May 14, 2017 11:17 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۵۵

نن د ايتوار يا يکشنبې ورځ د 1396 هجری شمسی کال د غوئي د مياشتې څلوريشتمه نېټه ده چې د 1438 هجری قمری کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې له اولسمې او د 2017 ميلادی کال د مۍ له څوارلسمې نېټې سره برابره ده.

************************************

126 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1270 هجري نمريز کال د غوئي د مياشتې په څلوريشتمه نېټه مبارز ديني عالم او د مسلمانانو د تقليد مرجع آيت ا... مېرزا حسن شيرازي  د انګرېز استعمار له لوټمارۍ څخه د مخنيوي لپاره  د فتوې په صادرولو سره د تماکو د امتياز د لغو کولو زمينه برابره کړه. اروپا ته د ناصر الدين قاجار د دريم سفر په دوران کښې د تالبوت په نامه د انګرېز وزيراعظم له يو سلاکار سره معاهده لاسليک کړه. د دغې معاهدې له مخې رژي برطانوي کمپنۍ ته د پنځوسو کلونو په موده د ايران د تماکو د توليد، خرڅولو او صادرولو انحصاري امتياز ورکړے شو. دغه امتياز د انګرېز استعمار د سلطې د پراختيا او د ايران د سرچينو او سرمايو د لوټلو لپاره يو بل ګام ؤ. په برطانيې باندې د تماکو د خرڅولو معاهده د ايران د مسلمانو خلقو او بېدارو ديني عالمانو له سخت مخالفت سره مخامخه شوه. د توتونو او تماکو د استعمال د حرامولي په اړه د آيت ا... مېرزا شيرازي له فتوې نه وروسته د ايران ټولو مسلمانو خلقو د تماکو له اخېستو، خرڅولو او استعمالو څخه ډډه وکړه او په نتيجه کښې ناصر الدين قاجار د تماکو د امتياز په لغو کولو مجبور شو. دغې واقعې يو ځل بيا د ايران د مسلمان ملت اقتدار او پتمني ثابته کړه.

************************************

77 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1361 هجری قمری کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په اولسمه نېټه ستر فقيه عارف او زاهد عالم الحاج شېخ حسنعلي اصفهاني وفات شو. هغه په 1279 هجری قمری کال کښې د ايران په اصفهان کښې وزېږېد او ډېر زر يې د فقهې، اصولو، منطق او فلسفې په زمينو کښې د علم زدکړې شروع کړې. آيت ا... اصفهاني د خپلو زدکړو د تکميل لپاره نجف اشرف او بيا مشهد مقدس ښار ته لاړ او د عمر تر آخره پورې په دغه مقدس ښار کښې پاتې شو. دغه ستر ديني عالم د رياضياتو، نجوم او طب په شان ځينو علومو په زمينه کښې هم زدکړې وکړې. د دې باوجود د آيت ا... اصفهاني شهرت له بل هر څه زيات د هغه د عرفاني روحياتو او اخلاقي کراماتو په وجه دے چې د دغه تقوادار عالم د زياتو عبادتونو، تذکيه نفس او تقوا نتيجه ده . د آيت ا... اصفهاني ځينې کرامات د هغه د زوے په تاليف «نشان از بی نشانها» کتاب کښې نقل شوي دي.

***************************************************

69 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1948 ميلادی کال د مۍ په څوارلسمه نېټه د اسرائيلو جعلي رژيم د ګڼ شمېر فلسطينيانو له قتل عامه وروسته خپله موجودګي اعلان کړه. د وړومبني نړيوال جنګ په دوران کښې د عثماني حکومت له ماتې وروسته انګرېزځواکونو فلسطين ونيوۀ. پينځه کاله پس د برطانيې ترنفوذ لاندې نړيوالې ټولنې په فلسطين باندې د دغه هېواد قيموميت او په دغه ټاټوبي کښې د يو يهودي حکومت تشکيل ومنۀ او له دې وروسته صهيونېسټو تنظيمونو د دغه پراختيا غوښتونکي هدف د پوره کولو لپاره د نړۍ له مختلفو سيمو په تېره بيا له اروپا څخه زيات شمېر يهوديان فلسطين ته راکډه کړل او له ترهه ګرو عملياتو سره په يو وخت يې فلسطينيان له خپل وطنه کډه کولو ته مجبور کړل. د 1947 ميلادي کال په نومبر کښې ملګرو ملتو يو پرېکړليک تصويب کړ چې د هغه له مخې به په فلسطين کښې دوه حکومتونه يعنې عرب او يهودي حکومتونه جوړېدل او بيت المقدس به هم يوه نړيواله سيمه پېژندل کېده. خو دغه ناعادلانه پرېکړليک د عربو له مخالفت سره مخامخ شو. خو برطانيې چې په عملي توګه يې له صهيونېسټانو څخه ملاتړ کوۀ اعلان وکړ چې ځواکونه به يې د 1948 ميلادی کال د مۍ تر پينځلسمې نېټې پورې له فلسطينه ووځي. خو له فلسطين څخه د برطانوي کمېشنر له وتلو نه څو ګېنټې مخکې د غېر قانوني صهيونېسټ حکومت تشکيل اعلان شو.

 ***************************************************

44 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1352 هجری شمسی کال د غوئي په څلوريشتمه نېټه معاصر ستر ديني عالم، محقق او مولف حکيم مهدي الهي قمشه اي په 72 کلنۍ کښې وفات شو.هغه د ځوانۍ په ابتداء کښې په اصفهان کښې له آيت ا... حسېن قمي ، آيت ا... آقا بزرګ حکيم خراساني او آيت ا... مېرزا مهدي اصفهاني څخه علمي فېض حاصل کړ او خپله د فقهې، اصولو، فلسفې او حکمت لوړو درجو ته ورسېد. حکيم الهي قمشه اي په هغه ځاے کښې په  منطق، حکمت او ادبياتو کښې له تدريس سره سره د تهران پوهنتون يو ډېر نامتو استاد په توګه وپېژندل شو او د "توحيد هوشمندان" کتاب په ليکلو سره يې له نوموړي پوهنتون څخه د پي ايچ ډي ډيګري ترلاسه کړه. هغه به له تدريس سره سره په روانو، خوږو او جاذبه لرونکو جملو سره مشکل فلسفي  مفاهيم بيانول او د خپلو علمی اظهاراتو په تائیدولو کښې به یې د سترو شاعرانو له شعرونو شاهدان راوړل. د دغه الهی حکیم په علمي محفل کښې فاضل دانشوران وروزل شول. هغه یو روان قلم درلود او په همدې د قلم روانۍ سره وو چې قرآن مجید یې په فارسۍ ژبه ترجمه کړ. د هغه ترجمه په فارسۍ ژبه او ادبیاتو کښې د قرآن په نننیو ژباړو کښې له وړومبنیو ترجمو وه او پخپل وخت کښې د دۀ روڼ اندو، محصلینو او نوی نسل د پام وړ وګرځیده. همداشان د مفاتیح الجنان او صحیفه سجادیه آزاده ترجمه او د دیوان الهی کلیات د هغه له نورو آثارو دي.

**********************************************

33 کاله وړاندې د ۱۳۶۳ هجری لمریز کال د د غوئی د میاشتې په ۲۴ نیټه اوسمهاله ایرانے محقق، شاعر او لیکوال استاد حبیب یغمایی وفات شو. هغه په ۱۲۸۰ لمریز کال کښې زیږیدلے و او د زده کړو له پوره کولو وروسته یې د فارسي ادبیاتو او اسلامی معارفو په لړ کښې مطالعه او تحقیق شروع  کړ.

حبیب یغمایی له ۱۳۲۷ نمریز کال څخه د ۳۱ کالو په موده یغما مجله خپره کړه. هغه همداشان د شعر ښه طبعه لرله او شعرونه یې په تیت پرکه توګه موجود دي. د استاذ حبیب یغمایی له ارزښتناکو آثارو څخه د سعدي د آثارو د ټولګې تصحیح او همداشان د طبري د ترجمې تصحیح ته اشاره کولې شوو.

****************************************************

او له ننه 32 کاله مخکښې په داسې يوه ورځ د ۱۳۶۴ هجری نمریز کال د غوئي د میاشتې په ۲۴ ورځ د نهج البلاغه ژباړونکے او تشریح کونکے ربانی عالم سید علی نقي فیض الاسلام په اتیا کلنۍ کښې وفات شو. محقق عالم سید علی نقي اصفهاني آل محمد چې په فیض الاسلام مشهور ؤ، د ابتدائی زدکړو له پوره کولو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د نجف د سترو عالمانو په لوړو درسونو کښې له ګډون او په حدیثو کښې د کلونو کلونو له تحقیق او غور وروسته یې د خپلې زمانې له دوو مشهورو محدثانو آیت ا... شیخ عباس محدث قمي او شیخ علي اکبر نهاوندی څخه د روایت اجازه ترلاسه کړه. د دغه دینی عالم ترټولو مهم اثر د نهج البلاغه ترجمه  او شرحه ده چې په (نهج البلاغه فیض الاسلام) مشهوره ده.

همداشان د صحیفه کامله سجادیه او اشارات الرضویه ژباړه او شرحه او هم په دریو ټوکو کښې د قرآن پاک تفسیر د دغه تکړه محقق له نورو آثارو څخه دي.

**********************************************

 

 

ټیګونه