴۵ میلادي کال دمي  دمیاشتې په ۱۲ نیټه دجرمني پلازمینه برلین په دوو(۲) برخو ختیځې او لویدیځې برخې وویشل شوه .

د هغو موافقو پراساس چې له  دوهم (۲)نړیوال جنګ وروسته دڅلورو (۴)حکومتونو ترمینځ چې جرمني یې نیولي وه لاسلیک شوي وې جرمني ددغو څلورو حکومتونو ترمینځ وویشل شوه  او دجرمني پلازمینه  برلین هم چې دشوروي تر نیواک لاندې سیمه کښې وه دشوروي، فرانسې و انګلستان او دامریکا د څلورو (۴)حکومتونو په کنټرول کښې ورغلله .

څه موده وروسته پخواني شوروي دجرمني پلازمینه برلین کلابنده کړه .

دامریکا دهغه وخت ولسمشر هاري ټرومین فیصله وکړه دبرلین کلابندۍ ماته کړي .

په دې مینځ ومان کښې دامریکا ملي امنیت شورا هم له شوروي سره د مقابلې په هدف سره داټومي بمونو لرونکي دجنګي الوتکو دوې(۲) ډلې انګلستان ته واستولې .

امریکا د برلین دکلابندۍ په ماتولو سره له پخواني شوروي سره د جنګ په درشل کښې ورغلله .

ددغه کړکیچ نورې پایلې په ختیځې او لویدیځې جرمني د جرمني هیواد ویشل وو .

()

۴۷  کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۳۴۹ هجري لمریز کال د غويي دمیاشتې په ۲۲ نیټه بحرین د ملګروملتونو په تائید او د دوه سوه اته اویایم(۲۰۸) پریکړه لیک په صادریدا سره له ایران څخه خپلواکه شو .

په فارس خلیج کښې دبحرین جزیره د اسلام له ظهور مخکې دایران دخاورې برخه وه او داسلامي حکومت په جوړیدا سره دمسلمانو خلفاو تر کنټرول لاندې ورغلله  .

بحرین جزیره  د اومې(۷) هجري قمري پیړۍ له لومړیو څخه یوځل بیا له ایران سره یوځاې شوه  خو بالاخره په دغه جزیرې کښې دقدرت څو ځله لاس په لاس کیدا وروسته دنړیوال جنګ په درشل کښې دغه جزیره دانګلستان تر کنټرول لاندې ورغله  .

له دې سره سره ایران  تل په بحرین په خپلې واکمنۍ ټینګار درلود او دبحرین دنیواک په خاطر یې انګلستان ته اعتراض کاوه .

د ۱۳۴۰ هجري لمریزې لسیزې په لومړیو کښې انګلستان دخپلو مستعمرو په ادارو کښې  د ناتوانۍ په دلیل له فارس خلیج څخه دشاتګ فیصله وکړه .

د ایران دباچا رژيم په موافقې سره دبحرین جزیرې د برخلیک د ټاکلو لپاره دملګروملتونو ترڅارنې لاندې په دغه جزیرې کښې د نظر د معلومولو لپاره زمینه برابره شوه او د ملګروملتونو امنیت شورا هم بحرین ته یو(۱) استازی واستوه .

دبحرین په چارو  کښې د ملګروملتونو استازي په دوو(۲) اونیو کښې په دغه هیواد کښې له نفوذ لرونکو کسانو او قبایلي مشرانو سره په خبرو کولو سره دغه نتیجې ته ورسید چې بحرین خپلواکه شي .

دملګروملتونو امنیت شورا هم ددغه نظر په تائیدولو او د دوه سوه اته اویم (۲۷۸)پریکړه لیک په صادرولو سره دبحرین خپلواکۍ ته رایه ورکړه .

په دې ډول په بحرین د ایران څو پیړۍ واکمنۍ د ۱۳۴۹ هجري لمریز کال د غويي د میاشتې په ۲۴ نیټه پاې ته ورسیدله .

()

۳۲ کاله پخوا په همداسې ورځ د ۱۳۶۴ هجري لمریز کال د غويي دمیاشتې په ۲۲ نیټه دتهران په ناصر خسرو واټ کښې بم چاودنه وشوه او په لسګونو کسان یې شهیدان او ژوبل کړل .

د ایران دټولنې د ناامنه ښودلو او داسلامي نظام د کمزوري کولو لپاره اسلامي انقلاب ضد ډلګیو او د منافقینو لخوا دبم چاودنو په دوام کښې منافقینو ډلګې داځل دتهران په ناصر خسرو واټ کښې چې ددغه په مرکز کښې پروت دی او ډیر ګڼه ګوڼه پکښې وي یو جنایت کارانه اقدام وکړ او بم چاودنه یې وکړه .

دغه بم چاودنه  چې دپنځوس(۵۰) پاونډه ټي این ټي بارودو قدرت یې درلود په دوه پاوړیزې ودانۍ  او د کالیو د تولیدولو په یوه ورکشاپ کښې د اوور دلګیدا سبب شوه .

په دغه پیښه کښې دایران نهه(۹) ښاریز شهیدان او پینځه څلویښت(۴۵) نور ژوبل شول .

()

۳۲ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۱۹۹۴ میلادي کال د مي د میاشتې په ۱۲ نیټه د اذربایجان جمهوریت او دارمنستان ترمینځ اووربند ټینګ شو .

دشوروي اتحاد له جوړیدا وروسته د کریملین چارواکي زړه نه زړه وو چې دقره باغ سیمه چې اکثره خلک یې ارمنیان دي او د اذربایجان جمهوریت په زړه کښې پرته ده اذربایجان جمهوریت ته ورکړي یا داچې د ارمنستان په قملرو کښې ورولي .

قره باغ سیمه په ۱۹۲۳ میلادي کال کښې داذربایجان جمهوریت په یوه ولایت بدله شوه .

څو کلونه وروسته د ۱۹۸۸ میلادي کال د  عمومي کاربندیزونو په وجه  دشوروي اتحاد دخاورې په دغه برخې کښې د بې ثباتۍ لومړنۍ نښې راښکاره شوې .

دشوروي له دړې وړې کیدا وروسته قره باغ سیمه چې څلورزه څلور سوه (۴۴۰۰)مربع کلومیټره مساحت لري د اذربایجان جمهوریت دخپلواکۍ له اعلان وروسته په ۱۹۹۱ میلادي کال کښې ځان خپلواکه وباله .

()

۹ کاله مخکې په همداسې ورځ د ۲۰۰۸میلادي کال د مي دمیاشتې په ۱۲نیټه اوه اعشاریه نهه ریشټره سختې زلزلې د چین په جنوب لویدیځ کښې سي چوان ولایت ولړزوه .

په دغه ویرونکي زلزلې کښې کابو اوه اتیا زره(۸۷۰۰۰) کسان مړه او درې لکه اتیا زره نور ژوبل هم  شول .

دغه غمیزې په میلیونونو خلک کډوال هم کړل .

 

ټیګونه