May 14, 2017 11:14 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۴

نن د خالي ورځ يا شنبه د 1396 هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې درويشتمه نېټه ده چې د 1438 هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې له شپاړسمې او د 2017 ميلادي کال د مۍ له ديارلسمې نېټې سره برابره ده.

*****************************************

850 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 588 هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په شپاړسمه نېټه مسلمان فقيه، مفسر او محدث ابن شهر آشوب وفات شو. هغه په ظاهره په 489 کال کښې د ايران د شمال په مازندران کښې وزېږېد او په ماشومتوب کښې يې د علم زدکړه شروع کړه او په اتۀ کلنۍ کښې يې ټول قران شريف حفظ کړ. ابن شهر آشوب د زمخشري، محمد غزالي او خطيب خوارزمي په شان د خپلې زمانې له بزرګانو څخه د حديث د نقولولو اجازه لرله او د شعر په ويلو کښې يې هم رواني لرله او ښکلي شعرونه به يې ويل. د هغۀ د هغو شعرونو يوه نمونه چې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) دفضائلو په باره کښې ويل شوي دي په مناقب آل ابي طالب   نومې کتاب کښې راغلي دي. له ابن شهر آشوب څخه په يادګار پاتې اثارو څخه د قران او حديثو په علومو کښې د هغۀ د مهارت په ښۀ ډول څرګندونه شوې ده. د دغه مسلمان فقيه او محدث له ګڼ شمېر او ارزښتناکو اثارو څخه «متشابه القرآن و مختلفه» او «معالم العلماء» کتابونو ته اشاره کولې شوو .

**************************************************

826 کاله پخوا  په داسې يوه ورځ د 612 هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په شپاړسمه نېټه د عربو نابينا اديب او شاعر ابن دهان په بغداد کښې وفات شو. هغۀ د خپلې زمانې په ټولو مروجو علومو کښې منجمله فقه، تفسير، طب او نجوم کښې زياته پوهه لرله او ډېره ښه شاعري به يې کوله. ابن دهان په فارسۍ، ترکي، رومي، هندي او ارمني ژبو باندې تسلط لرۀ او هر کله چې به د هغۀ غېر عرب شاګردان د هغۀ په مقصد نه پوهېدل نو خپل مطلب به يې په خپلو ژبو بيانوۀ. که څه هم د ابن دهان له اثارو څخه له څو قصيدو پرته څه اثر باقي پاتے نۀ دے خو ځينې مورخان باوري دي چې هغۀ د نحوې په علم کښې هم تاليفات لرلي دي.

**************************************************

194 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1244 هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په شپاړسمه نېټه هندي شاعر او ليکوال امير احمد مينائي وزېږېد. هغۀ له پنځلس کلنۍ څخه شاعري شروع کړه او يو په زړۀ پورې سبک او طريقه يې لرله. د مينائي شعرونه مضبوط او طبعه يې زياته روانه وه. نثر يې هم د شعر په شان خاصه سادګي او نرمي لرله. مينائي د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام په  مدح کښې هم زياتې قصيدې ويلې دي. د د دغه هندي شاعر له نظمي او نثري اثارو څخه چې تقريباً دويشت ټوکه دي  د «نور تجلی» مثنوي او «ابر تجلي» مثنوي ته چې د خداے دګران رسول (ص) د مبارک ميلاد په باره کښې دي او «شام ابد»کتاب ته چې د هغه حضرت (ص) د رحلت په باره کښې دے اشاره کولې شوو.\

******************************************

171 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1846 ميلادي کال د مۍ په ديارلسمه نېټه له ميکسيکو سره د امريکې د جنګ په اعلان سره د دواړو هېوادونو ترمېنځ جنګ شروع شو.

ميکسيکو په 1821 کال کښې خپلواکي ترلاسه کړه او له دې وروسته دغه هېواد ته د امريکايانو مهاجرت شروع شو تردې چې په 1935 کال کښې ټېکزاس ايالت چې په دغه وخت کښې د مېکسيکو يوه برخه وه د دغو مهاجرينو په مرستې سره د خپلواکۍ اعلان وکړ او لس کاله پس يې له امريکې سره خپل الحاق اعلان کړ. له دغو بدلونونو وروسته د امريکې تيري ګر حکومت په ميکسيکو کښې د خپلو مهاجرينو د زورول کېدو په بهانه په دغه هېواد باندې حمله شروع وکړه، خو په حقيقت کښې امريکه له خپلې خاورې سره د ميکسيکو د ځينو برخو په تېره بيا د ټګزاس ايالت د يوځاے کولو په لټه کښې وه. د دغه نابرابره جنګ له ختمېدو وروسته چې تقريباً تر يو نيم کاله پورې اوږد شو، امريکې ټکزاس، کلېليفورنيا، نواډا او يوټا ايالتونه او د آريزونا، نيو ميکسيکو، وايومينګ او کلراډو ايالتونو ځينې برخې قبضه کړې.

*********************************************

38 کال پخوا په داسې يوه ورځ د 1358 هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې په درويشتمه نېټه د ايران د مسلمانو خلقو له پرله پسې مبارزو، د اسلامي انقلاب له کاميابۍ او د اسلامي جمهوري نظام له برقرارېدو وروسته په ايران کښې د کيپيچولېشن شرمناک تړون لغو شو. د کېپيچولېش د قانون له مخې په  ايران کښې امريکائي ښاريزو پوره قضائي تحفظ لرۀ، په دا ډول چې که امريکائي ښاريزو به په ايران کښې څه جرم کوۀ د ايران هيڅ يوې ادارې او مرجع د هغوي د محاکمه کولو اجازه نه لرله او د امريکايانو محاکمه پکار دي د هغوي د خپل هېواد په محکمو کښې کېده. دا موضوع د ايران د ملي خپلواکۍ او حاکميت د نفي په معنا وه. د 1343 هجری نمريز کال د تلې د مياشتې په يويشتمه نېټه د دغه قانون د تصويبېدو له وخت راهسې د ايران د اسلامي انقلاب ارواښا ستر رهبر حضرت امام خميني (رح) يې په وړاندې سخت عکس العمل وښود او د اسارتبار تړون د عواقبو د افشا کېدو ترڅنګه يې په پرله پسې توګه هغه وغندۀ. له بلې خوا د شاه رژيم چې د حضرت امام خمېني (رح) د واضحه او پرېکنده مخالفت او د ايران د مسلمانو او مبارزو خلقو په وړاندې د مقابلې توان نه لرۀ، د امام خمېني (رح) د جلاوطن کولو اقدام وکړ. خو د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د ايران د خلقو مبارزو دوام وموند او بالاخره د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته په داسې يوه ورځ د کېپيچولېشن قانون لغو شو.

-----------

 

ټیګونه